لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاؤو په کورنیو کې د الٰهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٥)
د وروڼو پلان او دسیسه
د یعقوب علیه السلام زامنو دا خبره درک کړې وه چې پلار یې له دوی سره دومره مینه نه لري لکه څومره یې چې له یوسف علیه السلام او د هغه له سکني ورور (بنیامین) سره لري او هغوی ته پاملرنه هم کوي؛ همدې چارې هغوی خوابدي کړل او د یوسف علیه السلام پروړاندې یې په زړونو کې کینه پیدا شوه.
هغوی په پټه توګه مشورې پیل کړې، څو له یوسف علیه السلام څخه ځان خلاص کړي او د پلار ټوله مینه یوازې خپل ځان ته ځانګړې کړي. داسې پرېکړه یې وکړه چې تر دې کار وروسته به توبه وباسي او له نېکانو څخه به شي، څو الله تعالی یې توبه قبوله کړي او پلار یې هم عذر ومني.
له ډېرو سلا مشورو، بحثونواو اوږدو خبرو وروسته بالآخره دې پایلې ته ورسېدل چې یوسف علیه السلام به یوې څاه ته وغورځوي، ترڅو کوم کاروان (قافله) له هغه ځایه تېره شي، هغه پورته کړي او له ځان سره یې یوسي. په دې توګه به، پرته له دې چې د قتل ګناه وکړي او د هغه وینه تویه کړي، ځان ترې خلاص کړي. په همدې پرېکړه ټولواتفاق وکړ.
د پلار غولول او د دسیسې عملي کول
د خپل پلان د عملي کولو لپاره یې له پلار څخه وغوښتل چې یوسف علیه السلام له دوی سره د څارویو څرولو او لوبو لپاره ولېږي، څو وګرځي او تفریح وکړي. هغوی پلار ته بشپړ ډاډ ورکړ چې د هغه ساتنه به کوي.
یعقوب علیه السلام چې له یوسف علیه السلام سره یې ډېره مینه لرله، اندېښمن و چې هغه به د مشرانو وروڼو په شان د صحراوو، څړځایونو او زیاتې ګرځېدنې زغم ونه لري، د هغوی د غوښتنې په ځواب کې یې وویل:
«إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ»
ژباړه: «بېشكه زه چې یم، یقینًا ما دا خبره غمجنوي چې تاسو دى بوځئ.»
بیا یې خپله اندېښنه داسې څرګنده کړه:
«او زه له دې وېرېږم چې دا (یوسف) به لیوه (شرمښ) وخوري، په داسې حال كې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ»
د پلار دې خبرې، وروڼو ته هغه پلمه په لاس ورکړه چې هغوی یې په لټه کې وو؛ (ښایي کینې یې سترګې ړندې کړې وې او د ځواب فکر یې نه کاوه.) هغوی د خپل پلان د عملي کولو لپاره د پلار له همدې خبرې الهام واخیست.
وروڼو چې د یوسف علیه السلام د څاه ته غورځولو پرېکړه کړې وه، په ځواب کې وویل:
«لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخَاسِرُونَ»
ژباړه: كه لېوه يې را څخه وخوري حال دا چې موږ يوه قوي ډله يو نو بيا خو به موږ خامخا تاوانيان يو.»
که څه هم یعقوب علیه السلام اندېښمن او زړه نازړه و، خو بیا یې هم د هغوی غوښتنه ومنله، ترڅو الٰهي تقدیر پوره شي.
څاه ته د یوسف علیه السلام غورځول او الٰهي وحی
د یوسف علیه السلام وروڼه چې زړونه یې له کینې اوحسد څخه ډک وو، پرته له کوم رحم څخه یې خپل کوچنی ورور بوتلو او څاه ته یې وغورځاوه. هغوی یوسف علیه السلام یوازې پرېښود؛ خو الله تعالی یوازې پرېنښود.
الله تعالی په دې سخت وخت کې یوسف علیه السلام ته د وحی په وسیله زړه ورډاډه کړ او تسلي یې ورکړه چې خپګان ونکړي؛ ځکه دالله تعالی اراده داسې وه چې د خلاصون لار به ورته برابروي او ژوندی به یې وساتي، تر هغه چې یوه ورځ به خپلو وروڼو ته، په داسې حال کې چې هغوی به یې نه پېژني، د هغوی دهمدې ناوړه کار کیسه بیان کړي.
د یوسف د وروڼو بېرته راستنېدل او په دروغجنه وینه ککړ کميس
د دوی د دسیسې د دوام لپاره، د یوسف وروڼه ماخوستن په مصنوعي ژړا او جوړو شوو احساساتو، د پلار حضور ته راغلل، عذر يې وړاندې کړ او ویې ویل چې یوسف علیه السلام لېوه خوړلی او دوی ونه توانېدل چې ویې ژغوري.
د خپلو سترو دروغو د بشپړولو لپاره یې د یوسف علیه السلام کميس په جعلي وینه ککړ کړی وو، څو پلاریې قانع کړي چې یوسف علیه السلام لېوه څیرلی دی؛ خو د کینې شدت او په دروغ ویلو کې بیړه د دې لامل شوه چې خپله دغه کیسه هم سمه برابره نه کړای شي.
که هغوی وارخطا نه وای ، لږ په آرام او محتاط وای، ښایي دا دروغ به یې ژرنه افشا کېدل؛ خو د خپلو کړنو د پایلو له وېرې او د فرصت د لاسه وتلو له ډاره یې د لېوه کیسه په بیړه غوره کړه؛ هماغه کیسه چې پلار یې مخکې یادونه کړې وه. د دوی بېړه تر دې حده وه چې کميس یې په داسې وینه ککړ کړی وو چې خپله د دروغو نښه پکې څرګنديدله.
دیوسف وروڼو، چې خپله هم پوهېدل د دوی خبره به په آسانۍ ونه منل شي، پلار ته وویل:
“وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ” [3]
ژباړه: «او ته زموږ په خبره باور كوونكى نه يې كه څه هم موږ ریښتيني اوسو.»
همدا شېبه یعقوب علیه السلام د موجودو نښو او د زړه د احساس له مخې پوه شو چې یوسف علیه السلام لېوه نه دی خوړلی، بلکې هغوی دسیسه جوړه کړې او دروغجنه کیسه ورته جوړوي.
نو هغوی ته یې وفرمایل:
«بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ[4]
ژباړه: «بلكې ستاسي نفس تاسي لپاره يو لوى كار آسانه كړ، ښه نو صبر به وكړم او په ښه شان به يې وكړم، كومه خبره چې تاسي غوټه كوئ پر هغې له الله نه مرسته غوښتل كيداى شى.»
یعقوب علیه السلام، پرته له بې قرارۍ او فریاد څخه، اعلان وکړ چې هغه به ښکلی صبر کوي او د دې ستر غم د زغملو لپاره به یوازې له الله تعالی څخه مرسته غواړي.[5]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. یوسف: 13.
.2یوسف: 14.
.3یوسف: 17.
- یوسف: 18.
-
سید قطب، فی ظلال القرآن، ج4، ص1976-


