لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزی
د بودیزم د تاریخ اوباورونو تحلیل (شپاړسمه برخه)
د بودیزم تعلیمات (دوام لري)
۱۰- د طبقاتي نظام له منځه وړل
هندوییزم او بودیزم د طبقاتي نظام د مشروعیت په اړه سخت اختلاف لري؛ ځکه هندوییزم په طبقاتي نظام باور لري او ټولنه په څلورو اساسي طبقو وېشي چې عبارت دي له:
١. برهمنان (Brahmins)
د روحانیونو، کاهنانو او دیني ښوونکو طبقه؛ دا تر ټولو لوړه ټولنیزه طبقه ده چې د دیني چارو او مذهبي مراسمو ترسره کول، همدا ډول د ویداګانو ښوونه د دوی پر غاړه وه.
کشاتریهګان (Kshatriyas)
د پاچاهانو، جنګیالیو او واکمنانو طبقه؛ دوی د ټولنې د ادارې او دفاع مسئولیت لري.
ویشیهګان (Vaishyas)
د سوداګرو، بزګرانو او کسبهکارانو طبقه؛ د دوی دنده د ټولنې اقتصادجوړونه او دتوکو تولید دی .
شودرهګان (Shudras)
د خدمتګارانو او کارګرانو طبقه؛ دا تر ټولو ټیټه طبقه ده چې دنده یې د پورته طبقو خدمت کول دي.
له دې څلورو طبقو سربېره، یوه بله ډله هم موجوده وه چې د«دالیتانو» یعنی نجسو په نوم یادېدل؛ دوی د طبقاتي نظام څخه بهر ګڼل کېدل او له ډېرو ټولنیزو حقونو محروم وو.
خو بودیزم د طبقاتي نظام پر لغوه کولو ټینګار کوي. بودا په دې اړه وایي: 《 کله چې لوی سیندونه یو سمندر ته ورګډ شي، خپل نومونه له لاسه ورکوي، په همدې ډول دا څلور طبقې هم هغه وخت خپل اعتبار او اغېز له لاسه ورکوي کله چې انسان دې نظام(بوديزم) ته داخل شي او شریعت یې ومني》¹
په حقیقت کې، بودا چې څه ته بلنه ورکوله هغه رهبانیت و؛ او په رهباني نظام کې ټول انسانان یو له بل سره برابر ګڼل کېږي. خو پر دې لیدلوري دا نیوکه شوې ده چې د طبقاتو لغوه کول یې د بودایي دین له منلو سره مشروط کړي دي، او مساوات یې د ټولو انسانانو لپاره د یوه خپلواک او ذاتي اصل په توګه مطرح کړي نه دي.
خو اسلام د مساوات(برابرۍ) اصل د ټولو انسانانو ترمنځ د یوه عمومي قانون په توګه اعلان کړی دی. الله تعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ﴾² ژباړه: «اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى.»
دا آیت شریف یوازې مؤمنانو ته نه ، بلکې ټولو انسانانو ته خطاب کوي. همداراز د پیدایښت اصل ته اشاره کوي چې ټول انسانان له یوه پلار او یوې مور څخه پیدا شوي دي؛ نو ځکه دځان غوښتنې، نژادي توپیر او طبقاتي نظام لپاره هېڅ ځای نه پاتې کېږي.³
۱۱- د بودیزم او ښځې تړاو
د بودایانو په اند ، ښځه یو خطرناک موجود ګڼل کېږي. بودا په لومړیو کې په خپل دین کې د ښځو پیرویتوب اړوند ډیر لیواله نه وو؛ بلکې غوښتل یې چې ښځې د دوی په حلقو کې داخلې نه شي. خو وروسته، د خپل یو نږدې کس د پرلهپسې ټینګار له امله یې د ښځو د یوځای کېدو او پیرویتوب ته اجازه ورکړه.
په دې اړه د هند پخوانی مرستیال ولسمشر، پروفیسور «رادها کرېشنان» په یوه څېړنه کې لیکي:
«هندۍ ښځه د بودا په زمانه کې منزوي او ګوښهنشینه نه وه؛ خو بودا د خپل دین د پیروانو په توګه د ښځو د منلو په اړه ډېر تردد درلود. یوه ورځ د هغه یوه نږدې کس، چې د ده د تره زوی “آنندا” وو، ترې وپوښتل: “ای سرداره! د ښځو سره څنګه چلند وکړو؟” بودا ځواب ورکړ: “هغوی ته مه ګورئ؛ او که اړ شوئ چې ورته وګورئ، خبرې ورسره مه کوئ؛ او که هغوی له تاسو سره خبرې وکړي، نو بشپړ احتیاط ورسره وکړئ.”»⁴
«آنندا» د ښځو له ملاتړو څخه شمېرل کیده ، د بودا د تره زوی او ځانګړی خدمتګار و. هغه پرلهپسې پر بودا ټینګار کاوه، تر دې چې بالآخره بودا د خپلې ډلې او پیروانو سره د ښځو د یوځای کېدو اجازه ورکړه؛ خو سره له دې هم ، هغه د ښځو داخلېدل د بودایي ټولنې لپاره یو خطر باله.
هغه یوه ورځ «آنندا» ته وویل: «که موږ ښځې خپلې ډلې ته نه وای منلې، دې پاک نظام به ډېر اوږد دوام کړی وای؛ خو اوس چې ښځې زموږ ډلې ته داخلې شوې دي، ګومان نه کؤم چې زمونږ نظام ډېر دوام وکړي.»
همداراز بودا ویلي وو: «له ما وروسته نظام کولای شي هغه تګلارې او دودونه بدل کړي چې د خپلو موخو او بقا لپاره یې زیانمن وبولي.»
علامه «رادها کرېشنان» باور لري چې بودا په دې خبرې سره خپلو پیروانو ته اجازه ورکړې چې که د ښځو شتون د خپل دعوت او دین لپاره زیانمن یا خطرناک وبولي، نو هغوی دې له خپلې ډلې وباسي.⁵
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
¹ احمد الشلبي، ادیان الهند الکبری، ص ۱۶۹.
² د حجرات سورت، ۱۳ آیت.
³ هماغه، ص ۶۹.
⁴ الأدیان الوضعیة، ص ۲۲۴.
⁵ احمد الشلبي، ادیان الهند الکبری، ص۱۷۰.


