لیکوال: ابورائف عبدالله
فراماسونري (برخه: ۳۷)
یهود او کمونیزم
په دې برخه کې د یهودیت او کمونیزم ترمنځ اړیکه څېړو. یهودیان، د خپل شرير طبیعت له مخې، چې د نړۍ د ټولو هغو کسانو، په ځانګړې توګه د مهمو واکغوښتونکو خوځښتونو د زیانمنولو په لټه کې دي، په کمونیزم کې هم نفوذ وکړ او د دې خوځښت د رهبری مقامونه یې تر خپل واک لاندې راوستل. له همدې امله کمونیزم په ټوله نړۍ کې د هغو نابغه کسانو محصول نه و چې غوښتل یې نړۍ وژغوري او له پانګهوال او فیوډالي نظام (ارباب–رعیتي جوړښت) څخه د کارګر او بزګر حقونه ترلاسه کړي.
هغه څه چې د دې ایډیولوژۍ په چوکاټ کې د «پرولتاریا انقلاب»، «دیالکتیکي او تاریخي ماتریالیزم» او «اضافي ارزښت» تر سرلیکونو لاندې وړاندې شوي، ټول د یهودو په لاس په دې موخه طرحه او تمویل شوي دي، چې د ګډوډۍ او بېثباتۍ تخم وکري او هر هغه تمایل له منځه یوسي چې د ازادې ارادې او باعزته ژوند لامل کېږي او د انسان مقام لوړوي.
د یهودي کنیسې لوړپوړو مراجعو (او د هغوی کارکوونکو، یعنې د نړۍ د لویو سودخوړونکو یوې ډلې) د ټولنیز تخریب او د بېلابېلو هېوادونو د ورانولو لپاره پر یو شمېر انارشېستي خوځښتونو تکیه وکړه، چې بلاخره وتوانېدل د اروپا بېلابېلو هېوادونو (په ځانګړي ډول روسیې او مرکزي اروپا) ته یې وغځوي؛ د مثال په ډول هغه خوځښتونه چې د «نهیلیستي»[۱] خوځښتونو په نوم مشهور شول او همدارنګه یو شمېر نور الحادي مرکزونه او ټولنې.
خو د لومړي ځل لپاره په ۱۸۲۹م کال کې له یوې نوې طرحې پرده پورته شوه؛ هغه طرحه چې د «نورانیانو» محفل د آدم وایسهاوپت تر بیا تنظیم وروسته برابره کړې وه. دغه محفل په همدې کال د «مستر رایت» په نوم خپل یو انګلیسي غړی نیویورک ته واستاوه. هلته یې د هغو فراماسونري کړیو لپاره کنفرانس دایر کړ چې یهودي رنګ یې اخیستی و او د توطئې له شبکې سره تړلې وې او ګډونوال یې له هغې نوې طرحې خبر کړل چې «د صهیون حکیمانو» له لورې وړاندې شوې وه. د دې طرحې له مخې، باید په اروپا کې ټول نهیلیستي خوځښتونه او الحادي ټولنې د یوې نړیوالې یا «بینالمللي» موسسې تر چتر لاندې یو موټی شي؛ داسې سازمان چې ښکاره او پټې څانګې، شبکې او حجرې یې باید د نړۍ هر هېواد ته وغځېږي او د «کمونستي سازمان» په نوم ونومول شي. له بلې خوا، د یاد سازمان د اساس لپاره اړینه وه چې د ځانګړې فلسفې پر بنسټ یوه ځانګړې ایډیولوژي (اعتقادي نظریه) هم رامنځته شي.[2]
یاد کنفرانس د دې پروژې د لګښتونو لپاره د اړینې پانګې د راټولولو مسؤلیت پر غاړه واخیست، او درې کسیزه کمېټه وټاکل شوه چې یو غړی یې کلینتون روزولت و. کلینتون روزولت د فرانکلین روزولت له نیکونو څخه شمېرل کېږي.
دې کمېټې اړینې مالي منابع برابرې کړې. هممهاله نورانیانو کارل مارکس او فریدریش انگلس د اړوندې نظریې د تدوین لپاره وټاکل او دواړه یې لندن ته راوغوښتل. هغوی د دې هېواد د پلازمېنې په زړه (سوهو په سیمه کې) د سرمایې په نوم کتاب ولیکه، چې وروسته د کمونیزم «انجیل» وبلل شو، همدارنګه یې د مانیفیست کمونیست په نوم رساله هم تألیف کړه. د همدغو مالي سرچینو په مرسته د مارکس او انگلس د ژوند لګښتونه، د «سرمایه» د لیکنې، چاپ، خپرولو او د نړیوالو احساساتو د راپارولو لګښتونه تمویل کېدل.[3]
له دې وروسته، داسې ترتیبات ونیول شول چې د دې بهیر څانګې د نړۍ هر ګوټ ته وغځېږي.
ولادیمیر لینین د کمونیزم په پیل کې د انقلابپالنې او الحاد زده کړې له خپل یهودي ښوونکي څخه ترلاسه کړې؛ بیا له روسیې څخه ووت او د نورانیانو په لارښوونه په سویس کې له کمونیستانو او انقلابیانو سره یوځای شو. په دې ډله کې گئورگی پلخانف، لیودوچ، پاول آکسلرود، یولیوس تسدرباوم او ورا زولیش شامل وو؛ چې له ډلې یې څلور تنه یهودیان وو. دوی یوه نړیواله مارکسیستي ټولنه رامنځته کړه او «د کار د آزادۍ ډلې» په نوم یې ونوموله.
ولادیمیر لینین وروسته بېرته روسیې ته ستون شو او په پلازمېنه سن پترزبورګ کې یې خپل فعالیت پیل کړ؛ له خپلو یهودي ملګرو سره یې د شبکو په تنظیم لاس پورې کړ او د لاریونونو د راپارولو لپاره یې هڅې وکړې. د خپلو فعالیتونو د پټولو په موخه یې له یوې ښایسته یهودۍ سره واده وکړ.
وروسته یې د تزاري حکومت چارواکې پر فعالیتونو خبر شول؛ په ۱۸۹۷م کال کې بندي شو او له خپلې مېرمنې سره یو ځای سایبریا ته تبعید شو. له ازادېدو وروسته، بیا سویس ته ولاړ او هلته یې د نورانیانو له استازو سره لیدنه وکړه او خپل فعالیت یې له سره پیل کړ. د کمونیستي خوځښت په نوم یې یوه ورځپاڼه خپره کړه چې د هغه یو شمېر یهودي ملګرو یې د لیکنې او سمون څارنه کوله، مېرمنې یې د تحریریې د دفتر د منشي دنده پر غاړه درلوده.[5]
په ۱۹۰۷م کال کې د کمونیست ګوند پنځمه کانګره په لندن کې ترسره شوه. په دې کنګره کې د مخکښو یهودي څېرو تر څنګ هغه ځوان هم ګډون درلود چې تازه د ولادیمیر لینین تر څنګ راڅرګند شوی و، یعنې جوزف استالین.
په دې کانګره کې پرېکړه وشوه چې ډیری هغه ورځپاڼې دې روسیې ته انتقال شي چې په اروپا کې خپرېږي؛ په روسیه کې دې ګڼ شمېر کسان تنظیم او منظم شي، ګډوډي دې پراخه شي، په هېواد کې دې د شک او اضطراب فضا رامنځته شي او همدارنګه دې د یهودي کړیو له منځه مسلکي ترهګر او ورانکار کسان جذب او روسیې ته واستول شي.
په ۱۹۱۷م کال کې د یهودیانو په لمسون پراخې ګډوډۍ رامنځته شوې، پر لاریونکوونکو د دې لپاره د یهودانو په لاس ډزې وشوې، چې د حکومت اقتدار ته ضربه ورسوي. د «شرق اعظم» محافلو هم د سن پترزبورګ د یو شمېر افسرانو او سرتېرو په جلبولو کې ونډه واخیسته؛ هغوی یې د رشوت او ګواښونو له لارې تر فشار لاندې راوستل او ځینې یې قانع کړل او بغاوت یې پیل کړ.
وروسته یهودي سودخوړونکو روسیې ته د ولادیمیر لینین د بېرته راستنېدو لار هواره کړه او نږدې سل زره تنه ترهګر، انارشېستان او سختدریځي انقلابیان، د لئون تروتسکی د ډلو په مشرۍ، چې په نیویورک کې تنظیم شوي وو، روسیې ته راواستول شول. په دې توګه یهودیان بریالي شول چې په روسیه کې انقلاب ترسره کړي.
له دې وروسته، ولادیمیر لینین د فلج په ناروغۍ اخته شو او جوزف استالین د چارو واګې په لاس کې واخیستې؛ هغه هم یوه یهودۍ ښځه په نکاح کړه.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] هغه خوځښت چې د انسانمحورۍ (Humanism) پر بنسټ ولاړ دی او په ټولو چارو کې انسان او د هغه پرېکړې د قانونجوړونې بنسټ او اصل ګڼي، او پر دین، وحی او ماوراءالطبیعه نړۍ باور نه لري. درنه لوستونکي کولی شي چې د «کلمات» علمي او تحقیقاتي ادارې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړي او د فکري نظریاتو او مکتبونو په برخه کې په دې اړه ژور او دقیق معلومات ترلاسه کړي.
[2] أحجار علی رقعة الشطرنج، مخونه: ۱۳-۱۴-۱۵.
[3] هماغه سرچینه، مخ: ۱۵.
[4] حنا ابیراشد، دائرة المعارف الماسون، مخ: ۲۱۰، مکتبة الفکر العربي او چاپخونه، حازمیه، لبنان.
[5] الیهودیة والماسونیة، مخ: ۳۱.
[6] هماغه سرچینه، مخ: ۳۲.


