لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸)
د بودیزم د رامنځته کېدو او تکاملي بهیر تاریخچه (دوام)
په دې برخه کې د بودیزم د بدلون بهیر او په جنوبي او شمالي اسیا کې د هغه د خپرېدو څرنګوالي ته لنډه کتنه کوو:
۱. په جنوبي هېوادونو کې د بودیزم بدلون او پراختیا
الف: سریلانکا: بودیزم د لومړي ځل لپاره د درېیمې قبل المیلاد پېړۍ په منځنیو کلونو کې د «اشوکه» په هڅو سریلانکا ته داخل شو.
نوموړي د خپل زوی په مشرۍ یو پلاوی د بودیزم د تبلیغ او ترویج په موخه سریلانکا ته واستاوه. د سریلانکا پاچا او خلکو له دغه پلاوي تود هرکلی وکړ او بالاخره یې د بودا دین ومانه. په دې توګه، په لنډ وخت کې دا دین د خلکو ترمنځ خپور شو او ګڼ شمېر معبدونه ورغول شول.
سریلانکا کې په لومړیو پړاوونو کې د بودا تعلیماتو لیکلې بڼه نه درلوده، بلکې د حفظ په بڼه له یوې سینې څخه بلې سینې ته انتقالېدل. خو د لومړۍ قبل المیلاد پېړۍ په وروستیو کې د پردیو د برید له وېرې او د بودایي ټولنو د احتمالي وېش له امله، د بودایي ښوونو او لارښوونو مجموعه د پالي په ژبه په لیکلې بڼه واړول شوه.
څو پېړۍ وروسته، په ځانګړي ډول د څلورمې پېړۍ په جریان کې دغه متون له پالي ژبې څخه سیلاني (سریلانکایي) ژبې ته وژباړل شول.
باور کېږي چې د بودا ځینې آثار، لکه د هغه یو غاښ، له هند څخه سریلانکا ته انتقال شوی دی، چې تر اوسه پورې هلته ساتل کېږي او د بودایانو له لوري درناوی ورته کېږي. همدارنګه روایت شوی چې د هغه ونې یوه څانګه چې بودا یې تر سیوري لاندې نیروانه ته رسېدلی و، پرې شوې او په سریلانکا کې کېنول شوې، چې تر نن ورځې پورې پاتې ده.[۱]
د معاصرو تاریخي سرچینو له مخې، اوس مهال بودیزم په سریلانکا کې د رسمي دین په توګه پېژندل کېږي او شاوخوا اویا سلنه وګړي پیروي ترې کوي او پاتې دېرش سلنه نفوس یې د نورو دینونو لکه هندوییزم، اسلام او عیسویت پیروان دي.
ب: اندونیزیا: اندونیزیا د څو پېړیو لپاره د بودیزم یو مهم او مطرح مرکز پاتې شوی دی. بودیزم د پنځمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې د هند له لارې اندونیزیا ته داخل شو.
ویل کېږي چې له اوومې تر یوولسمې میلادي پېړۍ پورې، بودیزم په اندونیزیا کې د پام وړ وده ومونده او دا هېواد په همدې موده کې د بودیزم له مهمو مرکزونو څخه و. خو د اسلام د نفوذ او پراختیا له امله په تدریجي ډول له زوال سره مخ شو او بالاخره د شپاړسمې میلادي پېړۍ په نیمایي کې یې پخوانی مقام له لاسه ورکړ.
هغه احصائیه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د دې هېواد د ادیانو په اړه اخیستل شوې، ښيي چې اسلام په اندونیزیا کې تر ټولو زیات پیروان لري؛ د اندونیزیا ۸۶.۶ سلنه وګړي مسلمانان دي، ۳.۱۲ سلنه کاتولیکان، ۱.۷۴ سلنه د هندوییزم پیروان، ۰.۷۷ سلنه بودایان، ۷.۶ سلنه پروتستانان او پاتې یې د نورو دینونو پیروان دي.
ج. برمه: بودیزم په مشخص ډول د پنځمې میلادي پېړۍ په ترڅ کې د هند له لارې برمه ته داخل شو. برمه ته د بودیزم له رسېدو سره سم، دغه دین د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو او وده یې ومونده؛ تر دې چې بودیزم په برمه کې داسې وده وکړه چې دا هېواد د بودایانو له مهمو مرکزونو څخه وګرځېد.
بودیزم په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د دې هېواد د رسمي دین په توګه اعلان شو او شاوخوا ۹۰ سلنه خلک یې د بودیزم پیروان دي. برمه د بودایي هېوادونو تر ټولو مذهبي هېواد بلل کېږي، دا هیواد د راهبانو د شمېر او د عوایدو د هغې برخې له مخې چې دیني چارو ته ځانګړې کېږي، ځانګړی مقام لري.
د: تایلنډ: بودیزم تایلنډ ته هم د پنځمې میلادي پېړۍ په ترڅ کې د هند له لارې داخل شو. دغه آیین په دې هېواد کې د تر ټولو لوی دین په توګه پېژندل کېږي، د دې هیواد شاوخوا ۹۳ سلنه وګړي د بودیزم پیروان دي.
د اساسي قانون له مخې بودیزم د دې هېواد رسمي دین ګڼل کېږي، خو سره له دې، د تایلنډ ټولو اتباعو ته د دیني ازادۍ تضمین هم ورکوي. هغه څوک چې د دې هېواد د ولسمشر یا پاچا په توګه ټاکل کېږي، د قانون له مخې باید حتماً د بودایي دین پیرو وي، که نه نو د دې مقام لپاره د ټاکل کېدو حق نه لري.
په دې هېواد کې مسلمانان د اقلیت په توګه ژوند کوي او زیاتره د هېواد په جنوبي سیمو کې مېشت دي. په تایلنډ کې په رسمي ډول پنځه دینونه په رسمیت پېژندل شوي دي: بودیزم، اسلام، هندوییزم، سیکیزم او مسیحیت.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. فیاض قراپي، ادیان هند، مخ ۳۵۲.


