Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹)
بودائیزم پنجشنبه _7 _مې _2026AH 7-5-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهر الله عزيزي
د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹)
د سوېلي او شمالي اسیا هېوادونو کې د بودیزم د بدلون بهیر او د خپرېدو څرنګوالی (دوام)
۲. په شمالي هېوادونو کې د بودیزم بدلون او پراختیا
الف: چین
په پیل کې بودایي دین د لومړۍ میلادي پېړۍ په لومړیو کې د سوداګریزو اړیکو له لارې چین ته داخل شو. یو شمېر تاریخپوهان اټکل کوي چې د بودیزم یوه مهمه فرهنګي څپه له سمندري لارو ان سوېل ختیځې اسیا ته رسېدلې وه او له هغه ځایه بیا نږدې په هماغه پېر کې د چین سوېلي سیمو ته انتقال شوې ده.[1]
سره له دې، په لومړنیو پړاوونو کې دې دین پر چینايي ټولنې کوم ځانګړی او ښکاره اغېز ونه کړ، بلکې کله چې په چین کې بودایي دین منظم او پراخ شو، نو د «مېنګ تي» په نوم د یوه پاچا د واکمنۍ پر مهال د چینايي ټولنې برخه وګرځېد.
داسې ښکاري چې د چین خلکو تر دې وړاندې د سیلانیانو د کیسو او روایتونو له لارې د بودا، د هغه د ژوند او لارښوونو په اړه یو څه مالومات ترلاسه کړې وو. دې وضعیت تر هغه وخته دوام وکړ چې د «مېنګ تي» په نوم د «هان» د کورنۍ یو پاچا د چین د امپراتورۍ پر تخت کېناست. تاریخپوهانو لیکلي دي چې د هغه د واکمنۍ له پیل څخه څه موده وروسته، بودایي دین ته مایل شو او په زړه کې یې د دغه آیین پر وړاندې ځانګړې مینه او لېوالتیا پیدا شوه.
ویل کېږي چې د دې میلان د انګېزې لامل د پاچا یو خوب و: پاچا خوب ویني چې د بودا زرینه څېره چې سر یې د لمر په څېر ځلېږي د هغه ماڼۍ ته الوت کوي. د دې روایت پر بنسټ ـ چې ډېر احتمال لري افسانوي رنګ ولري ـ «هان» یو شمېر استازي هند ته ولېږل، څو د بودا د تعلیماتو په اړه څېړنه وکړي او معلومات تر لاسه کړي.
دغو استازو له بېرته راتګ وروسته، د بودا اړوند ګڼ شمېر کتابونه، آثار او مجسمې چین ته راوړې. امپراتور د دوو چینایي راهبانو لپاره چې د دغې دین له خپرولو سره یې ډېره لېوالتیا درلوده، ځانګړی عبادتځای برابر کړ او د بودایي سپېڅلو کتابونو او متنونو په ژباړه بوخت شول.
له بلې خوا، مېنګ تي په ۶۵ میلادي کال کې اجازه ورکړه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دې د بودا مجسمې ورغول شي او بودایي راهبان کولای شي چې د امپراتورۍ په قلمرو کې په ازاد ډول خپل دین ته خلک راوبولي.[2] په دې توګه، د بودا تعلیمات او بودایي آیین په چین کې د پراختیا او ټینګښت نوي پړاو ته داخل شول.
له دوو زرو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې بودیزم په چین کې شتون لري. په معاصر عصر کې د چین په بېلابېلو سیمو کې زرګونه بودایي معبدونه موجود دي، چې مذهبي مراسم، دودیز آداب، مراقبه (مدیتیشن) او بېلابېل مناسک پکې ترسره کېږي.
دغه دین په چین کې څو بېلابېلې څانګې لري، چې تر ټولو مهمې یې د «هان بودیزم» (چینایي بودیزم)، «تبتي بودیزم» او «تراواده بودیزم» دي. هره یوه یې په ځانګړو سیمو کې رواج لري؛ د بېلګې په توګه، تبتي بودیزم په تبت او د چین د سوېل لوېدیځ په ځینو برخو کې ډېر لیدل کېږي.
په چین کې د بودا د پیروانو د شمېر اټکل د بېلابېلو طریقو له مخې ډېر توپیر سره لري؛ ځکه چې زیاتره خلکو بودایي عقاید او اعمال له نورو دودونو او عقایدو سره ګډ کړي دي.
د رسمي احصائیو له مخې، هغه کسان چې ځانونه په رسمي ډول بودایان معرفي کوي، د چین د بالغ نفوس شاوخوا ۴ سلنه جوړوي، چې شمېر یې له ۴۲ میلیونو څخه زیات اټکل شوی دی. خو که پر بودا باور او یا له بودایي مراسمو سره تړلي مناسک هم په پام کې ونیول شي، نو شاوخوا ۳۳ سلنه بالغ چینایان ـ یعنې له ۳۶۰ میلیونو څخه ډېر کسان ـ پر بودا یا بودایي مقدسو موجوداتو باور لري او یا هم په اړوندو مراسمو کې ګډون کوي.
ځینې نورې سرچینې بیا بېلابېل ارقام وړاندې کوي او د بودیانو شمېر له ۱۰۰ میلیونو څخه زیات کسان اټکلوي، چې دا توپیر تر ډېره د احصائیې او اندازه‌کولو له طریقې سره تړاو لري.[3]
د بودیزم مکتب سره له هغو ټولو لوړو ژورو او ستونزو چې د څو پېړیو په اوږدو کې یې په چین کې تجربه کړې، بالاخره وتوانېد چې د چین له درېیو مهمو فکري او مذهبي مکتبونو څخه وشمېرل شي؛ تر دې چې چین د نړۍ د بودایي هېوادونو (د مهايانه فرقې) په تر ټولو مهم مرکز بدل شي.
که څه هم په ۱۹۴۹ میلادي کال کې په چین کې د کمونیستي انقلاب له بریا وروسته، د چین حکومت د بودیزم په اړه مثبت نظر نه درلود او یو ارتجاعي، وروسته پاتې او د تاریخ له تېر پړاو سره تړلی مکتب یې وباله، چې ګڼ شمېر بودایي معبدونه یې وتړل.[4]
ب: کوریا
 په چین کې د بودایي آیین له خپرېدو وروسته، دغه دین د څلورمې میلادي پېړۍ پر مهال د کوریا خاورې ته هم داخل شو او ورو ورو یې پراختیا ومونده. په هغه وخت کې کوریا په څو خپلواکو دولتونو وېشل شوې وه، په هېڅ یوه کې منظم او ژور دیني فرهنګ موجود نه و؛ ډېریو اوسیدونکو یې د اجدادپرستۍ له یوې ساده او ابتدایي بڼې پیروي کوله.
په همدې دوره کې، د «سوندو» په نوم یو بودایي راهب، د شمالي چین د یوه سیمه‌ییز پاچا په هڅونه، کوریا ته سفر وکړ، له ځان سره یې یو شمېر بودایي مجسمې او سپېڅلي کتابونه یوړل؛ د دغې آیین د تعلیماتو په تبلیغ او خپرولو یې پیل وکړ او د کوریايي وګړو او واکمنانو لپاره یې زمینه برابره کړه چې له بودیزم سره اشنا شي.
په لنډ وخت کې د کوریا د درې‌ګونو دولتونو واکمنان د بودایي مبلغینو تر اغېز لاندې راغلل، بودایي دین یې ومانه او د بودیزم تمدني او فرهنګي عناصر یې خپل کړل.
د شپږمې میلادي پېړۍ په منځنیو کلونو کې یو پاچا چې د کوریا په سوېل لوېدیځه برخه کې یې واکمني کوله، د بودایي مبلغینو یوه ډله له بودایي مجسمو او کتابونو سره یوځای، د جاپان د امپراتورۍ دربار ته د ډالۍ په توګه ولېږله.[5]
په دې توګه کوریا د بودایي آیین د ودې او خپرېدو په برخه کې مهم رول ولوباوه. یاد مکتب تر نن ورځې پورې په دې هېواد کې خپل اهمیت ساتلی او لا هم ګڼ شمېر پیروان لري. ځکه چې کوریا په دوو هېوادونو، یعنې شمالي او جنوبي کوریا وېشل شوې ده. د ۲۰۱۵ میلادي کال د سرشمېرنې له مخې چې په جنوبي کوریا کې ترسره شوې، ښيي چې ۵۶.۱ سلنه خلک له هېڅ دین سره تړاو نه لري. ۱۹.۷ سلنه وګړي یې پروتستانت، ۱۵.۵ سلنه بودایان، ۷.۹ سلنه کاتولیکان او ۰.۸ سلنه نور وګړي یې د نورو ادیانو لکه کنفوسیوسیزم، مسیحیت، اسلام، یهودیت او… پیروان دي.
همدارنګه په شمالي کوریا کې شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه خلک بې‌دینه بلل شوي، ۱۰ تر ۱۶ سلنه د «چوندیزم» پیروان دي، ۱ تر ۴ سلنه بودایان دي او له ۱ تر ۲ سلنه وګړي د مسیحیت پیروان ګڼل شوي دي.
ج: جاپان

په ۵۵۲ میلادي کال کې د کوریا له لارې جاپان ته بودیزم په داسې حال مې داخل شو چې تر یوه حده یې چینایي بڼه خپله کړې وه. بودایي آیین په پیل کې د جاپان له بومي دین «شینتو» سره ګډ شو، ځایي رنګ یې واخیست او ورو ورو د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو.
د جاپان ځینو امپراتورانو هم بودایي دین ومانه او د ترویج لپاره یې هڅې وکړې. «شوتوکو» (Shōtoku) (۵۷۴–۶۲۱م)، چې د امپراتور ځایناستی و، د بودیزم په پراختیا کې ډېر اساسي رول درلود. مشهور معبدونه یې ورغول او د بودایي سپېڅلو متونو تفسیرونه یې ولیکل.
له هغه وروسته بودایي آیین په بشپړه توګه جاپاني بڼه غوره کړه، له شینتو دین سره یې سوله‌ییز ګډ ژوند درلود او ګڼې فرقې یې رامنځته شوې.
د «اېدو» (Edo) د سلسلې د واکمنۍ پر مهال، چې نږدې درې پېړۍ (۱۶۰۳–۱۸۶۷م) حکومت یې وکړ ـ یعنې د اوولسمې پېړۍ له پیل څخه د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې ـ بودیزم په رسمي ډول د «ملي دین» په توګه اعلان شو.
خو وروسته له یوې خوا د شینتو دین په اړه د سختو ملتپالو تمایلاتو د راپیدا کېدو او له بلې خوا د بودایي آیین پر وړاندې د پردیتوب د احساس له امله بودیزم له جدي ګواښونو سره مخ شو. کله چې له اروپا او امریکا څخه مسیحي مبلغین جاپان ته راغلل او د بودایي دین پر ضد یې تبلیغات پیل کړل، نو دغه آیین نور هم له ستونزو او ګواښونو سره مخامخ شو.
خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بودایي آیین نه یوازې په جاپان، بلکې په ټوله نړۍ کې نوې ساه واخیسته، نوم او شهرت یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپور شو.[6]
په جاپان کې د ادیانو احصائیه تر یوه حده پېچلې ده؛ ځکه چې ډېری خلک په یو وخت کې د څو دینونو پیروي کوي. د بېلګې په توګه، د جاپان شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي په دودیز ډول له شینتو دین سره تړاو لري.
همدارنګه د رسمي احصائیو له مخې نږدې ۶۷ تر ۶۹ سلنه خلک له بودیزم سره تړلي ګڼل کېږي، یا هم په بودایي مراسمو او مناسکو کې ګډون کوي. که دغه دواړه شمېرې یوځای سره حساب شي، نو له ۱۰۰ سلنې څخه اوړي؛ لامل یې دا دی چې ډېری جاپانیان په یو وخت کې هم د شینتو آیین او هم د بودیزم پیروان دي.
مسیحیان د جاپان د نفوس یوه کوچنۍ برخه جوړوي، چې شاوخوا ۱.۵ سلنه اټکل شوي دي او نور ادیان بیا د ټول نفوس له ۴ تر ۷ سلنې پورې برخه تشکیلوي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. بردلی هوکینز، ژباړه: محمدرضا بدیعی، آیین بودا، ص ۷۷.
[2]. جان بی. ناس، مترجم: علی‌اصغر حکمت، تاریخ جامع ادیان، ص ۱۴۹.
[3]. https://www.pewresearch.org
[4]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۳۵۱-۳۵۲.
[5]. جان بی. ناس، ترجمهٔ علی‌اصغر حکمت، تاریخ جامع ادیان، ص ۱۵۲.
[6]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۳۵۵.
ادیان بودا بودیزم
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۷)

چهارشنبه _29 _اپریل _2026AH 29-4-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۶)

یکشنبه _26 _اپریل _2026AH 26-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹)

پنجشنبه _7 _مې _2026AH 7-5-2026AD4 Views

لیکوال: مهر الله عزيزي د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹) د سوېلي…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD12 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹) دوولسم…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD8 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۷) یهود او کمونیزم په دې برخه کې د یهودیت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹)

پنجشنبه _7 _مې _2026AH 7-5-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.