لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۴)
د حیواناتو په غذایي او بدني نظام کې الهي اعجاز (بېلګې: غوا او اوښ)
د حیواناتو د وجود ټولې برخې په ډېر دقیق، هدفمند او حیرانوونکي ډول خلق شوې دي، چې ښکاره بېلګې یې په غوا کې د شیدو تولید او په سخت صحرايي چاپېریال کې د اوښ حیرانوونکی جوړښت دی. د قرآن؛ تلپاتې معجزې د لړۍ په برخه کې په علمي او تحلیلي ډول د دواړو بېلګو د اعجاز اړخونه څېړو.
د غوا د شیدو په خلقت کې اعجاز
شیدې: بشپړ خواړه له حیرانوونکي ترکیب سره
د غوا شیدې، چې د انسان د ورځني خوراک لویه برخه جوړوي، د تر ټولو بشپړو غذایي موادو له ډلې شمېرل کېږي. دغه غذایي ماده کله د شیدو، کله د لبنیاتو او کله هم د نورو بېلابېلو تولیداتو په بڼه کارول کېږي او په خپل ترکیب کې ګڼ حیاتي مواد لري. د شیدو تقریبي ترکیب په لاندې ډول دی:
-
اوبه: «۸۷٪ تر ۹۱٪»؛
-
پروټیني مواد: لکه کازئین، البومین او ورته نور مواد؛
-
قندي مواد: په ځانګړي ډول لاکتوز؛
-
غوړ: د خفیفو او درنو غوړو بېلابېل ډولونه؛
-
وېټامینونه:A، B، C او D؛
-
منرالونه: کلسیم، فاسفورس او نورې کمیابه مالګې؛
-
محلول شوي ګازونه: لکه کاربن ډایاکساید (CO₂)، اکسیجن او نشادر.
همدا پراخ او متوازن ترکیب، شیدې په یوه «بشپړه غذایي مجموعه» بدلوي، چې هم د ژوند د دوام او هم د ودې او پرمختګ په برخه کې بنسټیز اهمیت لري.
د شیدو د تولید اعجاز: له فرث (خوشایو) او وینې څخه د پاکو شیدو راوتل
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿وَإِنَّ لَكُم فِي ٱلأَنعَٰمِ لَعِبرَةٌۖ نُّسقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِۦ مِن بَينِ فَرثٖ وَدَمٖ لَّبَنًا خَالِصاً سَآئِغاً لِّلشَّٰرِبِينَ﴾[1] ژباړه: «او دا پخه خبره ده چې په څارویو کې هم تاسې ته یو لوی درس دی. مونږ تاسې ته د هغوی له ګیډو نه د خوشایو او وینې ترمینځه خالصې شیدي درڅښو چې د څښونکو لپاره ډیرې خوندورې او اسانې تیریږي.»
د دغې مبارک آیت حقیقت نن ورځ د علمي موندنو په رڼا کې په حیرانوونکي ډول ثابت شوی دی. معاصر علوم ثابتوي چې شیدې د حیوان د هاضمې، وینې او غدو د منظم فعالیت په پایله کې تولیدېږي. خواړه لومړی په معده او کولمو کې هضمېږي، ګټور مواد یې د وینې له لارې د شیدو غدو ته لېږدول کېږي، او هلته له همدې موادو څخه پاکې، سپینې او غذایي شیدې جوړېږي؛ حال دا چې د همدې بهیر ترڅنګ وینه او فضلات هم موجود وي، خو شیدې له هغو ټولو ناپاکیو څخه جلا، خالصې او د څښلو وړ پاتې کېږي. دغه دقیق او حیرانوونکی نظام د الهي قدرت، حکمت او اعجاز یوه روښانه نښه ګڼل کېږي.
د غوا د تيغدې جوړښت
نوو علمي څېړنې ثابته کړې چې د غوا د شیدو غده له «فصوصو» (Lobes) څخه جوړه شوې ده. هر فص بیا په «فصیفصاتو» (Lobules) وېشل کېږي، او هر فصیفصه واړې کڅوړې لري چې «اسناخ» (Alveoli) بلل کېږي. د هر سنخ شاوخوا د وینې د شعري رګونو یوه نرۍ او منظم شبکه پرته وي.
هغه حجرې چې اسناخ پوښي، خپلې اړینې مادې له وینې څخه اخلي او د خپل داخلي فعالیت په ترڅ کې شیدې تولیدوي. دغه حجرې، سره له دې چې شاوخوا یې وینه او د هاضمې پاتې شوني (فرث/ خوشایه) جریان لري، بیا هم یوه خالصه، سپینه او پاکه ماده راباسي؛ او همدا هغه حیرانوونکی اعجاز دی چې قرآن کریم څو پېړۍ وړاندې ورته اشاره کړې ده.
له شیدو سره د وینې حیرانوونکی تناسب
ساینسپوهانو موندلې ده چې د یوه لیټر شیدو د تولید لپاره باید له ۳۰۰ تر ۴۰۰ لیټرو پورې وینه د اسناخو شاوخوا وګرځي. یوه غوا هره ورځ نږدې «۳۰ تر ۴۰ کیلوګرامه شیدې» تولیدوي. دا په دې مانا ده چې د ورځې په اوږدو کې زرګونه لیټره وینه باید د تيغدو له شبکو څخه تېره شي، څو دومره اندازه شیدې چمتو شي.
له دې لوی او دوامدار جریان سره سره، بیا هم شیدې «خالصې، سپینې او پاکې» تولیدېږي؛ نه پکې د وینې اغېز ښکاري او نه د خوشایو بوی او نښه.
تر نن ورځې پورې علم دې پوښتنې ته بشپړ ځواب نه دی موندلی چې:
همدا واړې حجرې څنګه په دومره دقیقه توګه پوهېږي چې له وینې څخه څومره اندازه کلسیم، فاسفورس، وېټامینونه، پروټین، قند، غوړ او اوبه را واخلي او په شیدو یې بدلې کړي؟
دغه دقیق نظم او حیرانوونکی توازن هماغه «الهي هدایت» دی چې الله تعالی یې په قرآن کریم کې یادونه کړې ده: ﴿قَالَ رَبُّنَا ٱلَّذِيٓ أَعطَىٰ كُلَّ شَيءٍ خَلقَهُۥ ثُمَّ هَدَىٰ﴾[2] ژباړه: «موسې ځواب ورکړ چې: زما رب هغه ذات دی چې هر شي ته یي د هغه جوړښت وباښه او بیا یې ښوونه ورته وکړه»
شیدې: د ساده واښو محصول
هغه څه چې غوا یې خوري، زیاتره یې یوازې «واښه» وي؛ خو همدغه ساده واښه د غوا په حیرانوونکي بدني نظام کې په شیدو، مستو، پنیر، کوچ، قیماق او لسګونو نورو غذایي محصولاتو بدلېږي. انسان هېڅکله نه شي کولای واښه په داسې بشپړه او ګټوره ماده بدل کړي.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿وَٱلأَنعَٰمَ خَلَقَهَاۖ لَكُم فِيهَا دِفء وَمَنَٰفِعُ وَمِنهَا تَأكُلُونَ﴾[3] ژباړه: «او څاروي يې ستاسې لپاره پیدا کړل چې له همغو تاسې تودوښه او رنګا رنګ ګټې تر لاسه کوئ او د ځینو غوښې هم خورئ.»
او په سورۀ یس کې ټینګار کوي چې څاروي د انسان لپاره پیدا شوي او رام کړل شوي دي؛ انسان د خواړو، شیدو، لباس او تګراتګ لپاره استفاده ترې کولای شي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَذَلَّلنَٰهَا لَهُم فَمِنهَا رَكُوبُهُم وَمِنهَا يَأكُلُونَ﴾[4] ژباړه: «او ښه مو ورته تابع کړل په ځینو يي سپرلۍ کوي، او له ځینو يي خوري»
له الله تعالی پرته کوم بل ځواک دا وړتیا لري چې دومره لوی او قوي حیوان داسې رام کړي چې یو کوچنی ماشوم یې ولوشي او د یوې نرۍ رسۍ په وسیله یې مهار کړي؟
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. النحل: ۶۶.
[2]. طه: ۵۰.
[3]. النحل: ۵.
[4]. يس: ۷۲.


