لیکوال: ابورائف عبدالله
فراماسونري (برخه: ۳۹)
د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ اړیکه
تر ټولو مهم بحث چې موږ یې د څېړنې او ارزونې هڅه کوو، د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ د اړیکې او تړاو موضوع ده. پخواني بحثونه د همدې موضوع لپاره د مقدمې او سریزې په توګه مطرح شوي وو. په دې برخه کې د مهمو او اساسي سرچینو د څېړلو او ارزونې پر اساس دې پایلې ته رسېږو چې د یهویت او فراماسونرۍ ترمنځ اړیکه او تړاو ډېر قوي او نږدې دی؛ داسې چې دا حرکت د موافقینو او مخالفینو په ټولو سرچینو او مراجعو کې د یوه یهودي او صهیونیستي حرکت په نوم معرفي شوی دی. د دې حرکت ملاتړي او پلویان هم فراماسونري د یهودیت له مهمو لاسته راوړنو او محصولاتو څخه ګڼي.
په دې برخه کې هغه ویناوې، دلایل او شواهد وړاندې کوو چې وښایي دا حرکت د یهودیت دین له مهمو فعالیتونو څخه دی.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، ښايي یوازینۍ موضوع چې فراماسونران په ختیځ او لویدیځ کې پرې اتفاق لري، یا لږ تر لږه انکار ترې نه کوي، د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ نږدې او ټینګه اړیکه ده، ورسره د یهودانو اړیکه هم کېدای شي چې د دوی د پراخ نفوذ علت واوسي، چې پر دوو اساسي اصولو ولاړ دی: پراخه شتمني او بېلابېلې رسنۍ. درېیم اصل هم ورسره یو ځای شوی او هغه «له سترو قدرتونو سره تړون او ملګرتیا» ده. درېیم اصل تر نورو هم ژور او پیاوړی اصل دی، چې په حقیقت کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د یهودیت د نفوذ او واکمنۍ د ډېرو بڼو لامل شوی دی؛ له لویدیځوالو سره له تړونونو نیولې تر فاشیستانو او لویو استعماري ځواکونو سره تر همکارۍ پورې.
د دا ډول اړیکو او له نړیوالو قدرتونو سره د تړونونو علت؛ همدارنګه پر خوځښتونو او بنسټونو د واکمنۍ د ترلاسه کولو هڅه دا ده چې یهودیان تل «قدرت» له هر څه لوړ ګني؛ په داسې حال کې چې په اسلام کې الله تعالی د ټولو نړیوالو پالونکی دی او په مسیحیت کې د محبت او سولې خدای ګڼل کېږي؛ خو په یهودیت کې د «لښکرو رب» معرفي شوی دی.
تورات په شوق او خوند سره د وینې تویولو صحنې بیانوي، یهودیان یې د دښمنانو ذبح کولو، د حیواناتو وژلو، د کروندو او باغونو سوځولو ته هڅوي. د تورات د دې ټینګار او سپارښتنو ځینې بېلګې به، چې یهودانو هم د متن په تحریف، هم د مغرضانه تفسیر او موخیز تأویل له لارې ادلون بدلون پکې راوستی، په راتلونکو بحثونو کې مطرح کړو.
د یهودیانو د نفوذ بل لامل د ملتونو، ټولنو او قدرتونو ترمنځ د هغوی ډېره شتمني ده. په حقیقت کې د یهودو شتمنۍ او د هغوی رسنیو د خلکو او حکومتونو پر فکر او ذهن اغېز کړی؛ نه یوازې پر بېوزلو او کمزورو خلکو یا کوچنیو واکمنانو، بلکې آن پر هغو مطرح کسانو یې هم اغېز کړی چې د یهودو له سرو زرو سره مینه لري.
خو د هغوی زر او شتمني تل له شرطونو او غوښتنو سره مل وي. همدارنګه لوی او ځواکمن حکومتونه او سیاسي ډلې د یهودو رسنیو ته لېواله دي، ځکه دغه رسنۍ په ظاهره داسې ځواک لري چې، نعوذ بالله، پېغمبر شیطان، فاسق او بدکاره انسان مقدس شخصیت وښيي.
ډاکټر نعمان عبدالرزاق السامرائی، چې د اسلامي مفکرینو او لیکوالانو له ډلې څخه دی، د فراماسونانو ترمنځ د یهودانو د نفوذ او ژورې اړیکې په اړه لیکي: «ویل شوي دي (د دې نقل مسؤلیت د راوي پر غاړه دی) چې د بهرنیو چارو هغه عرب وزیران چې د “رودُس” په لومړني اوربند کې یې له صهیونیستانو سره خبرې اترې کړې وې، ټول فراماسونان وو، یا لږ تر لږه ډېری یې همداسې وو. که دا خبره سمه وي (او هیله لرم چې سمه نه وي)، نو زموږ حال به هماغسې وي لکه شاعر معروف الرصافي چې ویلي دي:
«زه به ویده شم، څو ونه وینم چې زما وطن پلورل کېږي؛
او دا چې په چا پلورل کېږي، او څوک یې پلوري؟
انګلستان، د انګلستان لپاره.»
هغه څه چې دلته زموږ پام ځان ته را اړوي، له یهودو او یهودیت سره د فراماسونرۍ اړیکه ده؛ هغه هم په داسې زمانه کې چې موږ یې د ماتې او سقوط شاهدان یو، او له داسې ننګونې سره مخ شوي یو لکه د تاتاریانو او صلیبیانو ننګونه، بلکې ښايي تر هغې هم سخته.
په هغه وخت کې موږ آزاد وو او هره وسیله چې مو غوښتله کاروله مو، پرته له دې چې کوم ستر دولت یا ملګري ملتونه، چې یو اړخیز او ملاتړي وو، زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.
خو نن زموږ پر وړاندې یو دښمن نه، بلکې ګڼو دښمنانو لاسونه سره یو کړې دي.
د هغو معتبرو سرچینو په څېړلو سره چې د یهودیت او فراماسونرۍ د تړاو او اړیکې په اړه لیکل شوي او همدارنګه د هغو کسانو د ویناوو له لارې چې دا حرکت یې معرفي او تشریح کړی، په څرګنده لیدل کېږي چې فراماسونري د یهودیت د الوت وزر او په حقیقت کې په نړۍ کې د هغه لیدونکې سترګه ده. یهودي او فراماسونري مفکرانو او پوهانو هم پر دې موضوع اعتراف کړی او دا یې د خپلو ویاړونو برخه ګڼلې ده؛ دلته یې ځینې بېلګې یادوو.
ستر حاخام اسحاق دایز وایي: «فراماسونري یو یهودي بنسټ دی؛ له یوې فرعي درجې او د لوړې په متن کې له څو کلمو پرته نور هر څه چې دي، له پیل تر پایه یهودي دي: تاریخ یې، فرایض یې، درجې یې، مراسم یې، رمزونه او د تېرېدو کلمې او شرطونه یې.»
دا خبره نه د اسلام د کوم شیخ د خولې ده او نه هم په کومه کینهلرونکې خپرونه کې چاپ شوې؛ بلکې د ستر حاخام له قوله ده او د ۱۹۶۵ کال د اپرېل په ۳۰مه د «الاسرائیلی الانکلیزیه» مجله کې خپره شوې ده.
احمد علوش چې د اسکندریې د سترو محفلونو مشر و او د ستر استاد «زولا» له خوا د فراماسونرۍ لوړو درجو ته ورسول شو، وایي: «هیڅکله هغه هدف ته ونه رسېد چې دوی ورته ویلي وو چې هغه به یې د ځلېدونکي لمر په څېر وویني؛ خو یوه داسې حقیقت ته ورسېد چې مخکې ترې ناخبره و او هغه دا چې: فراماسونري او صهیونیزم په حقیقت کې یو څه دي، هر یو د بل بشپړوونکی دی؛ د دواړو اړیکه د خادم او مخدوم اړیکه ده: فراماسونري خادم دی او صهیونیزم مخدوم، خامخا مخدوم باید خپل خادم ته یو څه ورکړي څو هغه یې په خدمت کې پاتې شي.»
حنا ابوراشد چې د فراماسونرۍ دایرةالمعارف لیکوال او استاد و په ښکاره وایي: «د فراماسونرۍ او تورات ترمنځ اړیکه یوه ټینګه اړیکه ده.» هغه زیاتوي: «تورات د تاریخ له پلوه یو مهم سند دی او د فراماسونرۍ ډېری رمزونه پرته له دې چې له تورات سره وتړل شي د فهم وړ نه دي؛ ځکه تشریح او وضاحت یې په تورات کې دی.» بل لوی ماسون استاد، د فراماسونرۍ د لوړې متن را نقلوي، چې د مقدس تورات پر اساس قسم پکې خوړل کېږي، د لومړني او وروستي الهي کتاب په توګه یې ومني؛ د موسی د لوی دولت د جوړولو، د صهیون د امت له دښمنانو څخه د غچ اخیستلو او د نورو عقایدو د له منځه وړلو لپاره به خپل ځان او وینه قربانوي.
اوس باید وپوښتل شي چې د دې لوړې کومه برخه غیر یهودي ده؟ په داسې حال کې چې ټولې برخې یې یهودي رنګ لري؛ له مقدس تورات څخه نیولې، د طور د غره تر نور پورې، د موسی تر دولت او د صهیون د دښمنانو تر غچ پورې! په ښکاره وایي چې فراماسونري په خپل ژور بنسټ کې اسرائیلي فکر ځای پر ځای کړی دی او په تاریخ، نښو او رازونو کې یې یهودي افسانې شتون لري. نوموړی زیاتوي چې فراماسونري، په شعوري یا غیر شعوري ډول، هڅه کوي په خپلو پلویانو کې یهودي روحیه پو کړي او وروستی هدف یې د سلیمان د معبد جوړول دي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
1. «الیهود والتحالف مع الأقویاء» د ډاکټر نعمان عبدالرزاق السامرائی اثر، د أمة کتاب مرکز چاپ، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ هـ.ق.
2. السامرائی، نعمان عبدالرزاق، «الماسونیة والیهود والتوراة»، مخ: ۳۱، دارالحکمة، د ملک سعود پوهنتون تعلیم پوهنځی، بېتاریخه.
3. هماغه منبع، مخ: ۳۲.
4. حمادة، حسین عمر، «الماسونیة والماسون فی الوطن العربی»، مخ: ۵۹، دارالوثائق، دمشق، سوریه، ۱۴۳۸ هـ.ق.
5. هماغه منبع.
6. «الماسونیة والیهود والتوراة»، مخ: ۳۲.
7. «دائرة المعارف الماسونیة»، مخ: ۲۴.
8. هماغه منبع، مخ: ۲۵.
9. «الأسرار الخفیة»، مخ: ۹۹.
10. السقا، محمد صفوت، سعدی، ابو حبیب، «الماسونیة»، مخ: ۱۳۰، د رابطة العالم الإسلامی خپرونې، مکه مکرمه، دوهم چاپ، ۱۴۰۲ هـ.ق.
11. «الماسونیة والیهود والتوراة»، مخ: ۳۴.


