لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۰)
درویشتم درس: نېک عمل به په دې هیله ترسره کوو چې کومه نیمګړتیا ونه لري او د الله تعالی د اجابت لامل وګرځي
کله چې حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهماالسلام کعبه شریفه ودانوله، نو دا دعا یې کوله: «رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنتَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ»[1] ژباړه: «اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې»
سره له دې چې هغوی په یوه لوی او نېک عمل بوخت وو، خو بیا یې هم له الله تعالی څخه غوښتل چې د دوی دغه عمل ترې قبول کړي.
ابن کثیر رحمهالله له وهیب بن الورد رحمهالله څخه روایت کوي چې کله یې دا آیت ولوست: «او هغه وخت چې ابراهیم او اسماعیل د بیت الله بنسټونه پورته کول… اې زموږ ربه! له موږ څخه یې قبول کړه»، نو ویې وژړل او ویې ویل: «اې د رحمن خلیله! ته د رحمن د کور بنسټونه پورته کوې، خو بیا هم وېرېږې چې ښايي درنه قبول نه شي.»
ابن کثیر رحمهالله زیاتوي: «همدا د رښتینو مؤمنانو حالت دی، هغه کسان چې الله تعالی یې په اړه فرمایي: «وَالَّذِینَ یؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ.»[2] ژباړه: «او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي.»
یعنې هر څومره صدقې، خیراتونه، انفاقونه او نېک اعمال چې ترسره کوي، بیا یې هم زړونه وېرېږي چې ښايي ترې قبول نه شي. دا هغه څه دي چې په یوه صحیح حدیث شریف کې عایشه رضیاللهعنها له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه روایت کړې دي.[3]
دا ډېره لوړه مرتبه ده چې انسان نېک عمل ترسره کړي، خو بیا هم وېره ورسره وي چې هسې نه ترې قبول نه شي.
شهید سید قطب رحمهالله د دې آیت په تفسیر کې: « او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي»[4] وایي: «دغه آیت د مؤمن په زړه کې د بیدارۍ او احتیاط یو ژوندی تصویر وړاندې کوي. دلته د ایمان اغېز د زړه په ژورو کې د حساسیت، هڅې، تقوا، کمال غوښتنې او د پایلو د سنجولو په بڼه را څرګندېږي، که څه هم انسان خپله دنده او مسؤلیت پر ځای کړی وي.»[5]
ولې مؤمن انسان د نېک عمل له ترسره کولو وروسته هم وېره احساسوي؟
مؤمنان له خپل رب څخه د خشیت او تقوا پر اساس وېره احساسوي، پر آیتونو یې ایمان لري او څوک شریک نه ورسره نیسي (شرک نه کوي). هغوی خپلې دندې او مسؤلیتونه ترسره کوي او تر خپلې وسې پورې عبادتونه ترسره کوي؛ خو له دې ټولو سره سره بیا هم: «او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي»[6]
د دې وېرې لامل دا دی چې هغوی د الله تعالی د ستر مقام پر وړاندې په خپل ځان کې د نیمګړتیا احساس کوي، که څه هم خپله ټوله هڅه یې کړې وي؛ خو بیا هم خپلې هڅې کمې او ناچیزې ګڼي.
عایشې رضیاللهعنها له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه پوښتنه وکړه: «اې د الله رسوله! هغه کسان چې الله تعالی یې په اړه فرمایي: «هغه کسان چې هر څه ورکوي او ترسره کوي، په داسې حال کې چې زړونه یې وېرېدلي وي»، آیا دا هغه کسان دي چې غلا کوي، زنا کوي او شراب څښي، خو بیا هم له الله تعالی څخه وېره لري؟»
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: نه، اې د صدیق لورې! بلکې دا هغه کسان دي چې لمونځ کوي، روژه نیسي او صدقه ورکوي؛ خو بیا هم له الله عزوجل څخه وېره لري.»[7]
په عمل کې د اخلاص نښه
د مؤمن زړه په هره ساه کې د الله تعالی لطف او مهرباني احساسوي. همدا لامل دی چې خپل ټول عبادتونه او طاعتونه د الله تعالی د بېپایه نعمتونو په وړاندې ډېر واړه او ناچیزه ګڼي. همدارنګه، د خپل ټول وجود په ژورو کې د الله جل جلاله عظمت او لویي درک کوي او په هر څه کې یې حضور محسوسوي. له همدې امله یې په زړه کې د هیبت او وېرې احساس پیدا کېږي او وېره لري چې هسې نه په داسې حالت کې د الله تعالی حضور ته ورشي، چې د هغه په حق کې یې کوتاهي کړې وي، په بشپړه توګه یې د عبادت او اطاعت حق نه وي ادا کړی او د الله تالی د نعمتونو په پېژندلو او شکر اېستلو کې پاتې راغلی وي.
له بلې خوا، دا احساس چې مؤمن د نېکو اعمالو د ترسره کولو پر مهال یقین او اخلاص لري، خو بیا هم وېرېږي چې ښايي عمل یې ترې قبول نه شي، د هغه د اخلاص څرګنده نښه ده؛ ځکه د اخلاص یوه نښه دا ده چې مؤمن د خپل عمل په وړاندې د شرمندګۍ احساس وکړي، یعنې که څه هم خپله ټوله هڅه یې کړې وي، خو بیا هم خپل عمل د الهي دربار وړ نه ګڼي. مؤمن نېکي له وېرې او پر خپل نفس له بدګومانۍ سره یو ځای کوي.
څلورویشتم درس: په دعا کې اخلاص او په قبلېدو کې یې بېړه نه کول
حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهماالسلام د کعبې د جوړولو پر مهال په همدې سپېڅلي ځای کې چې اوښکې پکې تویېږي او دعاوې پکې قبلېږي، خپل رب ته لاسونه پورته کړل او داسې دعا یې وکړه: «رَبَّنَا وَابْعَثْ فِیهِمْ رَسُولاً مِّنْهُمْ یتْلُو عَلَیهِمْ آیاتِكَ وَیعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَیزَكِّیهِمْ إِنَّكَ أَنتَ العَزِیزُ الحَكِیمُ»[8]
ژباړه: «اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه يو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ايتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَيي او دوى پاكوي، يقينًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې.»
د دوی دا دعا پېړۍ او اوږدې زمانې وروسته، د محمد صلیاللهعلیهوسلم په بعثت سره تحقق وموند. هغه لوی پیغمبر چې د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهماالسلام له نسل څخه و، د الله تعالی آیتونه یې خلکو ته تلاوت کول، هغوی ته یې کتاب او حکمت ورزده کاوه، له هر ډول بدیو او پالیتیو څخه یې پاکول.
دعا په هماغه وخت کې قبلېږي کوم وخت چې الله تعالی د خپل حکمت له مخې ورته ټاکلی وي؛ حال دا چې انسانان بېړه کوي او ډېری هغه کسان چې ژر خپلې موخې ته نه رسېږي، ستړي او ناهیلي کېږي.
الله تعالی د محمد صلیاللهعلیهوسلم د بعثت په اړه فرمایي: «هُوَ الَّذِی بَعَثَ فِی الْأُمِّیینَ رَسُولاً مِّنْهُمْ یتْلُو عَلَیهِمْ آیاتِهِ وَیزَكِّیهِمْ وَیعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِی ضَلَالٍ مُّبِینٍ * وَآخَرِینَ مِنْهُمْ لَمَّا یلْحَقُوا بِهِمْ وَهُوَ الْعَزِیزُ الْحَكِیمُ.»[9]
ژباړه: «دغه (الله) همغه ذات دى چې امیانو ته يې له همدوى ځنې یو رسول لېږلى دى، چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كوي او د دوى تزكیه كوي او دوى ته كتاب او حكمت (سنت) ښیي او بېشكه شان دا دى چې دوى له ده نه مخكې یقینًا په ښكاره ګمراهۍ كې وو، او له دوى څخه نورو ته (هم) چې لا تر اوسه دوى هغو (پخوانیو) ته نه دي رسېدلي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى.»
د خپل امت له منځه د پیغمبر د بعثت نعمت
محمد صلیاللهعلیهوسلم په خپل مبارک سنت کې بیان کړي دي، چې دا هماغه دعا ده چې حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهماالسلام کړې وه. هغه وفرمایل: «زه د ابراهیم علیهالسلام دعا او د عیسی علیهالسلام زېرى یم، او زما مور هغه مهال چې پر ما امیندواره وه، داسې یوه رڼا ولیده چې د شام ماڼۍ یې روښانه کړې.»[10]
پر دې امت د الله تعالی یو لوی نعمت دا هم دی چې د محمد صلیاللهعلیهوسلم په څېر لوی پیغمبر یې د همدوی له منځه و وټاکه. دا کار څو لاملونه لري:
– د دین او عزت په برخه کې یې مقام لا لوړ شي؛ ځکه کله چې پیغمبر او مخاطبان یې دواړه له یوه نسل څخه واوسي، نو د دعا د قبلېدو په صورت کې به یې لا زیات شرف په برخه شي.
– کله چې پیغمبر د دوی له منځه واوسي، نو هغوی یې د پیدایښت، روزنې او ژوند په اړه مالومات لري او د رښتینولۍ او امانتدارۍ درک یې ورته اسانه وي.
– همدارنګه، کله چې پیغمبر د خپل قوم له منځه واوسي، نو د هغه پیغمبر په پرتله چې له پردي قوم څخه ورته رالېږل شوی وي، زیات د هغوی خیرغواړي او پرې مهربانه وي. [11]
پنځهویشتم درس: دعا عبادت دی او تر ټولو غوره دعاوې هغه دي چې پیغمبرانو علیهمالسلام کړې دي
مسلمان ته په کار ده چې د هغو مأثورو دعاوو پر اساس دعا وکړي چې په قرآن کریم کې راغلې دي یا د پیغمبرانو علیهمالسلام پر ژبو جاري شوې دي. لکه څنګه چې مو ولیدل، حضرت ابراهیم علیهالسلام د ځان او خپل زوی لپاره دعا وکړه چې مسلمانان واوسي او د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره یې هم همدا غوښتنه وکړه. مسلمان ته هم ښایي چې په همدې ډول دعاوې وکړي؛ ځکه دغه دعاوې ځانګړی ځواک او اغېز لري او انسان ته دا ورپه یادوي چې هغه له الله تعالی سره تړاو لري.
له همدې امله، پر مسلمان لازمه ده چې د خپل مور او پلار لپاره دعا وکړي؛ ځکه دا له هغوی سره د نېکۍ او احسان یوه برخه ده. همدارنګه، د خپلو اولادونو لپاره د صلاح، پاکۍ او نېکمرغۍ غوښتنه وکړي، ځکه دا د صلۀ رحمۍ یوه بڼه ده. وروسته دې د ټولو مسلمانانو لپاره دعا وکړي؛ ځکه دا دعا انسان ته هغه ایماني اړیکه ورپه یادوي چې له نورو مسلمانانو سره یې لري او همدارنګه د هغوی حقوق او د هغوی پر وړاندې د پاملرنې احساس پیاوړی کوي.
همدارنګه، دعا کوونکي ته جایز ده چې د ځان او نورو لپاره د دنیا خیر هم وغواړي، په دې شرط چې موخه یې د الله تعالی په عبادت کې له هغو نعمتونو څخه ګټه اخیستل واوسي.
د حضرت ابراهیم علیهالسلام د دعاوو ځانګړنې
د حضرت ابراهیم علیهالسلام په دعاوو کې دا ځانګړنه په ښکاره توګه لیدل کېږي چې ټولې دعاوې یې د الله تعالی په نوم کولې، هر څه یې له الله تعالی څخه غوښتل او د هغه د نومونو او صفتونو یادونه به یې کوله. دغه دعاوې په «رَبَّنَا» یا «رَبِّ» سره پیلېږي، همدا ندا د دې اعتراف څرګندونه کوي چې الله تعالی د هر څه پالونکی او روزونکی دی او دعا کوونکی د رب بنده دی.[12]
همدارنګه، په دې ندا کې د الله تعالی دربار ته د عاجزۍ، زارۍ او تضرع اظهار هم نغښتی دی، ښيي چې هره دعا ځانګړی هدف او مقصد لري. له همدې امله حضرت ابراهیم علیهالسلام دغه ندا یوازې هغه مهال تکراروله چې یوه دعا به یې پای ته رسوله او بله به یې پیلوله.
لومړۍ دعا د عمل د قبولۍ لپاره وه، دویمه د هدایت او پر حق د ثابتقدمۍ غوښتنه وه او درېیمه دعا دا وه چې الله تعالی دې د هغوی په نسل کې یو پیغمبر را پیدا کړي، چې د هدایت مرحله بشپړه شي.[13]
په دعا کې مهم ټکي
دعا کوونکي مسلمان ته ښایي چې خپل رب ته په هماغه طریقه دعا وکړي څنګه به چې حضرت ابراهیم علیهالسلام کوله او له الله تعالی پرته بل چا ته مخه نه کړي؛ ځکه له الله تعالی پرته بل هیڅوک نه ځان او نه هم بل چا ته د ګټې او زیان رسولو واک او وړتیا لري.
همدارنګه، داعیانو او روزونکو ته پکار ده چې د دعا اهمیت او هغه حقیقتونه چې په دعا کې نغښتي دي، لکه د الله تعالی پر ربوبیت او الوهیت اقرار او د بندهګۍ اظهار، خپلو پیروانو ته روښانه کړي.[14]
په مبارک حدیث کې راغلې چې رسول صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «دعا د عبادت مغز دي.»[15]
شپږویشتم درس: د مېلمه درناوی د پیغمبرانو او صالحانو له اخلاقو څخه دي
مېلمهپالنه د پیغمبرانو، رسولانو او د الله تعالی د نېکو بندګانو له اخلاقو څخه ده. د قرآن کریم آیتونه موږ د حضرت ابراهیم علیهالسلام له سخاوت، بخشش او کرم څخه خبروي چې له خپلو مېلمنو سره یې درلودل.
کله به چې مېلمانه ورته راتلل، نو مخکې له دې چې هغوی وپېژني او یا ترې وپوښتي چې خواړه غواړي که نه، په ډېرې چټکۍ سره به یې د خپل کور تر ټولو غوره خواړه ورته برابرول او راوړل. کله به یې چې هغوی ته د خوراک بلنه ورکوله، نو په داسې طریقه او الفاظو به یې رابلل چې د نزاکت، ذوق، د مېلمهپالنې ادب او کرم لوړ احساس به پکې نغښتی و.
الله تعالی فرمایي: «فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِینٍ * فَقَرَّبَهُ إِلَیهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ.»[16] ژباړه: « نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل: تاسو ولې نه خورئ!»
اووهویشتم درس: د مېلمه یو آدب دا دی چې هغه څه وخوري چې ورته راوړل شوي وي
مېلمه ته ښایي چې هغه څه وخوري چې ورته برابر شوي وي، که څه هم یوازې د کوربه د احترام او خوشحالۍ لپاره وي. د عزتمند او کریم مېلمه عادت دا دی چې د کوربه له ټولو خوړو یو څه برخه وخوري.
خو بېادبه او کمظرفیته مېلمه د کوربه خواړه نه خوري، په دې کار سره د کوربه په زړه کې شک او تردید پیدا کوي او داسې احساس ورکوي چې ګواکې مېلمه د خیانت، بد نیت یا بدعهدۍ اراده لري.
په بېلابېلو کلتورونو کې د مېلمهپالنې آداب
د مصر د بادیهنشینو او کلیوالو د دود له مخې، هغوی د «خوړو له خیانت» څخه ځان ساتي؛ یعنې له هغه چا سره خیانت نه کوي چې د هغه له دسترخوانه یې خواړه خوړلي وي. له همدې امله، که یو څوک د بل چا خواړه ونه خوري، نو دا معنا ورکوي چې یا بد نیت لري او یا د هغه په ارادو باور نه لري.
په دې اړه یو متل هم دی چې وایي: «څوک دې چې خوړه ونه خوري، نو تړون دې هم نه ساتي.»
خو د حضرت ابراهیم علیهالسلام مېلمنو څه ونه خوړل؛ ځکه هغوی ملائکې وې او ملائکې نه خوراک کوي او نه څښاک.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. البقره: ۱۲۷.
[2]. المؤمنون: ۶۰.
[3]. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج۱، ص۱۷۵.
[4]. مؤمنون: ۶۰.
[5]. محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج۲، ص۲۴۷۲.
[6]. مؤمنون: ۶۰.
[7]. رواه الترمذي في كتاب تفسير القرآن، الحديث ۳۱۷۵.
- البقره: ۱۲۹.
- الجمعه: ۳-۲.
- رواه الحاكم في المستدرك علی الصحیحین، ج۲، ص۶۰۰، وقال: صحيح الإسناد، ووافقه الذهبی.
[11]. محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج۴، ص۶۵.
[12]. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن، ج۱، ص۲۱۸-۲۱۷.
[13]. محمد طاهر، ابن عاشور، التحرير والتنوير، ج۱، ص۷۲۲-۷۱۹.
[14]. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن، ج۱، ص۲۱۸.
[15]. رواه الترمذي، الحدیث: ۳۳۷۱.
[16]. الذراریات: ۲۷-۲۶.


