لیکوال: عبد الحي لیان
دانبیاؤو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه :٥٨)
له حضرت یوسف علیهالسلام سره د بنیامین ملاقات او له ځان سره د ساتلو لپاره یې د حضرت یوسف علیهالسلام لېوالتیا
کله چې د يوسف علیه السلام وروڼه مصر ته ورسېدل او د هغه په حضور کې حاضر شول، دوی يوسف علیه السلام ونه پېژانده خو يوسف علیه السلام د خپل سکه ورور بنيامين په ليدو ډېر خوښ شو. ځانته یې رانېږدې کړ، په ډېرې مينې او مهربانۍ يې ونازاوه او په پټه يې ورته وويل: ﴿فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَخَاهُ قَالَ إِنِّي أَنَا أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾[1]
ژباړه: «او كله چې دوى په یوسف باندې ورننوتل، (نو) هغه خپل ورور خپل ځان ته رانژدې كړ، ويې ويل:بېشكه زه چې یم، هم دا زه ستا ورور یم، نو ته پر هغو كارونو مه خفه كېږه چې دوى به كول»
وروسته يوسف علیه السلام خپله هغه خوښه اوعلاقه څرګنده کړه چې بنيامين له ځان سره په مصر کې وساتي، څو خپل پلار او مور هم مصر ته راولي او ټوله کورنۍ يو ځل بيا سره راټوله شي. د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره يې يوحکيمانه تدبيرغوره کړ. هغه بنيامين د غلا په تور، متهم کړ، ځکه پوهېده چې د حضرت ابراهيم، حضرت اسحاق او حضرت يعقوب علیهم السلام په شريعت کې د غل سزا دا وه چې د غلا شوي مال په بدل کې به د مال څښتن ته د غلام په توګه سپارل کېده.[2]
له همدې امله يوسف علیه السلام خپلو خادمانو ته امر وکړ چې د پاچا د اوبو جام (صُواع المَلِک) په پټه د بنيامين د بار په منځ کې کېږدي، څو وروسته هغه د بنيامين له بار څخه راوباسي او د غلا د حکم له مخې يې له ځان سره وساتي.
کله چې کاروان روان شو، نو یوه کس نارې کړې: ﴿ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ﴾ [3]
ژباړه: «بیا غږ كوونكي غږ وكړ! اى قافلې! بېشكه تاسو يقينًا غله یئ.»
د يوسف علیه السلام وروڼو وويل: ﴿قَالُوا وَ أَقَبَلُوْا عَلَيْهِمْ مَاذَا تَفْقِدُونَ﴾ [4]
ژباړه: «هغوى وویل او دوى ته يې مخ راواړوه: تاسو څه شى ورك كړى دى؟»
خادمانو ځواب ورکړ: ﴿قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ﴾ [5]
ژباړه: «هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم»
د يوسف علیه السلام وروڼود لوړې (قسَم) په یادولوسره وويل: ﴿تَاللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُمْ مَا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ﴾[6]
ژباړه: «هغوى وویل: قسم پر الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو كله هم غله نه یو تېر شوي»
د يوسف علیه السلام خادمانو ترې وپوښتل:
«که ستاسوخبره دروغ وه، نو د غله سزا به څه وي؟»
د يوسف علیه السلام وروڼو د خپل شريعت له مخې ځواب ورکړ:
﴿قَالُوا جَزَاؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ﴾[7]
ژباړه: «دوى وویل: د هغهٔ جزا هغه كس دى د چا په بار كې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه كس د هغه جزا دى (هغه به په كې نيولى شي.»
يوسف علیه السلام د هغوی د بارونو پلټنه پيل کړه:
﴿فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاءِ أَخِيهِ﴾[8]
ژباړه: «نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى پر بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله.»
بيا الله تعالی فرمايي:
﴿كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَّن نَّشَاءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ﴾ [9]
ژباړه: «همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي (او بندي يې كړي)، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى»
د بنيامين د ساتلو لپاره دا تدبير د الله تعالی له لوري يوسف علیه السلام ته ورالهام شوی ؤ، څو وکولای شي خپلې موخې ته “چې د کورنۍ یو ځل بیا راټولول او خپل پلاراومور مصر ته راوستل ؤ” ورسېږي. په اصل کې، يوسف علیه السلام د مصر د نافذ قانون له مخې دا حق نه درلود چې خپل ورور له ځان سره وساتي؛ خو د الله تعالی په اراده او هغه حکمت چې الله تعالی یوسف علیه السلام ته ورپه برخه کړی و، دا کار ورته ممکن شو. الله تعالی د خپل حکمت او ارادې له مخې دهغه چا درجې لوړوي چاته چې وغواړي، او تر هر عالم او پوه انسان پورته يو بل لا ډېر پوه ذات شته، چې هغه الله سبحانه وتعالی دی.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. یوسف: 69.
.2محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج18، ص180.
.3یوسف: 70.
.4یوسف: 71.
- یوسف: 72.
6.یوسف: 73.
7.یوسف: 75.
- یوسف: 76.
-
یوسف: 76.


