
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۷ )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
کله چې پاچا راستون شو
د جولای میاشت کې بالاخره امان الله خان کابل ته راورسېد، چې هرکلي ته یې خورا زیات خلک راوتلي وو، د استقبال رسمي مراسم په دلکشا ماڼۍ کې نیول شوي وو، امان الله خان د عسکري موزیک په شور او خپل سرخلاصي موټر کې په داسې حال کې د خلکو له منځه تېر شو چې چپ اړخ ته یې ملکه ثریا ناسته وه او حجاب یې نه و رعایت کړی . دا صحنه په مراسمو کې موجودو حکومتي چارواکو، علماوو، مشائخو، له کوهستان، بیا تر شینوارو، افریدیو، وزیرو، مسعود، منګلو، احمدزیو، سلیمانخیلو او نورو لرې اونږدې قبائلو د مشرانو لپاره چې د پاچا درناوي ته راټول شوي وو، خورا نوې او له انتظار لوړه وه او په هغو عکسونو او ناوړه آوازو یې د صحت مهر واهه چې له راتګ وړاندې د امان الله خان په اړه خپرې شوې وې.
د اماني دور ټول کورني او بهرني څیړونکي په دې اتفاق دي چې امان الله خان په شپږ میاشتني سفر کې ډېر بدلون کړی و. وراتان ګریګوریان چې ( د نوي افغانستان ظهور) په نوم مغتنم کتاب یې لیکلی وايي: امان الله خان چې په جولای کې کابل ته وګرځېد، له هره اړخ یو بدل شوی شخص و، د اروپا سفر او له ترکيې او ایران څخه لیدنو په هغه کې د بدبیني او شکست احساس تحریک کړی و او د افغانستان د ماډرن کولو درنې وظیفې ته متوجه شوی و. ګریګوریان د ډيلي مېل ورځپاڼې د خبریال رولاند ویلد چې له امان الله خان سره په اروپايي سفر کې ملګری و له قوله وايي: امان الله خان د غرب په میکروب تر داسې حده ککړ شوی و چې خپل تعادل یې له لاسه ورکړی و. [1]
په دلکشا کې د نارینه وو لپاره په یو باغ کې د ناستې ځای برابر شوی و، امان الله خان لومړی همالته لاړ او خلکو ته یې وینا وکړه، وروسته د دلکشا قصر دوهم منزل ته پورته شو، هلته په ګڼ شمېر کې ښځې د پاچا د ښه راغلاست لپاره راټولې وې. دې ښځو ته په وینا کې امان الله خان په لومړي ځل هغه ارادې په ډاګه کړې چې ده يې د تعمیل عزم کړی و. امان الله خان وویل: له نن وروسته به ښځې په اسارت کې نه وي ( وروسته معلومه شوه چې له اسارت نه یې مطلب حجاب او د میړه اطاعت و) له دې وروسته ښځې آزادانه بازارونو او د سیاحت ځایونو ته تللی شي. ښځې به په حکومتي کارونو کې شاملې او عینا د سړو غوندې کارونه به کوي، که کوم سړي خپلې ښځې ته اجازه نه ورکوله چې په لوڅ مخ یا فیشن کړې له کوره بهر ووځي، حکومت به له هغه نارینه سره سخت برخورد وکړي. امان الله خان چې په خپل انقلابي بیان کې ډېر احساساتي شوی و، په پای کې يې ښځو ته وویل: که ستاسو میړونه تاسو ته اجازه نه درکوي چې په لوڅ مخ چیرې چې غواړئ لاړې شئ، نو ما ته عریضه وکړئ، زه یوه یوه تفنګچه درکوم چې په مرمیو یې د خپلو میړونو ماغزه باد باد کړئ.[2]
د پاچا د استقبال مراسم ډېرې ورځې روان وو. هره ورځ به د ټولنې مختلفو اقشارو له پاچا سره ملاقاتونه کول، د افغانستان له بیلابیلو سیمو قومي مخور، قبایلي مشران، علماء کرام او چارواکي کابل ته راتلل تر څو خپل پاچا ته له اوږده سفر څخه د راغبرګېدا ښه راغلاست ووايي. خو د خپلو وطنوالو خصوصا دیني اقشارو د دې مینې او علاقې په وړاندې د امان الله خان چلند سوړ و. د دې ساړه او بې خونده چلند یوه بیلګه د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د ښه راغلاست مراسمو کې ولیدل شوه.
د (زوال غازي) کتاب لیکوال عزیز هندي خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: په دې ورځ ګڼ شمېر علماء کرام، خارجي سفیران او قبایلي مشران د ستوري ماڼۍ په صالون کې انتظار وو، چې امان الله خان او ملګري یې په تنګو اروپايي دریشیو کې راننوتل. خلک د احترام لپاره ودرېدل خو امان الله خان د سلام پر ځای یوازې خپله اروپايي خولۍ له سر پورته کړه او بیا یې د دودیزې مصافحې او معانقې په ځای له ټولو سره په نوي طرز د یوه لاس پوښتنه وکړه. دې مجلس ته د ملایانو په ډله کې د مشرقي لوی عالم او د خپلواکۍ مبارز ( چکنور ملا صاحب[3]) هم راغلی و، چې د غټو دانو تسپې یې اړولې. کله چې امان الله خان ورنږدې شو، د روغبړ په وخت یې د هغه تسپو ته وکتل او بیا یې په توهين آمیزه لهجه وویل: اين چه است؟ کتی پشقل شتر بازي ميکني؟ ( دا څه دي؟ د اوښ په پچو سات تېروې؟) امان الله خان دا خبره وکړه او مخکې تېر شو، یو چا له ملا صاحب نه پوښتنه وکړه چې دا یې څه وویل: ملا صاحب چې له غوسې اېشېده ويې ویل: هر خرسی که باشد باکی نیست، من اینها را بزودي آدم مي سازم. ( هر خرس چې وي پروا نه لري، زه به دوی ته ډیر ژر سړیتوب وروښيم)[4]
له ملایانو او روحانیونو سره د امان الله خان له دې ناوړه چلند څخه د شوربازار د مجددي خاندان په ګدۍ ناست حضرت محمد صادق مجددي هم شکایت کړی. نوموړي لیکلي چې امان الله خان له پاچاهي وړاندې د شوربازار له خانقاه سره خورا نږدې او خواږه روابط درلودل. هغه به هر وخت خانقاه ته راتلو. که به کله واوره یا باران شوی و او د شوربازار په خټینو کوڅو کې به د آس د ښویېدلو ویره وه، امان الله خان به پیاده راتلو. له پاچاهي وروسته یې هم مجددي حضراتو ته ځانګړی احترام درلود او دوی به چې هر وخت وغوښتل ارګ ته ورتلای او مخامخ ملاقات یې ورسره کولای شوای.
مګر له اروپايي سفر وروسته امان الله خان دومره بدل شوی و، چې د شوربازار د مجددي خاندان ځایناستي یوه میاشت هڅه کوله، چې امان الله خان وویني، د نویو اقداماتو په اړه خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړي او له خطرناکو عواقبو یې خبر کړي، مګر د ملاقات لپاره ټولې غوښتنې یې رد او وراستول مشورو ته یې هم هيڅ توجه ونه شوه.
دوام لري…
[1] ظهور افغانستان نوين صـ ۳۲۰
[2] خاطرات و یاداشت های سیاسي محمد صادق مجددي صـ ۵۶ – ۵۷… د یادونې وړ ده چې د آزادي او بې حجابي د تطبیق په موخه د امان الله خان لخوا ښځو ته د تفنګچو د توزیع خبره معروف لیکوال برهان الدين کشککي هم د خپل کتاب ( نادر افغان) د ۳۲۳ مخ په حاشیه کې کړې ده. خو دا نه ده معلومه چې آیا عملا هم بې حجابه ښځو ته تفنګچې توزیع شوې دي او که نه.
[3] د چکنور ملا صاحب چې اصلي نوم یې مولانا امیر محمد و، د افغانستان یو وتلی عالم، صوفي او مجاهد و. د هډې ملا صاحب مولانا نجم الدين اخندزاده له وفات وروسته نوموړی په قادریه طریقت کې د هغه د مریدانو مرجع بلل کېده. د چکنور ملا صاحب چې اصلا د ننګرهار مومند و، په ټول افغانستان کې يې احترام کېده او پراخ مقبولیت یې درلود. نوموړی چې په ۱۲۶۰ هجري قمري کال کې زیږیدلی، په دې وخت کې یې عمر ۸۴ کلونو ته رسیده، بناء له علمي او ټولنیز اعتبار پرته د سن په لحاظ د مشرتوب له اړخه هم له ده سره د امان الله خان چلند ناسم او غیرمناسب ارزول کیدای شي.
[4] زوال غازي امان الله خان صـ ۴۲ – ۴۳ .