له خپلې کورنۍ سره د حضرت ابراهیم عليه السلام لیدنه
حضرت ابراهیم علیه السلام به ځينې وخت د هاجرې او اسماعیل علیه السلام د لیدو او پوښتنې لپاره مکې ته راته. یو ورځ یې له خپلې مېرمنې ساره څخه اجازه واخیسته، چې د خپلې مېرمنې او زوی اسماعیل علیه السلام د لیدو لپاره مکې ته لاړ شي. ساره اجازه ورکړه او هغه د مکې پر لور روان شو، کله چې د اسماعيل عليه السلام او هاجرې د اوسېدو ځای ته ورسېده، ګوري چې هاجره له دې نړۍ څخه تللې، اسماعيل عليه السلام په (جُرهُم) قبيله کې واده کړی او له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.
امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح البخاري کې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه په یو اوږد حدیث کې دا ډول روایت کوي: «… غلام (اسماعیل عليه السلام) لوی شو او له دوی څخه یې عربي ژبه زده کړه. دوی له هغه سره ډېره مینه درلوده او کله چې بلوغ ته ورسېده، نو له خپل قوم څخه یې یوه ښځه په نکاح ورکړه. د اسماعیل مور له دې نړۍ څخه لاړه؛ ابراهیم علیه السلام د اسماعیل علیه السلام له واده وروسته راغی، چې د خپلې کورنۍ له حاله خبر شي، خو اسماعیل علیه السلام یې پيدا نه کړ، نو د هغه له مېرمنې یې د اسماعیل په اړه پوښتنه وکړه. مېرمنې يې وویل: هغه بهر وتلی دی چې زموږ لپاره روزي پیدا کړي؛ بیا یې د دوی د ژوند او حالاتو په اړه ترې وپوښتل، د اسماعيل عليه السلام مېرمنې يې وویل: موږ په بد حالت، سختۍ او تنګسه کې ژوند کوو، له خپل حالت څخه یې شکایت کاوه. ابراهیم عليه السلام وویل: کله چې ستا مېړه راغی، زما سلام ورته ورسوه او ورته ووایه چې د خپل کور درشل بدل کړي. کله چې اسماعیل علیه السلام بېرته راستون شو، داسې ښکارېده، لکه یو څه یې چې حس کړي وي. ویې پوښتل: ایا دلته څوک راغلی و؟ مېرمنې یې وويل: هو، د هغه نښې نښانې يې ورته وويلې او زياته يې کړه چې ستا په اړه یې له ما څخه پوښتنه وکړه او ما هغه خبر کړ. زموږ د ژوند د حالت پوښتنه یې هم وکړه او ما ورته وویل چې موږ په سختۍ او تنګسه کې یوو. اسماعیل علیه السلام وپوښتل: ایا تاته یې کومه سپارښتنه وکړه؟ ښځې وویل: هو، هغه راته وویل چې سلام یې تاته ورسوم او ویې ویل چې د خپل کور د دروازې درشل دې بدل کړه. اسماعیل علیه السلام وویل: هغه زما پلار و او ماته یې امر کړی چې تا طلاقه کړم. ته د خپلې کورنۍ خواته لاړه شه؛ هغه یې طلاقه کړه او بیا یې د هماغې قبیلې له يوې بلې ښځې سره واده وکړ.
ابراهیم علیه السلام د الله تعالی په حکم د څه مودې لپاره له هغوی څخه لرې شو. یو ځل بیا د دوی لیدو ته راغی، خو بيا يې هم اسماعیل علیه السلام پیدا نه کړ. د هغه مېرمنې ته ورغی او د اسماعیل عليه السلام پوښتنه یې ورڅخه وکړه. ښځې وویل: هغه د دې لپاره بهر وتلی چې زموږ لپاره روزي پیدا کړي. ابراهیم علیه السلام وپوښتل: ستاسو حال څنګه دی؟ د دوی د ژوند او حالت پوښتنه یې وکړه. ښځې وویل: موږ په خیر او پراخۍ کې ژوند کوو، میرمنې یې د الله تعالی شکر پر ځای کړ. ابراهیم علیه السلام وپوښتل: ستاسو خواړه څه دي؟ ښځې وویل: غوښه، ویې پوښتل: ستاسو څښاک څه دی؟ هغې وویل: اوبه؛ ابراهیم علیه السلام وویل: ای الله! دوی ته په غوښه او اوبو کې برکت واچوه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په هغه وخت کې دوی حبوبات نه درلودل او که یې لرلی، نو ابراهیم علیه السلام به د هغو لپاره هم دعا کړې وای. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له مکې څخه بهر هېڅوک یوازې غوښه او اوبه نه شي خوړلای، مګر دا چې له هغه سره به جوړ نه وي. ابراهیم علیه السلام وویل: کله چې ستا خاوند راشي، زما سلام ورته ورسوه او ورته ووایه چې د خپلې دروازې درشل ټینګ وساتي؛ کله چې اسماعیل علیه السلام راغی، ویې پوښتل: ایا دلته څوک راغلی و؟ مېرمنې يې وویل: هو، یو ښايسته څېره لرونکی سپين ږيری سړی موږ ته راغلی و او د هغه په اړه یې ښې خبرې وکړې. ستا په اړه یې له ما څخه پوښتنه وکړه؛ زموږ د ژوند د حالت پوښتنه یې هم وکړه او ما ورته وویل چې موږ په خیر او ښه حالت کې یوو. اسماعیل علیه السلام وپوښتل: ایا تاته یې کومه سپارښتنه وکړه؟ ښځې وویل: هو، هغه پر تا سلام وایه او ویل يې چې د خپل کور درشل ټینګ وساته. اسماعیل علیه السلام وویل: هغه زما پلار و او ته هماغه درشل یې؛ هغه ماته امر کړی چې تا وساتم.»[1].
هغه حدیث چې امام بخاري رحمه الله له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی دی، ډېر مهم درسونه له ځان سره لري:
(۱) په ژوند کې د مېرمنې مقام او ارزښت
له پورته حدیث څخه په ښکاره ډول په ډاګه کیږي چې مېرمن (چې د عتبة الباب یا د کور د درشل په نوم تعبیر شوې) د ګډ ژوند په بریا او ناکامۍ کې بنسټیز او مهم رول لري. د لومړۍ مېرمنې کړنه، چې ناشکره وه او د ژوند له سختیو یې شکایت کاوه، همدا د هغې د طلاق لامل شو. برعکس دویمه مېرمن د شکر، صبر او ښه تدبیر له لارې د ژوند د ثبات او برکت لامل وګرځېده. پورته مسايل موږ ته را زده کوي چې ښه اخلاق، شکر اېستل او په سختو حالاتو کې سم مدیریت د یوې مېرمنې ډېر ارزښتناک صفتونه دي او کولی شي د انسان ژوند په بشپړه توګه بدل کړي.
(۲) د شکر کولو او قناعت ارزښت
د اسماعیل علیه السلام دویمې مېرمنې سره له دې چې یوازې غوښه او اوبه لرلې، قانع او شکر کوونکې وه او دا موضوع یې د خدای جل جلاله په ستاینې سره بیان کړه. دې شکر او قناعت د حضرت ابراهیم علیه السلام دعا له ځان سره درلوده، چې په همغه خوراک او څښاک کې یې ورته برکت وغوښت. دا لوی درس دی چې د ژوند برکت د شکر کولو او الهي تقدیر د رضایت پایله ده او ناشکري د نعمتونو د له منځه تلو لامل کېږي.
(۳) د پیغمبرانو حکمت او پوهه
حضرت ابراهیم علیه السلام د اسماعیل علیه السلام له مېرمنو څخه د دوی د ژوند د حالاتو په اړه پوښتنې وکړې، پرته له دې چې خپل ځان ور وپېژني او په حکمت او مصلحت یې عمل وکړ. هغه د کنایې په شکل (د درشل بدلول) پیغام خپل زوی ته ورسوه؛ اسماعیل علیه السلام هم د پلار اشاره درک کړه او د هغه په امر یې عمل وکړ. دا د پیغمبرانو د حکمت او پوهې څرګندونه کوي، چې څنګه ستونزې حلوي او خپلې کورنۍ د هدایت پر لور سموي.
(۴) د خپلوۍ او کورنۍ د لیدلو ارزښت
حضرت ابراهیم علیهالسلام سره له دې چې لاره یې اوږده او سفر یې سخت و، څو ځله مکې ته راغی چې د خپل زوی او کورنۍ له حال څخه خبر شي. دغه عمل د خپلوۍ د اړیکې د ساتلو او د اولادونو او کورنۍ هوساینې ته د پاملرنې یوه لوړه بېلګه ده؛ ان که هغوی په لرې ځایونو کې ژوند کوي.
(۵) د مکې برکت او فضيلت
د حضرت ابراهیم علیه السلام دعا چې د غوښې او اوبو لپاره یې وکړه، دا معنا لري چې الله تعالی دغه دوه نعمتونه د مکې د خلکو لپاره مبارک کړي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دې ته اشاره کوي چې د غوښې او اوبو ترکیب له مکې څخه بهر ممکن دی چې له بدن سره سمون ونه لري، خو په مکه کې د الهي برکت له امله ستونزه نه پیدا کوي. دا حدیث شريف د مکې د ځمکې ځانګړی فضیلت او برکت او د دې ځمکې لپاره د پیغمبرانو د دعا ارزښت په ګوته کوي.
(۶) د حضرت ابراهیم علیه السلام له لوري د کعبې جوړول او د هغه د زوی مرسته
د کعبې جوړول د اسلام او ابراهیمي دینونو په تاریخ کې له مهمو او معنا لرونکو پېښو څخه دي. دغه ځای چې نن د مسلمانانو قبله ده؛ د الله تعالی د امر او دوو لویو پیغمبرانو د صادقانه هڅو پایله ده. الله تعالی حضرت ابراهیم علیه السلام ته امر وکړ چې د هغه لپاره یو کور جوړ کړي، چې خلک په هغه کې د خپل رب عبادت وکړي، هاغسې لکه څنګه چې فرښتې په اسمانونو کې د الله متعال عبادت کوي. الله تعالی هغه ځای چې د اسمانونو او ځمکې د پیدا کېدو له وخت راهیسې تیار شوی و، ور وښود.
الله تعالی په مکه کې د حضرت ابراهیم علیه السلام له خوا د بیت الله د ودانولو او د هغه د زوی اسماعیل علیه السلام د مرستې په اړه فرمايي:”وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِیمَ مَكَانَ الْبَیتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِی شَیئاً وَطَهِّرْ بَیتِی لِلطَّائِفِینَ وَالْقَائِمِینَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ * وَأَذِّن فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یأْتُوكَ رِجَالاً وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ یأْتِینَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِیقٍ.”[2] ژباړه: «او کله چې موږ ابراهيم ته د بيت الله ځای وټاکلو چې له ما سره هېڅ شی مه شريکوه او زما کور طواف کوونکو، قيام کوونکو، رکوع او سجده کوونکو لپاره پاک کړه. په خلکو کې د حج اعلان (غږ) ووکړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي.»
دغه راز فرمایي: “إِنَّ أَوَّلَ بَیتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِی بِبَكَّةَ مُبَارَكاً وَهُدًى لِّلْعَالَمِینَ * فِیهِ آیاتٌ بَینَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِیمَ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِناً وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَیتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَیهِ سَبِیلاً وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِی عَنِ الْعَالَمِینَ.”[3] ژباړه: «بېشکه لومړنی کور چې خلکو ته جوړ شوی (عبادت لپاره) هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتي او ټولو خلکو ته لارښود دی. په دې (کوټه) کې ښکاره نښې دي (ځينې يې) مقام د ابراهيم دي او هر څوک چې ننوت دې (کعبې) ته، نو په امن کې شو او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بيت الله) حج (قصد کول په نيت د حج) پر هر هغه چا چې هغه (بيت الله) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې الله له ټولو عالميانو بې نيازه دی.»
په همدې ډول فرمايي: “وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِیمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّی جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِن ذُرِّیتِی قَالَ لاَ ینَالُ عَهْدِی الظَّالِمِینَ * وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَیتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِیمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِیمَ وَإِسْمَاعِیلَ أَن طَهِّرَا بَیتِی لِلطَّائِفِینَ وَالْعَاكِفِینَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ * وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِیمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَداً آمِناً وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْیوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِیلاً ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِیرُ * وَإِذْ یرْفَعُ إِبْرَاهِیمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَیتِ وَإِسْمَاعِیلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنتَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ * رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَینِ لَكَ وَمِن ذُرِّیَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَینَا إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِیمُ * رَبَّنَا وَابْعَثْ فِیهِمْ رَسُولاً مِّنْهُمْ یتْلُو عَلَیهِمْ آیاتِكَ وَیعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَیزَكِّیهِمْ إِنَّكَ أَنتَ العَزِیزُ الحَكِیمُ.”[4] ژباړه: «ياد کړه (ای محمده) هغه وخت چې پر ابراهيم (عليه السلام) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وکړ او (ابراهيم) هغه ټولې سرته ورسولې؛ نو (الله) وويل: بېشکه زه تا د ټولو خلکو امام ټاکم، (ابراهيم) وويل: زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟ (الله) وويل: زما وعده ظالمانو ته نه رسي او (ياد کړه ای محمده) کله چې موږ دا کور (کعبه) د خلکو لپاره (د ثواب) مرکز او د امن ځای جوړ کړ او (امر مو وکړ چې) د ابراهيم عليه السلام له مقام (ودرېدلو ځای) څخه د لمانځه ځای جوړ کړئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته حکم کړی و چې زما کور د طواف کوونکو او رکوع کوونکو او سجده کوونکو (لمونځ کوونکو) لپاره پاک کړئ. او (ياد کړه ای محمده!) هغه وخت چې وويل ابراهيم عليه السلام: ای زما ربه دا ښار (چې کعبه پکې ده) د امن ځای وګرځوه او د دې له اوسېدونکو څخه چاته چې پر الله او اخرت ايمان لري، هغو ته له هر ډول مېوو څخه روزي ورکړه، (الله) وفرمايل: او هر څوک چې کافر شو نو هغه ته هم لږه ګټه (د دنيا د ژوند) ورکوم، بيا به يې په زور د اور عذاب (جهنم) ته راکاږم او د بد ځای د ورتلو دی (هغه اور) او (ياد کړه ای محمده!) هغه وخت چې پورته کړل ابراهيم او اسماعيل بنيادونه (دېوالونه) د دې کور (کعبې) (او دواړو وويل) ای زموږ ربه (پالونکيه) له موږ څخه دا (چاره) قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه اورېدونکی (او پر هر څه) ښه پوهېدونکی يې. ای زموږ ربه! وګرځوه موږ (دواړه) حکم منونکي ستا او (وګرځوه) له اولادې زموږ يوه ډله حکم منونکي ستا او موږ ته د حج احکام وښايه او زموږ توبه قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه توبه قبلوونکی (او) رحم کوونکی یې. ای زموږ ربه! په دوی (دې خلکو) کې د همدوی له قوم څخه يو داسې پيغمبر رپاڅوه چې دوی ته ستا ايتونه لولي او دوی ته کتاب (قرآن) او حکمت (شرعي احکام) ورښايي او پاک کړې دوی (له ګناهونو)، بېشکه همدا ته ښه غالب (او) د حکمت خاوند يې.»
الله تعالی په دې ایتونو کې د خپل بنده، رسول، دوست او خلیل، حضرت ابراهیم علیه السلام یادونه کوي، چې د خپل زوی اسماعیل علیه السلام په مرسته یې زوړ کور (کعبه) جوړه کړه؛ داسې کور چې خلک پکې د الله جل جلاله عبادت وکړي. الله تعالی هغه ځای ورته وښود، یعنې هغه ته یې د کعبې د موقعیت پر لور هدایت او لارښوونه وکړه.