لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۲۵)
د حيواني نښو سمبولونه او ماسوني دلالتونه
په تېرو برخو کې د هغو سمبولونو څېړنه او ارزونه وشوه چې د ستورو او سيارو پر بنسټ ولاړ وو. په دې بحث کې هغه نښې او سمبولونه تر څېړنې لاندې نيسو چې د حيواناتو پر بنسټ ولاړ دي او د هغوی معناوې او مفاهيم منعکسوي.
(۱) د مثلثي درې سري مار سمبول

مار د نړۍ په پخوانيو اساطيرو او معاصرو دورو کې له برجسته او اغېزناک رول څخه برخمن دی؛ کله د خير او نېک غوښتونکي موجود په بڼه، کله د شيطاني موجود په شکل او کله بيا د ځواک، حکمت، پټې پوهې او اسرارو سمبول ګنل کېږي.
په لرغوني مصر کې مار (اپوفېس) د «رع»، حوروس» او «اوزيريس» خدايانو سرسخت دښمن بلل کېده او له بلې خوا په پرله پسې ډول د پوستکي د بدلولو له امله د قيامت، بيا را ژوندي کېدو او نوې زېږېدنې سمبول هم و. همدارنګه، مار د حکمت، ځواک، ځیرکتیا، شفا او طبابت نښه ګڼل کېده.
د یونانیانو په نزد هم مار د بیا را ژوندي کېدو او شفا سمبول و، لکه څنګه چې د طب د خدای «اسکولاپیوس» (Asclepius) او د هغه له مشهورې امسا سره یوځای را څرګندېږي؛ هغه امسا چې تر نن ورځې د طبابت مسلک د نښې او سمبول په توګه پېژندل کېږي.[1]
په یهودي او مسیحي میراثونو کې مار تل د شر، شیطان، دوکې او ګمراه کولو سمبول پاتې شوی دی، لکه څنګه چې د «پیدایښت کتاب» (په درېیم باب، ۱۳ او ۱۴ ایتونو) کې راغلي دي: «نو د خدایانو خدای ښځې ته وویل: دا دې څه وکړل؟ ښځې وویل: مار زه دوکه کړم، نو ما هم وخوړه. د خدایانو خدای مار ته وویل: په دې کار سره ته له ټولو څارویو او صحرایي حیواناتو ډېر ملعون یې؛ پر خپله ګېډه به څښېږې او د خپل ژوند تر پایه به خاورې خورې…»[2]
خو د ماسونیانو په نزد دا سمبول د دیني، مدني او نظامي قدرت پر ضد د جګړې اعلان ته اشاره ده، چې د ملتونو، دولتونو او بېلابېلو ادیانو ترمنځ نظامونه، اخلاق او ارزښتونه له منځه ولاړ شي او له «یهودي ـ ماسوني دین» پرته نوره ټوله نړۍ له هر ډول دین څخه پاکه شي.[3]
(۲) د هغه مار سمبول چې خپله لکۍ خوري

دا سمبول د لرغوني مصر تمدن د یوناني دودونو او همدارنګه د هندي اسطورې «انانتا» له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي. په دې سمبول کې مار پر ابدي ژوند او پخلاینې دلالت کوي، چې د ژوند بې پایه او همېشنی بهیر تحقق ومومي.[4]
خو د ماسوني فکر له مخې دا سمبول د تلپاتېوالي او بې اندازې والي نښه ده؛ په دې معنا چې «روښانه شوي» ماسونیان (Illuminated) د خدایانو په څېر ابدي دي او هېڅکله نه مري.
همدارنګه یاد سمبول د ځمکې پر اوسېدونکو د واکمنۍ او کنترول څرګندونه کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال، چې مار د ځمکې له کرې څخه تاو شوې بڼه ولري.
له بلې خوا دا سمبول د دوکې، ګمراه کولو، جادو، بد شګونتوب او شر دلالت هم دی او د «ماسوني شیطان پرستانو» په عقیده، د شیطان د ځواک نښه ګڼل کېږي.[5]
(۳) د زمري سمبول

که څه هم د زمري سمبول په یهودي میراث کې د «یهودا بن یعقوب علیهالسلام» نښه ګڼل کېږي، خو د ماسوني فکر له مخې د ځواک، تاوتریخوالي، واکمنۍ، زړورتیا او د هر هغه چا د ځپلو او وژلو لپاره د چمتووالي نښه ده چې د دوی پر وړاندې درېږي.
له همدې امله حیرانوونکې نه ده چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو، شرکتونو، سپورتي کلبونو، بانکونو او لوی هوټلونو زمری د خپل سمبول په توګه غوره کړی دی؛ ځکه دا چاره د نړۍ په ټولو ټولنو د ماسوني نفوذ څرګنده نښه ګڼل کېږي.
دغه سمبول په څرګند ډول د برتانیا، بلجیم، هالنډ، کاناډا، چک جمهوریت، سویډن، فنلنډ، هسپانیا، ډنمارک او ځینو نورو هېوادونو په بېرغونو کې موجود دی. همدارنګه په «MGM» هوټلونو، د «هریس»، «ING»، «د کاناډا رویال بانک» او لسګونو نورو بانکونو او په همدې ډول ګڼ شمېر سپورتي کلبونو او د موټرو جوړولو لویو شرکتونو، په ځانګړي ډول د فرانسوي او امریکایي شرکتونو په نښو کې هم په واضح ډول لیدل کېږي.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الموسوعة المصورة للرموز التقلیدیة، مخ: 182.
[2]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: 225.
[3]. عبدالحکیم، منصور، أقدم تنظیم سری فی العالم، مخ: 65، دار الکتاب العربی، دمشق، سوریه، لومړۍ چاپ، 2005م.
[4]. ژاک تیبو، روبیر، موسوعة الأساطیر والرموز الفرعونیة، مخ: 54، د فاطمه عبدالله محمود ژباړه، المجلس الأعلی للثقافة، قاهره، مصر، لومړۍ چاپ، 2004م.
[5]. إشارات، رموز وأساطیر، مخ: 86.
[6]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: 225.


