Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۲۴)
فراماسونري سه شنبه _10 _مارچ _2026AH 10-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۲۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۲۴)
په ماسوني تفکر کې د سیارو او ستورو نښې (دوام)
(۲) د پنځه‌کونجه ستوري نښه

د پنځه کونجه ستوري نښه د دينونو او باورونو په تاريخ کې بېلا بېلې معناوې لري؛ د بېلګې په توګه:
(۱) د باطني معرفت پټه نښه ګڼل کېږي. «فیثاغوریانو» هم همداسې باور درلود او یاده نښه یې د «کوچني انساني عالم» نښه بلله.[۱]
(۲) د يهوديانو په باور پنځه کونجه ستوری د الله تعالی د پيغمبر «حضرت موسی عليه السلام» د تورات د پنځو سپېڅلو کتابونو نښه ده.
(۳) د پنځه کونجه ستوري نښه د ماسوني سازمان او شیطان ‌پرستو ډلو رسمي سمبول ګڼل کېږي او د ژوند د پنځو عناصرو (روح، هوا، اوبه، اور او خاورې) استازیتوب کوي.
(۴) په مسیحیت کې بیا دا ستوری د عیسی علیه ‌السلام د هغو پنځو زخمونو نښه ده چې د مصلوب کېدو پر مهال ورباندې لګېدلي وو؛ یعنې د هغو مېخونو نښې چې په لاسونو او پښو کې یې ټک وهل شوي وو او د هغې نېزې زخم چې د عیسی مسیح علیه‌السلام اړخ یې سوری کړی و؛[۲] البته دا ټول د مسیحیت د عقیدې له مخې بیان شوي دي او د اسلام له نظره د حضرت عیسی علیه ‌السلام د تصلیب موضوع رد شوې ده.
(۳) د اوزې پر سر د پنځه‌کونجه ستوري نښه

هغه پنځه‌کونجه ستوری چې په منځ کې یې د اوزې سر «بافومت» انځور شوی، د هغه بت‌ سمبول دی چې د منځنیو پېړیو په مسیحیت کې راڅرګند شو. دا نښه د نفرین شوي انسان، بدبویه حیوان، پلیدۍ او شیطان سمبول ګڼل کېده. دا نښه به پر یوې لوڅې ښځې انځورېده او د شهوت نښه به بلل کېده. هغه بت چې دا نښه يې سمبول دی، یو شیطاني معبود و او د «معبد د شوالیه‌و» ډلې به یې عبادت کاوه؛ له همدې امله د فرانسې پاچا «څلورم فلیپ» یو وخت دوی په دیني بدعت او جنسي انحراف تور کړل.[۳]
یادې نښې په فراماسونرۍ کې هم په همدې ډول دوام وموند او د پليدۍ، ساقط شوي انسان او هغه شيطان چې د «اشعيا» په سفر (۱۴:۱۲) کې ترې يادونه شوې، نښه وه؛ تر دې چې د شيطان پرستانو لپاره پر معبود بدله شوه او د لومړني شيطاني کتاب (شيطاني انجيل) ليکونکي (انتون لاوي) له لوري په (۱۹۶۶ز) کال کې په امريکا کې « د کليسا شيطان » په نوم کليسا ورته تاسيس شوه، چې په دې کلیسا کې به په پټه توګه شيطاني او جاديي مراسم ترسره کېدل.[۴]
(۴) د ځلانده سور لمر نښه

ځلانده سور لمر د ماسونیانو په باور د دوی د خپل معبود د عبادت نښه ده؛ یعنې ابلیس (ساقط شوی خدای «لوسیفر») چې د «اشعیا» په سفر (۱۴:۱۲) کې ترې یادونه شوې ده.[۵]
د دوه‌ ګونې ژېړې برېښنا (صاعقه) نښه

د برېښنا او توپان نښه چې انعکاس يې موږ په دوو لرغونو سومري او بابلي ايينونو کې وينو، د «ادد» خدای په وجود کې مجسم شوې وه؛ هغه خدای چې د هوا، توپان او برېښنا خدای بلل کېده او د اشوريان په نزد يې ځانګړی تقدس درلود.[۶]
هغه څه چې پورته مو د ماسونيت د ځينو سمبولونو او نښو په اړه وړاندې کړل، لاندې پايلې ترې استنباط کېدای شي:
(۱) یادې نښې د ماسونيت تر ټولو مهم سمبولونه ګڼل کېږي او ډېر خطرناک دلالتونه لري.
(۲) د شپږ‌ کونجه ستوري نښه له (۱۸۹۷ز) کال راهیسې د یهودي دولت سمبول ګرځېدلې؛ سره له دې چې په اصل کې د لرغوني ختیځ د قومونو په نزد د سحر، جادو، پټو علومو او نجومي محاسبو نښه وه.
(۳) د پنځه ‌کونجه ستوري نښه د ماسوني سازمان او شیطان‌ پرستو ډلو سمبول دی او هغه پنځه‌کونجه ستوری چې د بافومت د اوزې پر سر رسم شوی، د شهوت نښه او هغه شیطاني معبود سمبول دی چې د معبد شوالیه‌وو او بوهمیايي شیطان ‌پرستانو یې عبادت کاوه.
(۴) د ځلانده سور لمر نښه د ماسونیانو له خوا د خپل معبود، یعنې ساقط شوي ابلیس «لوسیفر» د عبادت سمبول دی.
فراماسونري د پخوانیو ملتونو او تمدنونو له سمبولونو اغېزمنه شوې او له خپل حضور او سیاسي موخو سره سم یې ياد سمبولونه بدل کړي دي؛ په ځانګړي ډول د شپږ‌کونجه ستوري نښه.[۷]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:

[۱]. رموز و إشارات و أساطیر، مخ: ۶۵.

[۲]. الموسوعة المصورة للرموز التقليدية، مخ: ۳۹۷.

[۳]. الرموز فی الفن والأدیان والحیاة، مخ: ۷۶.

[۴]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۲۱.

[۵]. الرموز فی الفن والأدیان والحیاة، مخونه: ۳۸۰–۳۸۶.

[۶]. عباد الشیطان، مخ: ۱۴۷.

[۷]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۲۳.

فراماسوناران فراماسونري
Previous Articleساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۴)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۶)

اړوند منځپانګې

کپټالیزم

کاپېټالیزم (۱۵ او وروستۍ برخه)

چهارشنبه _15 _اپریل _2026AH 15-4-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کاپیټالیزم (برخه: ۱۴)

دوشنبه _13 _اپریل _2026AH 13-4-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۴)

یکشنبه _12 _اپریل _2026AH 12-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۵)

چهارشنبه _22 _اپریل _2026AH 22-4-2026AD13 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۵) قران کريم…

نور یی ولوله
دینونه

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD13 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴) په تېرو…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶) دوولسم…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)

یکشنبه _19 _اپریل _2026AH 19-4-2026AD13 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰) د قرآن کریم، سنت او طب…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۵)

چهارشنبه _22 _اپریل _2026AH 22-4-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.