لیکوال: ابو رائف
فراماسونري: برخه: ۲۳)
په ماسوني تفکر کې د سیارو او ستورو نښې
(۱) د شپږکونجه ستوري نښه

ستوری له ډېرو پخوا زمانو څخه د ځانګړو معناوو او دلالتونو لپاره کارول شوی دی. یاده نښه د لرغوني ختيځ قومونو تر منځ د سحر، جادوګرۍ، پټو علومو او نجومي محاسباتو نښه ګڼل کېده. د ودانيو او معبدونو پر مخ به يې د حسد او بد نظر د دفع کولو، د نېک بخت او ښکلا په پار رسموه.
اشرافو او د لوړې طبقې خلکو به ياده نښه په خپلو معبدونو او کورونو د دې لپاره لګوله چې له يوې خوا د دوی د عظمت او لويۍ څرګندونه وکړي او له بلې خوا له دې لارې نېکمرغۍ ته ورسیږي.
د فارس د مجوسيانو په اند شپږ کونجه ستوی د (پلار خدای) نښه ګڼل کېده او دا يې د پنځو ګرځنده سيارو او پټو علومو، لکه سحر او جادوګرۍ سمبول ګاڼه.
په همدې ډول په دې نښه کې پورته مخامخ مثلث د مذکر خدای (اهورا مزد) چې د خير او رښتيا خدای و، استازيتوب کاوه او ښکته مخامخ مثلث د مونثې الهې (اناهيتا) چې د اوبو او زېږون الهه وه، نښه ګڼل کېده.
د بودايان ترمنځ چې د سدهارتاګوماتا (بودا ،۴۸۰ ق. م) پيروان دي، د متضادو ځواکونو د يووالي لپاره کارول کېده، لکه د اوبو او هوا، نر او ښځې تر منځ د يووالي او همدارنګه د «شېوا» (مذکر خدای) او «شاکتي» (مونثې الهې) تر منځ د جنسي اتحاد د ښودلو لپاره کارول کېده؛ په همدې ډول په دې عقيده کې دا نښه د انسان او خالق د روح ترمنځ د بشپړ اتحاد د حالت سمبول ګڼل کېده.[۱]
په صهیونیستي ماسوني تفکر کې د شپږ کونجه ستوري نښه له (۱۸۹۷ز) کال څخه د یهودي دولت د سمبول په توګه وپېژندل شوه او له هماغه وخته وروسته «د داوود د ستوري په توګه» د یهودیانو نښه وګرځېده.
شپږکونجه ستوری چې د حضرت داوود علیه السلام شاهي ډال ته اشاره کوي، «د داوود ستوری» بلل کېږي؛ یعنې هغه ستوری چې د الله تعالی پیغمبر حضرت داوود علیهالسلام چې په عین حال کې پاچا هم و او له میلادڅخه مخکې یې د لومړۍ زریزې په پیل کې ژوند کاوه غوره کړی و. ویل کېږي چې دا نښه له دې وړاندې هم موجوده وه، د « بخت ستوری» بلل کېده او حضرت داوود علیهالسلام د نېک فال په توګه پر خپل ډال رسم کړی و، چې وروسته یې د یوه دودیز سنت بڼه خپله کړه.[۲]
ځینې نور په دې باور دي چې دا ستوری په حقیقت کې له دوو هرمونو څخه جوړ شوی دی: یو هرم چې قاعده یې ښکته لور ته ده، د ځمکني ځواک استازیتوب کوي او بل معکوس هرم چې د کاهنانو د اسماني ځواک نښه ده. د دغو دوو هرمونو یوځای کېدو داسې سمبول رامنځته کړ چې وروسته د «داوود ستوري» په نوم مشهور شو.
یاده نښه د لومړي ځل لپاره د ولسي کارونې په بڼه د منځنیو پېړیو پر مهال د مسیحي کلیساوو په ګڼ شمېر ودانیو کې ولیدل شوه او همدارنګه پر هغو ودانیو کې هم تر سترګو کېده چې د سپېڅلي معبد د نهو شوالیانو له خوا جوړې شوې دي. له نهو شوالیانو موخه هغه ډله ده چې په (۱۱۱۸ز) کال کې د سپېڅلې خاورې پر لور د تلونکو زایرانو د ساتنې لپاره ګمارل شوې ده.[۳]
شپږکونجه ستوری همدارنګه د «تنویر» سمبول ګڼل کېږي او شپږ څانګې لري. کله ناکله د «درېګوني ـ دوهګوني ترکیب» نوم هم ورته کارول کېږي؛ ځکه چې له دوو مثلثونو څخه جوړ دی. دا الهي درې ګونی ـ دوهګونی ترکیب، هغه انساني درېګونی ترکیب را ژوندی کوي چې له اوبو، خاورې او اور څخه جوړ شوی دی.[۴]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. الشامي، رشاد عبدالله، الرموز الدینیة فی الیهودیة، مخ: ۵۰، د دیني او تاریخي څېړنو لړۍ، د ادبیاتو پوهنځی، عین شمس پوهنتون، قاهره، مصر.
[۲]. اشارات، رموز و اساطیر، مخ: ۶۶.
[۳]. مارس، جیم، الحکم بالسر، مخونه: ۳۴۷–۳۴۸، د علي مولا ژباړه، دارالأوائل، دمشق، سوریه، پنځم چاپ، ۲۰۰۹م.
[۴]. الرموز فی الفن والأدیان والحیاة، مخ: ۳۸۸.


