لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۳)
(ج) د اسلام له نظره د «انګرامونو د اغېز باور» نقد او بطلان (دوام)
په دې برخه کې د اسلام له نظره په انګرام او ذهن پورې اړوند باورونه څېړو او نقدوو:
(۱) ساینټولوژیستان د انسان ټولې ستونزې او دردونه انګرامونو ته منسوبوي؛ له همدې امله د هغوی له نظره انسان ګناه نه ترسره کوي او د اخلاقو او چلند اصلاح هم د انګرامونو په پاکوالي پورې اړه لري، نه په توبې او د الله جل جلاله لور ته په ور ستنېدو پورې.
خو د اسلام له نظره د انسان په ذهن کې د «انګرام» په نوم هېڅ شی شتون نه لري او نه هم ذهن لکه څنګه یې چې هابارد په بېلابېلو برخو وېشي د وېش وړ دی. دا نظریه او دا ډول تحلیل په خپله د هابارد له لوري وړاندې شوی دی او د نورو پوهانو له خوا نه یواځې دا چې تایید شوی نه دی، بلکې په کلکه توګه له رد او نیوکو سره مخ شوی دی.
د ساینټولوژۍ دا لیدلوری چې وايي: «انسان ګناه نه ترسره کوي، بلکې یوازې په انګرامونو ککړ وي» په بشپړه توګه باطل دی؛ ځکه اسلام ګناه یو اختیاري عمل ګڼي، چې انسان یې په خپله اراده ترسره کوي او خپله یې مسؤولیت پر غاړه لري. الله جلجلاله فرمایي: ﴿كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ.﴾ ژباړه: «هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري.»[۱]
پورته ایت څرګندوي چې هر انسان د خپلو اعمالو تر اغېز لاندې دی؛ که ګناه وکړي، خپل برخلیک خرابوي او که نېک کار ترسره کوي، نو خپل برخلیک د نېکۍ په لور رهبري کوي؛ له دې څخه څرګنده شوه چې انسان ګناه ترسره کوي او برخلیک یې د ده له کړنو سره تړلی دی، نه له انګرامونو سره.
له بلې خوا په یاد ایت کې «کسب» د اختیاري عمل په معنا دی، نه د یوې نه پوهېدونکې (ناخود اګاه) رواني اغېزې غبرګون. که چېرې ګناه یوازې یوه ذهني ستونزه وای، نو پورته ایت بې معنا کېده؛ ځکه بیا به هېڅوک د خپل عمل مسؤول نه و او په هر څه کې به انګرامونه ملامت ګڼل کېدل.
د قرآن کریم په ګڼو ایتونو کې د انسانانو په فردي او ټولنیز ژوند د ګناه ناوړه او منفي پایلې یادې شوې دي؛ الله جل جلاله فرمایي: ﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ.﴾ ژباړه: «څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، تر څو وڅکي دوی ته ځینې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي لپاره د دې چې دوی د الله طاعت ته وګرځي.»[۲]
پورته ایت پر دې دلالت کوي چې ګناه په وچه او سمندر کې د فساد او ورانۍ لامل کېږي او د انسانانو او ملتونو پر برخلیک هم منفي اغېز لري.
الله جلجلاله په بل ایت کې فرمایي: ﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى.﴾[۳] ژباړه: «او څوک چې زما له ذكره مخ واړوي، هغه لپاره تنګ ژوند دى او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو.»
یعنې کله چې انسان په ګناهونو ککړ شي او د الله تعالی له یاد او پر قرآن کریم له عمل کولو څخه لرې شي، نو له جسمي او روحي ستونزو او سختیو سره مخ کېږي. دا ایت په ښکاره توګه پر دې دلالت کوي چې ګناهونه او د الله تعالی له یاد څخه لرېوالی د انسان له برخلیک سره مستقيمه اړيکه لري؛ د ساینټولوژۍ دا نظريه په کلکه ردوي چې د انسان د ژوند ټول دردونه او ستونزې یوازې د انګرامونو پایله بولي او د ګناهونو او بشري اعمالو اغېز په بشپړه توګه له پامه غورځوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ګناه یوه ناوړه پدیده ګڼلې او د انسان پر جسم او روح یې د هغې اغېز تايید کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «إِنَّ العَبْدَ إِذَا أَخْطَأَ خَطِيئَةً، نُكِتَتْ فِي قَلْبِهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ، فَإِذَا هُوَ نَزَعَ وَاسْتَغْفَرَ وَتَابَ سُقِلَ قَلْبُهُ، وَإِنْ عَادَ زِيدَ فِيهَا، حَتَّى تَعْلُوَ قَلْبَهُ، وَهُوَ الرَّانُ الَّذِي ذَكَرَ اللهُ: ﴿كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾.»[۴] ژباړه: «کله چې بنده ګناه ترسره کړي، نو په زړه کې یې یو تور ټکی را پیدا کېږي. که له ګناه څخه لاس واخلي او توبه وباسي، نو زړه یې پاکېږي، خو که بېرته ګناه ته را وګرځي، نو دا توره نښه زیاتېږي، تر هغې چې ټول زړه ونیسي او همدا هغه زنګ دی چې الله تعالی په قرآن کریم کې ترې یادونه کړې ده: “هېڅکله نه، د هغوی پر زړونو هغه څه زنګ اچولی چې هغوی به کول.”»
اسلامي علماوو او مفکرینو هم د ګناه د ناوړه پایلو یادونه کړې ده او پر دې باور دي چې ګناه د انسان پر برخلیک، جسم، روان او ان کورنۍ او چاپېریال اغېز لري. ابن قیم رحمه الله په دې اړه فرمایي: «ګناه په زړه کې تیاره پیدا کوي، په څېره کې توروالی راولي، په بدن کې سستي پیدا کوي، رزق کموي او د خلکو په زړونو کې کرکه ځای پر ځای کوي.»
ان د ګناه اغېز د انسان په کورنۍ (د اولادونو او مېرمنې په چلند) او د هغه د مرکب (سپرلۍ) په رفتار کې هم لیدل کېږي. له یوه سلف صالح څخه روایت شوی دی: «کله چې د الله تعالی نافرماني وکړم، نو د خپل مرکب (سپرلۍ) او خپلې کورنۍ په چلند کې يې اغېز وينم.»[۵]
نو څرګنده شوه چې د اسلام له نظره ګناه او نور عوامل د انسان پر ژوند او برخلیک اغېز لري؛ د انګرام په نوم هېڅ شی وجود نه لري او د انسان د نېک او بد برخلیک په بهیر کې د هغه د اغېز ادعا په بشپړه توګه باطله او خیالي ده؛ همدارنګه هېڅ علمي او تجربوي نظریه یې هم نه تايیدوي.
(۲) ساینټولوژي د اماره نفس، شیطاني وسوسو، د نفس د مبارزې او اخلاقي ارادې رول ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، ترې انکار کوي او د انسان په برخلیک یې اغېز له پامه غورځوي؛ خو په اسلام کې همدغه عوامل د خطا او تېروتنو اساسي او بنسټیز عوامل بلل کېږي. الله جلجلاله د اماره نفس په اړه فرمایي: ﴿إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ.﴾[۶] ژباړه: «نفس خو خامخا پر بدۍ هڅوونكى دى.»
د انسان نفس د هغو مهمو عواملو له جملې څخه دی چې انسان خطا ته مجبوروي او ګناهونو او بدیو ته یې هڅوي.
همدارنګه الله جلجلاله د شیطان د وسوسې په اړه فرمایلي دي: ﴿الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ.﴾[۷] ژباړه: «شيطان تاسې له بېوزلۍ څخه وېروي او شرمناک چلن غوره كولو ته مو هڅوي.»
نو له دې څخه څرګندېږي چې نفس او شیطان د انسان په برخلیک کې مهم او بنسټیز رول لري؛ ځکه انسانان د همدې دوو پدیدو له امله ګناهونو او بدیو ته لاس اچوي او خپل برخلیک په بدۍ او بدمرغۍ اړوي. دا د ساینټولوژۍ له نظریې سره په ټکر کې ده؛ ځکه هغوی یوازې انګرامونه د انسان د بدمرغۍ او ستونزو لامل بولي.
(۳) په ساینټولوژۍ کې د هدایت او اصلاح په برخه کې په بشپړه توګه د الله جلجلاله له رول څخه انکار شوی دی او دوی باور لري چې د انسان اصلاح او هدایت د «ډیانټېکس» د کارونې، «اډېټنګ» (Auditing) او ذهني تخنیکونو له لارې ترسره کېږي.
خو د اسلام له نظره هدایت یوازې د الله جلجلاله له لوري څخه دی، لکه چې فرمايي: ﴿وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ.﴾[۸] ژباړه: «او الله چې هر چاته وغواړي سمې لارې ته يې لارښوونه كوي.» د انسان د ذهن او زړه صفاوالی له استغفار او د الله تعالی له ذکر سره اړيکه لري: ﴿أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ﴾[۹] ژباړه: «خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي.»
پورته ایت په څرګنده ډول جوتوي چې زړونه او فکرونه یوازې د الهي ذکر له لارې ارام مومي او له دردونو او اندېښنو څخه خلاصېږي، نه د هغو لارو چارو په وسیله چې ساینټولوژي یې وړاندې کوي.
الله جلجلاله فرمایي: ﴿فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (۱۰) يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا (۱۱) وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا.﴾[۱۰] ژباړه: «او ورته ومې ويل چې له خپل پالونکي مو بخښنه وغواړئ، هغه په رښتيا ډېر بخښونكى دى، اسمان به ډېر وروونكى درباندې راخوشې كړي او په مالونو او زامنو به ستاسو مرسته وكړي، باغونه او ويالې به درته پيدا كړي.»
یعنې توبه د انسان په ژوند کې د پراخوالي او اسانتیا سبب کېږي؛ که انسان توبه وباسي، نو الله جلجلاله یې په مال او اولاد کې زیاتوالی راولي، زړه او ذهن یې پاکوي او ډاډ ترلاسه کوي. دا د ساینټولوژۍ له باور سره په بشپړه توګه په ټکر کې ده؛ ځکه هغوی باور لري چې د ذهن صفاوالی او د ژوند ارامتیا یوازې د انګرامونو په پاکوالي پورې اړه لري او دا کار د ځانګړو کورسونو او ډیانټېکس روغتیايي طریقو له لارې، په تدریجي ډول ترسره کېږي.
همدارنګه د اسلام له نظره د نفس پاکوالی د عبادت، تقوا او پرهېزګارۍ له لارې تر لاسه کیږي: ﴿قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا (۹) وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا.﴾[۱۱] ژباړه: «په رښتيا هغه څوک بریالی شو چې پاک يې کړ(خپل ځان) او په تحقيق سره نامراد زيانمن شو هغه څوک چې پټ يې كړ دغه (نفس په ګناهونو کې).»
دا په دې معنا چې بریالی انسان هغه دی چې خپل نفس د عبادت، تقوا او پرهېزګارۍ پر مټ پاک کړي او زیانمن انسان هغه دی چې عبادت او تقوا پرېږدي، شرک او معصیت ته مخه کړي. خو ساینټولوژي په دغو مفاهیمو هېڅ باور نه لري او د عبادت او تقوا په نوم څه نه پېژني. د دوی له نظره د انسان بریا او ناکامي یوازې له انګرامونو سره تړلې ده؛ که انګرامونه له ذهن څخه پاک شي، انسان بریالی دی او که پاتې شي، نو زیانمن ګڼل کېږي. دا یو داسې حیرانوونکی باور دی چې له هېڅ سالم عقل او منطق سره سمون نه لري.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. المدثر: ۳۸.
[۲]. الروم: ۴۱.
[۳]. طه: ۱۲۴.
[۴]. سنن الترمذي، ش ۳۳۳۴.
[۵]. الجواب الکافي، ص ۱۰۵.
[۶]. یوسف: ۵۳.
[۷]. البقرة: ۲۶۸.
[۸]. النور: ۴۶.
[۹]. الرعد: ۲۸.
[۱۰]. نوح: ۱۰–۱۲.
[۱۱]. الشمس: ۹–۱۰.


