لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۲)
(ب) د هابارد له لوري د انسان د ذهن وېش
هابارد پوهېده چې انسانان له ګڼو روحي او رواني ستونزو څخه ځورېږي؛ نوموړي د دغو ستونزو لاملونه د انسان په تېر ژوند او تجربو کې لټول. له همدې امله یې په دې اړه څېړنې پیل کړې، چې بنسټیزه ستونزه پيدا کړي. د خپلو څېړنو او تجربو پر بنسټ یې اعلان وکړ چې د انسان په ذهن کې یوې داسې ناپېژندل شوې نقطې ته رسېدلی دی چې د انسان ټول دردونه او کړاوونه پکې زېرمه کېږي.
له دې اعلان وروسته هابارد چې د دې مکتب بنسټګر دی، د انسان ذهن په دوو برخو ووېشه او د هرې برخې لپاره یې ځانګړي نومونه وټاکل چې له( انګرام بانک او حافظې بانک) څخه عبارت دي.
(۱) د انګرام بانک (زېرمتون)
انګرام بانک د انسان د ټول عمر د فزیکي او عاطفي دردونو زېرمه ده او هېڅ شی پکې نه هېرېږي او نه له منځه ځي.
دا ټول فزیکي او عاطفي دردونه که د ډیانتېکس د روان درملنې له لارې درملنه نه شي او لرې نه کړل شي، نو کولای شي یو ځل بیا پر انسان اغېز وکړي. انګرام بانک کې ان د یوه انګرام شتون هم د سایکوسوماتیکو زیانونو سبب کېږي.[۱]
د هابارد له نظره ډيانتېکس د ژوند ټول دردونه له منځه وړي. کله چې دردونه لومړی په انګرام بانک او وروسته د حافظې په بانک کې ثبت او تجربه شي، نو ټولې روحي ناروغۍ له منځه ځي؛ محرکات یو ځل بیا فعالېږي، ژوند اخلي او د انسان ذهني او فزیکي شتون تازوالی او خوښي مومي، چې په پایله کې يې ډيانتېکس د انسان ذهن له درد پرته ازاد پرېږدي.
هغه طریقې چې پخواني دردونه په نوې بڼه ډلبندي کوي، د ډيانتېکس له نورو کشفیاتو څخه دي. انسان په ناخود اګاه ډول د مسالو د را ژوندي کولو یو بل بهیر هم لري چې له شعوري پوهاوي څخه بهر دی، تر اوسه ډېر کم کسان ترې خبر دي او له پېژندنې پرته یې کارولی دی.
دغه بهیر «بېرته ستنېدنه/ برګشت» بلل کېږي؛ یعنې د ډيانتېکس د پلټنې له لارې انسان خپلو تېرو تجربو ته سفر کوي. ډيانتېکس انسان ته دا وړتیا وربښي چې د بشپړ پوهاوي له مخې او له درد پرته د خپل ژوند ټولو پړاوونو ته سفر وکړي. هغه تخنیکونه چې په ډيانتېکس کې وړاندې شوي د بېرته ستنېدنې خنډونه له منځه وړي.
د روان درملنې انحصاري تخنیک ته د «ډیانتېک خوب» ویل کېږي. هغه څوک چې دا ډول مسلکي روان درملنه ترسره کوي، د «اېډیټر» په نوم یادېږي. اېډیټر د انسان پام خپله هماغه انسان ته را اړوي او ورته وایي چې د خپل ژوند فلانۍ برخې ته لاړ شه او په دې توګه یې د ژوند بېلابېلو پړاوونو ته رهبري کوي. دا سوق کول یوازې په یاد راوړل نه دي، په دې روان درملنه کې له درملو پرته د وخت ټولو برخو ته سفر کېږي.
هابارد په دې باور دی چې هر انسان یو «زماني مسیر» لري چې د ژوند له پیل سره پیلېږي، په مرګ سره پای ته رسېږي او دا مسیر د پېښو هغه لړۍ په ځان کې رانغاړي چې د ثبت او ضبط له لارې بشپړېږي.[۲]
(۲) د حافظې معیاري بانک
د حافظې بانک د انسان د ټولو تېرو ادراکونو زېرمتون دی. هېڅ ادراک د دې معیاري حافظې له بانک څخه بهر نه پاتې کېږي او د هر درک ټولې ځانګړتیاوې، لکه رنګ، بوی او خوند پکې خوندي وي. «ځان» نه شي کولای د معیاري حافظې بانک ته لاسرسی ومومي او د دې اصلي لامل هغه راکټیف (غبرګوني) معلومات دي چې د معیاري بانک ځینې برخې محدودوي.
«ځان»[۳] د هغه انسان باطني «زه» دی چې د ساینټولوژۍ د روان درملنې له لارې د بشپړ صفاوالي او خالصې پاکۍ درجې ته رسېدلی وي. «مهذب ځان» له کومې ستونزې پرته کولای شي د خپل ژوند ټولو شېبو ته لاس رسی ولري او د هغو شېبو عاطفي، احساساتي ځانګړتیاوې او ان د بوی حس هم را ژوندی کړي.
د معیاري بانک د معلوماتو بشپړول او زیاتول د ډيانتېکس له کشفیاتو څخه دي او د دا ډول را ژوندي کولو اهمیت هم د دې مکتب له نورو موندنو څخه شمېرل کېږي.[۴]
(ج) د اسلام له نظره «د انګرامونو د اغېز د باور» نقد او باطلوالی
نېکمرغۍ، خوښۍ او فرحت ته رسېدل د انساني فطرت له بنسټیزو غوښتنو څخه دي. هر انسان هڅه کوي چې په یوه نه یوه بڼه نېکبختي او خوښي ترلاسه کړي او له روحي او جسمي ستونزو څخه ځان خلاص کړي. ساینټولوژي د اخلاقي، روحي او جسمي ستونزو او له هغو څخه د خلاصون په اړه یو واحد محوره او له نورو ټولو بېل لیدلوری لري. دا مکتب باور لري چې د انسان چلند او برخلیک یوازې له یوه عامل سره تړلی دی او هغه د ذهن په انګرام بانک کې د انګرامونو شتون او له هغوی څخه خلاصون دی.
یعنې د دوی له نظره ایمان او کفر، نیت او اراده، شهوت او ګناه د انسان پر برخلیک هېڅ اغېز نه لري او د انسان نېک برخلیک یوازې د ذهن له انګرام بانک څخه د انګرامونو په پاکولو پورې تړلی دی. خو دا لیدلوری په بشپړه توګه د اسلام له ښوونو سره په ټکر کې دی.
د اسلام له نظره انسان یو بعدي موجود نه دی، بلکې د هغه چلند او برخلیک د بېلابېلو عواملو پایله ده، لکه: ایمان او کفر، نیت او اراده، اماره او لوامه نفس، شهوت او شیطاني وسوسې، بې تقوایي، ګناه او ظلم، الهي تقدیر او ابتلاء، چې دا ټول د انسان د نېک یا بد برخلیک په ټاکلو کې مهم او د پام وړ رول لري.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[۱]. ساینټولوژي ـ ډيانتېکس، مخ ۴۵، د لاندې اثر له مخې: Hubbard, L. Ron, Dianetics, Bridge
Publication, p. 20
[۲]. هماغه، مخ ۲۵.
[۳]. په دې مکتب کې «ځان» د انسان هغه اګاه، هوښیار او پرېکړهکوونکي بعد ته اشاره ده، یعنې هماغه اصلي هویت یا رښتینی ځان چې د دوی له نظره د «غبرګوني/ عکس العملي ذهن» تر پوښښ لاندې پټ دی.
[۴]. هماغه، مخ ۵۵.


