لیکوال: ابوعائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۴)
د حرکت برهان
دا نړۍ د حرکت او بدلون نړۍ ده، په دې نړۍ کې ثابتې او تلپاتې موخې له حرکت او بدلون سره د تړاو له امله نه پوره کیږي. په همدې اساس باید د انسان موخې په بله نړۍ کې تر لاسه شي، که داسې و نه اوسي، نو د نړۍ او انسان خلقت به بېګټې وي. دا په داسې حال کې ده چې قران کریم په ښکاره ډول بیانوي چې دا نړۍ بېګټې او عبث نه ده پیدا شوې. [1] الله تعالی په دې اړه څومره ښکلي فرمایي: “أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ”[2] ژباړه: «نو ایا تاسې داسې ګومان وکړ چې پیدا کړي مو یئ بېګټې او دا چې تاسې به زموږ خوا ته نه راګرځول کېږئ!؟»
له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د انکار لاملونه
-
دا چې له مرګ وروسته د بیا ژوندي کېدو د انکار لومړنی او تر ټولو مهم لامل څه دی او ولې ځینې خلک له معاد څخه انکار کوي، لامل یې دا دی چې دغو کسانو تر اوسه الله تعالی په سمه توګه نه دی پېژندلی، د الله تعالی په اړه سمه پوهه نه لري او نه پوهېږي چې الله تعالی د اسمانونو او ځمکې خالق دی. دوی د اسمانونو او ځمکې د مانا، د دوی د لوړ مقام او عظمت او د الله تعالی د قدرت او وړتیا په اړه چې دا ټول یې پیدا کړي او منظم کړي دي، سم درک نه لري. همدارنګه، دا خلک تر اوسه نه دي پوه شوي چې د الله تعالی قدرت د دوی په خپل وجود، ژوند او پیدا کېدو کې څومره لوی او پراخ دی. دا کسان د خپل جهالت او ناپوهۍ له امله د خپل رب په اړه، د هغه د لوی قدرت، پراخ علم او د هغه د لویې پاچاهۍ او پراخ ملک په اړه یوازې هغه څه مني چې په سترګو یې ویني او هغه څه چې نه یې ویني انکار ترې کوي. په داسې حال کې چې الله تعالی د همدې خلکو لپاره ګڼ شمېر دلایل وړاندې کړې دي.[3]
-
یو بل لامل چې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو لامل ګرځي کبر او غرور دی.
کبر او غرور د انسان د نفس له بدو صفاتونو او ناوړه اخلاقو څخه دي، یاد صفتونه پر حق او حقیقت د انسان سترګې پټوي او غږونه یې کڼوي او دا چاره د دې لامل کېږي چې انسان خپلو نفسي غوښتنو ته ارزښت ورکړي، حق له پامه وغورځوي، د الله تعالی او د هغه د نعمتونو پر وړاندې ناشکري وکړي. له همدې امله اسلام یاد صفتونه په کلکه غندلي او حرام یې بللي دي؛ ځکه کبر او غرور په اوس او راتلونکي کې د انسان د هلاکت او بربادۍ لاملګرځي. کبر او غرور د کمال د ترلاسه کولو، د حقایقو او ښکاره دلایلو د لټون پر وړاندې له لویو خنډونو څخه دی او کبر او غرور داسې پرده ده چې انسان هدایت او بریا ته له رسېدو څخه منع کوي او د الله تعالی د نارضایتۍ او غضب لامل کېږي. ډېر کله داسې شوي چې ډېری نعمتونه د همدې بد او ناوړه خوی له امله په بلا او مصیبت بدل شوي او عزت، کرامت او ځواک د ذلت، سپکاوي او خوارۍ بڼه خپله کړې ده.[4]
الله تعالی د کبرجونو خلکو په اړه فرمايي: «كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ»[5]؛ ژباړه: «په دې ډول الله تعالی په هر کبرجن او سرکښ زړه مهر لګوي»، په بل ځای کې فرمايي: «سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ»[6]؛ ژباړه: «ډېر ژر به زه له (ایمانه) خپلو ایتونو څخه هغه کسان واړوم چې په ځمکه کې کبر کوي په ناحقه»
-
له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د انکار یو بل دلیل منافقت او دوهمخیتوب دی. سره له دې چې ځینې وخت د منافق لپاره حق او حقیقت څرګندېږي؛ ځکه چې له مسلمانانو سره ناسته ولاړه لري، د هغوی خبرې اوري او په هغوی کې داسې څه ویني چې د حق د منلو لامل ګرځي، خو بیا هم پر دروغو او انکار کولو ټینګار کوي.
له همدې امله د دا ډول کس سزا د هغه کافر له سزا څخه هم لویه ده چې له دې موضوع څخه بې خبره وي. الله تعالی د منافقانو په اړه فرمايي:”وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ”[7] ژباړه: «او له خلکو څخه داسې کسان شته چې وايي: موږ پر الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړی، په داسې حال کې چې دوی مومنان نه دي(دوی په خپل ګومان باندې) الله او هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی دوکه ورکوي، په داسې حال چې دوی له ځان پرته بل څوک نه غولوي او دوی نه پوهېږي.»
نن ورځ منافقت او منافقین بېلابېل ډولونه او بڼې لري او مسلمانانو ته یې ډېر زیان رسېږي. هغه څه چې موږ یې وینو دا دي چې د خلکو دا ډله د خپلو خبرو او کړنو له لارې اسلام او مسلمانانو ته ناوړه لقبونو ورکوي، د اسلام پر ضد دسیسې جوړوي او د له منځه وړلو لپاره یې جاسوسي کوي. دا ټول کارونه د دې لپاره ترسره کوي چې خلک له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د حقیقت په پېژندلو کې مغشوش او یا هم سرګردانه کړي.[8]
-
له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د انکار یو بل لامل هم ناپوهي، بېعلمي او له تحقیق پرته ړوند تقلید دی. سره له دې چې علم هر ځای ته رسیدلی دی، وسایل زیات شوي او لاسرسی هم ورته اسانه شوی دی او همدارنګه داسې ډېرې نښې او نښانې هم شته چې د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د نبوت پر رښتینولۍ، د هغه پر رسالت او حقانیت دلالت کوي چې د الله تعالی له لوري یې راوړي دي.[9] [خو بیا هم داسې کسان شته چې له معاد څخه انکار کوي. د دغو کسانو د انکار اصلي لامل د خپلو پلارونو او هغو کسانو پیروي او تقلید دی، چې د ځانونو لپاره یې بېلګې ګرځولې دي، د لارښوونکو په سترګه ورته ګوري او پیروي ترې کوي؛ ځکه چې له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو منکرینو په ظاهره د علم او معرفت وسایل پرېښي او له علم او بصیرت څخه کار نه اخلي.] کافران او د معاد منکرین د خپلو پلارونو او نیکونو پر لارو روان وو او آن د هغې عقیدې تر ټولو کوچنۍ برخه چې دوی ورسره را لوی شوي وو ډېر سخت کار ورته ښکاریده. له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو موضوع چې د سالم عقل له نظره ممکنه وه، دوی غیرممکنه او نه منونکي ګڼله.[10] الله تعالی په دې اړه فرمايي: “وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ”[11] ژباړه: «او کله چې دوی ته وویل شي: له هغه څخه پیروي وکړئ چې د الله له لوري رالېږل شوي دي؛ دوی وايي: (نه) بلکې موږ د هغه څه پیروي کوو چې خپل پلارونه مو پکې موندلي دي؛ ایا که څه هم د دوی پلارونو عقل نه و کارولی او لار یې نه وي موندلې؟!»
دا لوی ناورین پر ټولو کافرانو او آن اهل کتابو هم راغلی دی، سره له دې چې دوی ته د تېرو خلکو په وسیله یو څه برخه علم هم را رسیدلی و. د دې بېغورۍ لامل هغه عالمان دي چې خپلو شهوتونو او نفساني غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي، خپل ملتونه او امتونه یې د ګمراهۍ له لارې له رښتینې لارې لېرې کړي دي او په خپلو خلکو کې یې داسې اغېزې راسپړلې دي چې د دوی د تعبیر له مخې د دین عالمان د دوی د بخښنې او جنت ضمانت کوي او د دوی د اخرت درانه مسوولیتونه پخپله غاړه لري.
دا وضعیت د دې لامل شو چې د معاد منکرین ادعا وکړي چې د دې نړۍ ژوند یوازې یو حرکت دی، هېڅ موخه، منزل، یا حکمت نه لري، د معبدونو لپاره هم ځانګړي خلک شتون لري د فساد او ګناه ځایونو لپاره هم ځانګړي خلک. او ژوند له لوبو، تفریح، ښکلا، مال او عیال پرته بل څه نه دی.[12]
دا په داسې حال کې ده چې الله تعالی په ښکاره ډول دې کسانو ته خبرداری ورکوي او ورته وایي، چې خبر اوسئ! موږ انسانان بېارزښته، بېموخې او بېګټې نه دي پیدا کړي. الله تعالی فرمايي: “أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى”[13] ژباړه: «ایا انسان ګومان کوي چې بېموخې او (بېارزښته) پرېښودل کېږي؟»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. قراملکی، محمدحسن، ترجمه إلی العربیة: موسی أحمد قصیر، المعاد، أجوبة الشبهات الکلامیة 5، 1440هـ.ق، ص 36-37.
[2]. سورۀ مؤمنون، آیه: 115.
[3]. الصوفی، ماهر أحمد، موسوعة البعث والنشور، تقدیم: کوکبة من العلماء، 1431هـ.ق/2010م، ص 90.
[4]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بیتا، ص 9.
[5]. سورۀ غافر، آیۀ 35
[6]. سورۀ أعراف، آیۀ 146.
[7]. سورة البقرة: آیۀ 8-9
[8]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بیتا، ص 10.
[9]. همان، ص 10.
[10]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، 1421هـ.ق/2000م، ج 1، ص 133.
[11]. سورة البقرة، آیۀ 170.
[12]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بیتا، ص 12.
[13]. سورة القیامة، آیۀ 36.


