Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳)
اسلام چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳)
سریزه
له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو مساله ډېره حساسه او مهمه مساله ده؛ ځکه دا موضوع په دې نړۍ کې د ژوند تر څنګ د اخرت له برخلیک سره هم اړيکه لري؛ داسې چې انسان به چېرته رسېږي او کوم مقام به تر لاسه کوي؟ ایا کولی شي دا پړاوونه په ښه ډول ووهي او ابدي نېکمرغي تر لاسه کړي؟ که نه، په دې لار کې به ناکام شي او له تلپاتې بدمرغۍ سره به مخ شي؟ د همدې ډېر حساس او فوق‌ العاده اهمیت له امله اړینه ده چې پوه شو هغه کسان چې دا مهمه موضوع هېروي او یا ورڅخه انکار کوي عوامل یې کوم دي او حل‌لارې یې څه دي؟ په دې څېړنه کې هڅه کوو چې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د انکار تر ټولو مهم عوامل وڅېړو، خو له دې څخه مخکې د عقلي دلایلو دوام ته ور ګرځو.
د انسانانو موخې او غوښتنې له کومه ځایه پوره کېږي؟
د معاد (له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو) د اثبات له تر ټولو روښانه دلایلو څخه یو هم زموږ د ذاتي او فطري ځانګړنو او صفاتو شتون دی. په عمومي ډول موږ (انسانان) داسې غوښتنې لرو چې ځینې یې هېڅکله په دې نړۍ کې نه پوره کېږي او موږ ورته لاس رسی نه شو موندلای. د دغو تمايلاتو یوه تر ټولو مهمه غوښتنه د انسان د مطلقې هوساینې او خوند غوښتنې میلان دی.
موږ په ذاتي توګه ارامي غوښتونکي یوو او د سختیو، کړاوونو او ستونزو زغمل چندان نه خوښوو. پرته له دې چې اندېښنه، تکلیف او ستونزې ولرو، تل غواړو چې په ناز، نعمت او له خوښیو او لذتونو څخه په ډک ژوند کې اوسو او همېشه غواړو داسې ژوند وکړو چې له هر ډول زیان، تکلیف او ازار څخه خوندي وي. خو باید پوه شو چې د دې نړۍ قوانین زموږ له غوښتنو او هیلو سره په ټکر کې دي؛ ځکه په دې نړۍ کې هېڅ داسې خوند نشته چې تلپاتې وي او انسان ته دایمي خوښي ور وبخښي. که موږ په دې نړۍ کې د خوند غوښتنه وکړو، نو حتما يې باید په بدل کې کړاو او سختي وزغمو.
کله چې موږ د هیلو او غوښتنو دغه قانون وڅېړو، نو یوې ډېرې مهمې پایلې ته رسېږو او هغه دا ده چې تر کوم وخت پورې یو شی وجود ونه لري، د انسان په زړه کې یې په اړه میلان او رغبت نه را پیدا کېږي؛ نو کله چې زموږ غوښتنې په دې نړۍ کې نه پوره کېږي، لازمه ده چې باید بله نړۍ او بل عالم موجود وي، چې په هغه کې دا غوښتنې پوره شي او دا هماغه څه دي چې زموږ فطرت یې غوښتنه کوي. له همدې امله هغه کسان چې سالم فطرت او سليم عقل ولري، نو دا مهم حقیقت درک کولای شي.
د فطرت دليل
د هر انسان په فطرت کې له تلپاتې ژوند سره مینه او اړيکه شتون لري يا  په بله وینا تلپاتې ژوند او له مرګ او فنا څخه لرې والی یو فطري امر او د انسان له ذاتي موخو څخه شمېرل کېږي؛ خو په دې دنیا کې دایمي ژوند ناشونی دی. له بلې خوا، که انسان د اخرت په نړۍ کې خپلې دې موخې او مقصد ته ونه رسېږي، نو د داسې فطرت شتون به هېڅ ارزښت ونه لري، لکه له تضمین پرته د پیسو چاپول چې هېڅ ارزښت نه لري. دا چاره د حکیم، قادر او فیاض ذات له شان سره هېڅ تناسب نه لري.[1]
ډاکټر محمد علي صلابي په دې اړه لیکي: «سالم فطرت پر معاد دلالت کوي، انسان ته لارښوونه کوي او هغه څه چې ګمراهان یې ادعا کوي او وایي چې عقلونه له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو او را پاڅولو امکان نه لري، [له حقیقت څخه لرې خبرې دي]؛ ځکه عقلونه هېڅکله داسې څه ناممکن نه ګڼي. ولې؟ ځکه چې پېغمبران علیهم ‌الصلاة ‌والسلام هېڅکله داسې څه نه راوړي چې عقل یې محال وبولي، که څه هم په قرآن کریم کې د اعتدال، حکمت او پر سمې لارې د استقامت په اړه داسې حقایق بیان شوي دي چې عقل یې د درک پر وړاندې حیران پاتې کېږي. له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه ګڼ دلایل موجود دي او په بېلابېلو او متنوع طریقو وړاندې شوي دي، چې سالم فطرت او سلیم عقل مخاطب ګرځوي او د زړونو په ژورو اغېز پرېږدي.»[2]
پر معاد ایمان له هغو عقایدو څخه دی چې قرآن کریم، د رسول الله صلی ‌الله ‌علیه‌ وسلم سنت، عقل او سالم فطرت ټول پرې دلالت کوي.[3]
که چېرې د هغو کسانو حالت وڅېړو چې له مرګ وروسته له بیا را ژوندي کېدو څخه انکار کوي، په ځانګړي ډول په نننۍ زمانه کې چې د ملتونو او فرقو له فکري، ټولنیزو او کلتوري طبقو له تنوع څه ډکه ده، نو په ښه ډول دې پایلې ته رسېږو چې دا کسان هغه څوک دي چې خپل عقلونه یې، کوم چې الله تعالی معرفت ته د رسېدو وسیله ګرځولې ده، له کاره غورځولي دي. الله تعالی نه غواړي چې دا کسان په اخرت کې برخه ولري؛ ځکه دوی په مادیاتو کې ډوب شوي دي، له نوي تمدن سره په مینه کې غرق دي او ټوله هڅه یې دا ده چې د دې نړۍ توکي او خوندونه چې د دوی په اند همدا دنیا ده او بس، بشپړ کړي.
د دغو کسانو ایمان د دوی د فکرونو تر کچې محدود دی؛ داسې ایمـان چې هغوی یې دې ته اړ کړي دي چې د جوړ عقل بنسټونه له لاسه ورکړي، هغه عقل چې د شیانو په اړه صادرېدونکي احکام، که نفی وي که اثبات، که وجود وي که عدم، منلای شي.[4]
له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو بحث د بشر په ژوند کې یو ډېر مهم او برخلیک ټاکونکی بحث دی. د دې موضوع پیل له هغه وخت څخه کېږي، کله چې الله تعالی انسانان پر ځمکه پیدا کړل او د قیامت تر راتلو پورې به دوام ولري؛ تر دې چې ځینو ویلي دي: له مرګ وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان له هغو غریزي او فطري چارو څخه دی چې الله تعالی انسانان پرې پیدا کړي دي.
هغه انحرافات چې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو له منکرانو سره رامنځته شوي او یا هغه ناسم او عجیب باورونه چې د دوی ترمنځ لیدل کېږي، بېشکه ټول د ناپوهۍ، د زمانې د تېرېدو او د فطرت د فاسدېدو پایله ده؛ داسې فطرت چې د وخت په تېرېدو سره هغه عقیده له منځه وړي چې پېغمبرانو علیهم‌ الصلاة‌ والسلام یې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه خبر ورکړی و، تر دې چې یوازې یوه کمزورې او تته رڼا یې پاتې کېږي.[5]
ډېرو علماوو په خپلو کتابونو کې ټینګار کړی دی چې له مرګ څخه وروسته پر بیا را ژوندي کېدو ایمان، د قرآن کریم له ایتونو، د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم له احادیثو او له عقلي دلایلو او براهانونو وروسته، د سالم عقل او سلیم فطرت له لارې هم ثابتېږي. دا هغه مساله ده چې هېڅوک پکې شک او شبهه نه لري.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. قراملکي، محمدحسن، عربي ژباړه: موسی احمد قصیر، المعاد، أجوبة الشبهات الکلامیة ۵، ۱۴۴۰هـ.ق، مخ ۳۷.

[2]. ډاکټر محمدعلي الصلابي، د مقالې سرلیک: أدلة البعث والنشور، اته دېرشم قسط، د خپرېدو نېټه: ۱۴۴۲هـ.ق / ۲۰۲۰م، د شیخ رسمي وېب‌سایټ.

[3]. الموسوعة العقدیة، د لیکوالانو یوه ډله، بې‌تا، مخ ۱۳۶۰.

[4]. رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بې‌تا، مخ ۱۲۹.

[5]. عواجي، ډاکټر غالب بن علي، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق / ۲۰۰۰م، ټوک ۱، مخ ۹۶.

اسلام له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه د امت د علماوو اقوال
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

اړوند منځپانګې

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۲)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
نور یی ولوله
Blog

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتوالي ښوونځی) (برخه: ۴)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD1 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳) سریزه له مرګ…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزی  ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱) (ج) نبوت د ساينتولوژۍ له نظره…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳) حجامت؛ د حجامت ګټې او…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۳)

چهارشنبه _11 _فبروري _2026AH 11-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.