Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵)
متفرقه پنجشنبه _5 _مارچ _2026AH 5-3-2026AD

د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵)
د پلار او زوی ليدنه او د قربانۍ کيسه
کله چې حضرت ابراهیم علیه ‌السلام خپله مېرمن هاجره او شیدې خوړونکی زوی اسماعیل علیه ‌السلام د مکې په وچه دښته کې یوازې پرېښودل، په ډکو سترګو او غمجن زړه شام ته ستون شو. زړه يې په خپل ګران زوی پسې چې له کلونو انتظار وروسته په پاخه عمر کې الله جل جلاله ور کړی و، خپه کېده. ابراهیم علیه ‌السلام به تل د اسماعیل علیه ‌السلام لپاره دعا کوله او د خپل زوی څېره يې ان د یوې شېبې لپاره هم له ذهن او خیال څخه لرې نه شوه.
ورځې، میاشتې او کلونه یو په بل پسې تېرېدل؛ بالاخره حضرت ابراهیم علیه ‌السلام یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې هغې وچې دښتې ته سفر وکړي چې خپله پاکه او سپېڅلې دانه او د هغه د بدن پاکه ټوټه (حضرت اسماعیل علیه ‌السلام) یې هلته پرېیښی و. دا سفر له هیلو او وېرې ډک و؛ له اوږده جلاوالي او ډېرو سختیو وروسته هغه ټاکلې شېبه راورسېده او د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیه‌‌ السلام ترمنځ دیدن وشو.
پلار او زوی یو بل په غېږ کې ونېول؛ داسې غېږ چې د کړاوونو پای او د ارامۍ او خوشبختۍ پیل و. نه اسماعیل د پلار له اوږد نشتوالي څخه ګیله درلوده او نه یې د هغو کارونو یادونه کوله، چې ابراهیم په تېر کې کړي وو (په دښته کې پرېښودل.) مور یې هاجرې هم د زوی زړه له کینې، نفرت او دښمنۍ څخه نه و ډک کړی. برعکس اسماعیل د پلار حق او عزت ښه پېژنده او دا د مور د نېکې روزنې پایله وه. له دې وروسته د پلار او زوی لیدنو په منظم ډول دوام وکړ او په هر ځل لیدو سره یې مینه او محبت نور هم زیاتیده.
د خپل زوی (اسماعيل عليه السلام) د قرباني کولو په اړه د ابراهيم عليه السلام خوب
د وخت په تېرېدو سره اسماعيل عليه السلام لوی شو او داسې عمر ته ورسېده چې د پلار تر څنګ يې د کار کولو او مسؤوليت وړتيا درلوده. په همدې وخت کې خدای جل‌لاله پلار او زوی د لومړۍ ازموينې په پرتله په یوه بله ډېره سخته ازموینه کې واچول. دا هغه امتحان و چې روح او ځان یې سخت ځورول، خو موخه یې د هغو پټو حقایقو څرګندول و، چې د اولیاوو او خدای جل جلاله د خالصو بندګانو د زړونو په ژورو کې پټ وو. دې ازموينې دا ښودله چې د الهي امر پر وړاندې وفاداري او تسلیمي تر کومه حده رسېږي.
دا ازموينه د زوی د قرباني کولو حکم و؛ د هغه زوی د قرباني کولو حکم چې ابراهیم کلونه کلونه په لمونځونو او دعاوو کې په زاریو له خدای جل جلاله څخه غوښتی و.
“رَبِّ هَبْ لِی مِنَ الصَّالِحِینَ * فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِیمٍ.”[1] ژباړه: «زما ربه! ماته صالح اولاد راکړه؛ نو موږ د يو زغمونکي هلک زېری ورکړ.»
حضرت ابراهیم علیه ‌السلام تل په زاریو له خپل رب څخه غوښتنه کوله چې زوی ورکړي او د هغه د قوم او خپلوانو ځای ونیسي چې توحید ته دعوت او د  بت‌ پرستۍ د پرېښودو له امله ترې جلا شوي و. خدای جل جلاله د دغه ستر پیغمبر دعا قبوله کړه او اسماعیل علیه ‌السلام یې ورکړ. د اسماعیل عليه السلام په راتګ سره د ابراهیم عليه السلام سترګې روښانه شوې، زړه یې خوشاله او هیلې یې وغوړېدې، چې خدای تعالی له کلونو زړښت او ناهیلۍ  وروسته زوی ورکړ.
خو دا خوښي او ارامي له یوې لويې ازموينې سره مل وه. کله چې زوی لوی شو او د ځوانۍ مرحلې ته ورسېده، حضرت ابراهیم علیه ‌السلام په خوب کې د هغه د قرباني کولو امر ترلاسه کړ.  دا الهي حکم د شیطاني وسوسې خبره نه وه، بلکې د رب له لوري یو ښکاره او روښانه فرمان و، چې د خوب په بڼه خپل پیغمبر ته ورسېده. دا خوب د ابراهیم او اسماعیل په ژوند کې د یوې نوې مرحلې پیل او د ایمان، تسلیمېدو او بې ‌سارې قربانۍ د کیسې پیل دی.
د الهي امر پر وړاندې د ابراهیم علیه ‌السلام تسليمېدل
کله چې خدای جل جلاله حضرت ابراهیم علیه ‌السلام ته په خوب کې امر وکړ چې خپل زوی اسماعیل علیه ‌السلام قرباني کړي؛ نو ابراهیم علیه‌ السلام دا امر په بشپړې تسلیمۍ سره ومنه او سمدلاسه یې د پلې کولو لپاره اقدام وکړ. له همدې امله یې له اسماعیل علیه‌ السلام سره په دې اړه خبرې وکړې: “فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعَى قَالَ یا بُنَی إِنِّی أَرَى فِی الْمَنَامِ أَنِّی أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى.”[2] ژباړه: «بيا کله چې له ده سره د منډې ترړې توانايۍ ته ورسېد، ويلې: زما زويه! زه خوب کې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دی؟»
اه! څه حیرانوونکی ایمان، اطاعت او تسلیمي! دا عمرخوړلی ابراهیم چې له کورنۍ او خپلوانو څخه جلا شوی و او له خپل وطن او ټاټوبي څخه یې هجرت کړی و، په زړښت او بوډوالي کې يې زوی پيدا شو، چې کلونه یې د لرلو هیله کړې وه. اسماعیل غوره هلک و، رب هم زغمناک وباله. ابراهیم یې لا مینه نه وه لیدلې؛ د هغه د ماشوموالي پړاو تازه غوړېدلی و، د کار او هڅې عمر ته رسېدلی و او په ژوند کې د پلار ملګری و. ابراهيم عليه السلام لا له خپل زوی سره مینه او محبت نه و پیدا کړی او له هغه سره یې سکون نه و موندلی، خو په خوب کې یې ولیدل چې بايد قرباني یې کړي.
ابراهیم علیه ‌السلام پوهېده چې دا خوب د الله تعالی له لوري د قربانۍ یوه اشاره ده. هغه څه غبرګون وښود؟ هېڅکله یې شک ونه کړ، له اطاعت پرته یې هېڅ احساس زړه ته لار ونه موندله او له تسلیمۍ پرته یې هېڅ فکر ذهن ته رانغی. هو! دا یوازې یوه اشاره وه، نه ښکاره وحې او نه مستقیم امر، خو  دا د خدای جل جلاله له لوري په خوب کې یوه اشاره وه، نه په ویښه ښکاره امر.[3] که څه هم الله تعالی قادر و چې دا حکم په ویښه صادر کړي، خو د ډېرې ازموینې او د دې لپاره چې د اطاعت په منلو کې د هغوی عمل د بشپړې تسلیمۍ او اخلاص نښه واوسي، الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم علیه ‌السلام ته په خوب کې اشاره وکړه (والله اعلم).[4] په حقیقت کې حضرت ابراهیم علیه ‌السلام له کوم اعتراض پرته د خپل رب امر ومنه (لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه) او هېڅکله یې له رب څخه ونه پوښتل: «ای زما ربه! ولې مې باید یوازینی زوی قرباني کړم؟» بلکې له هر ډول وېرې، اندېښنې او اضطراب پرته یې د الله تعالی امر ومنه او د بشپړې تسلیمۍ له مخې یې د الله تعالی حکم ته غاړه کېښوده او په سکون او ډاډ سره پرې راضي شو. کله یې چې دا ستر حکم په عجیبه سکون او ډاډ سره اسماعیل ته وړاندې کړ نو پورته ټولې خبرې د حضرت ابراهیم علیه ‌السلام په کلام کې ښکاره دي. دا طریقه د اسماعیل د زړه د ارامتيا او د شيطاني وسوسو د لرې کول لپاره وه چې په زړه کې یې د پلار د عاطفې په اړه شک یا ګومان پیدا نه شي او نه هم په ستونزو کې واچول شي. ابراهیم علیه‌ السلام نه غوښتل چې اسماعیل په زوره د مرګ پر لور کش کړي او په جبري ډول د الله تعالی حکم پرې ومني، بلکې هغه ته یې په داسې انداز دا خبره وکړه چې له مینې، شفقت او زړه ‌سوي څخه ډک و، لکه چې فرمايي: “یَا بُنَی إِنِّی أَرَى فِی الْمَنَامِ أَنِّی أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى.”[5] ژباړه: «زما زويه! زه خوب کې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دی؟»
د ابراهيم عليه السلام له لوري د الهي امر د څرګندولو لار
د ابراهیم علیه‌ السلام له لوري په داسې الفاظو د دې موضوع بیان چې په خپلو اعصابو يې بشپړ کنترول درلود د خپلې دندې په ترسره کولو کې د هغه پر ډاډ دلالت کوي. دا ډول ډاډ د هغه مؤمن حالت وي چې د الهي امر د عظمت له امله یې وېره زړه ته لار نه کوي او نه یې په داسې بېړه او بې ‌صبرۍ سره ترسره کوي چې ځان ترې خلاص کړي او له فشار څخه خلاص شي (که څه هم دا حکم بېشکه ډېر سخت و.) ولې؟ ځکه الله تعالی له ابراهیم علیه ‌السلام څخه غوښتل چې خپله زوی قرباني کړي؛ بیا هم ابراهیم دا امر په ډېرې ارامۍ سره ومانه، خپل زوی ته یې وړاندې کړ او ترې ویې غوښتل چې په اړه یې غور وکړي او خپل نظر څرګند کړي.
ابراهیم علیه‌ السلام خپل زوی ته نه وایي چې د رب امر پر ځای کړي ، بلکې داسې انداز یې ورته وړاندې کوي لکه یو څوک چې نورو ته یوه عادي او پیژندل شوې موضوع وړاندې کوي. زوی یې هم باید پوه شي، د اطاعت او تسلیمۍ حکم په خپل رضایت سره ومني، نه د زور او مجبورۍ له لارې، ترڅو د اطاعت اجر ترلاسه کړي او د تسلیمۍ خوږوالی وڅکي. ابراهیم عليه السلام غوښتل چې زوی یې هم د هغه اختیاري عمل خوند تجربه کړي چې خپله یې تجربه کړی و او هغه خیر ترلاسه کړي چې د هغه له ژوند څخه يې ډېر تلپاتې او ارزښتناک باله.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1] . الصافات: 100-101.

[2] . الصافات: 102.

[3] . محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج5، ص2994.

[4] . ناصرالدین ابی سعید عبدالله، البیضاوی، أنوار التنزیل وأسرار التاویل، بیروت: مؤسسه شعبان، بی‌تا، ج5، ص9.

[5] . الصافات: 102.

انبیا د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۲۱)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې  (برخه: ۳۴)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳)

جمعه _27 _فبروري _2026AH 27-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵)

پنجشنبه _5 _مارچ _2026AH 5-3-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۱)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD8 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۱) د منارې شعار سره له دې چې د منارې…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳) د نباتاتو په نړۍ کې…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱) سریزه په تېره برخه کې مو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵)

پنجشنبه _5 _مارچ _2026AH 5-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۲۱)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.