لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۴)
د ابراهیم عليه السلام د کیسې روزنیز درسونه
د بشريت په تاريخ او کيسو کې د انبیاوو عليه السلام ژوند او کيسې ځانګړی او بې مثاله مقام لري. دا کيسې د انسان د ژوند، اخلاقو او روزنې لپاره تلپاتې درسونه او لارښوونې دي. له دې جملې څخه د حضرت ابراهيم عليه السلام د ژوند طرز د داسې روښانه او ژورو کيسو له جملې څخه دی، لکه يوه پاکه چينه چې تل بهېږي او د حقيقت د تږو زړونه خړبوي.
ابراهیم علیهالسلام د ایمان، توحید او خدای جل جلاله د ارادې پر وړاندې د بشپړې تسلیمۍ یوه بې سارې بېلګه ده. هغه يو داسې پلار و چې د سختيو او ازموينو په اوج کې يې هم د خپلو اولادونو روزنه پرېنښوده او د ايمان او توکل پر اساس يې د کورنۍ بنسټ کېښود. له دې سره سره هغه يو داسې زوی و چې د منطق او حکمت پر اساس يې خپل پلار ته د حق بلنه ورکړه. په همدې ډول نوموړی يو داسې د لوړو صفاتو لرونکی مشر و چې د بت پرستۍ پر وړاندې ودرېده او په پوره زړورتيا يې بتان مات کړل، چې ويده عقلونه راويښ او متوجه کړي.
دابراهيم عليه السلام د کيسې يوه ځانګړنه دا ده چې په يوې ځانګړې زماني مقطع پورې محدوده نه ده، بلکې د انسان د هرې زمانې او وخت د ستونزو، ازموينو او برياليتوبونو بشپړ انځور وړاندې کوي. د ابراهيم عليه السلام د ژوند هره لحظه، د بت پرستانو په منځ کې له زېږون څخه نيولې د حق موندلو تر هڅو، نامعلومو سيمو ته تر هجرت، د خپل زوی (اسماعيل عليه السلام) د قربانۍ د فرمان پر وړاندې سپېڅلی اطاعت او د کعبې تر جوړلو پورې، له روزنيزو او کورنيو حکمتونو څخه ډکه ده.
دغه کيسه موږ ته راښيي چې څنګه د نفس او شيطان د وسوسو پر وړاندې مقاومت وکړو، څنګه د خپلو اولادونو په روزنه کې بريالي شو او په څه ډول په سختو او ستونزمنو حالاتو کې خپل ايمان وساتو.
له ننګونو په دې ډکه نړۍ کې ځينې وخت اخلاقي او کورني ارزښتونه هېرېږي؛ په همدې اساس په مکرر ډول د دغو کيسو لوستل ډېر ضروري دي. هغه لارښوونې او روزنيز درسونه چې موږ يې د ابراهيم عليه السلام له کيسې څخه زده کوو، د ژوند په لار کې د روښانه څراغ حيثيت لري، چې پر اساس يې کولی شو يوه غوره او په هر لحاظ لوړه کورنۍ رامنځته کړو.
اوس راځو د ابراهيم عليه السلام د هر اړخيزې کيسې د قيمتي او روزنيزو درسونو ځينې برخې په تفصيل سره بيانوو، چې پکې شته حکمت کشف او په خپل ژوند او چارو کې یې پلی کړو.
(لومړی درس) صداقت او ثابت قدمي د ښوونکو او تبلیغکوونکو ځانګړتیاوې دي
په قرآني ښوونو او د الهي پیغمبرانو علیهم السلام په ژوند کې رښتینولي او استقامت بې ساري ارزښت لري. کله چې الله تعالی د حضرت ابراهیم علیه السلام یادونه کوي، هغه د همدې دوو ځانګړنو له مخې معرفي کوي: “وَاذْكُرْ فِی الْكِتَابِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّیقاً نَّبِیاً.”[1] ژباړه: «او ياد کړه (ای پيغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کيسه) د ابراهيم، يقينا هغه ډېر رښتيا ويوونکی نبي و.»
دلته موږ يوې نازکې اشارې ته متوجه کېږو، هغه دا چې نوموړی له پيغمبرۍ څخه مخکې په خپل قوم کې د رښتينولۍ او امانتدارۍ له مخې پېژندل کېده؛ دا هغه ځانګړنه وه چې د هغه د رسالت په منلو کې يې ډېر اغېز درلود.
له دې څخه پوهېږو چې د خبرو او ښوونو واقعي اغېز تر بل هر څه زیات د فرد په اصليت او صداقت پورې تړلی دی. که يو ښوونکی يا مبلغ د ژوند له پيله ښه اخلاق، په عمل کې ثبات او باطني پاکوالی ولري، نو خبرې يې په زړه ژور اغېز کوي او عمل يې د نورو لپاره يوه بېلګه او الګو ګرځي. همدارنګه خلک هم له جذباتو او نصيحتونو څخه وړاندې، د عملي ژوند د بېلګو تر اغېز لاندې راځي او همدا بېلګې په خپل ژوند کې تر ډېره عملي کوي.
په دې برخه کې تر ټولو غوره بېلګه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سیرت دی. هغه له بعثت څخه مخکې په خپله ټولنه کې د «الصادق الامین» (رښتینی او امین) په لقب پېژندل کېده. کله یې چې د مکې خلک د صفا په غره کې سره راټول کړل او له هغوی څخه یې وپوښتل: «که زه تاسې ته ووایم چې یو لښکر به د دې غره له شا څخه پر تاسو حمله وکړي؛ ایا تاسو زما په خبره باور کوئ؟» ټولو يې په ځواب کې وویل: «موږ هېڅکله له تا دروغ نه دي اورېدلي.» همدا ژور باور و چې خلکو یې دعوت ته لابیک ووایه. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د غوره اخلاقو څښتن و، الله جل جلاله په قرآن کريم کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه فرمایي: «وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِیمٍ.»[2] ژباړه: ته د لوی خوی (یعني غوره صفاتو، ښو اخلاقو) څښتن یې.
کله چې د هغه له مېرمنې حضرت عایشې رضي الله عنها څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، هغې وویل: «د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن کریم و» یعني هر څه چې په قرآن کریم کې راغلي و د ده په چلند او سلوک کې ښکاره و.
دا اصل د حضرت اسماعیل علیه السلام په اړه هم په څرګند ډول لیدل کېږي. الله تعالی هغه د «صادق الوعد» (ژمنې ته د وفادار) په صفت ستایلی دی: “وَاذْكُرْ فِی الْكِتَابِ إِسْمَاعِیلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولاً نَّبِیاً.”[3] ژباړه: «او ياد کړه (ای پيغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کيسه) د اسماعيل عليه السلام، يقينا هغه ډېر رښتينی و په وعده کې او رالېږل شوی نبي و.»
په اسماعيل عليه السلام کې د رښتينولۍ ځانګړنه دومره ژوره وه چې کله د هغه پلار حضرت ابراهیم علیه السلام د الله تعالی پرېکړه ورسره شریکه کړه، نو له ځنډ پرته یې په ډاډ سره ځواب ورکړ: “سَتَجِدُنِی إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ.”[4] ژباړه: «ان شاءالله ما به له صابرانو څخه ومومې.»
هغه له اللهتعالی او خپل پلار سره په کړې ژمنه وفا وکړه او همدا صداقت او تسلیمي یې د دې لامل شوه، چې الله تعالی یې وژغوري او پر ځای یو لوی پسه قرباني کړي.
ژمنه، وفاداري او رښتینولي یوازې یوه فردي ځانګړنه نه ده، بلکې د یوې سالمې ټولنې د ریښې ستنه ده. هغه ټولنه چې د صداقت پر اساس رامنځته شي، نو فضیلت، امنیت او پرمختګ تجربه کوي. له همدې امله اړينه ده چې مور، پلار او ښوونکي له ماشومتوبه دغه ځانګړنه د خپلو اولادونو په شخصیت کې ځای پر ځای کړي، چې له همدې سره وده وکړي او د دې ځانګړتیا په لرلو سره د دنیا او اخرت په لار کې بریالي شي.
برعکس د ژمنې ماتول او نه پوره کول هغه ناوړه ځانګړنه ده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نفاق نښه بللې ده: «درې شیان د منافق له نښو څخه دي: کله چې خبرې کوي، دروغ وايي؛ کله چې ژمنه کوي، وفا پرې نه کوي او کله چې امانت ورته وسپارل شي، نو خیانت پکې کوي.» [5] هغه ټولنه چې په هغې کې د ژمنې ماتول او دروغ خپرېږي، د اعتماد بنسټونه پکې ړنګېږي او د نېکمرغۍ لار یې له لاسه وځي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. مريم: ٤١.
[2]. قلم: 4.
[3]. مریم: 54.
[4]. صافات: 102.
[5]. به روایت امام بخاری، کتاب الإیمان، شمارۀ حدیث: 33؛ و امام مسلم، کتاب الإیمان، شمارۀ حدیث: 208.


