لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۷۲)
د زمزم اوبو علمي معجزه
د حجاز له تاريخ څخه نيولې ان تر نن ورځې پورې، د زمزم اوبه تل د مسلمانانو د ايمان او تجربې په مرکزيت کې ځای لري. دا اوبه چې د مکې مکرمې په صحرا کې د اسماعیل علیهالسلام لپاره د الهي امر پر اساس را ووتلې، نه یوازې د خدای جل جلاله د رحمت نښه ده، بلکې د وحې او طبیعت نړۍ ترمنځ د اړیکې یوه څرګنده بېلګه هم ګڼل کېږي.
پیغمبر صلی الله عليه وسلم په دې اړه فرمایلي دي: “إنها مباركة، إنها طعام طعم.”[1] «په رښتیا چې دا د زمزم اوبه برکت ناکې دي، د هغې ډوډۍ په څېر دي چې مړوي مو.»
د پورته نبوي بيان پر اساس پوهان دې ته اړ شول چې د زمزم اوبو فزيکي، کيمياوي او طبي ځانګړنې په علمي توګه وڅېړي. د څېړنې په دې برخه کې هڅه کوو چې دا سپېڅلې اوبه له دوو (الهي او تجربوي) ليدلورو له مخې وڅېړو، ترڅو روښانه شي د زمزم اوبه هم له معنوي او هم له مادي پلوه لوړ مقام لري.
(الف) زمزم د وحې او سنت د سرچینې په توګه
په معتبرو اسلامي متونونو کې زمزم اوبه د يوې الهي پېښې په توګه درې بنسټیزې ځانګړتیاوې لري: برکت، تغذیه او شفا.
دا مشهور حدیث «ماء زمزم لما شرب له.»[2] «د زمزم اوبه د هغه مقصد لپاره ګټورې دي، چې د څښلو لپاره یې کارول کېږي.» له دې څخه څرګندېږي چې د زمزم اوبه په نيت پورې اړه لري؛ داسې چې که د تندې ماتولو لپاره يې کاروې نو تنده ماتوي، که د تغذیې په نیت یې وکاروې نو تغذیه ترې کیږي او که د شفا په نیت یې وکاروې نو شفابخښوونکې دي.
ابن عباس رضي الله عنهما به د زمزم اوبو د څښلو پر وخت دا دعا کوله: “اللهم إنی أسألك علما نافعا ورزقا واسعا وشفاء من كل داء.”[3] «ای الله! زه له تا څخه ګټوره پوهه، پراخه روزي او له هرې ناروغۍ څخه شفا غواړم.»
د رواني فزيولوژۍ له نظره د اوبو څښلو پر مهال ايمان او دعا د انسان په بدن کې د مثبتو عصبي غبرګونونو د رامنځته کېدو او داخلي ارامۍ د فعالېدو لامل کېږي.
د وحې له نظره زمزم د ژوند فزیکي سرچینه او د برکت لار ده او د ایمان له مخې یې څښل عبادت دی.
(ب) د زمزم د اوبو کیمیاوي او فزیکي تحلیل
د زمزم د اوبو په اړه د هغو پراخو څېړنو پایلې چې د شلمې پېړۍ په پيل کې، په سعودي عربستان او نړيوالو مرکزونو کې ترسره شوې د طبيعې معجزې يو علمي انځور وړاندې کوي، چې د يوې طبيعي معجزې په توګه له نبوي بيان سره سمون لري.
(۱) د منرالونو غلظت (TDS)
په زمزم اوبو کې د حل شوو جامداتو اندازه له (۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ mg/L) پورې ښودل شوې، چې د عادي اوبو په پرتله تقريبا پنځه برابره زیاته ده. له همدې امله زمزم د «طبيعي معدني اوبو» په کتګورۍ کې راځي، چې د ستړیا، د الکټرولیت د کمښت او د میتابولېزم ستونزو په درملنه کې ګټورې ګڼل کېږي.
(۲) د زمزم اوبو ترکیب او بنسټيز عناصر
عنصر |
غلظت(mg/L) |
فزیولوژیکي اغېزې |
سودیم (Na⁺) |
250–400 |
د وینې فشار او حجم تنظیمول |
کلسیم (Ca²⁺) |
150–200 |
د هډوکو قوت او عضلاتو انقباض |
مګنېزیم (Mg²⁺) |
30–50 |
د اعصابو ارامتیا او د انرژۍ میتابولېزم |
بيکربنات (HCO₃⁻) |
350-366 |
د معدې تیزاب بې اغېزې کول |
پوتاشیم (K⁺) |
30–40 |
د اوبو توازن او د زړه فعالیت |
فلوراید (F⁻) |
0.6–0.9 |
د غاښونو د خرابېدو مخنیوی |
پورته متوازن ترکیب د«طعامُ طُعمٍ» د حدیث شريف لپاره یوه علمي توجیه وړاندې کوي؛ ځکه د زمزم په اوبو کې داسې عناصر موجود دي چې په بدن کې د حجرو د تغذیې بنسټيزې اړتیاوې پوره کوي.
(۳) د زمزم اوبو قلوي او هاضمي ځانګړتیاوې
د بي کاربونېت د لوړ غلظت له امله زمزم لږ څه قلوي دي(pH حدود 7.9–8.1). قلوي اوبه د معدې تېزاب له منځه وړي او د دروندوالي احساس کموي. د فزیولوژۍ له نظر دا علمي تشریح هغه نبوي تعبیر تشريح او څرګندوي چې وايي «زمزم تنده له منځه وړي»
(۴) مایکرو بیولوژیکي پاکوالی
د معاصرو ازموینو (۲۰۱۷–۲۰۲۲) پایلو ښودلې چې د زمزم اوبه له هر ډول زیان رسونکوو بکتریاوو او میکروبونو څخه پاکې دي او په نمونو کې يې د (E.coli) او کلوروفورم راپور ورکړل شوی دی، چې په جوړښت کې يې د فلورايډ، سپينو زرو او اوسپنې ترکيباتو مناسب غلظت، په طبيعي ډول د بکتريا ضد ځانګړتياوې رامنځته کړې دي.
پورته موندنې د نبوي تعبیر «إِنَّهَا مُبَارَكَةٌ» مادي تشریح ده؛ یعني پاکې اوبه، صافې او له فساد څخه خوندي دي.
(۵) طبي او فزیولوژیکي اغېزې
نوو څېړنو د زمزم د اوبو اغېزې له څو اړخونو څېړلي دي:
(۱) د هاضمې سیستم: لوړ بي کاربونېت د معدې د تېزابو له توازن او د هاضمې له ښه والي سره مرسته کوي.
(۲) یوریک اسید او د وینې غوړ کمول: د (Mahmoud et al) (۲۰۲۰م) کال څېړنه ښيي چې زمزم د ميتابولېزم په تنظیم کې ځانګړی رول لري.
(۳) د زخمونو رغونه او بکتريا ضد: د (۲۰۲۲م) کال څېړنو په ژوندیو نسجونو کې د زمزم میکروب ضد خاصیت او رغونکې ځانګړتیاوې تایید کړې دي.
(۶) د وحي او تجربې ترمنځ اړیکه
د زمزم معجزه په دوو سطحو کې معنا پیدا کوي:
(۱) خبري معجزه: پيغمبر صلی الله علیه وسلم د علومو له رامنځته کېدو څخه پېړۍ مخکې زمزم «طعام او شفا» بللي دي، نننۍ موندنې هم په بشپړ ډول همدا خبره تاییدوي.
(۲) طبیعي معجزه: د هایدروژيولوژۍ له نظره زمزم یوه بېسارې پېښه ده؛ سره له دې چې میلیونونه زايرین له دې اوبو ګټه څخه اخلي، خو بيا هم د پېړیو په اوږدو کې د دې اوبو سطحه ثابته پاتې شوې ده.
«عن مجاهد قال: زمزم لما شربت له، إن شربته ترید الشفاء شفاك الله، وإن شربته ترید أن یقطع ظمأك قطعه، وإن شربته ترید أن تشبعك أشبعتك هی هزمة جبریل، وسقیا الله إسماعیل.»[4] ژباړه: «مجاهد رضي الله عنه ویلي دي: «زمزم اوبه د نیت له مخې کار کوي او ګټه رسوي. که د شفا لپاره یې وڅښې، تعالی به شفا درکړي؛ که د تندې د ماتولو لپاره یې وڅښې، تنده به دې پرې ماته شي او که د مړښت لپاره یې وڅښې، نو موړ به دې کړي. دا یوه سرچینه ده چې د جبرايیل علیه السلام د ضربې یا (یاکوبش) له امله راوتلې او هغه اوبه دي چې الله تعالی یې په وسیله اسماعیل علیه السلام له تندې څخه وژغوره او اوبه يې ورکړې.»
ابن قیم رحمه الله وايي: «زه پخپله د زمزم اوبو په وسيله له ګڼو ناروغیو څخه روغ شوی یم او داسې خلک مې لیدلي چې پرته له دې چې د کمزورۍ احساس وکړي د ورځو او اوونيو لپاره یوازې په د زمزم اوبو په څښلو ژوندي پاتې شوي دي.»
د زمزم اوبو تلپاتې او نه ختمېدونکې ځانګړتیاوې
د حضرت ابراهیم علیه السلام له زمانې څخه تر نن ورځې پورې د زمزم اوبه نه وچې شوي او نه کمې شوې دي؛ سره له دې چې په هغه سیمه کې کلنی باران له (۱۰۰) ملي مترو څخه کم دی!
ځمکپوهنیزو څېړنو(Saudi Geological Survey, ، 2018) په ډاګه کړې ده چې:
(۱) د زمزم د اوبو د څاه ژوروالی شاوخوا (۳۰.۵) متره دی او له درېیو طبقو څخه جوړه شوې ده: شګې، واړه کاڼي او کلک کاڼي.
(۲) څاه له دوو لارو تغذیه کېږي: له پاسه د باران او شپنی نم په وسیلهاو د څنګ له لوري د ګرانیت د طبقې په وسیله.
(۳) د اوبو جریان يې شاوخوا (۱۱) لیتره پر ثانیه دی؛ ان د حج په موسم کې وروسته له هغې چې میلیونونه کسان ترې اوبه اخلي، د اوبو سطحه يې یوازې څو سانتي متره ټیټېږي او ژر بېرته لوړېږي.
له علمي نظره په یوه طبیعي څاه کې دا ډول ثبات بې ساری دی. له ایماني نظره دا د پېغمبر صلی الله علیه وسلم هغه وعده ده چې ویلې یې دي: اوبه به یې هېڅکله نه ختمېږي.
د ایمان او عقیدې درس
د زمزم اوبه یو څه مالګینې دي، خوږې نه دي او دا ځانګړتیا د ایمان ازموینه ده. مومن یې د برکت لپاره څښي، نه د خوند لپاره. د زمزم د اوبو څښل د ایمان او اخلاص نښه ده. پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: “إن آیة ما بیننا وبین المنافقین، إنهم لا یتضلعون من زمزم.”[5] ژباړه: «زموږ او د منافقينو ترمنځ توپیر دا دی چې منافقين د زمزم اوبه دومره نه څښي چې د هغوی اړخونه (د خېټې د څنګ برخې) را پورته شي(وپړسیږي).»
د زمزم په اوبو کې د پوهې او ایمان ترمنځ برابروالی
علم د زمزم د اوبو ترکیب او جوړښت تشریح کوي، ایمان یې معنا او موخه څرګندوي. د همدې همغږۍ په پایله کې د وحې او تجربې ترمنځ د يووالي معجزه را څرګندېږي، چې هم يې عقل مني او هم زړه ته سکون وربخښي.
په لنډه توګه باید ويلی شو چې د زمزم اوبو په اړه نبوي احادیث يو څو اړخیز حقیقت ته اشاره کوي چې د ننني علم له خوا هم تایید شوی دی:
(۱) د منرالونو متوازن ترکیب، لوړ بي کاربونېت او د میکروبونو ضد ځانګړتیاوو د زمزم اوبه د نړۍ د نورو اوبو په پرتله بېسارې ګرځولې دي.
(۲) له کوم کمښت یا ککړتیا پرته د زمزم د څاه درې زره کلن دوام په ځمکپوهنه کې یوه بې مثاله پېښه ده.
(۳) ایمان، نیت او دعا د دې معجزې معنوي اړخ بشپړوي.
په دې توګه د زمزم علمي معجزه د پوهې په نفي کې نه ده، بلکې له پوهې څخه د هغې په لوړوالي کې ده؛ د وحی او تجربې ترمنځ د همغږۍ نښه او د دې مبارک ایت انځوریزه بڼه ده: “وَجَعَلنَا مِنَ ٱلمَاءِ كُلَّ شَیءٍ حَیٍّ أَفَلَا یُؤمِنُونَ.”[6]؛ ژباړه: «او هر ژوندی څیز (انسان، حیوان او بوټی) مو له اوبو څخه پیدا کړی دی. ایا (د کایناتو د خلقت په اړه فکر نه کوي او) ایمان نه راوړي؟»[7]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. صحيح مسلم، كتاب فضائل الصحابة رضياللهتعالىعنهم، باب: من فضائل جليبيب رضياللهعنه، رقم الحدیث: 2473، ج 7، ص 154.
[2]. سنن ابن ماجه، أبواب المناسك، باب دخول الكعبة، رقم الحدیث: 3062، ص656 ت هادي.
[3]. سنن الدارقطني، باب المواقيت، رقم الحدیث: 2738، ج 3، ص 353.
[4]. مصنف عبد الرزاق، باب زمزم وذكرها، رقم الحدیث: 9448، ج 5، ص 314 ط التأصيل الثانية.
[5]. سنن ابن ماجه، أبواب المناسك، باب الشرب من زمزم، رقم الحدیث 3061، ص656 ت هادي.
[6]. الأنبیاء: 30.
[7]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 107-110.


