لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۳)
د نباتاتو په نړۍ کې الهي معجزې
(۱) د نباتاتو پر وده او چلند د قرآن کریم اغېز
نباتات د الله تعالی د نورو مخلوقاتو (چاپېریالي تحریکونو) پر وړاندې غبرګون ښيي او ویل کېږي چې په محدود ډول د خپل شاوخوا چاپېریال په اړه «حس» او «درک» لري. علمي څېړنو ښودلې ده چې دغه ژوندي موجودات د بهرنیو تحریکونو پر وړاندې مثبت یا منفي ځوابونه ورکوي او ان کولای شي د معنوي انرژۍ تر اغېز لاندې راشي. دا پدیده د قرآن کریم په ټینګار د ټولو ژوندیو موجوداتو له تسبیح سره سمون لري: “تُسَبِّحُ لَهُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ ٱلسَّبعُ وَٱلأَرضُ وَمَن فِیهِنَّۚ وَإِن مِّن شَیءٍ إِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمدِهِۦ وَلَٰكِن لَّا تَفقَهُونَ تَسبِیحَهُمۚ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِیمًا غَفُوراً.”[1] ژباړه: «اووه واړه اسمانونو، ځمکه او څه چې په هغو کې دي، ټول د هغه پاکي وايي او داسې هېڅ شی نشته چې له ستاينې سره د هغه پاکي نه وايي، خو تاسې يې په تسبيح نه پوهېږئ، بېشکه هغه ډېر زغم والا بخښونکی دی.»
په (۱۹۹۷ز) کال کې د نباتي فزيولوژۍ يوه مخکښ څېړونکي تجربه او ازموينه ترسره کړه، چې د نباتاتو او قرآن کريم د تلاوت تر منځ يې مستقيمه اړيکه څېړله. نوموړي د دې تجربه لپاره د خپلو ښوونیزو علومو پوهنځي په انګړ کې څلور يوشان پلاستيکي خونې جوړې کړې او په هره خونه کې يې تر يوشان شرايطو لاندې خاوره کې د غنمو تخم وکره. ټولو کرل شوو غنمو ته يې په مساوي اندازه اوبه او سره ورکړه؛ وروسته يې د هرې خونې لپاره لاندې څلور بېلابېلې طريقې وټاکلې:
(لومړۍ خونه) د قرآن کریم تلاوت: د زده کړيالانو له ډلې به يو تن په منظم ډول په اونۍ کې دوه وارې نباتاتو ته د قرآن کريم ايتونه (يس، فاتحه، اخلاص او اية الکرسي) تلاوت کول.
(دویمه خونه) برید او ځورونه: په دې خونه کې به يوه زده کړيال په مکرر ډول بوټو ته زيان رسوه او توندې او سپکې خبرې به يې ورته کولې.
(درېیمه خونه) وهل او ټکول: په دې خونه کې به نباتات وهل کېدل، پاڼې به یې پرې کیدې او په مستقيم ډول يې زيان ليده.
(څلورمه خونه) کنترول: په دې خونه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کېده او نباتاتو په طبيعي ډول خپلې ودې ته دوام ورکاوه.
د دې ازموینې پايلې په لاندې ډول حېرانونکې وې:
(۱) هغه نباتات چې په منظم ډول به د قرآن کريم تلاوت ورته کېده، د کنترول خونې د نباتاتو په نسبت يې (۴۴٪) سلنه ډېره وده کړې وه او حاصلاتو يې (۱۴۰٪) سلنه زیاتوالی درلود.
(۲) هغه نباتات چې تر تېري او زيانمنوونکو حالاتو لاندې وو، د هغوی اوږدوالی «۳۵٪» کم او حاصل يې«۸۰٪» کم و.
له دې تجربې څخه څرګندېږي چې د قرآن کريم معنوي اغېزې یواځې د انسان پر روح او ذهن تاثیر نه لري، بلکې په طبيعت او نباتاتو هم تاثير لري او دا د قرآن کريم د علمي معجزې يوه ستره نښه ده. په قرآن کریم کې راغلې دي: “لَو أَنزَلنَا هَٰذَا ٱلقُرءَانَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَّرَأَیتَهُۥ خَٰشِعاً مُّتَصَدِّعاً مِّن خَشیَةِ ٱللَّهِ.”[2] ژباړه: «که موږ دا قرآن پر يوه غره رانازل کړی وای، نو هرومرو به دې هغه د الله له ډاره وېرېدونکی ټوټه ټوټه کېدونکی ليدلی وای.»
(۲) په نباتانو کې د اوبو زېرمه کول
ځينې نباتات په ځانګړي ډول په وچو او صحرايي سيمو کې د اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري. دا نباتات کولای شي په خاصو انساجو کې اوبه زېرمه کړي او د اوبو د کموالي پر مهال له همدې زېرمه شوو اوبو څخه ګټه واخلي. د اوبو د زېرمه کولو دغه نظام د مصرف یوه سلسله واره درجه بندي لري:
(۱) لومړی د پاڼو له اوبو څخه ګټه اخېستل کېږي.
(2) وروسته د څانګو او فرعي غړو اوبه مصرفېږي.
(3) د ډډ (ساقې) او بالاخره د ریښو اوبه مصرفېږي.
په دې ډول که د ریښو اوبه هم پای ته ورسېږي، نو نبات مړ کېږي. دا دقیق نظام «د الله تعالی د حکمت او پوهې» یوه لويه نښه ده: “قُلِ ٱنظُرُوا مَاذَا فِی ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضِۚ وَمَا تُغنِی الآیَٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَومٍ لَّا یُؤمِنُونَ.”[3] ژباړه: «ورته ووايه: تاسو وګورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې څه دي؟ او هغه کسان چې ايمان نه راوړي، نښانې او د وېروونکو اخطارونو څه ګټه نه وروسوي.»
په دغو صحرايي نباتاتو کې ځينې داسې بوټي شته چې کولای شي په وچ موسم کې «درې زره ليتره» اوبه ذخيره کړي. د اوبو د ذخېرې دا لوی ظرفیت د الله تعالی د کامل او حکيمانه خلقت يوه روښانه بېلګه ده، چې د انسان او چاپېریال اړتياوې يې مخکې له مخکې په پام کې نيولې دي.
(۳) د نباتاتو د لوري ټاکل او رڼا جذبول
نباتات له رڼا او رطوبت سره عکسالعمل ښيي او د رڼا او اوبو د سرچینو پر لور وده کوي. پاڼې يې داسې ځای پر ځای کېږي چې تر ټولو ډېره رڼا ورته ورسېږي. ريښې يې ښکته د اوبو او رطوبت پر لور خوځېږي او ډډونه يې پورته د رڼا پر لور وده کوي. دغه ځانګړنې د یوه ډېر دقیق او موخه لرونکي نظام څرګندونه کوي او د قرآن کریم د دغې پوښتنې لپاره روښانه ځواب وړاندې کوي: “أَءِلَٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِۚ تَعَٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا یُشرِكُونَ.”[4] ژباړه: «ايا الله سره کوم بل معبود شته، چې دا کارونه وکړي؟ الله ډېر اوچت دی، له هغو شيانو چې هغوی يې ورسره شريکوي.»
(۴) له طبیعت سره د قرآن کریم همغږي
لکه څنګه چې نباتات د قرآن کریم د تلاوت پر وړاندې مثبت غبرګون ښيي؛ دا څرګندوي چې «قرآن کریم د هدایت سرچینه ده او پر ټول خلقت اغېز لري.» نباتات نه شي کولی نیت ولري، خو د الهي ایتونو پر وړاندې ځواب ورکوي؛ په داسې حال کې چې انسان د قرآن کریم اصلي مخاطب دی، کېدای شي غافل ترې پاتې شي: “وَقَالَ ٱلرَّسُولُ یَٰرَبِّ إِنَّ قَومِی ٱتَّخَذُوا هَٰذَا ٱلقُرءَانَ مَهجُوراً.”[5] ژباړه: «او رسول وويل: زما ربه! زما قوم خو دا قرآن پرېښود.»
په لنډه توګه، نباتات طبیعي او روحاني تحرکاتو ته ځواب ورکوي. د قرآن کریم تلاوت د نباتاتو وده او حاصل زیاتوي، چې دا د قرآن کریم د علمي معجزې یوه روښانه بېلګه ده.
د اوبو د زېرمه کولو نظام او د بوټو د لوري ټاکل د الله تعالی د پوهې او حکمت نښې دي.
د هر بوټي چلند، له ودې څخه نیولې د اوبو تر مصرف او د رڼا تر جذب پورې د الله تعالی له ایتونو څخه یو ایت دی، چې انسان فکرکولو او شکر اېستلو ته رابولي.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الإسراء: 44.
[2]. الحشر: 21.
[3]. یونس: 101.
[4]. النمل: 63.
[5]. الفرقان: 30.
[6]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 110-116.


