لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)
سریزه
په تېره برخه کې مو د روح د رامنځته کېدو پر څرنګوالي بحث وکړ او دا پوښتنه مو ځواب کړه چې روح له بدن څخه مخکې پیدا شوی دی اوکه وروسته؛ همدارنګه مو د اسلام له نظره د ساینټولوژۍ په عقیده کې د روح د تل پاتېوالي باور نقد کړ. په دې برخه کې د همدې بحث بل پړاو څېړو.
په دې بحث کې د ساینټولوژۍ هغه بنسټيز باور چې د انسان ډېری اخلاقي، رواني او جسمي ستونزې پرې ولاړې دي څېړو. همدارنګه هڅه کوو چې د «انګرامونو» موضوع او د ساینټولوژۍ په فکري نظام کې د انګرامونو رول معرفي کړو؛ وروسته همدا ادعا د اسلامي ښوونو د معیارونو پر اساس ارزوو او د انسان له حقیقي ماهیت او اخلاقي مسؤولیت سره یې تناقض په ډاګه کوو.
د «انګرامونو» پر اغېزمنتيا باور
د ساینټولوژۍ مکتب د انسان په وجود کې د اخلاقي، رواني او جسمي ستونزو د راڅرګندېدو په اړه یو عجیب او حېرانوونکی نظر لري. دا باور داسې دی چې د نړۍ په هېڅ دین، فکري مکتب او فلسفي ښوونځي کې بېلګه نه لري. د ساینټولوژۍ دین په دې عقیده دی چې د انسان د ټولو فکري، رواني، اخلاقي او ان جسمي ستونزو سرچینه «انګرامونه» دي.
انګرام (Engram) د تېرې زمانې د یوې دردونکې او ناخوښې تجربې ذهني نښه او اثر ته ویل کېږي چې د دې مکتب د باور له مخې د انسان په «ناخود اګاه ذهن» کې ثبتېږي. کله چې دا تجربه د ذهن په یوه برخه کې ثبت شي، نو وروسته په تدریجي ډول او د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د رواني نارامیو، اضطراب، ناکامۍ او ان جسمي ناروغیو لامل کېږي.[۱]
په ساده ډول، ساینټولوژستان باور لري چې کله انسان د بې هوښۍ، سختې وېرې یا شدید درد په حالت کې وي، نو د هماغې شېبې ټولې خبرې، غږونه او احساسات د انګرام (درد او ناپاکۍ) په بڼه د هغه په ذهن کې ثبتېږي. وروسته همدا انګرامونه په راتلونکي کې، پرته له دې چې انسان پرې خبر واوسي د هغه چلند او احساسات تر خپل کنترول لاندې راولي او پر روح او بدن یې منفي اغېزې کوي.
د همدې باور پر بنسټ یاد مکتب له انګرامونو پرته نور عوامل، لکه ګناه، نفس، شیطان، طبیعت او نور… د انسان پر روح او جسم اغېزمن نه بولي، بلکې باور لري چې د انسان ټولې ستونزې په همدغو انګرامونو کې پټې دي. تر هغې چې انګرامونه د ذهن له اصلي هستې څخه پاک نه شي، نو انسان به تل له ستونزو، دردونو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان وي.
«هابارډ» د دې لپاره چې انسان خپلو انګرامونو ته متوجه شي او مقابله ورسره وکړي، د درملنې او له منځه وړلو په موخه د «بیا کتنې» طریقه رامنځته کړه. د دې طریقې له مخې «د پوښتنو مسؤول» د ساینټولوژۍ تر درملنې لاندې کس سره مرسته کوي چې پر خپلو انګرامونو برلاسی شي.
د دې بهیر اساسي او مهمه وسیله د «ای مېتر» اله ده. د ساینټولوژستانو په وینا «ای مېتر» هغه اله ده چې د انسان په بدن کې برېښنايي جریان اندازه کوي.[۲]
د «ای مېتر» د الې په مرسته په ذهن کې موجود انګرامونه پېژندل کېږي، خو د دوی په وینا دا اله د انګرامونو د له منځه وړلو توان نه لري، بلکې یوازې د پېژندلو او اندازه کولو وړتیا یې لري. د انګرامونو (ذهني دردونو او ناپاکیو) د پاکولو لپاره د «ډیانتېکس» په نوم روغتیايي طریقه چې د انسان د ذهن علم بلل کیږي، کارول کېږي. کله چې تر درملنې لاندې شخص د دې بهیر له لارې خپل اصلي هدف ته ورسېږي، نو په حقیقت کې د پاکۍ مرحلې ته داخلېږي او له انګرامونو څخه په بشپړه توګه خلاصون مومي.
ځکه د ډیانتېکس موخه دا ده چې ذهن له «انګرامونو (engrams)» څخه د «اډیټینګ (Auditing)» په نوم د یوه بهیر له لارې پاک شي، چې په دې سره فرد یوې مرحلې ته ورسېږي، چې «کلیر (Clear)» بلل کېږي؛ یعنې انسان له خپل عکسالعمل ښودونکي ذهن څخه ازادیږياو د تحلیلي ذهن پر بنسټ ژوند پیلوي؛ ځکه ډیانتېکس ذهن په دوو برخو وېشي:
(۱) تحلیلي ذهن: یعنې اګاه، منطقي، سالم، پرېکړه کوونکی او هوښیار ذهن.
(۲) عکسالعملي ذهن: یعنې ناسالم او ناخوداګاه ذهن چې د منفي احساساتو او رواني دردونو سرچینه بلل کېږي.
د ډیانتېکس د روان درملنې موخه همدا پاکي ده چې د سالم عصبي سیستم په لرلو سره ټول انسانان هغې کچې ته ورسوي چې پایله یې رضایت او هیله مندي وي.[۳]
په راتلونکې برخه کې د ذهن تر تعریف وروسته د ذهن وېش بیانېږي او د ساینټولوژستانو همدا لیدلوری د اسلام په رڼا کې څېړل کېږي او تر نقد لاندې نیول کېږي.
د ذهن مفهوم او پېژندنه
د «ذهن» کلمه په لغت کې په بېلابېلو معناوو کارول شوې ده. فیروز ابادي ویلي دي: «ذهن د پوهې، عقل، په زړه کې د مطالبو د ساتلو، ځیرکتیا، چمتووالي او ځواک په معنا دی، همدارنګه د غوړ او شحم په معنا هم کارول شوی دی.»[۴]
شیخ ایوب الکفوي د ذهن د معنا په اړه وايي: «ذهن په اصل کې د توان، پوهې او ادراک په معنا دی. کله ناکله د ذهن له کلمې د انسان ادراکي قوه مراد وي او همدا یې مشهوره او رواج شوې معنا ده. ځینې وخت بیا «ذهن» په مطلق ډول د ادراک کوونکې قوې په معنا کارول کېږي، که دا قوه د انسان ناطق نفس وي یا د ادراک کومه بله وسیله او یا له دې پرته کوم بل امر.»[۵]
خو ذهن د فلسفې او ارواپوهنې په اصطلاح کې د انسان د دروني وړتیاوو مجموعه ده، چې ادراک، تفکر، تخیل، حافظه، فهم، تحلیل، پرېکړه کول او پوهاوی پکې تحقق مومي. په بل عبارت، ذهن د انسان هغه ادراکي او پېژندونکی سیستم دی چې حسي معلومات تر لاسه کوي، پروسس کوي او بیا یې د معرفت، ذهني انځور، مفهوم او فکر په بڼه وړاندې کوي.
امام رازي رحمه الله د ذهن د مفهوم او تعریف په اړه په شرح الإشارات کې لیکي: «د نفس هغه چمتووالی چې د علومو د تر لاسه کولو لپاره وي، ذهن بلل کېږي او د دې چمتووالي ځواکمنتیا او تېزي فطانت یا ځیرکي نومېږي.»[۶]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. ساینټولوژي ـ ډیانتېکس، مخ ۴۰.
[۲]. هماغه منبع، مخ ۳۹.
[۳]. هماغه منبع، مخ ۱۴.
[۴]. الفیروزآبادي، القاموس المحیط، مخ ۱۱۹۹؛ الصاحب بن عباد، المحیط في اللغة، ج ۳، مخ ۴۶۸؛ ابونصر الجوهري، الصحاح تاج اللغة، ج ۵، مخ ۲۱۲۰.
[۵]. ایوب الکفوي، الکلیات، مخ ۴۵۶.


