Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کپټالیزم»کپیټلېزم (برخه: ۱۰)
کپټالیزم سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­ زهي
کپیټلېزم (برخه: ۱۰)
د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین (دوام)
سره له دې چې اقتصادي نابرابري د نړۍ په شتمنو کپيټليستي هېوادونو کې هم ليدل کېږي، خو کچه يې له هغو هېوادونو سره د پرتلنې وړ نه ده، چې هم کپيټليستي نظام لري او هم له سختې بېوزلۍ سره مخ دي.
نړيوال بانک په منظم ډول د هغو خلکو شمېر اټکلوي چې په ټوله نړۍ کې په ورځني ډول له يو يا دوو ډالرو څخه کم عايد لري. د بېلګې په توګه د (۱۹۹۰مې) لسيزې په پيل کې د نايجريا نږدې (۹۰.۸) سلنه وګړو په ورځ کې په (دوه ډالرو) يا تر دې هم په کم عايد خپل ژوند تېراوه.
په (۱۹۹۷م) کال دا کچه په هند کې (۶۸٫۲) سلنه وه. د نړيوال بانک د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې د نړۍ د (۶) میلیارده وګړو له جملې (۲٫۸) میلیارده وګړي (شاوخوا ۴۵ سلنه) په ورځ کې (۲) ډالر او يا له دې هم په کم عايد ژوند تېروي او (۱٫۲) میلیارده وګړي (نږدې ۲۰ سلنه) په ورځ کې په (۱) ډالر یا تر دې هم په کم عاید خپل ژوند پر مخ وړي.[1]
همدارنګه نړيوال بانک داسې شمېرې هم خپروي چې د متحده ایالات د بېوزلۍ له کچې سره د پرتله کېدو وړ دي، لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه په (۲۰۰۲م) کال په امریکا کې د بېوزلۍ کرښه (۱۲٫۶) ډالر وه، په داسې حال کې چې په بېوزلو هېوادونو کې د بېوزلۍ کچه له یو ډالر یو څه لوړه ده. د همدې شمېرو پر بنسټ ادعا کېږي چې د (۱۹۹۰مې) لسیزې راهیسې نړيواله بېوزلي را کمې شوې ده، خو دا ادعا د شک او نیوکې وړ ده.
البته دا سمه ده چې د متحده ایالات په پرتله په بېوزلو هېوادونو کې د بیو د ټيټوالي له امله په ورځ کې یو ډالر د پېرلو لوړه وړتیا برابروي؛ ځکه په امریکا کې له دې کمو عوایدو سره ژوند کول ممکن نه دي. که په بېوزلو هېوادونو کې د بیو عمومي کچه راټیټه شي او نور ټول عوامل ثابت پاتې شي، نو د هغو کسانو شمېر به راکم شي چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي. خو اصلي ستونزه دا ده چې کله نړيوال بانک په بېوزلو هېوادونو کې د بیو د کچې خبره کوي، نو د دوی مطلب د بیو عمومي شاخص وي، نه د هغو توکو بیې چې ډېری بېوزله کورنۍ یې پېري.[2]
په عمومي ډول هغه توکي او خدمات چې بيې يې نسبتا ټيټې وي او يا په دې وروستيو کې را ټيټې شوې وي، تر ډېره هغه توکي نه دي چې بېوزله کورنۍ يې اخلي.
خبريال جرج مونبیوت وایي: «د نړيوال بانک له خوا په بېوزلو هېوادونو کې د پېرلو د ځواک اټکلونه د دوی د ټولو هغو توکو او خدماتو د اخيستلو د وړتیا پراساس دي، چې په اقتصاد کې وړاندې کېږي. د خوړو، اوبو او سرپناه تر څنګ، اضافي ښوونیز پروګرامونه او نور خدمات هم په دغه شاخص کې شامل دي.»
مساله دا ده چې کله د شتمنو هېوادونو په پرتله په بېوزلو هېوادونو کې بنسټیز توکي قيمته وي، نو په دغو هېوادونو کې د خدماتو بیې راټیټېږي، چې دا په دې هېواد کې د کاري ځواک د ډېرې عرضې څرګندونه کوي؛ په داسې حال کې چې ډېری بېوزله خلک هېڅکله هم د روغتیايي/طبي خدماتو غوښتنه نه لري. د کلمبیا پوهنتون دوو څېړونکو اټکل کړی دی چې که د نړيوال بانک په مېتود کې موجودې نیمګړتیاوې اصلاح شي، نو د هغو کسانو شمېر به چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، له (۳۰ څخه تر۴۰) سلنې زیات شي چې په دې توګه به بیا د نړۍ په کچه د بېوزلۍ د کمېدو ادعا بې‌ بنسټه وي.
هغه ټکی چې د بېوزلۍ د کچې په اړه د بحث پر مهال باید پام ورته وشي دا دی چې نړيوال بانک د بېوزلو هېوادونو لپار د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا په برخه کې اغېزمن رول لوبولی دی.
ډېری هغه کسان چې د نړيوال بانک د معیار پر اساس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي په کلیوالو سیمو کې د پيسو له نظام څخه بهر ژوند کوي او اقتصادي حالت یې د ورځې له یو ډالر څخه غوره دی. که دوی د نړيوال بانک د سیاستونو له امله له دې حالت څخه محروم شي او ښارونو ته مهاجرت وکړي، ښايي د دوی د پیسو عاید لوړ شي، خو په حقیقت کې به د دوی شرایط د پخوا په پرتله په ډېره اندازه سخت او خراب شوي وي.[3]
په نړيواله کچه بېوزلي د عایداتي نابرابرۍ له پراخې ودې سره مل ده. په چین او هند کې چې دواړه د نړۍ له ډېر نفوس لرونکو هېوادونو څخه دي او د اقتصادي ودې چټک سیسټمونو لري، نابرابري په چټکۍ سره زیاتیږي. په چین کې چې د حقونو او فرصتونو په برخه کې له برابرۍ ملاتړی ګڼل کېږي، نابرابري په سختۍ سره د متحده ایالاتو د نابرابرۍ له کچې جلا کېدای شي او دا په داسې حال کې ده چې ممکن چین په تاریخي لحاظ د عایداتو تر ټولو لوی بیا وېش تجربه کړی وي. په هند کې د چټکې اقتصادي ودې ډېره برخه ګټه د ټولنې شاوخوا (۲۰) سلنه شتمنو کسانو جېب ته ځي. (350) میلیونه کسان په بېوزلۍ او بدبختۍ کې ژوند تېروي. یوازې په کلکته کې شاوخوا (000/250) ماشومان د سړکونو پر سر شپې سبا کوي.
د نړيوال بانک اقتصادپوه برانکو میلانوویچ د نړۍ په کچه د عایداتي نابرابرۍ د اندازه کولو لپاره پر یوې خورا مهمې پروژې کار کړی دی. نوموړی په دې څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلی دی چې: د نړۍ د نفوسو د یو فيصد وګړو عواید د (۵۷) فيصده وګړو له عوایدو سره برابر دي. په (۹۹۳ م) کال کې د همدې یو فیصد شتمنو وګړو پنځه سلنه عاید په منځني ډول د نړۍ د پنځه سلنه وګړو له عواید څخه (۱۱۴) برابره زیات و؛ په داسې حال کې چې په (۱۹۸۸م) کال کې دا اندازه (۷۸) برابره زیاته وه. پنځه سلنه بېوزله وګړو د خپلو حقیقي عایداتو (۲۵) سلنه له لاسه ورکړې، په داسې حال کې چې د شتمنو وګړو (۲۰) سلنه عایداتو (۱۲) سلنه وده کړې، چې د نړيوال عاید د ودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي. د نړۍ په کچه د هېوادونو دننه او همدارنګه د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او عايداتي نابرابرۍ زیاتوالی د نابرابرۍ د زیاتوالي له امله دی. شتمن هېواد لا پسې شتمن کیږي او بېوزله هېواد لا پسې بېوزله کېږي.
د پانګوالۍ د قانون منتقدین په دې باور دي چې په شلمه پېړۍ کې د  پانګوالۍ قانون نوي پړاو ته داخل شوی او د انحصاري پانګوالۍ په قانون بدل شوی دی.[4]
د انحصاري پانګوالۍ په قانون کې په عملي ډول د ازاد بازار هغه مفهوم چې د پانګوالۍ د قانون لومړیو نظریه ‌پوهانو لکه ادام اسمیت له خوا یې ملاتړ کېده، خپله لومړنۍ بڼه له لاسه ورکړه او رقابت چې د اقتصادي بازار د عرضې او تقاضا د قانون کلیدي مفهوم و یوازې د انحصاري شرکتونو او کارټلونو ترمنځ د سیالۍ کچې ته را ټيټ شو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سرگلزایی، محمد رضا، جنون قدرت و قدرت نامشروع در باب فاشیسم «توتالیتاریسم و کاپیتالیسم»، ص72، سال چاپ: ۱۳۹۸هـ، نشر قطره.
[2]. کونل، راین هارد، فاشیسم مفر جامعۀ سرمایه‌داری از بحران، ص192، مترجم: فکری ارشاد، منوچهر، سال چاپ: ۱۳۵۹هـ، نشر توس.
[3]. قدیری اصل، باقر؛ سیر اندیشۀ اقتصادی، رویارویی مکتب‌ها از افلاطون تا بعد از کینز، ص783، سال چاپ: ۱۳۸۷هـ، انتشارات دانشگاه تهران.
[4]. کونل، راین هارد، فاشیسم مفر جامعۀ سرمایه‌داری از بحران، ص654، مترجم: فکری ارشاد، منوچهر، سال چاپ: ۱۳۵۹هـ، نشر توس.
د کپيټلېزم لغوي او اصطلاحي پېژندنه د کپیټلېزم تاریخچه (له پیل څخه تر اوسه) کپیټلېزم
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۲۰)
Next Article ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۰)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱) سریزه په تېره برخه کې مو…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD7 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­ زهي کپیټلېزم (برخه: ۱۰) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین (دوام) سره له دې…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۰)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD6 Views

ليکوال: ابو‌ رائف فراماسونري (برخه: ۲۰) د ماسوني محفل زينه (سُلَّم صعود) د ماسوني محفل…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۲)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD13 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۲) د زمزم اوبو علمي معجزه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.