Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کپټالیزم»کپیټلېزم (برخه: ۹)
کپټالیزم یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD

کپیټلېزم (برخه: ۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي
کپیټلېزم (برخه: ۹)
د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین
په نړيوال اقتصاد کې غربت او نابرابري (د کپیټلېزم له لارې مړینه)
پانګوال نظام سلګونه کاله مخينه لري او اوس مهال یې نږدې د نړۍ ټولې سیمې تر خپل نفوذ او ولکې لاندې راوستې دي. د دې نظام پانګوال ادعا کوي چې دا سيستم تر ټولو پیاوړی تولیدي انجن دی. همدارنګه وايي چې د دې نظام وړتیاوې د دې لپاره ځانګړې دي، چې د ځمکې پر مخ يې د ټولو خلکو لپاره د ژوند معیارونه برابر کړي دي، لکه د برادفورد ډیلانګ په وینا: «موږ د یو ارمان ښار پر لور په حرکت  کې يوو.»
د کپیټلېزم د اوږدې واکمنۍ او د دې ملاتړو د نه ختمېدونکي شور له مخې، ښه ده چې دا «د ارمان ښار پر لور حرکت» ادعا په سمه توګه وڅېړو؛ په دې اړوند غواړو په لاندې درې برخو نظر وکړو: په بډایه کپیټلېستي هېوادونو کې د غربت او نابرابرۍ کچه، د نړۍ په غریبو هېوادونو کې د غربت او نابرابرۍ کچه او د پانګوالۍ په هرم کې د لوړو او ټیټو هېوادونو تر منځ تشه.[1]
ډېر وخت ځینې اروپایي هېوادونه د داسې هېوادونو په نوم یادېږي، چې ګواکې په هغو کې واکمني د منځنۍ طبقې په لاس کې ده او یو غریب کس کولای شي د لږې هڅې په کولو سره ځان د ټولنې اقتصادي منځنۍ کچې ته ورسوي. دې ته د پرمختګ د فرصتونو برابروالی وايي. د «منځنۍ طبقې» یا «د فرصتونو د برابرښت» د مفهوم درک کول ستونزمن دي، خو تصور کېدای شي چې په داسې ټولنه کې باید پراخ غربت شتون ونه لري او خلک باید له مناسبې اقتصادي هوساینې څخه برخمن وي.
د عاید او شتمنۍ په وېش کې د بېوزلۍ او نابرابرۍ شمېر په هېڅ ډول له دې ادعا سره سمون نه خوري. د امریکا فدرالي حکومت د «عاید د بېوزلۍ کرښې» په توګه یوه کچه ټاکلې ده، هغه کورنۍ چې تر دغه ميزان لاندې ژوند کوي بېوزله ګڼل کېږي؛ دا د عاید هغه اندازه ده چې یوه کورنۍ په سختۍ سره پکې ژوند کولی شي او کله چې له مالي بحرانونو سره مخ کېږي، لکه د یو کس ناروغي یا په کار کې ټپي کېدل، له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي. د بېوزلۍ رسمي کرښه د یوې کورنۍ د خوراکي لګښت لپاره لږ تر لږه درې برابره ټاکل شوې ده، چې دا د کرنې وزارت له خوا اټکل شوې او دغه اندازه د هغو غیر واقعي فرضیو پر اساس چې د محاسبې پر مهال په پام کې نیول شوې دي، د رښتیني کچې په پرتله خورا ټیټه ده. د بېلګې په توګه  فرض شوي چې کورنۍ په بازار کې تر ټولو ټیټه بیه لرونکي خوراکي توکي اخلي او کورنۍ پوهېږي چې څنګه د بازار له دې ارزانه، خو خورا مغذي موادو له ترکیب څخه غوره خواړه چمتو کړي.
په (2002ز) کال کې دا شمېره د هر فرد لپاره په ورځ کې (6/12) ډالره وه. په (2002ز) کال کې (6/34) میلیونه خلکو، یعنې د امریکا د ټول نفوس (1/12%) د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه. (د تور پوستو په منځ کې دا کچه 24 سلنه وه.) په (2001ز) کال کې ( 2/35%) له (6) کلونو څخه کم عمر لرونکو تور پوستو ماشومانو په بېوزلي کې ژوند کاوه. دا شمېرې د وخت په تېرېدو سره ښکته او پورته کېږي او ان کله چې د کپټلېزم د مدافعینو لپاره وضعیت ښه روان وي، بیا هم لوړې وي. که موږ بېوزلي په ډېر حقیقي ډول تعریف کړو، لکه د منځنۍ عاید پر بنسټ، د بېوزلۍ کچه تر (17٪) پورې رسېږي؛ په (1997ز) کال کې له (45) میلیونو څخه ډېر خلک په بېوزلۍ کې راځي.[2]
څومره امکان شته چې داسې پراخه بېوزلي له منځه یوسو؟ دې ته په پام سره چې دا بېوزلي د عاید او شتمنۍ له دوامدارې زیاتېدونکې نابرابرۍ سره تړل شوې او دا نابرابري د کپیټلېزم د ټولو قوانینو په چوکاټ کې ریښه لري، نو د له منځه وړلو ډېر امکان نه شته. په امریکا کې د عاید نابرابري په( 2000 ز) کال کې له (1920ز) لسیزې راهیسې) په خپل لوړ حد کې وه، چې د شتمنو (۵) سلنه کورنیو عاید د بې وزلو (20) سلنې کورنیو په پرتله (6) چنده و. پاول کرګمن (یو اقتصاد‌پوه چې د نیویارک ټایمز په خپل کالم کې د بوش د ادارې سخت منتقد و) اټکل کوي، چې په (اتيايمه) لسیزه کې د امریکا د عاید(70) سلنه وده د شتمنو (یوې) سلنې کورنیو جېبونو ته تللې ده.
د شتمنیو له نظره په (1995ز) کال کې په امریکا کې یوه سلنه شتمنې کورنۍ(2/42% ) د ټولې ونډې (7/55%) پورونو(4/71%)  د غیر تعاوني کاروبارونو او (9/36%) د غیرکورنيو شتمنیو مالکیت درلود. د عاید د نابرابرۍ په پام کې نیولو سره، دا نابرابري په تېرو (20) کلونو کې مخ په ډېرېدو ده. دا لویه او ډېرېدونکې نابرابري د فرصتونو د برابري ادعا په ټوکو بدلوي.
یوه بېلګه په پام کې ونیسئ: په پیټسبورګ، پنسلوانیا او نورو ځایونو کې د هیلمن ډېره شتمنه کورنۍ شتون لري، چې شتمني یې څو میلیارده ده. د دوی له کورونو څخه یوه لویه او ښکلې ماڼۍ ده چې په پنځمه کوڅه ( چې د امریکا له پرمختللو کوڅو څخه ده) موقعیت لري. د دې ماڼۍ له ختیځ څخه شاوخوا  په(۳۰) میله فاصله کې د ښار هغه برخه ده چې د لرګیو د کورونو په نوم مشهوره ده. په دې سیمه کې بېوزلي او غربت ډېر دی او دا سیمه د ماشومانو د مرګ لوړه فيصدي لري.
د عاید نابرابري ډېرې ناوړه پایلې رامنځته کوي. څېړنې ښيي چې که چېرې د منځني عاید له مخې دوه مساوي هېوادونه یا ایالتونه ولرو، هغه څه چې د «ټولنیزې روغتیا» په نوم یې یادوو، په هغه هېواد کې چې د عاید نابرابري پکې ډېره وي، کمه ده.[3]
کارپوهانو موندلي چې د هر ایالت د نیمه بېوزلو کورنیو ټول عاید، چې د عاید نابرابري یې یوه کچه ګڼل کېږي، د ایالت د مرګ ‌ژوبلې له نرخ سره معکوسه اړیکه لري. سربېره پر دې دا کچه د نورو ټولنیزو ځانګړنو لپاره هم ازمويل شوې ده. هغه ایالتونه چې د عاید نابرابري یې لوړه ده، د بېکارۍ او بې کاره کېدو کچه یې هم لوړه ده، د دوی د نفوس لوړه سلنه نغدي او خوراکي مرستې ترلاسه کوي او د هغو خلکو لوړه سلنه لري چې له طبي ستونزو سره مخ دي. د شتمنو او بېوزلو طبقو ترمنځ د عاید واټن د اوسط عاید په پرتله د ټولنیزو ځانګړتیاوو ښه وړاندوینه کولی شي.
جالبه دا ده هغه ایالتونه چې د عاید نابرابري پکې ډېره ده، د هر فرد لپاره په زده‌کړه او روزنه لږ مصرف کېږي؛ د دې ایالتونو په ښوونځیو کې د هر زده‌کوونکي لپاره د کتابونو شمېر کم دی، همدارنګه دغه ایالتونه د زده‌کړې په برخه کې کمزوري دي او د خلکو لږه برخه له لیسې څخه فارغېږي.
په هغو ایالتونو کې چې د عاید نابرابري پکې ډېره ده، د ماشومانو د کم وزني زېږون نسبت لوړ وي، د وژنو او جرمونو کچه هم پکې لوړه ده. دغه راز د خلکو یوه لویه برخه د معذوروالي له امله له کار کولو محرومه ده او په دې ایالتونو کې د سګرټو کارول هم ډېر دي.[4]
لویه او په چټکۍ سره وده کونکې نابرابري د ټیټو ټولګیو سیاسي ځواک کمزوری کوي او په پایله کې هغه ټولنیز ملاتړي پروګرامونه چې تر یوه حده د بېوزلۍ له زیانونو مخنیوی کوي کمزوري کېږي. په ورته وخت کې هغه سیاستونه چې ډېری د شتمنو په ګټه دي ځای نیسي، بېوزله طبقه د ځان او شتمنو ترمنځ د پراخې تشې په لیدو سره ورځ تر بلې مایوسه او ناهیلي کېږي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې

[1]. هایلبرونر، رابرت، سرمایه‌داری در قرن بیست و یکم، ص168، مترجم: شهسا، احمد، ویرایش: عابدینی، آفاق، سال چاپ: ۱۳۷۷هـ، نشر شرکت انتشارات علمی و فرهنگی.

[2]. جی لانز، توبیاس، فراسوی کاپیتالیسم وسوسیالیسم: قرائتی نوین از آرمان‌های کهن، ص544، مترجم: شربتی، وحید، حیدری، محدثه، سال چاپ: ۱۳۹۷هـ، نشر دنیای اقتصاد.

[3]. هرمان هوپ، هانس، اشرافیت، سلطنت، دموکراسی: داستان حماقت و تباهی اخلاقی و اقتصادی، ص356، مترجم: عبدی، سلیمان، سال چاپ: ۱۳۹۶هـ، نشر دنیای اقتصاد.

[4]. همان.

د کپيټلېزم لغوي او اصطلاحي پېژندنه د کپیټلېزم تاریخچه (له پیل څخه تر اوسه) کپیټلېزم
Previous Articleقرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۸)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD1 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۹) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین په نړيوال اقتصاد…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹) د لامبو قانون په سمندرونو…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي: (برخه: ۳۲) د شیطان‌ پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD13 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸) الهي خزانې او د رزق…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.