لیکوال: محمدعاصم اسماعیلزهي
کپیټالېزم (برخه: ۱۲)
په دې برخه کې د پانګوال نظام (کپیټالېزم) په اړه د اسلام یو شمېر لیدلوري مطرح کوو او په لنډه توګه د کپیټالېزم ځینې حل لارې او لاسته راوړنې ذکر کوو. په پیل کې د دې نظام پر فردي پایلو خبرې کوو، ځکه همدا فردي پایلې د ټولنیزو کړنو اساسي بنسټ جوړوي.
۱. الهاء او ممنوعیت:
پورته عنوان د «تکاثر» په سورت کې راغلی دی، چې د ډېر مال لرونکو حالت انځوروي او د شتمنۍ د زیاتوالي منفي پایلې څرګندوي: «أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ حَتّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ كَلّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ثُمَّ كَلّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ»[۱]
ژباړه: « تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره، تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ، داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ.»
په دې مبارک آیت کې د مال زیاتوالی او پر مال ویاړ کول د انسان د بېغورۍ لامل ګڼل شوی دی. «الهاء» هغه حالت ته ویل کېږي چې انسان د الله تعالی له یاد او د الهي قوانینو له منلو څخه مخ وګرځوي او بېغوري وکړي.
کله چې انسان له دنیاوي ګټو، شتمنۍ او مالونو سره زړه وتړي، نو په نفس کې یې د غرور او ځانمحورۍ حالت را پیدا کېږي، چې غرور او ځانمحوري بیا د انسان د سم فکر په لار کې خنډ ګرځي.
«وَمَا الحَیَاةُ الدُّنْیَا إِلَّا مَتَاعُ الغُرُورِ»[۲]
ژباړه: «نو چا چې د هغې له منځه تلونکي سامان ته د آخرت پر نعمتونو لومړيتوب ورکړ هغه تاواني او دوکه خوړل شوی د..»
«إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ»[۳]
ژباړه: «بېشكه هم دا خبره ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازموینه (او فتنه) ده.»
مال او اولاد د انسان د ازموینې وسیلې ګڼل شوې دي او ډېری شتمن کسان په داسې ازموینه کې برخه اخلي چې پایله یې ناکامي وي؛ ځکه ډېره شتمني د هغوی د نېکمرغۍ او معنویت په لار کې خنډ ګرځي.
د «مترف»، «مسرف»، «مستکبر» او «تهلکه» په څېر نور تعبیرونه چې د پانګوالو په اړه کارول کېږي، ټول په یو ډول دا څرګندوي چې د مال زیاتوالی انسان پر حق له عمل کولو او د ارزښتونو له منلو څخه را ګرځوي. «مترف» او «مسرف» چې د بېحده مصرف او عیشطلبۍ معنا لري، انسان له سمې لارې منحرفوي. «استکبار» د حق او حقیقت پر وړاندې سرکشۍ ته اشاره لري او «تهلکه» (هلاکت) د یادو سرمایهدارانه تمایلاتو حتمي پایله ده.
هو، پانګوال په داسې استکباري ټولنه او مدنیت کې خپل ځان او خپل معنوي ارزښت بایلي، د ودې او نېکمرغۍ لار له لاسه ورکوي او خپل ټول وخت او وړتیا په بېلارۍ کې لګوي.
دوی په رښتیا له خپل ځان څخه پردي شوي او له خپل ذاته بېبرخې پاتې دي، ځان یې هېر کړی دی او خپل ټول فکري او بدني استعدادونه یې په داسې لار کې مصرف کړي دي چې د انسان د اصلي جوهر له غوړیدا سره مرسته نه کوي، بلکې د مادیاتو په تیارو او دوړو کې یې پټوي.
مشخصاً که څه هم د قرآن کریم یو سورت د «تکاثر» په نوم نومول شوی او د حرث له ناوړه پایلو څخه یې یادونه کړې ده، خو په ټول قرآن کریم کې ګڼ داسې تعبیرونه موجود دي چې د افراطي دنیاپالنې پایلو ته اشاره کوي.
۲. د اخلاقو او انساني ارزښتونو مخنیوی:
اخلاقیات په پانګوالې مدني ټولنه کې د ډېریو غیرانساني خویونو اساس دی. لکه څنګه چې اقتصادي کمزوري او بېوزلي د اخلاقي او فکري ضعف سبب ګرځي همدا ډول اقتصادي استکبار د اخلاقي استکبار او رواني سرغړونو لامل کیږي.
مال او حرث په انسان کې د طمعې، نهماتېدونکي حرص، بخل، ځانغوښتنې، برترۍ، سرکشۍ او طغیان، له خوندونو سره د مینې، عیشطلبه ژوند، شکمپرستۍ، شهوتپرستۍ، سستۍ، بېاحساسۍ او سختزړيتوب په څېر شیطاني خصلتونو پیدا کوي. د دغو ټولو غیرانساني اخلاقو اصلي لامل له مال سره افراطي مینه او د بېحده شتمنۍ راټولول دي. له همدې امله موږ وینو چې په اسلامي لارښوونو کې له پانګوالۍ سره د مبارزې په برخه له همدې خویونو سره ډېره مبارزه شوې ده.
حرص او نهمړېدونکې طمع د لیبرال-پانګوالۍ د اخلاقو یو اساسي رکن دی. دا حالت داسې پر انسان برلاسی کېږي چې هر څومره یې شتمني، ګټه او سرمایه زیاتیږي، بیا هم نه مړېږي او هڅه کوي چې لا ډېره شتمني لاسته راوړي. دا بهیر په یوه وېروونکي ډول دوام مومي، هېڅکله پای ته نه رسیږي او د بساینې د احساس په نوم کوم څه نه پېژاني.
په اصل کې، په مادي چارو کې که انسان د بساینې احساس ولري او له هغوی څخه د اړتیا او ګټې په اندازه استفاده وکړي، نو د یوه معقول، بسیا او هوسا ژوند له ترلاسه کولو وروسته د بېنیازۍ احساس کوي او له زیان رسوونکي مالپالنې څخه مخ اړوي؛ که داسې و نه کړي نو هېڅکله د بساینې او قناعت احساس نه ورته پیدا کیږي.
د بشري ټولنې اساسي ستونزه همدا حرص او قناعت نه کول دي. انسانان تل هڅه کوي چې د نړیوال اقتصاد په ډګر کې هر هغه څه چې ارزښت او بیه ولري او په بازارونو او راکړه ورکړه کې ګټور واوسي، تر خپل واک لاندې راولي، تسلط پرې ټینګ کړي، له هر ډول حد او پولې څخه واوړي او د دوزخ په څېر هر شی په خپله خېټه ننباسي.
د قرآن کریم د تعبیرله مخې انسان ته که هر څومره زیاته برخه ورکړل شي، بیا هم قناعت پرې نه کوي او د لا زیاتې برخې غوښتنه کوي:
«وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَمْدُودًا … ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ»؛ [۴]
ژباړه: «او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ… بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم.»
پانګوال د دې لپاره چې پر هېڅ حد او اندازې قناعت نه لري او نهماتېدونکې تنده لري، هېڅکله د بېنیازۍ حالت ته نه رسېږي.
له همدې امله، په اسلامي لارښوونو کې لکه څنګه چې د پانګوالۍ له ظاهري او ټولنیزو کړنو سره مبارزه شوې ده، په همدې ډول د پانګوالۍ له روحي او باطني بنسټونو سره هم مبارزه شوې ده. د اسلام له نظره د مالپرستۍ تراکم یوازې یوه ساده مادي، ټولنیزه یا سیاسي پدیده نه ده، بلکې د انسان د فرهنګي، فکري او تربیوي بنسټونو مجموعه ده. له همدې کبله، اسلام د مال راټولونې د باطني او روحي بنسټونو له منځه وړلو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ تكاثر، آیه: ۱-۴.
[2]. سورۀ حدید، آیه: ۲۰.
[3]. سورۀ تغابن، آیه: ۱۵.
[4]. سورۀ مدثر، آیه: ۱۲-۱۵.


