لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
کپیټالېزم (برخه :۱۳)
د کپیټالېزم هغه فردي پایلې چې د ټولنیزو کړنو اصلي بستر ګڼل کیږي (دوام)
۳. د انساني عقل پر اساس د ترلاسهکېدونکو مالوماتو مخنیوی
سرمایهدارانه تفکر او د سرمایهداراۍ لارې چارې د خالص انساني عقل د ودې او غوړېدا پر وړاندې خنډ ګرځي. سرمایهدارانه تفکر انساني عقل له مال سره د مینې او نه پورهکېدونکو هیلو په قبر کې دفن کوي، او د روښانه لید او درک څرکونه یې لهمنځه وړي. همدارنګه، ټول هغه افراطي تمایلات او سرکشه علاقې چې د عقل د سمو ارزونو او څېړنو پر وړاندې خنډ ګرځي، د همدې لړۍ برخه دي.
له عقل څخه موخه انساني عقل دی؛ هغه عقل چې انسان ته ارزښت ورکوي، او ژوو، بوټو او آن غیرژوندیو موجوداتو ته درناوی لري. هغه عقل چې ښه او بد، ښایسته او بدرنګ پېژني، او د اخلاقي ارزښتونو، انساندوستۍ او د بلغوښتنې اصولو ته خلک رابولي. هغه عقل چې د نورو درد او کړاو احساسوي، او د غمځپلو په غم، غمجن کېږي. هغه عقل چې ځانغوښتنه او ځانپرستي ردوي، او د انساندوستۍ غږ پورته کوي.
زموږ موخه همدا سرمایهدارانه عقل دی چې له مادې او مال سره د افراطي مینې په خوند کې په تدریجي ډول کمزوری کیږي، او بلاخره په بشپړه توګه له کاره لویږي؛ نه هغه ابزاري عقل چې د سودپرستۍ او ځانغوښتنې پر محور ولاړ وي.
په همدې اساس هغه چل ول او دوکه چې یوازې د ګټې د لاستهراوړلو په موخه ترسره کېږي، او هغه نقشې چې له ځانغوښتنې او ځانمحورۍ څخه راټوکېږي، مقصد ده. دا ډول کړنې له بېمسؤولیتۍ، د ژمنتیا له نشتوالي او د قوانینو له ماتولو سره همغږي لري، او د ګټو د ترلاسه کولو په لار کې ټول اخلاقي ارزښتونه او انساني معیارونه تر پښو لاندې کوي. هر حد او چوکاټ ماتوي، پر هر فضیلت پښه ږدي، او دا هر څه خپله بریا ګڼي. د دیني منطق له مخې دا ډول مادي محاسبه، دوکه، ریا او شیطانت بلل کېږي.
د لیبرال سرمایهداری تفکر له انساني عقل سره سازګار نه دی. ځکه کله چې اقتصادي هڅې د انساني اړتیاوو د پوره کولو او د ټولنې د هوساینې له موخو واوړي، او موخه یې د مال راټولول واوسي او حرص ته لار هواره کړي، نو انسان د خپلې ګټې او پانګې له زیاتوالو پرته د بل څه په اړه د فکر کولو فرصت له لاسه ورکوي. دا حالت انسان د عقل له ملګرتیا څخه باسي او د عقل د رڼا له ګټې یې بېبرخې کوي، او نه شي کولای چې د عقل د رڼا په مرسته له مال سره دوامداره مینه له زړه وباسي. په دې توګه انساني عقل له ښو او بدو، انساني او ضدانساني کړنو څخه راګرځول کیږي، او د مادي محاسبې په ژورو کندو کې دفن کېږي.
همدارنګه، د زیاتې شتمنۍ درلودل انسان افراطي ژوند، شهوتپرستۍ او داسې ویجاړوونکو زیاتو ته راکاږي چې ټول ځواک یې له منځه وړي. دا حالت انسان د خوشحالۍ، عیش او عشرت او لذتپرستۍ په ګرداب کې ډوبوي، په فردي ژوند کې یې د بدن او روح د تباهۍ لامل ګرځي، او د انسان عقل زیانمنوي. ځکه چې افراطي خوند اخیستنه، لذتپرستي او په خوراک، خوب او جنسي تمایلاتو کې ډوبېدل، د بدن د خرابېدو، د ځواک د ضایع کېدو او د انساني مزاج د روغتیا او تعادل د له منځه تلو سبب ګرځي، او د ټولو انساني قواوو، په ځانګړي ډول د عقل توازن ګډوډوي.
د مالپرستانو سترګې، غوږونه او ټول حواس یو اړخیز وي، یوازې د پانګې د زیاتوالي لور ته متوجه وي، او نور اړخونه او معیارونه په پام کې نه نیسي. له همدې امله ویلای شو چې دوی په معیوبو سترګو او کاڼو غوږونو موضوعاتو ته ګوري، او پېښې د ناروغ او یو اړخیز درک له مخې ارزوي، چې په دې توګه د حقایقو له سم درک څخه محروم پاتې کېږي.
۴. د انساني عواطفو مخنیوی
دې کې شک نشته چې د انساني ځانګړنو تر منځ عواطف ډېر لوړ مقام لري، څخه چې د فرد او ټولنې ژوند، د انسان بقا او د کورنۍ تنظیم پر عاطفې ولاړ دی. آن کولای شو ووایو چې، د عواطفو ضعف یا مړینه د انسانیت د ضعف او مړینې په مانا ده. انسان یوازې د عقل پر بنسټ نه؛ بلکې تر ډېره د خپلو عواطفو پر اساس ژوند کوي.
د دوستۍ او ټولنپالنې اصلي محور هم عواطف دي. انسان د عواطفو په رڼا کې انساني او مدني اخلاقو ته مخه کوي، او له حیواني او ځنګلي خویونو څخه ځان ژغوري.
خو له مال سره د مینې او سرمایهسالارۍ په فضا کې د انسان عواطف کمزوري کېږي، او له پیسو سره حریصانه مینه د انسان د باطني وړتیا اغېز له منځه وړي.
د زړونو د سختوالي او د بېاحساسۍ لامل همدا د وجدان او عواطفو مړینه ده چې په عیشطلبه انسانانو کې رامنځته کېږي. په «لیبرال-سرمایهداره» مدني ټولنه کې انسانان د وسایلو او توکو بڼه خپلوي، او یوازې د حاصل، تولید او ګټې پر بنسټ ارزول کېږي. حتی علم، تخنیک، هنر او… هم ذاتي ارزښت نه لري، بلکې هغه وخت د ارزښت په سترګه ورته کېږي چې د زیاتې ګټې او د تولید د ودې لامل شي.
د نورو انسانانو په اړه د سرمایهدارۍ نظر یو ارزښتي او انساني نظر نه دی، بلکې یو اقتصادي نظر دی. او دا ډول لیدلوری، یعنې انسان ته د وسیلې او توکي په سترګه کتل، د سرمایهدارانه تفکر ځانکړنه ده.
که چېرې د انسان وجدان څنډې ته کړل شي او زړه یې سخت شي، نو د انسان د شخصیت بنسټیز ارکان، لکه عقیده، عاطفه او نور ارزښتي تمایلات، نړېږي. ایمان او اخلاق یې له زوال سره مخ کېږي، او همدا زوال د انسان د وجود نورو برخو او د هغه د ژوند علمي، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ډګرونو ته هم سرایت کوي، او د انسان فکر او عمل پر ناوړه لارو روانوي. د زړه سختوالی د مالټولوونکو په ژوند کې یو پیاوړی محرک ګرځي، او له ټولنې سره د دوی د چلند او له خلکو سره د اړیکو بڼه ټاکي. د دا ډول وضعیت حتمي پایله د خلکو ځورول، د هغوی د حقونو استثمار او د وینې زبېښل دي.
په سرمایهداره ټولنه کې انساني عواطف نه، بلکې بېرحمي، بېاحساسي، بېمسؤولیتي، اقتصادي ظلم او تېري حکومت کوي، او پر نورو خلکو فشار راوړل د سرمایهداره ټولنې ځانګړنه ده.
قرآن کریم د سرمایهدارانو بېاحساسي او د سرمایهدارانو په اړه د خلکو نظر داسې انځوروي:
«إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ»[۱]
ژباړه: «بېشكه قارون د موسٰى له قومه څخه و، نو ده په دغو (بني اسرائیلو) باندې سركشي (او لويي) وكړه او مونږه ده ته له خزانو ځنې دومره مقدار وركړى و چې بېشكه د هغو چابیانې (كلیګانې) به خامخا په طاقتورې ډلې درنېدلې، (یاد كړه) هغه وخت چې ده ته د ده قوم وویل: ته (په مال خوشحالي او) تكبر مه كوه بېشكه الله (په مال خوشالېدونكي) تكبر كوونكي نه خوښوي.»
تاسې وینئ چې شتمن خلک سرمسته او خوشحاله وي، غم او درد د هغوی ډبره شوو زړونو ته لار نه مومي. دوی په خوشحالۍ او غرور کې ډوب شوي وي، له نصیحت او د دردمنو له درد څخه غافل وي. که څه هم دا ډول خوشحالي ژوروالی نه لري، د خلکو عمومي افکار او قضاوت د هغوی ژوند تریخوي. د انسان وجدان، که څه هم د لذتپرستۍ تر زنګ لاندې پټ شوی وي، بیا هم هغوی ملامتوي، او د شتمنۍ د له لاسه ورکولو پرلهپسې اندېښنې د هغوی له سترګو خوب تښتوي.[۲]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ قصص، آیه:۷۶.
[2]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص۴۳۱، ژباړن: میر معزی، سید حسین، اوړی ۱۳۸۴هـ، قم ـ ایران.


