لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷)
د نوي الحاد عقلپالنه
په تېره برخه کې عقلپالنه، د عقلپالنې ماناوې او استعمال د نوي الحاد د یوه مهم بنسټ په توګه وڅېړل شول. د عقلپالنې د درېیو مهمو ماناوو او استعمال له څېړلو وروسته، دې پوښتنې ته رسېږو چې معاصر ملحدان د خدایباورۍ پر وړاندې عقلپالنه په کومه مانا کاروي؟ ایا له عقلپالنې د دوی موخه د تجربهپالنې ردول دي، که د سنت نفي، او یا هم د دیني لارښوونو عقلاني څېړنه؟
هغه معاصره عقلپالنه چې ملحدان استفاده ترې کوي د یوه داسې هر اړخیز نړۍلید د رامنځته لپاره په وسیله بدله شوې ده چې هڅه کوي پرته له دې چې متافزیکي یا دودیزو مفاهیمو ته مراجعه وکړي، د نړۍ انځور وړاندې کړي. دا تګلاره یو ډول «ځانبنسټه عقل» (عقل خودبنیاد) تبلیغوي، چې ادعا کوي یوازې د عقل او تجربوي معلوماتو پر بنسټ کولای شي هر څه تشریح کړي. په دې مسیر کې، دین د یوه فلسفي سیال په توګه نه، بلکې د خپلواک عقل پر وړاندې د یوه خنډ په توګه معرفي کوي.
د دوی له ویناوو او اثارو څخه په ډاګه کېږي چې له یادې اصطلاح څخه د دوی موخه نه د تجربېپالنې پر وړاندې درېدل دي او نه هم د دین عقلاني تفسیر وړاندې کول؛ بلکې د دوی اساسي هدف د دین او سنت پر وړاندې مبارزه ده.
عقلپالنه د تجربېپالنې د نفي په مانا، یوه ژوره فلسفي موضوع ده چې له دکارت، سپینوزا او د هغوی له همفکرانو، او همدارنګه له لاک، هیوم او د هغوی له پلویانو سره تړاو لري، او له نویو ملحدانو او خداناباورانو سره چې لازماً د یوه بشپړ فیلسوف په څېر افکار نه لري، مستقیم تړاو نه پیدا کوي.
د دین د عقلمحوره تفسیر بحث هم یو دروندیني بحث دی. له دروندیني بحث موخه د دین په چوکاټ کې د دین عقلمحوره تفسیر دی؛ او له هغو خداناباورانو سره، چې عموماً له دیني باورونو انکار کوي اړیکه نه لري. په همدې اساس، یوازینی مانا چې له خداناباورانو سره تړاو پیدا کوي او عقلپالنه په همدې مانا کاروي، د عقلپالنې دویمه مانا ده، یعنې له سنت سره مخالفت. د نویو ملحدانو په ویناوو او لیکنو کې ګڼ داسې شواهد شته چې همدا ادعا تاییدوي.
داوکینز دیني باور له وطنپالنې سره پرتله کوي. د هغه په اند، وطنپالنه یا له قومي ډلې سره مینه هم کولای شي نړۍ د افراطیت د ځانګړې نسخې له مخې ګډوډه کړي. خو دیني ایمان هغه پیاوړی عامل دی چې د عقلاني محاسبې بهیر متوقف کوي او ډېری وخت داسې ښکاري چې پر نورو ټولو شیانو غلبه لري.
له دیني سنت سره د نوي الحاد اصلي ستونزه په حقیقت کې د نوي الحاد له معرفتي سرچینې سره تړاو لري. د دې لیدلوري پر اساس دیني باورونه د «د تولد د جغرافیې د تصادف» او په غیرعقلاني ډول د کلتور د انتقال محصول ګڼل کېږي، چې له معاصرو عقلاني معیارونو (ازمونپذیری او ابطالپذیری) سره سازګار نه دي. له همدې امله، د هغې عقلپالنې له مخې چې ادعا یې کېږي د هر هغه معرفت پر وړاندې چې سنتي او تاریخي رېښه لري تر ډېره سلبي او نقادانه دریځ لري، د سنت محتوا ورته مهمه نده.
د داوکینز په اند یې لامل تر ډېره هغه غولونکې وعده ده چې وایي «مرګ د ژوند پای نه دی او جنت ځانګړی جلال لري.» خو تر یوه بریده یو بل لامل دا هم کېدلی شي چې د دین ماهیت له پوښتنې او عقلاني نقد سره سازګار نه دی.[1]
داوکینز په بل ځای کې دیني باورونه د «شر» په توګه مطرح کوي، ځکه د ده په باور دیني باورونه هیڅ ډول توجیه او استدلال نه لري. د هغه په اند دیني ایمان ډېر خطرناک کېدای شي او د یوه بېګناه او زیانمنونکي ماشوم په ذهن کې په قصدي ډول د دیني عقیدې کرل یوه لویه تېروتنه ده.[2]
داوکینز له ستونزو سره د مقابلې په برخه کې د دیني لارښوونو په مقابل کې په کلکه پر علم او د انسان د وړتیاوو پر ځواک باور لري. د ده د انګېرنې له مخې، علم هغه کوچنۍ کړکۍ ده چې په مرسته یې کولای شو د احتمالاتو پراخ ډګر ته نظر واچوو.[3]
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، داوکینز چې د نوي الحاد له مخکښو څېرو څخه دی، خپلو څرګندونو کې د«عقلاني محاسبې»، «د دین د استدلالناپذیری دعوه»، «د دیني باور خطرناک والی» او «پر علم د باور» په څېر مفاهیمو باندې ټینګار کوي. نوموړی هڅه کوي چې خدایباوري له همدې زاویې تر نقد لاندې راولي.
له بلې خوا، موږ پوهېږو چې دا ټول هغه څه دي چې عقلپالنه د سنت د رد په توګه ټینګار پرې کوي. نو په همدې اساس، د دغو دواړو ټکو له یو ځای کولو سره دې پایلې ته رسېږو چې داوکینز یو عقلپال دی او هڅه کوي چې له همدې لیدلوري خداباوري له ننګونو سره مخ کړي.
له همدې امله، د وړاندې شوو شواهدو پر بنسټ ویلای شو چې د نوي الحاد له نظره عقلپالنه نه د تجربېپالنې نفي ده او نه هم د دیني لارښوونو عقلاني ارزونه؛ بلکې عقلپالنه دلته د دیني سنت د نقد او رد په مانا کارول شوې ده.
همدا ادعا شوی عقل د «عقلاني محاسبې»، «استدلالپذیری» او «پر علم د باور» په څېر معیارونه وړاندې کوي او هر هغه څه چې له دې چوکاټ څخه بهر تعریف شي- لکه د ماورايي چارو اړوند باورونه او هغه دیني لارښوونې چې له سنت څخه راټوکېدلې دي—بېاعتباره ګڼي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] Dawkins، 306.
[2] هماغه، 309.
[3] هماغه، 374.


