Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)
متفرقه دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)
عقل‌پالنه
تېره برخه کې مو د طبیعت‌پالنې مهمې ادعاوې وڅېړلې، په دې برخه کې عقل‌پالنه د نوي الحاد د یوه مهم فلسفي اصل په توګه څېړل شوې او لاندې دوو پوښتنو ته ځواب ورکړل شوی دی:
عقل‌پالنه څه شی ده؟ او معاصر ملحدان عقل‌پالنې ته په کومه سترګه ګوري؟
د لوېدیځو فیلسوفانو د اثارو له ژورې کتنې څخه په ډاګه کیږي چې عقل‌پالنه د ظاهري وضاحت خلاف په بېلابېلو معناوو کارول شوې ده؛ داسې چې که له عقل‌پالنې څخه د لیکوال یا ویونکي موخه مشخصه نه شي، نو سخته ده چې مخاطب ته په واضح ډول مطلب ورسول شي. لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د عقل‌پالنې بېلابېلې ماناوې وړاندې شوې دي خو لاندې درې ماناوې یې تر نورو نسبتاً مطرحې ګڼل کیږي. د موضوع د ښه درک په موخه لنډه کتنه ورته کوو:
۱. عقل‌پالنه د تجربه‌پالنې د رد په مانا:
د عقل‌پالنې یوه مهمه او عملي مانا د تجربه‌پالنې رد دی. د دې مانا او کارونې له مخې د حسي او تجربي پېژندنې پر ځای پر عقلي پېژندنې ټینګار کېږي. د عقل‌پالونکو په باور د حسي ادراکو په پرتله عقل د پېژندنې لوړه سرچینه ده. دکارت، سپینوزا او لایب‌نیتس عقل‌پالنه په همدې مانا تعبیر کړې ده.[1]
د عقل‌پالونکو له نظره که څه هم د پوهې او پېژندنې یوازینۍ سرچینه عقل نه دی، خو د پېژندنې یوازینۍ یقيني لار او بنسټیزه سرچینه عقل دی او عقلي پېژندنه د حسي او تجربي پېژندنې په پرتله د باور وړ ګڼل کېږي.[2]
۲. عقل‌پالنه د سنت د رد په مانا:
فیلسوفان ځینې وخت عقل‌پالنه په داسې مانا کاروي چې هدف یې د تجربه‌پالنې ردول نه وي؛ بلکې د دوی موخه د عقلانیت پلي کول او د سنت ردول وي. د لومړۍ مانا له مخې عقل‌پالنه د تجربه‌پالنې په مقابل کې وه، خو د دوهم تعبیر له مخې عقل‌پالنه نه یوازې له تجربه‌پالنې انکار نه کوي، بلکې تر یوه بریده ګټه هم ترې اخلي. لامل یې هماغه د عقلي توجیې درلودل دي چې له سنت سره په تقابل کې راځي.
عقل‌پالنه د سنت د رد په مانا ډېری وخت د روښانتیا (روشنگری) د دورې فیلسوفانو ته منسوبیږي. ولتر او ځینې نور فیلسوفان د انساني عقل لپاره چې تجربه هم پکې شامله ده د سنت په پرتله زیات په ارزښت قایل دي. په بل عبارت، د یادو فیلسوفانو په باور هغه پوهه او پېژندنه چې د انساني عقل له لارې تر لاسه کېږي، د هغې پوهې او شناخت په پرتله چې د سنت او ایمان له لارې تر لاسه کېږي، د ډېر ارزښت او اهمیت وړ ده.
په همدې اساس، عقل‌پالنه د روښانتیا په دوره کې د دې پرځای چې د تجربه‌پالنې په مقابل کې واوسي، زیاتره د دین او سنت په مقابل کې ده. عقل‌پالنه د سنت د رد په مانا د تجربې ملاتړې ده او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه ترې اخلي.[3]
۳. عقل‌پالنه له دین څخه د غیرعقلاني تفسیر د رد په مانا:
په اروپا کې د روښانتیا غورځنګ له ودې وروسته چې د مهمو علمي پرمختګونو په پایله کې رامنځته شوه د انسان پر وړتیاوو باور زیات شو او د «عقلي نقد» مسئله مطرح شوه. د عقلي نقد له مخې هېڅ شی د انسان له عقلي نقد څخه پورته نه دی.
عقلي نقد، چې د روښانتیا په دوره کې غالب و د دیني فکر په شمول ټولې برخې تر اغېز لاندې راوستې. عیسوي الهیات‌پوهان متوجه شول چې د انتقادي تفکر له زاویې خپلې دیني عقیدې وڅېړي او د عقیدې په برخه کې یواځې هغه څه ومني چې د عقل او انتقادي تفکر پر بنسټ د توجیې وړ واوسي. دا ډول لیدلوری د کانت په نظریاتو کې هم تر سترګو کیږي، ځکه کانت وایي چې دین یوازې د عقل په چوکاټ کې د منلو وړ دی.
د فلسفې تاریخ‌پوهانو دې میتود ته هم د «عقل‌پالنې» نوم ورکړی دی. خو ښکاره ده چې له عقل‌پالنې دا ډول تعبیر د عقل‌پالنې له وقعیت سره څرګند توپیر لري. که څه هم عقل‌پالنه په دې تعبیر تر یوه حده د دویم تعبیر پر اساس ولاړه ده، خو بیا هم د دوهم تعبیر په پرتله جلا ځانګړتیاوې لري.
د دوهم تعبیر له مخې عقل‌پالنه یو عام میتود دی، چې له مخې یې هر څه باید د عقل له معیارونو سره سم وارزول شي؛ خو د وروستي تعبیر له مخې عقل‌پالنه یوازې دیني باورونه په ځان کې رانغاړي. د دې میتود له مخې ایمان‌پالنه د دفاع وړ نه ده، او هر دیني باور باید د انساني عقل او پوهې پر بنسټ نقد او وارزول شي.[4]
البته، هېره دې نه وي چې د دریم تعبیر له مخې عقل‌پالنه په دوو برخو وېشل کېږي: حداکثري عقل‌پالنه او حداقلي عقل‌پالنه. د حداکثري عقل‌پالنې له مخې له عقل پرته هېڅ قضیه د منلو وړ نه ده. خو د حداقلي عقل‌پالنې له مخې، سره له دې چې د دین اصل او بنسټونه د عقل له لارې ثابتېدلی شي؛ خو په دین کې داسې قضیې هم شته چې له عقلي درک څخه پورته دي او د عقل په وسیله یې اثبات ممکن نه دی.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. پارکینسن، ۱۳۸۱: ۱۱.

[2]. پاپکین، ۱۳۸۵: ۲۸۸.

[3]. بیات، ۱۳۸۱: ۳۸۶.

[4]. فولکیه، ۱۳۷۰: ۸۰.

[5]. پترسون، ۱۳۸۷: ۷۲-۷۷.

الحاد نوی الحاد د نقد په تله کې
Previous Articleله مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

اړوند منځپانګې

متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)

شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۱)

چهارشنبه _25 _مارچ _2026AH 25-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD4 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶) عقل‌پالنه تېره برخه…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD10 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰) د معاد په…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۲)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD11 Views

لیکوال: ابورائف فراماسونري (برخه: ۳۲) په ماسوني تفکر کې د سپېڅلو اعدادو دلالتونه (دوام) د…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۶)

شنبه _4 _اپریل _2026AH 4-4-2026AD7 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۶) د تورې دانې (الحبة السوداء) اعجاز…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.