لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۵)
د طبیعتپالنې مهمې ادعاوې
په تېره برخه کې مو «د نوي الحاد بنسټونه» تر سرلیک لاندې بحث ترسره کړ او ومو ویل چې طبیعتپالنه د نوي الحاد تر ټولو بنسټیز اصل او نړۍلید دی. همدارنګه مو زده کړل چې له طبیعتپالنې موخه پر دې باور درلودل دي چې ټول شته شیان همدا طبیعت دی او له طبیعت پرته بل شی وجود نه لري؛ په بل عبارت، طبیعتپالنه په دې باور ده چې حقیقت له طبیعت او طبیعي ځواکونو پرته بل څه نه دی.
د طبیعتپالنې ادعاوې د ملحدینو ګډ نړۍلید ګڼل کېږي. د څیړنې په دې برخه کې د طبیعتپالنې ځینې مهمې ادعاوې څېړل شوې دي. په ټولیز ډول لاندې پنځه ټکي د ملحدینو ترمنځ د مشترک نړۍلید په توګه د طبیعتپالنې تر ټولو مهمې ادعاوې بللی شو:
۱. له طبیعت پرته، چې انسان او د انسان فرهنګي تولیدات هم پکې شامل دي، بل هېڅ شی وجود نه لري؛ نه خدای، نه نفس او روح او نه هم له مرګ وروسته ژوند. یعنې هستي تر مادې، انرژۍ او فزیکي قوانینو محدوده ده، د خدای، روح یا آخرت په څېر مفاهیم د انساني ذهن زېږنده بلل کېږي او عیني حقیقت نه لري.
۲. طبیعت په خپل ذات قائم دی او د خدای مخلوق نه دی؛ د دې ادعا له مخې نړۍ او د نړۍ قوانین هېڅ خالق یا بهرني علت ته اړتیا نه لري، بلکې په خپلواک او ابدي ډول شتون لري، یا دا چې د هغوی رامنځته کېدل تصادفي او د نامعلومو طبیعي بهیرونو پایله ده.
۳. که څه هم انسان په نړۍ کې هدفمند ژوند کوي خو نړۍ په حقیقت کې هېڅ هدف نه لري؛ یعنې کاینات او د هغه بهیرونه مخکې له مخکې ټاکل شوی هدف او پروګرام نه لري او د ژوند مانا یوازې د انسان د خپل انتخاب او هڅې زېږنده ده، نه کوم الهي مقصد.
۴. د دې لپاره چې خدای وجود نه لري، نو ټول علتونه په مطلق ډول طبیعي دي او یوازې د علم له لارې درک کېدای شي؛ د دې ادعا له مخې د نړۍ د هرې پدیدې د پېژندلو لپاره باید یوازې پر مادي علتونو او علمي مشاهدو تکیه وشي، ماورایي عواملو ته رجوع کول له عقلاني او تجربوي مېتود څخه انحراف ګڼل کېږي.
۵. ټولې ځانګړتیاوې طبیعي دي: د انسان د هوش او چلند په شمول د ژوندیو موجوداتو ټولې ځانګړتیاوې په پای کې د طبیعي عواملو پر بنسټ تبیین کېدای شي او نن ورځ دا کار عموماً د علمي چوکاټونو او د دارویني تکامل په رڼا کې د امکان وړ دی.[۱]
پورته ادعاوې، په ځانګړي ډول وروستي دوه موارد په ډاګه کوي چې طبیعتپالنه یوازې د نړۍ د جوړښت په اړه یو ساده باور نه دی، بلکې په یوه څېړنیز پروګرام او تبییني )علت موندونکې) ایدیولوژۍ بدلېږي. په دې اساس هره پدیده که څه هم ژوره او شخصي واوسي باید په پای کې د فزیک، کیمیا، بیولوژۍ او په ځانګړي ډول د تکامل د نظریې په ژبه وژباړل شي او تقلیل ورکړل شي.
همدا تقلیلپاله لیدلوری پخپله د هر ډول قدسي امر، خالص معنویت او عیني اخلاقي ارزښتونو د رد لامل ګرځي؛ ځکه چې قدسي امر، خالص معنویت او عیني اخلاقي ارزښتونه ټول یوازې د بقا پېچلي میکانیزمونه او د عصبي بهیرونو انعکاس بولي.
له همدې امله، طبیعتپالنه یوازې د نړۍ توصیف نه دی، بلکې د ځان په اړه د انسان د پوهې، په هستۍ کې د هغه د ځای، اخلاقي بنسټونو او معنا لپاره ژورې پایلې لري. طبیعتپالنه بېلابېل ډولونه لري، چې په عمومي ډول یې کولای شو په هستيپوهنیزه، مېتودولوژیکه او پوهنپوهنیزه طبیعتپالنه ووېشو.
هستيپوهنیزه طبیعتپالنه، چې د طبیعتپالنې تر ټولو قوي بڼه ده، په مستقیم ډول د وجود ماهیت ته مخه کوي او له طبیعت پرته د بل هر شي شتون ردوي.
مېتودولوژیکه طبیعتپالنه یو څه عملمحوره دریځ لري، د مېتودولوژیکې طبیعتپالنې وړاندیز دا دی چې د علمي پرمختګ په برخه کې پرته له دې چې د نهایي حقیقت په اړه فلسفي قضاوت وکړو باید په داسې بڼه څېړنې ترسره کړو لکه یوازې طبیعت چې شتون لري.
پوهنپوهنیزه طبیعتپالنه بیا پر دې باور ولاړه ده چې یوازینۍ معتبره او رښتینې پوهه هغه ده چې د طبیعي علومو د مېتودونو له لارې تر لاسه شي.
نوی الحاد تر ډېره له هستيپوهنیزې طبیعتپالنې څخه په ګټه اخېستو پر پوهنپوهنیزې نسخې ولاړ دی او پوهنپوهنیزه نسخه له هستيپوهنیزې طبیعتپالنې څخه د دینونو د مابعدالطبیعي بنسټونو پر وړاندې د وسیلې په توګه کار اخلي او د متعالي (ماورایي) چارو په اړه هر ډول بحثونه ردوي.
په همدې اساس د نوي الحاد عقلاني چلند په اصل کې له وړاندې ټاکل شوی دریځ دی، چې هر هغه څه چې د طبیعي او تجربوي علم له دایرې بهر وي—لکه دیني مفاهیم—د «عقلانیت» په نوم ردوي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- شهبازي او نور، 1395: 168.
-
بیکرانبهشت او شیخ رضایي، 1398: 87-89.


