لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۴)
د نوي الحاد بنسټونه
لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، نوی الحاد د (۲۰۰۱م) کال د سپټمبر د (۱۱) مې له پېښې وروسته را څرګند او په چټکۍ سره خپور شو. ماډرن ملحدينو له دې فرصت څخه تر ټولو ډېره ناوړه ګټه پورته کړه او پر ټولو دینونو، په ځانګړي ډول اسلام یې بریدونه وکړل. دوی اسلام د نړيوالو لپاره د جګړې، وژنې او تاوتریخوالي دین معرفي کړ. په دې لاره کې یې دومره هڅه وکړه چې د ملحدينو لیکل شوي کتابونه د نړۍ تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه وپېژندل شول؛ له دې جملې څخه د سام هاریس کتاب (پایان ایمان) (End of Faith)، د ریچارد داوکینز کتاب (د خدای توهم) (The God Delusion) او د کریستوفر هیچنز کتاب (خدای لوی نه دی) او (څنګه دین هر څه زهرجن کوي؟) د لوېدیځې نړۍ تر ټولو ډېرو پلورل شوو الحادي کتابونو څخه ګڼل کېږي.
باید يادونه وشي چې نوی الحاد د پخواني کمونیستي الحاد په څېر نه دی، چې یوازې په شوروي کمونیست پورې تړل شوي یو شمېر زدهکړه يالان یې تر اغېز لاندې راوستي وو، بلکې دا دومره خطرناک دی چې د دین له پوهاوي څخه بې برخې ځوانانو او تنکیو ځوانانو کې یې په پراخه کچه نفوذ کړی او د هغوی عقیدې یې بې ثباته او بدلې کړې دي. په دې لاره کې ګڼو دولتونو، سیاسي او اقتصادي بنسټونو د دې ډول الحاد د خپرېدو هرکلی کړی او پراخه مرسته یې ورسره کړې ده.[1]
دا نوی الحاد چې په چټکۍ سره خپور شوی او پراخه ډله یې تر اغېز لاندې راوستې ده، پر کومو اصولو، بنسټونو او نظرياتو ولاړ دی؟ د دې ډول الحاد تر ټولو مهم بنسټونه کوم دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې لیکنه کې پرې بحث شوی دی.
د نوي الحاد بنسټونه پر طبیعت پالنې، ودې، طبیعي ټاکنو او د علم او دین تر منځ پر ټکر ولاړ دي، چې هر یو یې په تفصیل سره تر څېړنې او بحث لاندې نیول شوی دی.
(۱) طبیعت پالنه
طبیعت پالنه د نوي الحاد تر ټولو بنسټیزه تکیه او نړۍ لید بنسټ ګڼل کېږي. دوی پر دې باور دي هر څه چې شته هماغه طبیعت دی او له دې طبیعت پرته بل څه شتون نه لري؛ په بله وینا دا باور چې حقیقت له طبیعت او طبیعي ځواکونو پرته بل څه نه دی، بلکې یو طبیعت پالنوکی باور دی.
په حقیقت کې طبیعت پالنه چې یوه متافزیکي عقیده ده او دا څرګندوي چې په پای کې څه رښتیني او څه غیر رښتیني دي. هغه څه چې په پای کې رښتیني ګڼل کېږي طبیعت دی، چې د مادې او انرژۍ تر ټولو کوچنیو جوړښتونو او د هغو له قوانینو څخه او کوم قوانین چې د دې جوړښتونو پر چلند واک لري، جوړ دی. د طبیعت پالونکو پر باور هر څه همغه طبیعت دی؛ په بله وینا طبیعت د مادي لاملونو او اغېزو یو تړلی نظام دی چې له ځانه بهر د هېڅ شي له خوا نه دی اغېزمن شوی، نو ځکه د «ماوراء الطبیعه» یا «فوق طبیعت» خبرې خیالي ګڼل کېږي او پر خیالي چارو باور هم یو خرافاتي باور دی.
دا نړۍ لید داسې بنسټ جوړوي چې پر اساس یې ټولې پېښې، له ساده فزیکي حرکتونو څخه تر ټولو پېچلو انساني عواطفو او د تمدنونو تر را څرګندېدو پورې باید د همدې تړلي نظام په چوکاټ کې تشریح شي. په دې لید کې ان د انسان ځان خبرتیا، اخلاقي وجدان او معنوي لټون هم یوازې د دماغي فعالیتونو او ارتقایي پروسو پېچلې پایلې ګڼل کېږي. طبیعت پالنه د هر ډول ماورایي عامل یا علت په ردولو سره، د نړۍ په تشریح کې پر یو ډول یووالي او همغږۍ ټینګار کوي؛ داسې تشریح چې په کې د فوق الطبیعي ځواکونو، الهي ارادې یا معنوي موخو لپاره ځای نه شته. دا لید هستي یوازې یوې سترې مادي صحنې ته را کموي چې ټولې پېښې یې یوازې د مادي اجزاوو تر منځ په علت او اغېزو پورې اړوند اړین او میخانیکي زنځیر ګڼل کېږي.
دا لید په مستقیم ډول له افراطي علم پالنې سره تړاو پیدا کوي، یعنې هر څه چې شته، د طبیعت د قوانینو تابع دي، نو د هغه د پېژندلو یوازینۍ معتبرې وسیلې د طبیعي علومو لارې دي چې پر مشاهدو او تجربو ولاړې دي. دلته طبیعت پالنه د یوه متافزیکی دریځ په توګه د علم پالنې د پېژندنې د ادعاوو لپاره لار هواروي، خو خپله دا ادعا چې «یوازې طبیعت شته» یوه فلسفي او متافزیکی ادعا ده چې په خپله د علمي تجربې له لارې نه شي ازمويل کېدلای. طبیعت پالنه مخکې تر دې چې یوه علمي پایله وي، یوه بنسټیزه فرضیه ده، چې د علمي معلوماتو د تفسیر چوکاټ ټاکي. په بله وینا دا علم نه دی چې د ماوراء الطبیعه د نه شتون پایلې ته رسېدلی، بلکې دا د ماوراء الطبیعه د نه شتون انګېرنه ده، چې د علمي لاسته راوړنو ځانګړی تفسیر لازموي. ډېر منتقدین پر دې ټینګار کوي چې د ټول واقعیت د مادي او طبیعي چارو پر بنسټ راکمول خپله یو فلسفي انتخاب دی، نه د علم یوه نه څرګندېدونکې پایله.
په لنډه توګه دا لاندې د ملحدینو د ګډ نړيوال لید په توګه د طبیعت پالنې تر ټولو مهمې ادعاوې ګڼل کیدای شي:
(۱) له طبیعت پرته چې انسان او د هغه کلتوري تولیدات پکې شامل دي، بل څه شتون نه لري؛ نه خدای، نه نفس او روح او نه له مرګ څخه وروسته ژوند.
(۲) طبیعت په خپله موجود دی او د خدای مخلوق نه دی.
(۳) نړۍ هېڅ موخه نه لري، خو انسان چې پکې ژوند کوي، خپله موخه لرونکی ژوند لري.
(۴) دا چې خدا نشته، نو ټولې تشریح ګانې او علتونه په بشپړ ډول طبیعي دي او یوازې د علم له لارې د پوهېدو وړ دي.
(۵) د ژوندیو موجوداتو ټولې ځانګړتیاوې د انسان د عقل او چلند په ګډون، په پای کې د طبیعي چارو پر بنسټ تشریح کېدای شي، چې نن سبا دا کار عموما د علمي چوکاټونو او دارویني تکامل له لارې ممکن دی.[2]
دا ادعاوې په ځانګړي ډول وروستۍ دوه څرګندونې، دا څرګندوي چې طبیعت پالنه یوازې د نړۍ د جوړښت په اړه یوه ساده عقیده نه ده، بلکې د څېړنې یو پروګرام او د تفسیر یوه ایډیالوژي ده. د دې لیدلوري له مخې هره پېښه، که هر څومره ژوره او شخصي وي، باید په پای کې د فزیک، کیمیا، بیولوژي او په ځانګړې توګه د ارتقا د تیورۍ په ژبه را کمه او وژباړل شي. دا را کموونکی لیدلوری خپله د هر ډول قدسي امر، خالص معنویت او عیني اخلاقي ارزښتونو د انکار بنسټ کېږي؛ ځکه چې هغه یوازې د بقا لپاره پېچلي میکانیزمونه او د عصبي پروسو انعکاسونه ګڼي. له همدې امله طبیعت پالنه یوازې د نړۍ یو توصیف نه دی، بلکې د انسان د ځان د پوهېدو، د هستۍ په دننه کې د خپل ځای او د اخلاقو او معنا د بنسټونو لپاره ژور دلالتونه لري.
طبیعت پالنه خپله بېلابېل ډولونه لري چې په هستۍ پوهنیزه طبیعت پالنه، میتودي او پېژند پوهنیزه طبیعت پالنې باندې یې وېشلی شو. هستۍ پوهنیزه طبیعت پالنه چې د طبيعت پالنې تر ټولو قوي بڼه ده، په مستقیم ډول د وجود ماهیت ته رسېږي او له طبیعت پرته د هر څه شتون ردوي. میتودي طبیعت پالنه چې یو څه عملي دریځ لري، وړاندیز کوي چې د علمي پرمختګ لپاره باید « داسې څېړنه وکړو چې ګواکې» یوازې طبیعت شته، پرته له دې چې حتمي فلسفي پرېکړه د وروستي واقعیت په اړه وکړي. پېژند پوهنیزه طبیعت پالنه بیا پر دې باور ده چې یوازینۍ معتبره او حقیقي پېژندنه هغه ده چې د طبیعي علومو د طریقو له لارې تر لاسه شي.[3]
نوی الحاد په عمومي توګه د هستۍ پوهنیزې نسخې پر بنسټ ولاړ دی او د پېژند پوهنیزې نسخې له طبیعت پالنې سره په تړاو کې دی او له هغې څخه د وسلې په توګه کار اخلي، چې د ادیانو پر مابعدالطبیعي بنسټونو حمله وکړي او هر ډول خبرې اترې له متعالي امر سره رد کړي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. افندی و انصاری، 1399: 3.
[2]. شهبازی و دیگران، 1395: 168.
[3]. بیکرانبهشت و شیخرضایی، 1398: 87-89.


