لیکوال: محمدعاصم اسماعیلزهي
هیومنېزم (انسان پالنه) (برخه: ۱۴)
هیومنېزم له مسلمان سره په مخامخ کېدو کې
جګړه خپلې دوديزې لارې چارې لري يا په بله وينا اسلامي اخلاق په هر څه، ان له مشرکينو سره هم مراعت کوي. رسول الله صلی الله عليه وسلم چې خپل لښکر ته د جنګ اخلاق ورښودل، ويې فرمایل: “وقاتلوا من كفر بالله اغزوا ولا تغدروا ولا تغلوا ولا تمثلوا ولاتقتلوا وليدا.” ژباړه: «او له هغو کسانو سره چې پر خدای کفر کوي مبارزه وکړئ، وجنګېږئ خو څوک په غل او زنځیرونو ونه تړئ، خیانت ونه کړئ! دښمن مه مثله کوئ، د بدن غړي یې مه پرې کوئ او ماشومان مه وژنئ.»[1]
که مسلمانان له دښمنانو سره کوم تعهد او تړون وکړي، نو الله جل جلاله هغوی ته امر کوي چې په خپله ژمه او تړون وفا وکړي او هېڅکله، د هېڅ موخې لپاره خپل تړون مات نه کړي او که د دښمن له خیانت څخه وېرېدل، نو باید په ښکاره ډول خپله ژمنه او تړون دوی ته بېرته وسپاري او خیانت ونه کړي؛ د تړون له ماتولو مخکې دښمن په جګړه کې ناڅاپي او غافل ګیر نه کړي: “وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهَ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهُ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ * وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَها مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ * وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ * وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدْتُمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ.” ژباړه: «د الله ژمنه پوره کوئ، کله چې ژمنه سره کوئ او خپلې لوړې (قسمونه) له ټينګولو وروسته مه ماتوئ، کله چې تاسو الله (هم) درباندې شاهد نيولی وي؛ بېشکه الله خو په هغه څه پوهېږي چې تاسې يې کوئ. د هغې ښځې په شان مه کېږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مزي کولو وروسته بېرته خلاصول، خپل منځ کې مو قسموونه د ټګۍ وسيله ګرځوئ چې يو قوم له بل قوم څخه زياته ګټه ترلاسه کړي (حال دا چې) الله مو په دې سره ازمېښت کوي او د قيامت په ورځ به مو حتما هغه څه در څرګند کړي چې تاسو پکې اختلاف کولو او که الله غوښتي وای، نو تاسو به يې خامخا يو امت ګرځولي وای، خو چاته يې چې خوښه شي بې لارې کوي يې او چاته چې وغواړي سمه لار ورښيي او خامخا به له هغه څه وپوښتل شي چې تاسو به کول. خپل منځ کې مو قسمونه د غولونې وسيله مه ګرځوئ، که نه بيا به کوم قدم له ټينګېدو وروسته وښويېږئ او په دې به کړاو وڅکئ چې خلک مو د الله له لارې اړولي او ستاسو لپاره به لوی عذاب وي.»[2]
“وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةٌ فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ.” ژباړه: «او که د کوم قوم له ټګۍ وېرېږې نو (په څرګنده يې تړون) ور وغورځوه يو برابره، بېشکه الله خاينان نه خوښوي.»[3]
حضرت معاویه رضي الله عنه تر یوې ټاکلې مودې له رومیانو سره ژمنه او تړون وکړ. وروسته چینانو خبر ورکړ چې رومیان له اوربند څخه د مسلمانانو د نابودۍ د چمتووالي لپاره ګټه پورته کوي. له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې دوی غافل کړي، خو کله یې چې دا موضوع له خپلو مشاورينو سره شریکه کړه، هغه یې له دې کار څخه را وګرځاوه او ورته ویې ویل: یا به په ښکاره او د دوی په خبرولو سره ژمنه او تړون ته بېرته ورګرځې او یا به تر پایه پورې د تړون مودې ته انتظار کوې. الله جل جلاله به د خپل امر د اطاعت له امله له تا سره مرسته وکړي، نو معاویه رضي الله عنه تر پای پورې د تړون مودې ته انتظار وکړ او د الله تعالی په اجازه یې پر رومیانو بری وموند.
تاریخ بيانوي چې صلیبیانو څنګه له صلاحالدین ایوبي[4] رحمه الله سره په خپله ژمنه او تړون کې خیانت وکړ او ناڅاپه یې بې وسلې او بې دفاع مسلمانان غافلګیر کړل. مسلمانانو جومات ته پناه وېوړه، خو صلیبیان جومات ته ور ننوتل او د خلکو په عام قتل یې لاس پورې کړ، تر دې چې وینه د اسونو تر زنګونونو ورسېده، خو کله چې حالت واوښت او صلاح الدین ايوبي رحمه الله پر هغوی بری وموند، له انتقام اخیستلو یې ډډه وکړه، دوی ته یې بخښنه وکړه او هېڅکله یې له هغې ژمنې سره چې ورکړې یې وه، خیانت ونه کړ.
د سولې او جګړې پر وخت د مسلمانانو وفاداري د تاریخ په اوږدو کې د دوی د ژمنو او تړونونو د یادونې وړ بېلګه وه؛ ځکه دوی د اسلام له ښوونو پیروي کړې او د لا إله إلا الله اخلاق یې خپل کړي دي.
اسلام په څرګنده توګه خپلو پیروانو ته لارښوونه کوي چې ځانونه د ناپوهۍ له حالتونو څخه جلا کړي؛ د شخصیت، اخلاقو او چلند د پاکوالي له لارې ځانونه بېل کړي او همدارنګه په ایماني لوړتیا کې د ټولو هغو سرچینو پر وړاندې چې اسلامي نه دي او یا له اسلام سره په ټکر کې دي، که څه هم کله ناکله مسلمانان له موقتي ماتې یا عارضي کمزورتیا سره لاس او ګرېوان کېږي: “وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ” ژباړه: «نو مه سستېږئ او مه خپه کېږئ او همدا تاسې برلاسي ياست که مومنان اوسئ.»[5]
د سرچینې توپیر په دې احساس کې دی چې مسلمانان د هدایت پر لار روان دي او نور د ګمراهۍ پر لار . دا لار او پروګرام چې مسلمانان پرې ژوند کوي، تر ټولو غوره او لوړه لار ده؛ ځکه چې دا رباني لار ده او هغه پروګرام او طريقه چې غیر مسلمانان پرې ژوند کوي، تر ټولو ټیټه لار او طريقه ده؛ ځکه چې دا د جاهلیت لار ده. دا ځانګړتیا د نژاد، رنګ، مقام، شتمنۍ، ځواک او یا د جاهلیت د هغو مفاهیمو پر اساس نه ده چې جاهلیت پرې ویاړي او د خلکو پر وړاندې پرې فخر کوي، بلکې دا ځانګړتیا د رباني تګلارې د پېژندنې او د هغې له پیروانو څخه سرچینه اخلي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. السجستانی، سليمان بن الأشعث، سنن أبي داود، ج2، ص44، کتاب الجهاد، باب في دعاء المشركين، رقم الحدیث: 2613، تحقيق: محمد محي الدين عبدالحميد، الناشر: دار الفكر.
[2]. سورۀ نحل، آیه: 91-94.
[3]. سورۀ انفال، آیه: 58.
[4]. جهت شناخت بیشتر شخصیت و زندگینامۀ سلطان صلاحالدین ایوبی رحمهالله، به قسمت حکمای مسلمان در بخش عظماءالامة سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمائید.
[5]. سورۀ آل عمران، آیه: 139.


