لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۱)
په دې دنیا کې د مړو را ژوندي کېدل او د اخرت لپاره یې د امکان دلیل
د تاریخ په اوږدو کې هېچا هم د معاد د نه شتون په اړه علمي دلیل نه دی وړاندې کړی. هغه څه چې د معاد منکران یې زمزمه کوي دا دي: ایا کېدای شي هغه انسان چې مړ شوی، ذرات یې خوسا شوي، خپاره شوي او له منځه تللي وي، یو ځل بیا را ژوندی شي؟ ایا دا کار ناممکن نه دی؟
د عقل او قرآن کریم ځواب دا دی چې له شک او شبهې پرته دا کار ممکن دی؛ ځکه هم په فکري لحاظ د تصور وړ دی او هم د شپې او ورځې په اوږدو کې په خپلو سترګو د مړو د را ژوندي کېدو بېلګې وینو، داسې بېلګې چې که له عقل څخه کار واخلو، خامخا به یې درک کړو.
دلته که څه هم زموږ استدلال د قرآن کریم پر بنسټ دی، خو قرآن کریم زموږ عقل فکر کولو ته را بولي او وایي: ایا هغه ذات چې تاسې یې هره شپه او ورځ او د کال په هر فصل کې د کار نمونې وینئ، بیا هم د الله تعالی د کوم کار د بعید ګڼلو او انکار کولو لپاره ځای پاتې کېږي!؟
د ونو او بوټو پسرلی او خزان د ژوندي کېدو او مړه کېدو بله روښانه بېلګه ده. په سورت فاطر کې لولو: الله تعالی هغه ذات دی چې بادونه لېږي، چې ورېځې وخوځوي، بیا یې مړو ښارونو او سیمو ته روانوي او کله چې باران وشي، نو مړ شوی ښار بېرته را ژوندی کوي. وروسته فرمايي: «كَذَلِكَ النُّشُورُ»[۱] یعنې د مړو را ژوندي کېدل هم همداسې دي، لکه د ونو او بوټو را ژوندي کېدل.
په بل ځای کې فرمايي: «رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتاً کَذَلِکَ ٱلْخُرُوجُ.»[۲] ژباړه: «د بندګانو د روزۍ لپاره او مړ (شاړ) ښار مو پرې ژوندى كړ، دغسې را وتل دي (له قبرونو څخه).»
په همدې اساس د خلقت او هستۍ په نړۍ کې د ژوندي کېدو بېلګې هره شپه او ورځ، هر کال او هر فصل زموږ د سترګو پر وړاندې ځلېږي او د مړو د را ژوندي کېدو مساله په اسانۍ سره راته څرګندوي. دا داسې مثالونه دي چې نه ژور فکر او تامل ته اړتیا لري او نه هم پکې کوم ابهام او پېچلتیا شته. اړینه ده چې د دې نښو په لوستلو سره له خپلو عقلونو د ناپوهۍ او تعصب پردې لرې کړو، چې د دې موضوع پر حقانیت پوه شو او په دې برخه کې د الله تعالی پر عظمت اعتراف وکړو.
د معاد د امکان نورې بېلګې
قرآن کریم د دې ادعا د ثابتولو لپاره چې د مړو را ژوندي کېدل ناممکن کار نه دی، ګڼې بېلګې او مثالونه بیان کړي دي او په هر مثال کې یې ټینګار کړی دی، لکه څنګه چې الله تعالی وتوانېد په دې دنیا کې مړي را ژوندي کړي، همدارنګه په اخرت کې هم د دې کار توان لري.
د قیامت په ورځ له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو حقیقت د اثبات لپاره مو یوازې د قرآن کریم پر هغو ایتونو بسنه نه ده کړې چې فکر او تدبر ته اړتیا لري، بلکې داسې دلایل یې هم وړاندې کړي دي چې فکر او ژور تامل ته اړتیا نه لري. دا دلایل په دې دنیا کې د مړو را ژوندي کېدل دي چې انسان یې په خپلو سترګو ویني او دا په خپله د هغو کسانو لپاره ښکاره دلیل دی چې دا پېښه یې لیدلې ده. کله چې دا موضوع په قطعي دلیل ثابته شي، نو د هغو کسانو لپاره چې په دې دنیا کې یې د مړو را ژوندي کېدل نه دي لیدلي هم یو قوي دلیل او حجت دی.[۳]
که د دا ډول دلایلو په اړه څېړنه ترسره کړو، نو په قرآن کریم کې به یې ډېرې بېلګې ومومو. د بېلګې په توګه: ابو مالک روایت کوي چې اُبي بن خلف یو خوسا شوی هډوکی د رسول الله ﷺ حضور ته راوړ، د نبي کریم ﷺ مخې ته یې ټوټې ټوټې کړ او ویې ویل: ای محمده ﷺ! ایا الله تعالی به دا هډوکی، وروسته له دې چې خوسا او خاورې شو، بیا را ژوندی کوي؟
رسول الله ﷺ وفرمایل: هو، الله تعالی همدا هډوکی بېرته را ژوندی کوي، بیا به تا مړ کړي، وروسته به دې بیا را ژوندی کړي او بیا به دې د دوزخ په اور کې واچوي.[۴]
راوي وایي: له دې وروسته د سورت یس وروستي ایتونه نازل شول، چې الله تعالی پکې خپل پېغمبر ﷺ ته فرمایي: «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ.»[۵] ژباړه: «ورته وايه: هغه ذات به يې را ژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى.»
په قرآن کریم کې ګڼې داسې بېلګې شته چې الله تعالی مړي په ځانګړو حالتونو او بېلا بېلو شرایطو کې را ژوندي کړي دي او هغوی د اوږدې مودې لپاره د خلکو پر وړاندې ژوندي پاتې شوي دي. دا چاره په خپله له دې دنیا وروسته د مړو د بیا را ژوندي کېدو تر ټولو لوړ او روښانه دلیل دی. د بېلګې په توګه د حضرت عزیر علیه السلام کیسه یادولی شو، هغه مهال کله چې حضرت عزیر علیه السلام په یوه سفر کې د یوې ورانې او کنډواله شوې ابادۍ له څنګه تېرېده، د تعجب له مخې (نه د انکار له مخې) یې وویل: «الله تعالی دا خلک له مرګ وروسته څنګه بیا را ژوندي کوي؟» د حضرت عزیر علیه السلام بشپړه کیسه په قرآن کریم کې داسې بیان شوې ده: «أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّى يُحْيِي هَذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَلْ لَبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانْظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.»[۶] ژباړه: «او يا لكه هغه كس چې په يو داسې كلي تېر شو چې پريوتی و پر بامونو يې، ويې ويل: الله به دا پس له دغې مړينې څرنګه را ژوندی كوي؟ نو الله هغه په سل كاله مرګ مړ كړ او بيا يې راپورته كړ، ورته یې وويل: څومره وځنډېدې؟ ویې ويل: يوه ورځ به ځنډېدلى يم يا د ورځې څه برخه! ويې فرمايل: نه، ته سل كاله ځنډېدلى يې، خو دې خوراک او څښاک ته دې وګوره چې لا نه دي خراب شوي! او خره ته دې وګوره او دا د دې لپاره چې خلكو ته دې يوه نښانه وګرځوو او دې هډوكو ته ګوره چې څرنګه يې خوځوو او بيا يې په غوښه پټوو! نو كله چې ورته څرګنده شوه، ویې ویل اوس پوهېږم چې بېشكه الله پر هر څه قادر دى.»
که څه هم د دې شخص په اړه اختلاف شته، ځینو هغه پېغمبر بللی دی او ځینو نورو ویلي دي چې هغه د صالحانو او نېکانو له ډلې څخه و، خو جمهور سلف رحمهم الله په دې اړه وایي: «هغه کس چې د یوه کلي له څنګ څخه تېر شو، د بنی اسرايیلو له صالحو بندګانو څخه و، چې عزیر نومېده. وروسته له دې چې بخت نصر د بیت المقدس یوې سیمې ته داخل شو او هغه یې ورانه کړه، عزیر له هماغې سیمې تېر شو او ویې لیدل چې د کورونو ټول چتونه نړېدلي او هر څه ویجاړ شوي دي. هغه دا ډېر لوی کار وباله او د الله تعالی د عظمت او لویوالي له مخې یې په تعجب سره وویل چې الله تعالی دا کنډوالې څنګه بیا را ژوندۍ کوي او دا تعجب یې د انکار او بعید ګڼلو له امله نه و.»[۷]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. سورة فاطر، آیت: ۹
[۲]. سورة ق، آیت: ۱۱
[۳]. الرفاعي، صفیة، إثبات المعاد وبيان حقيقته، نشر المقال في المجلة الإلكترونية الشاملة متعددة التخصصات، العدد الثالث والعشرون، شهر 4، ۲۰۲۰م، ص ۶.
[۴]. حارث بن محمد بغدادي، بغية الباحث عن زوائد مسند الحارث، تحقیق حسین احمد باکري، ج ۲، ص ۷۲۷، ناشر: مرکز خدمة السیرة النبویة – مدینة المنورة.
[۵]. سورة یس، آیت: ۷۹.
[۶]. سورة بقره، آیت: 259.
[۷]. الصوفي، ماهر احمد، موسوعة البعث والنشور، تقدیم: کوکبة من العلماء، 1431هـ.ق / 2010م، ص 35.


