Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)
اسلام شنبه _25 _اپریل _2026AH 25-4-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)
خوراکي بوټي د قرآن کریم، سنت او طب علم په تله کې
۲. شلغم: د وینې د روغتیا او د بدن د پیاوړتیا ضامن
شلغم د هغو خوړو له ډلې څخه دی چې یوازې غذایي نه، بلکې طبي ځانګړتیاوې هم لري. دا بوټی په پراخه اندازه معدني مواد لري چې د وینې له روغتیا سره، چې په پرله‌پسې ډول بیارغونې ته اړتیا لري مرسته کوي.
شلغم د پام وړ کلسیم او منیزیم لري چې د هډوکو او غاښونو د پیاوړتیا لامل کېږي او همدارنګه د ځینو تومورونو په څېر د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي. شلغم کې د پوتاشیم او په کمه اندازه د زرنیخ (Orpiment) شتون په بدن کې د غوړو د راټولېدو مخه نیسي، د وینې په پاکولو کې مرسته کوي او همدارنګه، د سرې او سپینې وینې د حجرو په جوړښت کې ونډه لري.
یاد بوټی په پراخه اندازه فاسفوریک اسید لري چې د عصبي حجرو او ذهني فعالیتونو لپاره ګټور تمامېږي. د شلغم پاڼې په خپل ترکیب کې اوسپنه او مس هم لري چې د وینې په پیاوړتیا او د تایرایډ غدې د فعالیت په تنظیم کې مهم رول لوبوي.
د طب له پلوه د شلغم اوبه د ګردو د تیږو په ماتولو کې رول لري، که جوش شي نو ستونی او تنفسي لارې پاکوي او د دانو او پوستي انتاناتو په مخنیوي کې مرسته کوي. په دې توګه، شلغم د تغذیې او درملنې ترمنځ د همغږۍ یوه روښانه بېلګه ده.
۳. مولۍ (فُجُل): ساده بوټی، خو لویه طبي ګټه
مولۍ هغه بوټی دی چې ځینې وخت کم‌ارزښته ګڼل کېږي، حال دا چې د علمي څېړلو پر اساس د مهمو غذایي او طبي موادو لروونکې ده. یاد بوټی ازوتي (Azotobacter) مواد، نشایسته (Starch)، معدني مواد، او د A او C ویټامینونه لري، چې د هډوکو په پیاوړتیا، د ادرار په زیاتولو، د هضم په ښه کولو او د ګردو او صفرا د تیږو په ماتولو کې مرسته کوي.
په ځینو هېوادونو کې مولۍ د مرستندویه درملو په توګه د ټوخي او دې ته ورته ناروغیو لپاره کارول کېږي. د دې بوټي شاوخوا ۸۵ سلنه برخه اوبه تشکیلوي او پاتې برخه یې له مغذي موادو او ګټورو اسیدونو جوړه شوې ده چې د ناروغیو په مخنیوي او د بدن د غړو په رغتیا کې مهم رول لري.
مولۍ یو ریښه‌لروونکی بوټی دی چې د کرم (brassica oleracea) له کورنۍ څخه شمېرل کېږي او معمولاً په سپین، سور یا ګلابي رنګونو موندل کېږي او تریخ خوند لري. دا بوټی هم په خام ډول (لکه سلاد) کارول کېږي او هم د نورو موادو په څېر پخول کېږي. همدا حقیقت انسان د لاندې الهي آیت په اړه ژور فکر کولو ته رابولي:
«وَأَنبَتنَا فِیهَا مِن كُلِّ شَیءٖ مَّوزُونٖ» ژباړه: او مونږ په ځمکه كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى.
۴. ګزره: د طبیعت ژمنۍ درملنه
ګزره د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه ده چې د نورو سابو، آن لیمو په پرتله هم په لوړه کچه ویټامین C لري. د دې بوټي یوه حیرانوونکی ځانګړتیا دا ده چې په ژمي کې وده کوي، هغه موسم چې د زکام په څېر ناروغۍ پکې ډېرې وي.
ګزره د ویټامین C تر څنګ د B او K ویټامینونه او همدارنګه د کلسیم، فاسفورس او سلفر په څېر معدني مواد لري. دا بوټی ستړیا کموي، له زکام سره مبارزه کوي، د پوستکي او وېښتانو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د هډوکو په وده کې مهم رول لري.
له طبي پلوه، ګزره د کولمو د پرازیتونو پر وړاندې اغېزناکه ده، د تنفسي لارو التهاب راکموي، د ګردو او زړه ناروغیو، شکر، د معدې زخم، او آن د هغو مسمومیتونو په درملنه کې کارول کېږي چې د درملو د استعال له امله رامنځته کېږي. ګزره کې د انسولین په څېر د موادو شتون دې بوټي ته ځانګړی طبي ارزښت وربښلی دی.
په لنډ ډول ویلای شو چې یاد بوټي دا حقیقت راښيي چې سالمه تغذیه د وقایوي طب بنسټ جوړوي. هغه خالق چې انسان یې پیدا کړی، د هغه خوراک یې هم د ده له بدني اړتیاوو سره سم او په دقیقه توګه برابر کړی دی. دا په زړه پورې همغږي د الهي حکمت یوه ښکاره نښه ده. «فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ إِلَىٰ طَعَامِهِ» ژباړه: نو پر الله کفر کوونکی انسان دې هغو خوړو ته وګوري چې خوري يې چې څه ډول يې ترلاسه کوي؟!
او هوښیار انسان د علمي او ایماني نظر له مخې، له خوړو هم درمل جوړوي او هم عبرت ترې اخلي؛ ځکه الله تعالی په ځمکه او د انسان په وجود کې د فکر خاوندانو لپاره بې‌شمېره نښې ځای پر ځای کړې دي.[۳]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:

[1]. الحجر: ۱۹.

[2]. عبس: ۲۴.

[3]. د «موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة» لنډیز، ج ۲، ص ۱۴۵-۱۵۱.

اعجاز قرآن معجزه
Previous Articleد نهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۴)
Next Article د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۶)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۶)

یکشنبه _17 _مې _2026AH 17-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)

چهارشنبه _13 _مې _2026AH 13-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۴)

شنبه _9 _مې _2026AH 9-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳)

سه شنبه _19 _مې _2026AH 19-5-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳) د بودیزم تعلیمات…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۹)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD6 Views

لیکوال: محمد فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۲)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۲) د…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۶)

یکشنبه _17 _مې _2026AH 17-5-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۶) د آس او زرافې په خلقت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳)

سه شنبه _19 _مې _2026AH 19-5-2026AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۹)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.