لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۶)
د هندي ادیانو د رامنځته کېدو مخینه
هند یو تاریخي، پراخ او له بېلابېلو باورونو او عقایدو ډک هیواد دی. دې خاورې د تاریخ په اوږدو کې ګڼ ادیان او فکري نظامونه تجربه کړې دي؛ لکه څنګه چې ډاکټر احمد شلبي په خپل کتاب «ادیان الهند الکبری» کې وایي:
«دا خاوره د بېلابېلو قومونو او طبقو ټولګه ده؛ بلکې ویلای شو چې هندي خاوره د څو ټولنو مجموعه ده، چې ګڼ ادیان، بېلابېلې ژبې او رنګارنګ نژادونه له یو بل سره په ګډه ژوند پکې کوي، له همدې امله د هند په اړه خبرې کول یوه پراخه او پېچلې موضوع ده.»[۱]
«ویدي» آیین د هند په تاریخ کې د هند د لومړني دین په توګه پېژندل شوی دی. د هغو ادیانو په اړه چې له ویدي آیین وړاندې په هند کې موجود وو، کره او دقیق معلومات په لاس کې نشته. همدارنګه، بودایي آیین هم د ویدي آیین او ګڼو نورو ادیانو له رامنځته کېدو وروسته منځته راغلی او د هند لومړنی عام دین نه و.
ویدي آیین، چې «برهمني» هم بلل کېږي، د «ودا» کتابونو پر بنسټ رامنځته شوی دی. د «ودا» کلمه د سانسکریت له ژبې اخیستل شوې چې د «قانون»، «پوهې» یا «معرفت» معنا لري. ودایان څلور کتابونه لري چې د حقیقت او د تألیف د وخت په اړه یې بېلابېل نظرونه موجود دي. ځینې په دې باور دي چې د ودا کتابونه له تورات څخه زرګونه کاله مخکې لیکل شوي او د څلورو برخو مجموعه ده:
۱. ریګویدا؛
۲. سامهویدا؛
۳. یجورویدا؛
۴. اتهروویدا.[۲]
خو دا باورونه څنګه د «هندوکي» یا «هندویي» په نوم مشهور شول؟ په دې اړه ویل کېږي چې لومړني کسان چې دې آیین ته یې د «هندویي» اصطلاح وکاروله، لوېدیځ پوهان وو. دا نوم په تدریجي ډول عام شو او د دې آیین پیروانو هم ومانه، تر دې چې نن ورځ په ټوله نړۍ، آن په خپله هندوستان کې د «هندو» دین په نوم پېژندل کېږي.
باید وویل شي چې د ودا دین د هندو دین لومړنی بنسټ او فکري هسته ګڼل کېږي. د هندو مذهب ډېری مهم مفاهیم او اساسي ښوونې لکه قربانۍ، ټولنیزې طبقې او د خدایانو مقام له ویدي زدهکړو (چې د هند د لرغوني ټولنې دین و) اخیستل شوي دي.
سره له دې، د دې آیین پیروان په خپل منځ کې زیاتره د «دهرما» کلمه کاروي، چې د «ژوند د تګلارې، طریقې او فکر » معنا لري. په پخوانیو زمانو کې دې آیین ته «برهمني» آیین ویل کېده، چې له «براهما» سره تړاو لري؛ هغه موجود چې د دوی په باور د نړۍ لوړ او تلپاتې روح دی. دوی په دې باور دي چې براهما د خلقت پیل دی او له یوې زرینې هګۍ څخه، چې له ازله د تیاره اوبو پر سر د حرکت په حال کې وه، پیدا شوی دی. د دوی د باور له مخې براهما له ټولو مخلوقاتو وړاندې موجود و او هغوی د خپل ځانګړي حساب له مخې سل کاله عمر ورته ټاکلی دی. د دغو ځانګړو کلونو هره ورځ زموږ د لمریزو کلونو له څلور میلیارده او درې سوه شل میلیونه کلونو سره برابره ده. د هرې ورځې په پای کې یو جهان له منځه ځي، خدای د شپې استراحت کوي او پر سبا یې یو نوی جهان رامنځته کوي.
د دغو باورونو پر بنسټ دوی «براهما» ته پیل او پای ټاکلی او د ازليتوب صفت یې ترې نفی کړی دی، ځکه د دوی په باور تر براهما مخکې زرینه هګۍ موجوده وه، هغه هګۍ چې براهما ترې راپیدا شوی دی. د مطلق تلپاتېوالي صفت یې هم ترې سلب کړی، ځکه دوی په دې باور دي چې د براهما اوږد عمر بلاخره پای ته رسېږي.[۳]
ډاکټر احمد الشلبي، چې د ادیانو د تاریخ یو وتلی شنونکی دی د هندي فکر او اند مخینه په لاندې دورو وېشي:
لومړی: د ویدي لومړۍ دوره چې درې فرعي پړاوونه لري:
الف) د لومړنیو افکارو د پراختیا او د طبیعت د ځواکونو او قواوو د عبادت پړاو: په دې پړاو کې دواړه باورونه که آریایانو له ځان سره راوړې وو او که د هند له بومي چاپېریاله راټوکېدلي وو شامل دي. د دې پړاو پیل له میلاد څخه مخکې پنځلسمې پېړۍ ته رسېږي او د ودا په کتابونو کې د دې دورې په اړه ګټور او ارزښتناک معلومات موندل کېږي.
ب) د برهمنانو له لوري د وداګانو د تدوین او تفسیر پړاو: دغو تفسیرونو ته «براهمنات» ویل کېږي او پیل یې نږدې له میلاد څخه مخکې اتمې پېړۍ ته رسېږي. په دې دوره کې د پوهې او تفکر یو شمېر څښتنان راپیدا شول چې دیني چارو ته یې پاملرنه وکړه او د خپلو باورونو په اړه یې ژور غور وکړ. دغې فکري بهیر د ځینو یا ټولو موروثي عقایدو په برخه کې نوو لیدلورو ته لار هواره کړه چې بلاخره د «برهمنیزم» مکتب ترې راوټوکېدو.
«رِنان سیدیولت» په دې باور دی چې برهمنانو دا تفسیرونه د دې لپاره رامنځته کړل، تر څو خپلو امتیازاتو ته د تقدس بڼه ورکړي. وروسته هغوی درک کړه چې د خپل قوم او د هند د اصلي اوسېدونکو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي؛ په همدې اساس یې د بشپړ اختلاط د مخنیوي لپاره د طبقاتي نظام (کاست) بنسټ کېښود. دا پړاو هماغه د هندوییزم پړاو دی چې تر نن ورځې پورې دوام لري.[۴]
ج) د «اوپانیشادونو» په نوم سپېڅلو کتابونو کې د ودایانو له لوري د لنډیز پړاو: دا دوره له شپږمې قبل المیلادي پېړۍ څخه پیلېږي او له میلاد وروسته څو پېړۍ دوام مومي.[۵]
دوهم: د الحاد دوره (د ودا د پیروانو له نظره): په دې دوره کې جیني او بودایي آیینونه رامنځته شول او له شپږمې قبل المیلادي پېړۍ وروسته ویدي آیین له انحطاط سره مخ شو.
درېیم: دوهمه ویدي دوره، چې د ودایانو د بیا بریا او پر الحادي ادیانو د هغوی د غلبې دوره ده؛ خو دا بریا د ودایانو د هغو تفسیرونو او شرحو له پراختیا سره مل وه چې د ودایانو دیني او ټولنیزې ځانګړنې پکې بیان شوې وې. یوه مشهوره شرحه یې «د مانو قوانین» دي، چې له میلاد نه مخکې شاوخوا درېیمه پېړۍ کې تدوین شوي دي. د دغو قوانینو په وسیله د هندو دین وروستۍ بڼه رامنځته شوه او بنسټیز ارکان یې تثبیت شول. د مانو د شریعتونو په اړه به وروسته لازم توضیحات وړاندې شي.[۶]
په دې لړۍ کې بودایي آیین په حقیقت کې د هندويي برهمني آیین یوه طبیعي ادامه ګڼل کېږي؛ خو البته په یوه ځانګړي نوم، ځانګړي لیدلوري او د یوه جلا دین په بڼه.
په لنډه توګه د هند خاوره یوه عجیبه او له ګڼو لویو او وړو آیینونو ډکه سیمه ده. د هندي باورونو له مخې د خدایانو او معبودانو شمېر تر میلیونو رسېږي. لکه څنګه چې لیدل کېږي، په دې هیواد کې هر څوک که د نوي دین یا مذهب د رامنځته کولو اراده وکړي، نو کولای شي چې په اسانۍ سره ځانته پیروان او عبادت کوونکي را جذب کړي؛ خو سره له دې ټولو، په هند کې غالب او پراخ دین هماغه هندويي برهمني دین دی.
د هندي ادیانو ترمنځ نېږدېوالی
هندي ادیان پر یوه ګډ محور حرکت کوي او هندوییزم د دینونو مور ګڼل کېږي؛ نور ادیان (لکه بودیزم او جینیزم) تر ډېره له همدې هندوییزم څخه راټوکیدلې دي او زیاتره یې بېرته بیا په یوه بڼه همدې هندوییزم ته ورګرځي. له همدې امله هندي ادیان که څخه هم د «کارما» په تفسیر او تشریح کې اختلاف سره لري؛ خو د «کارما» په اړه ټول یو ډول باور لري.
هندي ادیان د «تناسخ» پر عقیده کې هم سره مشترک دي او د ټولو ادیانو پیروان هڅه کوي چې نفسي غوښتنې له منځه یوسي او لذتونو ته شا کړي؛ ترڅو د بیا زېږېدو له کړۍ څخه ځان خلاص کړي. هندي ادیان عموماً د بدبینۍ رنګ لري او ټول د خلاصون او نجات په لټه کې دي او مفاهیم یې تر ډېره له یو بل سره توپیر نه لري.
وېلز د بودا د افکارو او نورو هندي نظریو ترمنځ اړیکه داسې بیانوي: «ګوتاما نه ژوره تاریخي پوهه درلوده او نه یې د ژوند له هغه پراخ او څو اړخیز بهیر څخه روښانه درک درلود چې د زمان او مکان په پراخ ډګر کې جاري دی، ذهن یې د خپل عصر او قوم د افکارو په چوکاټ کې محدود و او افکار یې د تلپاتې او پرلهپسې تصور د تکرار پر شاوخوا راټول وو.[۷]
د هند د ادیانو ترمنځ تر ټولو لوی اختلاف د ټولنیزو طبقو (کاسټ) په مسئله کې راڅرګندېږي. هندوییزم دا نظام تثبیت کړ او د طبقو ترمنځ یې روښانه او محکم سرحدونه وټاکل؛ خو جینیزم او بودیزم سره له دې چې هېڅ یو یې په عملي ډګر کې ونه توانېده چې په بشپړه توګه له طبقاتي نظام څخه ځان خلاص کړي، دا نظام ونه مانه.
د هندي ادیانو ترمنځ یو بل مهم اختلاف د «الوهیت» (خدایوالي) مسئله ده: په هندوییزم کې ګڼ خدایان موجود دي؛ جینیزم د خدای وجود رد کړ او بودیزم د دې موضوع په اړه له بحث څخه ډډه وکړه. خو دې واټن ډېر دوام ونه کړ؛ ژر جینیانو «مهاویرا» او بودایانو «بودا» د الوهیت مقام ته ورسول چې په دې توګه بتان او خدایان سره ګډ شول؛ ځکه هغوی دا درک کړه چې د خدای د نشتوالي اثبات د هغه د شتون د اثبات په پرتله ډېر سخت کار دی.
د خدای په مسئله کې جینیزم د «وحدت الوجود» عقیده نه مني، بلکې هر روح یو مستقل او ابدي واحد ګڼي چې برخلیک یې په یوه ټولیز روح کې ورګډېدل نه دي، بلکې تل جلا، پایدار او پر خپل حال پاتې کېږي؛ له همدې پلوه له هندوییزم سره اختلاف لري.
بودیزم نه د کاهنانو واکمني مني او نه د «ودا» قانون په رسمیت پېژني. همدارنګه، بودیزم له جینیزم سره په دې ټکي کې توپیر لري چې بودیزم د ټولنې نجات غواړي، خو جینیزم د فردي خلاصون په لټه کې دی.[۸]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- احمد الشلبي، ادیان الهند الکبری، مخ ۱۸.
- موسوعة الملل والادیان، ټوک ۲، مخ ۸۷.
- هماغه، ټوک ۲، مخ ۸۷.
- ډاکټر ابراهیم او ډاکټر یوسف کرم، تاریخ الفلسفه، مخ ۱۲.
- احمد الشلبي، ادیان الهند الکبری، مخ ۳۴.
- هماغه، مخ ۳۴.
- موسوعة الملل والادیان، ټوک ۲، مخ ۸۸.
-
هماغه، ټوک ۲، مخ ۸۸.


