لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۵)
قران کريم هغه کتاب دی چې الله تعالی د بشریت د هدایت او لارښوونې لپاره رالیږلی دی. په قرآن کریم کې د عقيدې، اخلاقو او د انسانانو د چلند اړوند ټول مسایل ذکر شوي دي. له همدې امله الله تعالی په قرآنکریم کې د هغو اديانو له پیروانو هم یادونه کړې ده چې د قرآنکریم له نزول وړاندې یې ژوند کاوه، او د هغو باطلو ادیانو له پیروانو یې هم چې د قران کريم له نزول وروسته منځ ته راځي.
الله تعالی د دې لپاره له باطلو ادیانو یادونه کوي چې د باطلو ادیانو پیروان حق ته را وبولي، د هغوی ناسم باورونه مطرح کوي او روښانه او قانع کوونکی ځواب ورکوي، او له دې سره سره حق وړاندې کوي او د حق پر ځانګړنو او برتریو ټینګار کوي.
که د قرآن کریم آيتونو ته رجوع وکړو او فکر پرې وکړو، نو درک به کړو چې الله تعالی د ادیانو په اړه په بشپړه، روښانه او څرګنده توګه خبرې کړې دي او ټول هغه ادیان یې چې د حضرت آدم علیه السلام له وخته تر قیامت پورې را پیدا شوي یا به را پیدا کېږي، بیان کړي دي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ الله يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ الله عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ»؛ ژباړه: « بي له شکه چې چا ایمان راوړی،او څوک یهودیان،ستوری بلونکي،عیسویان اوربلونکي او یا مشرکان شوي،نو الله پاک به د قیامت په ورځ د دوی په مینځ کې پریکړه وکړي.په رښتیا چې الله پاک په هر څه شاهد دی..[۱]
همدارنګه، الله تعالی له پېغمبرانو علیهمالصلاة والسلام یادونه کړې او روښانه کړې یې ده چې ټولو یې انسانان د یو واحد الله تعالی پیروی ته رابلل. الله تعالی فرمایي: «وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ»[۲]؛ ژباړه: « او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ.»[۳]
او همدارنګه فرمایی: «وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا الله وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ»؛ ژباړه: « او یقینا مونږ لیږلی په هر یو پخواني امت کې پیغمبر چې امر به يې کاوه خپل امت ته په دې خبره چې یواځې د الله تعالی بندګي وکړي، او د هغه نه پرته د بتانو او شیطانانو بندګي پریږدي.»[۴]
او د ټولو پېغمبرانو علیهمالصلاة والسلام دین یو (اسلام) دی . الله تعالی د خپل پیغمبر ابراهیم علیه السلام او د هغه د زوی اسماعيل علیه السلام په هکله فرمایي:«رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ» ژباړه: « ى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړ كړه او زمونږه په اولاد كې (هم) يوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه).»[۵]
همدارنګه د ابراهیم او یعقوب علیه السلام په هکله فرمایي: «اِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ» ژباړه «كله چې هغه ته خپل رب وويل: حكم منونكى شه، هغه وويل: زه د رب العلمين حكم منونكى شوم.»[۶]
د هند جغرافیې ته لنډه کتنه
د هند مساحت شاوخوا یو میلیون او دوه سوه یو ویشت زره او دوه اویا مربع میله دی؛ د هند قلمرو دومره پراخ دی چې له روسیې پرته تقریباً د اروپا له ټولو هېوادونو سره برابره دی. هند د نړۍ په نقشه کې مهم ځای لري. یاد هېواد د نیمه وچې په بڼه ښکاري چې د عمومي شکل له مخې تر یوه حده د افریقا قارې په څېر دی.
د هند جوړښت د یوه نامنظم مثلث په شان دی چې قاعده یې په پورته برخه او څوکه یې په ښکته برخه کې واقع ده. د دې مثلث قاعده د «هیمالیا» د لوړو غرونو له سلسلې راوتلې ده او څوکه یې «رأس کومارې» ته رسېږي. د پوهانو له نظره، هند یو “محصور ” هېواد بلل کېږي، ځکه چې د دې مثلث ختیځ او لوېدیځ اړخونه سمندر پوښلي دي او شمالي برخه یې د هیمالیا او سلیمان پرغرونو محصوره شوې ده. سربېره پر دې، دوه لوی سیندونه هم د دې هېواد په طبیعت کې مهم رول لري.
لومړی، د اندوس (سِند) چې له هیمالیا غرونو څخه سرچینه اخلي او د پنجاب له پنځو مشهورو سیندونو سره له یو ځای کېدو وروسته په عرب سمندر کې تویېږي.
دوهم، د کنکا یا ګنګا سیند دی چې هغه هم له هیمالیا غرونو څخه سرچینه اخلي او د برهماپوترا سیند سره له یو ځای کېدو وروسته (چې د دوی په نزد مقدس سیند بلل کېږي) د بنګال په خلیج کې تویېږي.[۷]
د هند په منځنۍ برخه کې، نږدې له لوېدیځ څخه تر ختیځو سواحلو پورې د غرونو او ځنګلونو یوه لړۍ غځېدلې ده. دا لړۍ هند په دوو برخو وېشي، چې هره برخه يې د طبیعت، نفوس او تمدن له پلوه له بلې سره توپیر لري.
د “هند” نوم د اندوس سیند له نوم څخه اخیستل شوی دی، او له همدې اندوس څخه د “اند” او “هند” کلمې رامنځته شوې دی. له اندوس موخه هغه سیمه ده چې د اندوس سیند په پورې غاړه کې موقعیت لري. له همدې امله، د دې سیمې اوسېدونکي “هندي” یا “هندو” بلل شوي دي.[۸]
د هند د نوم ایښودلو په اړه، ګوستاو لوبون وایي: «لوېدیځوال په دې باور دي چې د اندوس سیند خپل نوم هغه اسرار لرونکي سیمې ته ورکړی چې د سیند په بل لوري کې پرته ده؛ خو دا نظر په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی او احتمال شته چې د هند نوم د خدای “اندرا” له نوم څخه اخیستل شوی وي.»[۹]
هند له شمال لوېدیځ څخه له بلوچستان او افغانستان سره ګډه پوله لري، د شمال له لوري له ترکستان سره، له شمال او شمال ختيځ لوري له چین سره، او له شمال لوېديځ لوري له برما (میانمار) ګډې پولې لري.[۱۰]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الحج: ۱۷.
[2]. عبدالکریم زیدان، آشنایی با ادیان در قرآن، ۴۲.
[3]. الأنبياء، آیۀ 25.
[4]. النحل: ۳۶.
[5]. البقرة: ۱۲۸.
[6]. البقرة: ۱۳۱.
[7]. احمد الشلبی، ادیان الهند الکبری، ۱۸.
[8]. هماغه اثر، ص ۱۸.
[9]. غوستاف لوبون، حضارة الهند، ص ۲۵.
[10]. الادیان الوضعیة: ص ۱۶.


