Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴)
دینونه دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴)
په تېرو برخو کې د څېړنې مقدماتي موارد او مفهوم پېژندنه وړاندې شوه. په دې برخه کې د دینونو د وېش، جغرافیې او د هندویي دینونو د تاریخ په څېر موضوعاتو ته کتنه کوو؛ ځکه بودیزم هغه دین دی چې د هند په خاوره کې راټوکېدلی دی.
د دینونو وېش
هغه دینونه چې انسانان ایمان پرې راوړي، د معبود او د عبادت د موضوع له پلوه په دوو ډلو وېشل کېږي:
لومړۍ ډله: اسماني دینونه
اسماني دینونه هغه دینونه دي چې د یوازیني الله جل جلاله عبادت ته خلک را بولي او پر الهي وحې ولاړ دي. د اسماني دینونو په سر کې اسلام ځای او له اسلام وروسته یهودیت راځي. خو عیسویت د عقیدوي حقیقت له مخې د شرک له ستونزې سره مخ شوی دی؛ ځکه که څه هم د دې دین پیروان دعوه کوي چې د یوه واحد خدای چې درې اقنوم (خدای، پلار او زوی) لري عبادت ترسره کوي، خو حضرت عیسی علیه السلام او روح القدس د الله تعالی ترڅنګ د عبادت وړ ګرځول کېږي.
دوهمه ډله: وضعي دینونه
وضعي دینونه هغه دینونه دي چې اصول او تعلیمات یې پخپله بشر وضع کړې دي. وضعي دینونه بت‌پرستانه او له شرک څخه ډک دینونه دي، ځکه انسان له الله عزوجل پرته د بل چا عبادت ته رابولي.
د وضعي دینونو له ډلې هندوییزم، بودیزم او نور پخواني او اوسني شرکي او د بشر له‌خوا جوړ شوي آیینونه یادولای شو. همدارنګه عیسویت هم د همدې ډلې په قطار کې راوستل کېدای شي؛ ځکه د عیسویت پیروان حضرت عیسی علیه السلام او روح‌القدس دواړه د عبادت وړ بولي.[۱]
د دینونو یاد وېش د اسلامي څېړونکو او مفکرینو له‌خوا ترسره شوی دی؛ خو د دینونو د تاریخ ځینو څېړونکو دینونه له بېلابېلو اړخونو او زاویو په څو ډلو وېشلي دي. «د نړۍ ژوندي دینونه» د کتاب لیکوال رابرت ا. هیوم، دینونه له مختلفو اړخونو وېشلي دي؛ د بېلګې په توګه: د مړو او ژوندیو دینونو له مخې، د جغرافیایي سرچینې له مخې، د پیل د وخت له مخې، د پراختیا د ساحې پر بنسټ، د ارزښت او لیدلوري له مخې او داسې نور.
په دې منځ کې یاد لیکوال یوې په زړه پورې خبرې ته اشاره کوي، دی وایي: «آسیا د نړۍ د ټولو ژوندیو دینونو د زېږېدو ټاټوبی ګڼل کېږي.» نوموړی دا وېش داسې وړاندې کوي: هندويي، جایني، بودایي او سیک دینونه له جنوبي آسیا څخه سرچینه اخلي؛ کنفوسیوسي، تائويي او شینتو دینونه له ختیځې آسیا څخه راټوکېدلي دي؛ او په پای کې یهودیت، زرتشتیت، عیسویت او اسلام په لوېدیځه آسیا کې راپیدا شوې دي.[۲]
د اسماني او وضعي دین ترمنځ توپیر
اسماني او وضعي دینونه ګڼ توپیرونه سره لري، چې په لاندې ډول بیانېږي:
اسماني دین هغه دین دی چې د سند د سموالي او د متن د صحت په اړه یې معتبر دلایل موجود دي؛ حال دا چې وضعي دین داسې یو دین دی چې نه معتبر سند لري او نه یې متن له صحت او مصونیت څخه برخمن دی. له همدې امله، کېدای شي یو دین د خپل اصل او بنسټ له مخې اسماني واوسي؛ ځکه چې الهي وحی ته به منسوب وي، خو په متن کې د تحریف او بدلون له امله یې یوه برخه د وضعي دین په توګه وپېژندل شي؛ یعنې د متن د سلامت شرط پکې نه وي مراعات شوی.
ډاکټر عوض‌الله حجازي د اسماني او وضعي دین ترمنځ توپیر داسې بیانوي: اسماني دین هغه دین دی چې پر الهي وحی ولاړ وي او د الله تعالی له لوري د خپل پیغمبر په واسطه انسانانو ته رسول کېږي؛ خو وضعي دین د هغو لارښوونو او تعلیماتو مجموعه ده چې پخپله انسانانو وضع کړې وي، هوکړه یې پرې کړې وي او د منلو او عملي کولو ژمنه یې سره کړې وي. دا ډول تعلیمات پخپله د انسان د فکر او اند زېږنده ده.
اسماني دین تل او په دوامداره توګه انسان توحید ته رابولي او یوازې واحد ذات (الله تعالی) د عبادت وړ ګڼي؛ له الله تعالی پرته د بل چا پر وړاندې سر نه ټیټوي، یوازې له الله تعالی مرسته غواړي او یوازې د الله تعالی په نوم قرباني ترسره کوي.
خو وضعي دین کېدای شي ډبرې او بتان مقدس وګڼي او څو خداییزم ته لار پرانیزي؛ داسې چې بېلابېل او کله ناکله متضاد خدایان پکې رامنځته شي، لکه د خیر او د شر خدای، یا د جګړې او سولې خدای، او دې ته ورته نور.[۳]
 اسماني دین د الله تعالی ذات له هر ډول مشابهت څخه پاک او منزّه ګڼي؛ ځکه الله جل جلاله نه په ذات کې، نه په صفاتو کې او نه هم په افعالو کې له خپلو مخلوقاتو سره ورته والی لري. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ»؛ ژباړه: « (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته.»[۴]
په مقابل کې، وضعي دین کېدای شي د داسې معبود منلو ته غاړه کېږدي چې د انسان، حیوان یا ډبرې بڼه ولري او خلک یې عبادت وکړي، سر ورته ټیټ کړي، قربانۍ او نذرونه ورته وړاندې کړي. د تاریخ په اوږدو کې ځینو ډلو د لمر عبادت کړی، ځینو غوا خپل معبود ګرځولی، او ځینو بیا فرعون، چې ویل یې: «زه ستاسو برتر رب یم»، د خدای په توګه منلی دی.
همدارنګه بتان او بت‌خانې هم د بېلابېلو قومونو له لوري د عبادت او تعظیم وړ ګرځېدلي دي. آن په معاصره زمانه کې، سره له دې چې علم او تمدن پرمختګ کړی، بیا هم په ځینو سیمو کې خلک ځینې اشخاص مقدس ګڼي او ځانونه ورته نږدې کوي، یا لکه څنګه چې په هند او نورو ځایونو کې لیدل کېږي، چې د غواګانو او پسونو عبادت ترسره کوي.
په داسې حال کې چې دا ټول دروغجن معبودان، چې د الله تعالی پر ځای یې عبادت ترسره کېږي د هېڅ شي د پیدا کولو توان نه لري؛ آن دا چې د تر ټولو کمزوري مخلوق د پیدا کولو وس هم نه لري، بلکې د خپل ځان لپاره هم نه ګټه لري او نه زیان. الله تعالی په سورۀ حج کې فرمایي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ»[۵]؛ ژباړه: « اى خلقو! یو مثال بیانولى شي، نو تاسو ده ته ښه غوږ كېږدئ، بېشكه هغه شیان چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ دوى له سره یو مچ هم نشي پیدا كولى اګر كه دوى ده ته ټول راجمع شي.»
له اعتقادي پلوه، اسماني دین نه نسخ کېدونکی دی، نه بدلېدونکی او نه هم د تبدیل وړ؛ ځکه د ټولو بنسټیزو اصولو په برخه کې د ټولو پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام ترمنځ توافق موجود دی: پر الله تعالی او د هغه پر صفاتو ایمان، پر پیغمبرانو او د هغوی پر عصمت ایمان، او د آخرت پر ورځې، ثواب او عذاب ایمان.
په ټولو اسماني رسالتونو کې خالق یو دی، عبادت یوازې د هغه لپاره ځانګړی دی، هغه د کمال له ټولو صفاتو برخمن دی او له هر ډول نقص څخه پاک دی، او له ټولو انسانانو سره د خپلو اعمالو له مخې محاسبه کوي. دا اصول د ټولو اسماني دینونو ګډ بنسټ او مشترک ټکی بلل کېږي.
خو په وضعي دين کې، معبود کېدای شي له يوه نسل څخه بل نسل ته، او له يوې قبيلې څخه بلې قبيلې ته بدلون ومومي. سربېره پر دې، وضعي دين تل له نيمګړتيا سره مل وي؛ ځکه چې د بشر په لاس رامنځته شوی وي او انسان د دې وړتیا نه لري چې د انسان ټولې بدلېدونکې اړتياوې او غوښتنې درک او تأمين کړي. په مقابل کې یې، آسماني دين يو بشپړ، جامع او هر اړخيز دين دی؛ ځکه چې د اسمانونو او ځمکې د خالق له لوري نازل شوی دی؛ هغه خالق چې پر غيبو پوه دی، هېڅ کوچنی او لوی شی یې له علم څخه پټ نه دی او پر هر څه بشپړه احاطه لري.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. سعود بن عبدالعزیز، دراسات فی الأدیان الیهودیة والنصرانیة، ص ۱۲.

[2]. رابرت ا.هیوم، مترجم: عبدالرحیم گواهی، ادیان زندۀ جهان، ص ۳۴.

[3]. الادیان الوضعیة، ص ۱۲.

[4]. سورۀ اخلاص: ۱-۴.

[5]. الحج: ۷۳-۷۴.

[6]. الادیان الوضعیة، ص ۱۲.

بودا بودیزم
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳)

سه شنبه _7 _اپریل _2026AH 7-4-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۲)

پنجشنبه _2 _اپریل _2026AH 2-4-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD1 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴) په تېرو…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶) دوولسم…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)

یکشنبه _19 _اپریل _2026AH 19-4-2026AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰) د قرآن کریم، سنت او طب…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD16 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹) د زیتون تېل: مبارک خواړه او…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۴)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶)

دوشنبه _20 _اپریل _2026AH 20-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.