لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۶)
دوولسم درس: پر لنډمهالو دنیوي ګټو الهي اوامرو ته لومړیتوب ورکول
حضرت ابراهیم علیهالسلام د الله تعالی په امر خپله مېرمن او شیدې خوړونکی ماشوم په داسې ځای کې پرېښودل چې نه یې اوبه درلودې او نه کوم شین بوټی، حال دا چې دی پوهېده مال او اولادونه «فتنه»[۱] او «د دنیوي ژوند ښکلا»[۲] ده. د حضرت ابراهیم علیهالسلام دا عمل، چې باید د الله تعالی حکمونه پر هر څه، آن پر خپل ځان، کورنۍ او اولادونو هم مقدم وبولي، د قیامت تر ورځې پورې د ټولو مسلمانانو لپاره یو لوی درس دی.
دغه عمل موږ ته دا هم را زده کوي چې که انسان د الله تعالی فرمان ته غاړه کېږدي، نو الله تعالی به یې هېڅکله یوازې پرې نه ږدي او وبه یې ژغوري. لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ ینصُرْكُمْ وَیثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ.» ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د الله مدد وكړئ، هغه به ستاسو مدد وكړي او ستاسو قدمونه به ثابت (او ټینګ) كړي.[۳]
په دې پېښه کې حضرت هاجره هم د ایمان او یقین یوه روښانه بېلګه ده. کله یې چې له خپل مېړه څخه وپوښتل: «ایا الله تعالی حکم درته کړی دی؟» او مثبت ځواب یې واورېد، نو په ټینګ باور یې وویل: «نو هېڅکله به موږ ضایع نه کړي.» دا وینا د هغې د کامل ایمان او پر الله تعالی د مطلق توکل څرګندونه کوي. دا پېښه د ټولو ښځو لپاره یو مهم درس دی، ټولې ښځې باید د دې درنې مېرمنې په څېر پر الله تعالی توکل وکړي او بشپړ باور پرې ولري، تر څو وکولای شي د ژوند په سختیو کې له خپلو مېړونو سره مرسته وکړي او داسې اولادونه وروزي چې د ایمان، توکل او پر الله تعالی د باور په ګاڼه سینګار وي. د دا ډول نسل په روزنې سره به داسې یوه مؤمنه ټولنه رامنځته شي، چې د الله تعالی پر احکامو به باور لري او په ټولو چارو او حالاتو کې پر الله تعالی توکل کوي.
دیارلسم درس: د الله تعالی بندګي د هغه له اوامرو پیروي او بشپړ توکل غواړي
کله چې حضرت ابراهیم علیهالسلام خپله مېرمن او اولاد له کمې خرما او اوبو سره په یو وچ او خالي بیابان کې پرېښودل، نو پر الله تعالی یې بشپړ توکل درلود. ابراهیم علیهالسلام له دې کار وروسته خپل رب ته مخ کړ او د بندګۍ او عاجزۍ په اوج کې یې دعا او زاري پیل کړه. د ابراهیم علیهالسلام له دې عمل څخه په ډاګه کېږي چې مؤمن انسان باید له خپلو هڅو او کوششونو وروسته خپل ټول کارونه الله تعالی ته وسپاري اومرسته ترې وغواړي.
د ابراهیم علیهالسلام د دعا یوه بېلګه په قرآن کریم کې داسې راغلې ده: «رَّبَّنَا إِنِّی أَسْكَنتُ مِن ذُرِّیتِی بِوَادٍ غَیرِ ذِی زَرْعٍ عِندَ بَیتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِیقِیمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِی إِلَیهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ یشْكُرُونَ.»[۴]
ژباړه: اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي.
همدارنګه، رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د بدر په غزا کې کله چې د خپل لښکر لیکې منظمې کړې، نو په ډېرې عاجزۍ سره یې د الله تعالی دربار ته دعا وکړه او مرسته یې وغوښته: «اې الله! کومه ژمنه دې چې راسره کړې ده، پوره یې کړه. اې الله! که دا ډله مسلمانان له منځه ولاړ شي، نو بیا به هېڅکله پر ځمکه ستا عبادت ترسره نه شي.»
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم دومره دعا وکړه چې ردا یې له اوږو ولوېده. په دې وخت کې ابوبکر رضیاللهعنه د هغه ردا راپورته کړه، پر اوږو یې ورکېښوده، او ویې ویل: «اې د الله رسوله! له خپل رب څخه دومره مرسته مه غواړه، بېشکه ستا رب به خپله ژمنه پوره کوي.» له دې وروسته دا آیت نازل شو[۵]: « هغه وخت چې كله تاسي خپل پروردګار ته فرياد كاوه، په ځواب كې هغه وفرمايل چې زه ستاسي د مرستې لپاره پرله پسې يو زر پرښتې درلېږم.»[۶] دا پېښه د ټولو رهبرانو او انسانانو لپاره لوی درس دی، چې د هرې ستونزې او مصیبت پر مهال باید په اخلاص او بشپړې عاجزۍ سره الله تعالی ته پناه یوسي.
له پورته مواردو څخه دا پایله اخلو چې د الله تعالی بشپړه بندګي یوازې هغه وخت تحقق مومي چې له اوامرو یې اطاعت وکړو، وروسته په مطلق ډول توکل پرې وکړو، او تل دعا ورته وکړو. مؤمن انسان د الله تعالی پر وړاندې له یقین څخه ډک زړه لري؛ لومړی خپله هڅه او کوششونه کوي، وروسته ټول کارونه الله تعالی ته سپاري او د ستونزو د حل په موخه د الله تعالی دربار ته رجوع کوي. الله تعالی هم د خپلو بندګانو او دوستانو د دعاوو تر ټولو غوره قبولوونکی دی.
څوارلسم درس: مؤمنه ښځه او د صبر، استقامت او پر الله تعالی د توکل درسونه
د حضرت هاجرې او اسماعیل علیهماالسلام په دستان کې د صبر، استقامت او پر الله تعالی د توکل مهم درسونه موجود دي. په دې پېښه کې، کله چې د هغوی خواړه او اوبه ختم شول، نو حضرت هاجرې اووه وارې د صفا او مروه تر منځ د اوبو په لټون منډه وهي او په پای کې د الله تعالی په اراده د زمزم د اوبو چینه راوخوټېږي. له دې پېښې درې مهم ټکي را ایستل کېږي:
– د الله تعالی له لوري د دعا قبلېدل
لومړی ټکی دا دی چې الله تعالی د خپلو بندګانو دعاوې قبلوي. په دې موضوع د قرآن کریم په ګڼو آیتونو کې ټینګار شوی دی. د مثلا په توګه: «أَمَّن یجِیبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَیكْشِفُ السُّوءَ وَیجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِیلاً مَّا تَذَكَّرُونَ.» ژباړه: (آیا هغه څوك چې د ډیر ناچاره دعا قبلوي كله يې چې را وبولي او هغه كړاو لرې كوي او تاسي د ځمكې خليفه ګان ګرځوي، آیا الله سره كوم بل معبود شته؟ تاسي ډېر لږ نصيحت منئ
– د مور شفقت او مهرباني
دوهم ټکی د مور بېسارې عاطفه او مهرباني ده. په دې کیسه کې حضرت هاجره د خپل شیدېخور ماشوم د تندې د خړوبولو لپاره سرګردانه یوې او بلې خوا منډې وهي. له همدې امله په اسلام کې د پلار په پرتله له مور سره د نېکۍ سپارښتنه څو چنده زیاته شوې ده، تر څو اولادونه هېڅکله د خپلې مور په حق کې غفلت ونه کړي او د مور درناوی او مینه هېره نه کړي.
– د ایمان او توکل په بدل کې الهي اجر
پر الله تعالی بشپړ توکل د دې لامل شو چې حضرت هاجره د الله تعالی پر وړاندې لوړ مقام ترلاسه کړي. پر الله تعالی د ژور ایمان، بېکچې باور او هغې ډاډ چې د الهي امر له اورېدو وروسته یې څرګند کړ («نو هېڅکله به موږ ضایع نه کړي»)، الله تعالی په بېلابېلو بڼو اجر ورکړ: د زمزم چینه ورته راوخوټېده، د چینې شاوخوا مرغان راټول شول چې د کاروانونو لپاره نښه وګرځېده، او ورو ورو خلک دې ځای ته راغلل او د دوی تر څنګ یې ژوند پیل کړ.
همدارنګه، الله تعالی د حضرت حاجرې د درناوي په موخه د صفا او مروه تر منځ منډه وهل د حج او عمرې یو رکن وګرځوه. دا عمل له حضرت هاجرې سره د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو د زړه او احساس یو ژور تړاو څرګندوي، چې هر کال په دې مراسمو کې ګډون کوي او د خپلو حرکاتو او احساساتو په وسیله یې یاد تازه کوي.
د هند د نیمې وچې لوی مفکر استاد ابوالحسن ندوي رحمهالله د صفا او مروه ترمنځ د حضرت هاجرې سرګردانه حرکتونه په ډېر ژور او ښایسته انداز تحلیل کړې دي: «د خپل ماشوم لپاره د اوبو د موندلو په موخه د یوې مؤمنې او مخلصې ښځې په توګه د صفا او مروه ترمنځ د حضرت حاجرې سرګردانه حرکتونه الله تعالی تلپاتې وګرځول. الله تعالی د حضرت حاجرې عمل په یوه اختیاري حرکت بدل کړ، داسې حرکت چې د هر وخت او هر نسل تر ټولو لوی، هوښیار انسانان، فیلسوفان، نابغهګان، پاچاهان او مشران یې په ترسره کولو مکلف دي. د هغوی حج تر هغې نه بشپړېږي، چې د دغو دوو غرونو ترمنځ منډه ونه وهي، داسې یو ځای چې د هر عاشق مقام او د هر مطیع هدف دی.
منډه وهل (سعي) د دې نړۍ په ژوند کې د یوه مسلمان د مقام تر ټولو غوره انځور وړاندې کوي. دا عمل عقل او عاطفه دواړه سره یوځای کوي؛ انسان له خپل عقل څخه د ژوند د ګټو لپاره کار اخلي، خو کله ناکله د داسې عاطفې پر وړاندې چې له عقل څخه هم ژوره ده، تسلیمېږي. په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوي چې له زرق او برق او شهوتونو ډکه ده، خو څوک چې د صفا او مروه ترمنځ حرکت کوي، له دې ټولو څخه تېرېږي، هېڅ شي پورې زړه نه تړي او یوازې پر خپل هدف تمرکز لري. خپل ژوند ته د یوه داسې محدود پړاو په سترګه ګوري، چې له خپل رب د اطاعت او د خپلو پخوانیو د پیروۍ لپاره یې طی کوي. ایمان یې د لټون او هڅې په لار کې خنډ نه ګرځي او هڅې او کوششونه یې هم پر الله تعالی د باور او توکل مخه نه نیسي. د صفا او مروه ترمنځ حرکت هغه حرکت دی چې ارزښت او پیغام یې مینه او اطاعت دی.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. آیۀ ۱۵ سورۀ تغابن.
[2]. آیۀ ۴۶ سورۀ کهف.
[3]. محمد: ۷.
[4]. ابراهیم: ۳۷.
[5]. آیۀ ۹ سورۀ انفال.
[6]. رواه مسلم فی کتاب الجهاد، الحدیث: ۴۵۶۳.
[7]. سورۀ نمل: ۶۲.
[8]. ابوالحسن علی الحسنی، الندوی، الارکان الاربعه، دمشق: دار ابن کثیر، ۱۴۲۷ق، ص۲۳۷.


