لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۰)
د قرآن کریم، سنت او طب علم په رڼا کې د خوراکي بوټو ارزونه
۱. یقطین (کدو): نبوي خواړه او طبیعي درمان
یقطین یا کدو د هغو بوټو له ډلې څخه دی چې په قرآن کریم کې په څرګند ډول یادونه ترې شوې ده. الله تعالی د حضرت یونس علیهالسلام د کیسې په ترڅ کې فرمایي: «وَأَنبَتنَا عَلَیهِ شَجَرَةً مِّن یقطِینٍ.»[۱] ژباړه: « او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه.»
مفسرینو ویلې دي چې له پورته آیت څخه موخه دا ده چې پر حضرت یونس علیهالسلام د کدو بوټی هغه وخت راشین شو کله چې د ماهي له نس څخه راووت؛ ځکه کادو داسې بوټی و چې هم یې سیوری درلود، هم خواړه و او هم یې د درملنې ځانګړتیاوې درلودې.
په نبوي سنت کې هم له کدو سره د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ځانګړې مینه په ښکاره ډول را نقل شوې ده. انس بن مالک رضياللهعنه وایي: «یو خیاط رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ډوډۍ ته دعوت کړ. انس رضياللهعنه وایي: زه هم له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سره یوځای هلته لاړم. خیاط رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ته ډوډۍ او داسې شوروا راوړه چې له کدو او غوښې څخه تیاره شوې وه. ما ولیدل چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په کاسه کې کدو لټوي (او کدو یې خوښېږي).«فلم أزل أحب الدباء من یومئذ»[۲]، نو زما هم له هماغې ورځې له کدو سره علاقه پیدا شوه.»
ویل کېږي چې انس بن مالک رضياللهعنه به د کدو د خوړلو پر مهال ویل: «یا لک شجرة ما أحبک إلا لحب رسول الله صلیاللهعلیهوسلم إیاک.»[۳] ژباړه: «اې بوټیه! زه تا یواځې د دې لپاره خوښوم چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به خوښیدې.»
امام ابن کثیر رحمهالله د دې آیت په تفسیر کې د کدو ګڼې فایدې یادوي او لیکي: «وذكر بعضهم فی القرع فوائد منها سرعة نباته وتظلیل ورقه لكبره ونعومته وأنه لا یقربها الذباب وجودة تغذیة ثمره، وأنه یؤكل نیئا ومطبوخا بلبه وقشره أیضا وقد ثبت أن رسول الله صلیاللهعلیهوسلم كان یحب الدباء ویتتبعه من نواحی الصحفة.»[۴] ژباړه: ځینو علماوو د کدو (قرع/ دباء) ګټې داسې بیان کړې دي: چټکه وده کوي، د لویو او نرمو پاڼو له امله ښه سیوری برابروي، مچان نه ور نږدې کېږي، او مېوه یې د تغذیې له پلوه ډېره ګټوره ده. کدو هم خام او هم پوخ خوړل کېږي، هم یې دننه برخه او هم یې پوستکی د خوړلو وړ دی. دا هم ثابته ده چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم کدو خوښېده او د خوراک په کاسه کې به یې لټاوه او خواړه به یې.
ابن قیم جوزیه رحمهالله په «زاد المعاد» کې لیکي چې کدو یخ او لوند طبیعت لري: «یقطین (کدو): د دودیز طب له نظره یخ او لوند مزاج لري، غذایي ارزښت یې لږ خو لطیف دی. هضم یې چټک دی، او که له هضم مخکې خراب نه شي، نو په بدن کې ښه او مطلوب اخلاط رامنځته کوي. دا بوټی لطیفه او اوبیزه ماده لري، رطوبتي او بلغمي غذا برابروي؛ په همدې اساس د ګرمو مزاج لرونکو کسانو لپاره ګټور دی، خو د سړو مزاج لرونکو او هغو کسانو لپاره چې بلغم پرې غالب وي، چندان مناسب نه دی.»
د کدو اوبه تنده له منځه وړي، او که وڅښل شي یا سر پرې ومینځل شي، نو د تودوخې له امله رامنځته شوي د سر دردونه کموي. کدو هر ډول چې وکارول شي، د نس نرمونکی دی او د ګرمو مزاج لرونکو کسانو لپاره له چټکو اغېز لرونکو درملو څخه شمېرل کېږي.
د کدو روغتیايي ګټې په لاندې ډول دي:
۱. که چېرې کدو په خمیره کې ونغاړل شي او په تنور کې پوخ کړل شي، بیا یې اوبه راواخیستل شي او له نرمو مشروباتو سره یو ځای وڅښل شي، نو د شدیدې تبې په حالت تودوخه راکموي، تنده له منځه وړي او مناسبه تغذیه برابروي.
۲. که اوبه یې له ترنجبین او د میوې له مربا سره وڅښل شي، نو صفرا په خالص ډول دفع کوي.
۳. که کدو پوخ شي او اوبه یې له کم مقدار شاتو او کم مقدار نطرون سره یو ځای وڅښل شي، نو بلغم او صفرا دواړه په یو وخت دفع کوي.
۴. که کدو وټکول شي او د ضماد په توګه د سر پر نرمه برخه (یافوخ) کېښودل شي، نو د دماغو ګرم پړسوب ته ګټه رسوي.
۵. که د کدو د ښاخونو شیره را واخیستل شي او د ګلاب له تېلو سره ګډه کړل شي او څو څاڅکي یې غوږ ته واچول شي، نو د غوږ د ګرمو پړسوبونو درملنه کوي. همدارنګه د کدو ښاخونه د سترګو د ګرمو پړسوبونو او د نقرس (د بندونو پړسوب) لپاره هم ګټور تمامېږي.
کدو د ګرم مزاج او تبهلرونکو کسانو لپاره ډېر ګټور دی؛ خو که په معده کې له فاسد اخلاط سره مخ شي، نو ښايي هماغه حالت غوره کړي، فاسد شي او په بدن کې ناوړه خلط را پیدا کړي. د دې زیان د مخنیوي په برخه کې سپارښتنه شوې چې له سرکې یا ترشې چکنۍ سره یوځای وخوړل شي.[۵]
«وبالجملة فهو من ألطف الأغذیة، وأسرعها انفعالا ویذكر عن أنس رضیاللهعنه أن رسول الله صلیاللهعلیهوسلم كان یكثر من أكله.» ژباړه: «په ټوله کې کدو له تر ټولو نرمو او چټک اغېز لرونکو خوړو څخه دي. همدارنګه له انس رضياللهعنه څخه روایت شوی چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به کدو ډېر خواړه.»[۶]
نوې طب هم دغه موندنې تائیدوي. کدو له طبیعي قندو، د A او B وېټامینونو، اوسپنې، کلسیم، فعالو مرکباتو لکه «ککوربیتاسین» او امینو اسیدونو لکه «لوسین» څخه بډای دی. یاد بوټی اراموونکی، هاضم، لندونکی، ملین او د التهاب ضد ځانګړتیاوې لري، او د هاضمې، ادراري، قلبي ناروغیو، شکر، بېخوبۍ، قبض، بواسیرو او عمومي کمزورۍ په درملنه کې ګټور بلل شوی دی.
په طب کې یوه بنسټیزه قاعده وایي: «غوره درمل هغه دي چې د غواړو په بڼه واوسي او غوره خواړه هغه دي چې درمل واوسي.» او کدو د دې اصل یوه روښانه بېلګه ده.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینېې:
[1]. الصافات: ۱۴۶.
[2]. صحيح البخاري، كتاب البيوع، باب: ذكر الخياط، رقم الحدیث: ۱۹۸۶، ج ۲، ص ۷۳۷.
[3]. سنن الترمذي، أبواب الأطعمة عن رسول الله صلیاللهعلیهوسلم، باب ما جاء في أكل الدباء، رقم الحدیث: ۱۸۴۹، ج ۴، ص ۲۸۴.
.[4] تفسير ابن كثير – ط العلمية: ۷/۳۶.
[5] مُري: د نانخورش یا قاتق یو ډول دی چې د پخوانیو طبیبانو په نظر له لرغونو درملو څخه شمېرل کېږي.
[6]. زاد المعاد» ت الرسالة الثاني: ۴/۳۷۱.


