Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)
اسلام شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)
د زیتون تېل: مبارک خواړه او الهي اعجاز
قرآن کریم او د رسول الله ﷺ سنت د زیتون تېلو ځانګړې او بې‌سارې ځانګړتیاوې بیان کړې دي. په یوه حدیث شریف کې راغلي دي: «كلوا ‌الزیت وادهنوا به، فإنه من شجرة مباركة» ژباړه: «د زیتون تېل وخورئ او ځان پرې غوړ کړئ؛ ځکه زینتون له مبارکې ونې څخه دي.»
پورته نبوي لارښوونه یوازې یوه ساده خوراکي توصیه نه ده، بلکې د زینتون ونې د طبیعي اعجاز ژوره نښه ده. زیتون تېل یوازې د بدن د تغذیې وسیله نه ده، بلکې: د درملو په توګه کارول کېږي، د بدن د روغتیا ساتنه کوي او طبیعي انرژي برابروي.
د زیتون تېلو د ګټو علمي کشف
په ۱۹۸۶ کال کې د وینې د کلسترول پر کمښت د زیتون د اغېزو په اړه لومړنۍ علمي څېړنې خپرې شوې. پایلو وښوده چې په کرت ټاپو کې، چې اوسیدونکي یې په زیاته اندازه د زیتون تېل کاروي، د زړه ناروغۍ او قلبي سکتې ډېرې کمې دي.
 د زړه او رګونو پر سیستم اغېزې
زیتون تېل د زړه او رګونو پر سیستم ژور مثبت تاثیرات لري، چې مهم هغه یې په لاندې ډول دي:
  • د LDL یا “مضر کلسترول” کچه راکموي؛
  • د HDL یا “ګټور کلسترول” کچه لوړوي ؛
  • د رګونو د کلکېدو (تصلب شرایین) او بندښت مخه نیسي؛
  • د وینې د ټینګېدو ضد اغېز لري، چې د ناڅاپي قلبي سکتو خطر کموي؛
  • په طبیعي او نرم ډول د وینې فشار راټیټوي.
د میتابولیک او شکر ضد اغېزې
په وینه کې د خواږو اندازه راکموي او د هغو ناروغیو مخنیوی کوي چې د انسولین له مقاومت سره تړاو لري؛
همدارنګه، د غذایي موادو د جذب په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي او د بدن لپاره چټکه انرژي برابروي.
کیمیاوي ترکیبات او غذایي ارزښت
دقیق تحلیل ښيي چې په ۱۰۰ ګرامه زیتون تېلو کې: ۱ ګرام پروټین او ۱۱ ګرامه ګټور (غیر اشباع) غوړ، پوتاشیم، کلسیم، مګنیزیم، فاسفورس، اوسپنه، مس، سلفر؛ غذایي فایبر او مهم ویټامینونه چې د حجروي فعالیت، د هډوکو او دماغو د سلامتۍ لپاره اړین دي، شامل دي.
مهمې ګټې
  • د مغز او حافظې تغذیه: فاسفورس او ویټامین B؛
  • د زړه او رګونو روغتیا: غیر اشباع غوړ، پوتاشیم، د وینې د ټینګېدو ضد اغېز؛
  • د پوست او ویښتانو روغتیا: پوست او ویښته نرم ساتي، د التهاب ضد دي او د ژر زړښت مخه نیسي؛
  • د سرطان ضد: نوې څېړنې ښيي چې د زیتون تېل د هاضمې پر سیستم محافظتي اغېز لري او د کولمو د سرطان له مخنیوي سره تړاو لري.
ابن‌قیم جوز‎ي رحمه‌الله د زیتون په اړه وايي: «او د زهرو پر وړاندې ګټور دي، خېټه نرموي، له بدن څخه چینجي باسي … پوست نرموي او د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه نیسي.»[2]
زیتون تېل او د بدن انرژي
قرآن کریم زیتون د انسان لپاره د انرژۍ سرچینه معرفي کړې ده: «یوقَدُ‏مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَیتُونَةٍ لَا شَرْقِیةٍ وَلَا غَرْبِیةٍ یكَادُ زَیتُهَا یضِیءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ»[3]
ژباړه: « د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى.»
د زیتون تېل هر ګرام شاوخوا ۸ کالوري انرژي لري؛ ۱۰۰ ګرامه یې د انسان د ورځنۍ انرژۍ له نیمایي زیات اړتیا پوره کوي. په زیتونو کې شته غیر اشباع غوړ د وینې مضر غوړ جذبوي او د شریانونو په دیوالونو کې د هغوی د زېرمه کېدو مخه نیسي.
د زیتون تېلو معجزه‌یي اغېزې
۱. د قلبي ناروغیو او د رګونو د کلکېدو مخه نیسي؛
۲. د هاضمې سیستم نرموي، قبض او د کولمو التهاب کموي؛
۳. د سرطان ضد دي او معافیتي سیستم قوي کوي؛
۴. د مغز او اعصابو تغذیه ده، پوست د تازه ساتي او د ژر زړښت مخه نیسي؛
۵. حافظه، هډوکي، عضلات او  تناسلي سیستم پیاوړی کوي.
پورته ټولې ځانګړنې د علمي او طبي څېړنو په پایله کې تایید شوې دي او د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم له سنتو او احادیثو سره هم سمون لري.
د زیتون تېلو په اړه د معاصر طب نظر
له ۱۹۹۰م کال وروسته نړیوالو څېړنو وښوده چې د زیتون تېلو ورځنی استعمال:
  • د وینې فشار او کلسترول راکموي؛
  • د وینې د شکر کچه کنټرولوي؛
  • د کولمو ناروغیو او سرطان خطر کموي؛
  • د شریانونو د انعطاف او سلامتۍ په ساتنه کې حیاتي رول لري.
په پای کې ویل کېدای شي چې د زیتون تېل د الهي تدبیر او اعجاز څرګند مثال دی: الله تعالی د بدن غذا، دوا او د روغتیا ضامن ټول په یوه ماده کې ځای پر ځای کړې دي؛ چې د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم له سنتو او د بدن له طبیعي قوانینو سره سمون لري.
قرآن کریم د زیتون تېلو د برکت او تبارک یادونه کړې ده: «كلوا ‌الزیت وادهنوا به، فإنه من شجرة مباركة»[4]
ژباړه: «د زیتون تېل وخورئ او بدن پرې غوړ کړئ؛ ځکه د زیتون تېل له مبارکې ونې لاسته‌راوړل کېږي.»
د علم له پرمختګ سره د دې غذایي مادې ګټې او اسرار په څرګند ډول روښانه شول او وښودل شوه چې علمي حقیقتونه او د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت له یو بل سره همغږي لري او د الهي اعجاز نښه ده.
پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم په ځلونو د خوراک، علاج او بهرني استعمال لپاره د زیتونو تېلو استعمال تایید کړی دی. دا څرګندونې د یاد نبات د علمي اعجاز او الهي حکمت ګډ تصویر وړاندې کوي.
لنډیز: الهي اعجاز او هدایت
زیتون د بدن انرژي او د سالم سوخت سرچینه ده، د زړه، هاضمې او میتابولیک ناروغیو مخنیوی او درملنه کوي، او همدارنګه، مغز، پوست، ویښتان او حافظه قوي کوي. د قرآن کریم او پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنت داسې اعجاز چې نننی علم یې هم تاییدوي.
له همدې امله، د زیتون تېل د الهي حکمت او معاصر علم د ګډو ارزښتونو روښانه بېلګه ده، چې څرګندوي قرآن کریم او د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت نه یوازې معنوي هدایت وړاندې کوي، بلکې د انسان د روغتیا لپاره یې عملي او علمي لارښوونه هم وړاندې کړې دي.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. سنن الترمذي، ‌‌أبواب الأطعمة عن رسول الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم، باب ما جاء في أكل الزيت، رقم الحدیث: 1956، ج 3، ص 608.

[2]. «وينفع من السموم، ‌ويطلق ‌البطن، ويخرج الدود…  وجميع أصنافه ملينة للبشرة، وتبطىء الشيب.» ابن قيم الجوزية، محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين (ت 751هـ)، الطب النبوي (جزء من كتاب زاد المعاد لابن القيم)، ص238، الناشر: دار الهلال- بيروت.

[3]. النور: 35.

[4]. سنن الترمذي، ‌‌أبواب الأطعمة عن رسول الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم، باب ما جاء في أكل الزيت، رقم الحدیث: 1956، ج 3، ص 608.

[5]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 145-138.

اعجاز قرآن
Previous Articleنوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۷۸)

شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۷)

چهارشنبه _8 _اپریل _2026AH 8-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۰)

یکشنبه _5 _اپریل _2026AH 5-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD1 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹) د زیتون تېل: مبارک خواړه او…

نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD14 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰) د نوي الحاد…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کاپېټالیزم (۱۵ او وروستۍ برخه)

چهارشنبه _15 _اپریل _2026AH 15-4-2026AD14 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل‌زهي کاپېټالیزم  (۱۵ او وروستۍ برخه) د هغو هېوادونو بېلګې چې کاپېټالیستي اقتصاد…

نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۹)

چهارشنبه _15 _اپریل _2026AH 15-4-2026AD11 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۹) د نوي الحاد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰)

شنبه _18 _اپریل _2026AH 18-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.