لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱۰)
د نوي الحاد له نظره علمپالنه
په تېره برخه کې د علمپالنې موضوع په تفصیل سره وڅېړل شوه او د علمپالنې بېلابېل تعریفونه او تعبیرونه بیان شول. په دې برخه کې د یاد مفهوم د لا ښه درک په موخه د نوي الحاد له نظره علمپالنه تر بحث لاندې نیول کېږي.
اساسي پوښتنه دا ده چې معاصر ملحدان له خدای څخه د انکار په لار کې علمپالنه په کومه مانا کاروي او له علمپالنې یې ټاکلی تعریف څه دی؟
که څه هم معاصرو ملحدانو د علمپالنې په اړه په څرګند او صریح ډول تفصیلي بحث نه دی ترسره کړی، خو د هغوی په ویناوو او لیکنو کې په څرګند ډول د علمپالنې یا میتودولوژیکې طبیعتپالنې نښې نښانې لیدل کېږي.
معاصر ملحدان نه یوازې علم ته درناوی لري، بلکې علمي میتود د معرفت د ترلاسه کولو یوازینۍ معتبره سرچینه ګڼي. د هغوی په اند، هر هغه میتود چې د علمي طریقې پر وړاندې ودریږي، د منلو وړ نه دی. له همدې امله، ځینې یې په څرګنده توګه اعلان کوي چې نوي الحاد لپاره علم تر ټولو غوره، یا یوازینۍ لار ده چې په مرسته یې انسان کولای شي حقیقت درک کړي.
د مقالې په دوام کې هڅه شوې چې د بېلابېلو دلایلو په رڼا کې د علمپالنې پر وړاندې د ملحدانو د ژمنتیا څرنګوالی بیان شي.
د معاصرو ملحدانو د دریځونو مطالعه او ارزونه داسې شواهد او نښې نښانې په لاس را کوي چې د علمپالنې پر وړاندې د هغوی د باور ژورتیا څرګندوي؛ تر دې چې د هر ډول نیوکو پر وړاندې کلکه دفاع ترې کوي. د مقالې په یوه بله برخه کې «د علمپالنې پر وړاندې د معاصرو ملحدانو د ژمنتیا دلایل» تر عنوان لاندې د همدغو شواهدو یوه برخه څېړل شوې ده.
۱. پر عقلي معرفت د حسي معرفت برتري
په پیل کې داسې انګېرل کېږي چې تجربوي معرفت د دې لپاره چې له حسي ادراکو برخمن دی، د معرفت له پلوه تر ټولو لوړه درجه اعتبار لري. د انګلستان د اوکام د کلي فرانسیسي راهب «ویلیام اکامي» د همدې تصور پر بنسټ چې حسي ادراکات پر عقلي ادراکو برتري او تقدم لري، په دې باور و چې:
الف) د یوه شي د شتون د اثبات یوازینۍ لار دا ده چې د پنځهګونو حواسو له لارې درک شي، یا لږ تر لږه کومه نښه او اثر یې مشاهده شي. له همدې امله، د منلو وړ چارې تر حس او تجربې محدودېږي.
ب) حسي میتود تر عقلي میتود غوره دی؛ ځکه هغه څه چې د حس له لارې تر لاسه کېږي، د انکار وړ نه دي، خو عقلي ادراکات داسې نه دي. د بېلګې په توګه، هغه څوک چې د ژمي سړه هوا یې تجربه کړې وي، هېڅکله یې له شتون څخه انکار نه شي کولی؛ حال دا چې عقلي توجیهات بدیلپذیره دي او له همدې امله د حسي ادراکاتو په څېر قطعیت نه لري.[۱]
۲. د علمپالنې د منلو صراحت
کریستوفر هیچنز (Christopher Hitchens)چې د نوي الحاد له بنسټګرو څخه شمېرل کېږي، په دې باور دی چې علم او عقل د معرفت لپاره لازم عناصر دي، خو کافي نه دي؛ خو سره له دې نوموړی په ښکاره ډول ټینګار کوي چې هر هغه څه چې له علم یا عقل سره په ټکر کې وي، نه مني.[۲]
د پام وړ ټکی دا دی چې هېچنز دلته د علم تر څنګ د عقل یادونه هم کوي؛ خو د دوی له خبرو څرګندیږي چې له عقل څخه یې موخه فلسفي او قیاسي عقل نه شي کیدلی؛ بلکې زیات امکان دا دی چې له عقل څخه د دوی موخه هماغه تجربي عقل واوسي، کوم چې له تجربي علومو سره ډېر توپیر نه لري. له همدې امله، هیچنز د یوه نظر منل یا نه منل، له علم سره د موافقت یا مخالفت پر بنسټ سنجوي.
په حقیقت کې، دا دریځ د دې خبرې پخلی کوي چې د هیچنز له نظره یوازینۍ معتبره لاره هماغه علمي میتود دی؛ او هر هغه فکر یا لیدلوری چې له دې میتود سره په ټکر کې واقع شي، د منلو وړ نه ګڼل کېږي.
۳. د تجربي معرفت غورهوالی
دا چې ولې معاصر محلدان د علمپالنې پر منلو ټینګار کوي، یو مهم دلیل یې د علم لویې بریاوې او لاستهراوړنې دي.
ارنان مک (Ernan McMullan) چې د ماوراءالطبیعي هستۍپالنې پلوی دی، د علمپالنې د میتودولوژیک اړخ په دفاع کې د تجربي معرفت پر کفایت ټینګار کوي او وايي: داسې ښکاري چې د طبیعت د څېړلو په برخه کې د طبیعي علومو د کفایت مفروضه، یوه قوي تاریخي توجیه لري.[۳]
په پیل کې له دې استدلال څخه دا پایله اخیستل کېږي چې په بېلابېلو ډګرونو کې د علم بریاوې راته وایي چې هره اصیله او معتبره پوهه یوازې د تجربي علومو د میتودونو له لارې ترلاسه کېدای شي.
۴. د علم او طبیعتپالنې ترمنځ ذاتي تړاو
ځینې معاصر ملحدان په دې باور دي چې علم له میتودولوژیکې طبیعتپالنې سره ژور، ذاتي او نه بېلېدونکی تړاو لري. یوجین سکاټ (Eugenie Scott) په دې باور دی چې علم د خپل تعریف له مخې باید د ماوراءالطبیعي پدیدو څېړلو ته مخه نه کړي؛ او په عملي ډګر کې هم داسې چلند وکړي لکه فراطبیعي واقعیت چې هېڅ شتون نه لري. سربېره پر دې، که څه هم کېدای شي د علم لپاره داسې بشپړ تعریف ونه لرو چې د ټولو لپاره د منلو وړ واوسي، خو د ځینو بنسټیزو عناصرو پر سر یې توافق موجود دی. مثلاً دا چې هره علمي نظریه یا مفهوم باید د ازموینې (آزمونپذیری) د وړتیا، د وړاندوینې د ځواک، او… په څېر څرګنده تجربي منځپانګه ولري، هغه څه چې ماوراءالطبیعي تبیینونه تر ډېره له دغو ځانګړنو بېبرخې دي.
د نوي الحاد علمپالنه ټولې انساني تجربې یوازې د حسي او تجربوي معلوماتو کچې ته راټیټوي؛ او په دې توګه نه یوازې د دین او متافیزیک ساحه، بلکې د انساني علومو او فلسفې مهمې برخې هم حاشیې ته کوي. حال دا چې د همدې علمپالنې بنسټونه، لکه پر عقلي معرفت د حسي معرفت د برترۍ اصل، یا د حقیقت موندنې په برخه کې د علمي میتود انحصار، پخپله د تجربي معیارونو له لارې د اثبات وړ نه دي؛ په همدې اساس له یو ډول دروني تناقض سره مخامخ کېږي.
داسې ښکاري چې د نوي الحاد علمپالنه د دې پر ځای چې یو بېطرفه میتودولوژیک دریځ واوسي، تر ډېره د هر ډول فرامادي حقیقت پر وړاندې یو ځانګړی فکري موقف دی؛ هغه موقف چې په ځانګړو فلسفي بنسټونو کې ریښې لري او په جدي ډول بیاکتنې، نقد او ارزونې ته اړتیا لري.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. شاکرین، ۱۴۰۲، ۱۳.
[2]. Hitchens, 2007, p.5.
[3]. McMullin,2011, p.86.
[4]. شاکرین، ۱۴۰۲، ۱۵.


