Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)
متفرقه پنجشنبه _14 _مې _2026AH 14-5-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)
د حضرت لوط علیه‌السلام کیسه
حضرت لوط علیه‌السلام د حضرت ابراهیم علیه‌السلام وراره و. هغه د خپل تره بلنې ته لبیک ووایه، ایمان یې پرې راوړ او له هغه سره یو ځای یې د عراق له خاورې څخه شام ته هجرت وکړ. دا هغه مبارکه سیمه وه چې د الهي نعمتونو او برکتونو له امله په قرآن کریم کې د هغې خاورې په نوم یاده شوې چې الله تعالی مبارکه ګرځولې ده. الله عزوجل فرمایي:
﴿وَنَجَّینَاهُ وَلُوطاً إِلَى الْأَرْضِ الَّتِی بَارَكْنَا فِیهَا لِلْعَالَمِینَ﴾ [۱]
ژباړه: «او مونږ هغه ته او لوط ته نجات وركړ د هغې ځمكې په طرف چې مونږ په هغې كې د عالَمونو لپاره بركت اچولى دى»
 دغه هجرت د حضرت لوط علیه‌السلام د ژور ایمان او د خپل رب پر وړاندې د ټینګې وفادارۍ څرګندونه وه. الله تعالی خپله هم فرمایلي دي: ﴿فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّی مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّی إِنَّهُ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَكِیمُ﴾ [۲]
ژباړه: «نو لوط پر ابراهیم ایمان راوړ، او ابراهیم وویل: بې‌شکه زه د خپل رب پر لور هجرت کوم؛ یقیناً هماغه برلاسی او د حکمت څښتن دی.»
کله چې شام ته ولاړل، نو الله تعالی حضرت لوط علیه‌السلام د حضرت ابراهیم علیه‌السلام د ژوند پر مهال د سدوم د ښار خلکو ته د پیغمبر په توګه ورولېږه. سره له دې، چې دغه ښار په ظاهري نعمتونو او هوساینې سمبال و، خو په اخلاقي فساد کې تر ستوني ډوب و. حضرت لوط علیه‌السلام له خپل تره څخه بېل شو او سدوم ته ولاړ، څو خلک د الله تعالی لور ته راوبولي.
د لوط علیه‌السلام د قوم فساد او ناوړه کړنې
د سدوم خلکو داسې ګناهونه ترسره کول چې تر هغوی وړاندې یې بېلګه نه وه لیدل شوې. د کفر او د پیغمبرانو د دروغ ګڼلو ترڅنګ، د نارینه‌وو ترمنځ همجنسبازي (لواطت) هم په کې عام شوی و. شوکې به یې کولې، مسافر به یې وژل، مالونه به یې ترې لوټل او آن پرته له دې چې څوک یې مخه ونیسي یا یې له بدۍ راوګرځوي په خپلو عامه مجلسونو او غونډو کې به یې ښکاره ناوړه او سپک کارونه ترسره کول.
الله تعالی په قرآن کریم کې د دوی اعمالو ته په اشارې سره فرمایي: ﴿وَلُوطاً إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِینَ * أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِیلَ وَتَأْتُونَ فِی نَادِیكُمُ الْمُنكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِینَ﴾ [۳]
ژباړه: «او لیږلی و موږ لوط [پیغمبر] كله یې چې خپل قوم ته وويل: تاسي يو داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له نړيوالو نه يو هم پر تاسي نه دى مخكې شوى اّيا تاسي سړيو ته (په شهوت) ورځئ او لاره شوكوئ او په خپلو مجلسونو كې ناكاره كارونه كوئ؟ خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چې ويل يې: د الله عذاب راولیږه كه ته رښتينى يې.»
 د هغوی دغه ځواب د استهزا، سرکښۍ او عناد څرګندونه کوله. هغوی له حضرت لوط علیه‌السلام څخه وغوښتل چې که په خپله خبره کې رښتینی وي، نو الهي عذاب دې پرې نازل کړي. د دوی سپین‌سترګي او سرغړونه د بې‌ایمانۍ او اخلاقي زوال وروستۍ کچې ته اشاره کوي.[4]
د مرستې غوښتنه او الهي عذاب
کله چې حضرت لوط علیه‌السلام د خپل قوم دغه فساد، سرکښي او ناوړه چلند ولېد، نو له الله تعالی څخه یې مرسته وغوښته:
﴿قَالَ رَبِّ انصُرْنِی عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِینَ﴾ [۵]
ژباړه: «هغه وویل: زما ربه د مفسدو خلكو پر خلاف زما مرسته وكړې.»
الله تعالی یې دعا قبوله کړه او خپلې پرښتې یې ورولېږلې. پرښتو حضرت لوط علیه‌السلام ته وویل چې له خپل اهل او عیال سره یو ځای له ښاره ووځي او خپلو کسانو ته دې امر وکړي چې شاته دې نه ګوري؛ خو د هغه مېرمن به پاتې کېږي، ځکه هغه به هم د همدې قوم له برخلیک سره مخ کېږي. د الهي عذاب وخت سهار ټاکل شوی و.
کله چې د الله تعالی امر راورسېد، ښارونه یې سرچپه کړل او پر هغوی یې د کلکو او پرله‌پسې ډبرو باران راووروه. دا هغه نښان‌لرونکې ډبرې وې چې د رب له لوري د عذاب لپاره ځانګړې شوې وې، څو هېڅوک له دې سزا خوندي پاتې نه شي. الله تعالی فرمایي: ﴿قَالُواْ یا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن یصِلُواْ إِلَیكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّیلِ وَلاَ یلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِیبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَیسَ الصُّبْحُ بِقَرِیبٍ * فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِیهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَیهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّیلٍ مَّنضُودٍ * مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ وَمَا هِی مِنَ الظَّالِمِینَ بِبَعِیدٍ﴾ [۶]
ژباړه: «ويلې اى لوطه! موږ ستا د رب استازي يو، دوى هېڅ (ضرر) نه شي در رسولى، نو د شپې په يوه برخه كې خپله كورنۍ روانه كړه او هېڅوك دې له تاسو بېرته نه راګوري، پرته له مېرمنې دې، يقيناً هغې ته هغه (عذاب) رسېدونكى دى چې هغوى ته ور رسيږى بې شكه د هغوى نېټه سهار ده، آيا سهار نږدې نه دى؟ نو كله چې زموږ حكم راغى لاندې باندې (نسكور) مو كړل او پرله پسې مو داسې كاڼي پرې واورول چې له خټو جوړ، په اور پاخه شوي وو، ستا د رب په وړاندې نښانه شوي (كاڼي) او دا (عذاب) له ظالمانو څه لرې نه دى.»
 دغه الهي عذاب د ظلم، اخلاقي فساد او له حق څخه د انکار د پایلې یوه روښانه بېلګه وه؛ هغه قوم چې پر نصیحت د عمل پر ځای یې پر خپل پیغمبر ملنډې ووهلې او د توبې پر ځای یې سرکښي غوره کړه، نو د الله تعالی له سخت عذاب سره مخ شو.
د هغه د دعوت پر وړاندې د حضرت لوط علیه‌السلام د مېرمنې دریځ
د حضرت لوط علیه‌السلام مېرمن د خپل قوم پر دین پاتې شوې وه او د هغوی لپاره یې د جاسوسې په څېر کار کاوه. کله به چې د حضرت لوط علیه‌السلام کور ته مېلمانه راتلل، هغې به خپل قوم خبرولو. له همدې امله الله تعالی د کافرې په توګه یاده کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي :﴿ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِینَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَینِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَینِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ یغْنِیا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَیئاً وَقِیلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِینَ﴾ [۷]
ژباړه: «الله د كافرانو په هكله د نوح او لوط مېرمنې د بېلګې په توګه بيانوي چې زموږ د دوو نېكو بندګانو (تر نكاح) لاندې وې، خو بيا يې خيانت ورسره وكړ نو هغوى (نوح او لوط) د الله (له عذاب) څخه هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شول او هغو (ښځو) ته وويل شول: دواړه اور ته ننوځئ له نورو ننوتونكو سره.»
دغه آیت د دوو کافرو ښځو یادونه کوي: د حضرت نوح علیه‌السلام مېرمن او د حضرت لوط علیه‌السلام مېرمن. الله تعالی د دوی او د هغوی د مېړونو یادونه په ځانګړي ډول ځکه کړې ده، چې څرګنده کړي دوی د دوو پیغمبرانو په کورونو کې اوسېدلې او د دې ستر مقام له مخې لازمه وه چې پر الله تعالی ایمان راوړي؛ خو هغوی د فطرت او حق خلاف لاره غوره کړه او په الله تعالی یې کفر وکړ. له همدې امله د دوزخ د اور مستحقې وګرځېدې او له پیغمبرانو سره د اړیکې او خپلوۍ په وسیله ونه توانېدې چې هغوی له الهي عذاب څخه وژغورل شي. بلکې دا نږدېوالی ښایي د دوی د عذاب د زیاتوالي سبب هم شوی وي.
الله سبحانه وتعالی د خپل محبوب پیغمبر حضرت محمد ﷺ د مېرمنو په اړه هم فرمایلي دي: ﴿یا نِسَاء النَّبِی مَن یأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَینَةٍ یضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَینِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ یسِیراً﴾ [۸]
ژباړه: «اې د پېغمبر مېرمنو! له تاسي که څوك يو څرګند ناوړه كار وكړي نو د هغې لپاره به عذاب دوه برابره شي او دا الله ته (ډېره) اّسانه ده.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. أنبیاء: ۷۱.

[2]. العنکبوت: ۲۶.

[3]. العنکبوت: ۲۹-۲۸.

[4]. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج۲، ص۴۱۲-۴۰۹.

[5]. العنکبوت: ۳۰.

[6]. هود: ۸۳-۸۱.

[7]. التحریم: ۱۰.

[8]. الاحزاب: ۳۰.

انبیا تربیت روزنه نبي
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۰)

دوشنبه _11 _مې _2026AH 11-5-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۸)

شنبه _2 _مې _2026AH 2-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

پنجشنبه _14 _مې _2026AH 14-5-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱) د…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)

چهارشنبه _13 _مې _2026AH 13-5-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵) د اوښ په پیدایښت کې اعجاز…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱)

سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD7 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱) په تېره…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۹)

سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD6 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۹) د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ اړیکه تر ټولو مهم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

پنجشنبه _14 _مې _2026AH 14-5-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)

چهارشنبه _13 _مې _2026AH 13-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.