Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱)
بودائیزم سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهرالله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱)
په تېره برخه که مو په سوېلي او شمالي هېوادونو کې د بودیزم د پراختیا او بدلون په اړه بحث وکړ او د بودا ژوند ته مو هم لنډه کتنه وکړه. په دې برخه کې د بودیزم د پراختیا پړاوونه څېړو؛ دا چې بودیزم په کومو پړاوونو کې د خپل پرمختګ لار وهلې ده او اوس په کوم حالت کې قرار لري. همدارنګه، د بودا تعلیمات او لارښوونې یو په بل پسې تر بحث لاندې نیسو.
د بودیزم د پراختیا پړاوونه
د بودا دین د اسیا د ګڼو ملتونو ترمنځ خپور شوی او وده یې کړې ده، نن له شپږ سوو میلیونو زیات خلک د دې دین پیروان دي، د لیکنې په دوام کې په لنډه او منسجمه توګه د بودیزم دین تر څېړنې لاندې نیسو.
بودیزم د ودې او پراختیا لار په څو بېلابېلو پړاوونو کې وهلې ده:
لومړۍ پړاو (د بودیزم له منځته‌راتګ څخه تر لومړۍ میلادي پېړۍ پورې) د بودا د شخصیت په برخه کې د بودایانو په عقایدو کې د لوی بدلون دوره وه. د دې پړاو په پیل کې بودا یوازې د یوه ښوونکي، لوی انسان او نړیوال لارښود په توګه پېژندل کېده؛ خو ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره یې مقام بدلون وموند. لومړی سپېڅلی انسان وګڼل شو، بیا د درناوي او عبادت وړ وبلل شو او په پای کې د خدای په سترګه ورته وکتل شول.
دا پراخ بدلون د ټولو لپاره د منلو وړ نه و؛ له همدې امله د اختلافاتو د کمولو او د ګډ تفاهم د رامنځته کولو لپاره ډېرې غونډې او ناستې وشوې، خو دې ټولو هڅو ونشو کولای خلک قانع کړي چې د خدای مقام هغسې چې بودا خپله غوښتل؛ همداسې پرېږدي، له همدې کبله اختلافات په خپل ځای پاتې شول.
په همدې پړاو کې امپراتور آشوکا واک ته ورسېد. لکه په تېره برخه کې مو چې یادونه وکړه، نوموړي بودیزم د هند تر پولو ورساوه او ګڼو نورو سیمو کې یې هم خپور کړ. په همدې وخت کې بودایانو د عبادت ځایونو په جوړولو لاس پورې کړ، هلته یې جسدونه او بوتان ځای پر ځای کړل؛ په ځانګړي ډول په هند او سیلان (سریلانکا) کې یې داسې ټولنې او بنسټونه رامنځته کړل چې د خلکو د ټولنیز ژوند تنظیم او د دیني چارو څارنه یې کوله.[1]
دویم پړاو له لومړۍ تر پنځمې میلادي پېړۍ پورې دوام کوي، په دې وخت کې بودیزم ختیځ لوري ته تر بنګال، سوېل ختیځ ته تر کمبوډیا او ویتنام، شمال لوېدیځ لوري ته تر کشمیر پورې ورسېد. په درېیمه میلادي پېړۍ کې یې چین او منځنۍ اسیا ته هم لاره وکړه او حتی د سمندر له لارې چین ته هم ورسېد. وروسته یې له چین څخه د شمال ختیځ په لور مخه کړه او تر کوریا پورې ورسېد. په دې لړ کې د هغو چینايي زیارت کوونکو رول ډېر مهم و چې د ۳۹۹ او ۴۱۴ میلادي کلونو ترمنځ هند، سیلان او جاوا ته تللي وو، دوی په دې سیمو کې د بودیزم په خپرېدو کې مهمه ونډه درلوده. په دې هېوادونو کې بودیزم له واکمنو سلطنتي نظامونو سره نږدې اړیکې لرلې، د دین او سیاست همدا اړیکې د دې لامل شوې چې بودیزم پراخ او پیروان یې ډیر شي.
دغه پړاو د بودایي کلتور د پراخ پرمختګ شاهد و، په همدې وخت کې ښوونیز مرکزونه رامنځته شول، د بودیزم د پیروانو ترمنځ د بودایي ایین فکري او فرهنګي میراث رایج شو.
په درېیم پړاو کې چې له شپږمې تر لسمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي، بودیزم د ودې او پرمختګ لړۍ ته دوام ورکړ. په ځانګړي ډول له چین او کوریا څخه جاپان ته ورسېد او له هند څخه نېپال او بیا تبت ته خپور شو. په همدې موده کې د زیارت کوونکو شمېر او هغو سیمو ته یې تګ راتګ ډیر شو چې بودیزم پکې دود شوی و. البته دا اړیکې همېشه ثابتې او پیاوړې نه وې، د بودیزم پرمختګ یا شاتګ تر ډېره د همدې اړیکو له ځواک او کمزورتیا سره تړاو درلود. دا دوره له فرهنګي پلوه د بودیزم له زرینو دورو څخه ګڼل کېږي، ځکه د هغو ټولو هېوادونو پر ادب او هنر کې یې اغېز ښکاره و چې بودیزم یې منلی و.
په څلورم پړاو کې چې له یوولسمې تر پنځلسمې میلادي پېړۍ پورې یې دوام وکړ بودیزم د کمزورۍ او زوال په لوري روان شو او ګڼ شمېر آثار یې له منځه ولاړل. یو لامل یې په هند کې د هندو دین د فعالیتونو بیا پیل او غوړېدا وه، دویم لامل یې په هند او هغو نورو سیمو کې د اسلام راڅرګندېدل وو چې پخوا د بودیزم تر اغېز لاندې وې. په دې پړاو کې بودیزم د اسلام له نفوذ څخه د تېښتې په حال کې خپل فعالیتونه د لاووس، منګولیا او برما لوري ته سوق کړل. په همدې وخت کې بودایي فرهنګي فعالیتونو په برما، کمبوډیا، سیلان او جاپان کې خپل ژور اغېز پرېښود.[2]
پنځم او وروستی پړاو چې له شپاړسمې تر شلمې میلادي پېړۍ یې دوام وکړ د بودیزم په تاریخ کې له خورا حساسو او برخلیک ټاکونکو پړاوونو څخه شمېرل کېږي. په دې وخت کې بودیزم د لویدیځ له فکري ننګونې سره مخ شو، هغه فکر چې اروپايي استعمار دې سیمو ته را وارد کړ. لویدیځ استعمار دې هېوادونو ته خپلې فکري نظریې، تعلیمي اصلاحات او بېلابېلې فلسفې له ځان سره راوړې، بودیزم اړ شو چې د فکري یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره د خپلو بېلابېلو فرقو او څانګو ترمنځ یو ډول همغږي او همکاري رامنځته کړي. له همدې امله بودایي ډلې یو بل ته نږدې شوې، ترڅو د غربي مسیحیت او اروپايي فلسفو پر وړاندې مقاومت وکړای شي.[3]
په دې لړ کې بودیزم د لوېدیځ ګڼ فکري تمایلات ومنل، په مقابل کې مسیحیت هم د بودایي افکارو له ځینو نظریو اغېزمن شو. د دواړو مکتبونو د پوهانو ترمنځ کتابونه او نشریې تبادله شوې، په بودایي معبدونو کې د زده‌ کړو لړۍ پرمختګ وکړ او د غرب د پوهنتونونو او کالجونو له نظام سره نږدې شو. همدارنګه د ټولنیزو خدمتونو په برخه  کې د بودایانو او غربیانو ترمنځ همکارۍ رامنځته شوې.[4]
ویل کېږي چې د همدې دورې په پای کې بودیزم له کمونیزم سره مخامخ شو او په ډېریو هغو هېوادونو کې چې بودیزم پکې د پراختیا او ودې په حال کې و، واک د کمونیستي حکومتونو لاس ته ولوېد. له همدې امله بودیزم په دې هېوادونو کې خپل پخوانۍ برم او اغیز له لاسه ورکړ او تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې له دې کندې څخه ځان راوباسي او بېرته خپل پخوانی مقام ترلاسه کړي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:

[1]. الادیان الوضعیة، ص ۲۳۱.

[2]. موسوعة الملل والادیان، ج ۲، ص ۱۲۱

[3]. احمد الشلبي، ادیان الهند الکبری، ص ۱۸۳.

[4]. هماغه، ص ۱۸۳.

ادیان بودا بودیزم
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۳۹)
Next Article قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۸)

شنبه _20 _جون _2026AH 20-6-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴۳)

سه شنبه _16 _جون _2026AH 16-6-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۷)

شنبه _13 _جون _2026AH 13-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD20 Views

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸) د مسائلو…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD9 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤٤)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD9 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه: ٤٤) د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ د اړیکې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۷)

سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD31 Views

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۷) د مسائلو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD

له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.