لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۹)
د نوي الحاد د څېړنې په لړ کې طبیعتپالنه، عقلپالنه، تکامل او طبیعي انتخاب چې د نوي الحاد اساسي ځانګړنې دي وڅېړل شوې او اړین مطالب یې ذکر شول. په دې برخه کې «علمپالنه» د نوي الحاد د بل بنسټیز اصل په توګه تر څېړنې لاندې نیول کېږي.
علمپالنه چې په پیل کې یې د تجربې پر ارزښت ټینګار کاوه، د کلیسا له ماتې او د لوېدیځې نړۍ د نوې دورې له پیل وروسته په پراخه کچه مطرح شوه او ورو ورو د لوېدیځوالو په اند د معرفت د ترلاسه کولو یوازینۍ باوري سرچینه وګڼل شوه. په همدې لړ کې هڅه وشوه چې له دې علمي او تجربوي مېتود څخه د غیرتجربوي موضوعاتو د ارزونې لپاره هم کار واخیستل شي.[۱]
۱. علمپالنه څه شی ده؟
د علمپالنې په بحث کې تر ټولو مهمه پوښتنه د علمپالنې د ماهیت په اړه کیدلی شي. رښتیا هم علمپالنه څه شی ده؟ لوېدیځ مفکرین یې څه ډول تعریفوي ؟ او معاصر ملحدین د علمپالنې له کوم تعریف سره موافق دي؟ او هغه علمپالنه چې معاصر ملحدین ورسره موافق دي څه ډول علمپالنه ده؟
علمپالنه د نورو علمي اصطلاحاتو په څېر بېلابېل تعریفونه او تعبیرونه لري:
الف: د توماس سورل په شمول ځینې کسان په دې باور دي چې علمپالنه هغه حالت ته ویل کېږي چې انسان د نورو علومو په پرتله طبیعي علومو ته له حده زیات ارزښت ورکړي.[۲] په حقیقت کې بېلابېل علوم لکه فلسفه، الهیات، دینپوهنه او طبیعي علوم شتون لري خو د دې تعریف له مخې د نورو ټولو علومو په پرتله طبیعي علوم چې پر تجربه ولاړ دي، ډېر ارزښتناک ګڼل کېږي.
ځینو نورو بیا د علمپالنې د تعریف په برخه کې لاندې تعبیرونه وړاندې کړې دي:
«علم ته له حده زیات ارزښت ورکول»، یا «پر علم له اندازې زیات باور درلودل»
که څه هم پورته تعریف د ارزښت وړ دی، خو د دې تعریف وړاندې کوونکي علمپالنه یوه منفي پدیده بولي چې باید څنډې ته کړل شي. په بل عبارت؛ یاد تعریف مخکې تر دې چې د علمپالنې حقیقت روښانه کړي او د علمپالو محلدینو فکري لوری څرګند کړي، پخپله علمپالنه نقدوي او له کمزوریو یې پرده پورته کوي. همدا وجه ده چې ځینو علمپالنه د بنسټپالنې په څېر یوه متعصبه ایډیالوژي بللې ده.
ب: ځینو له دې امله چې پورته تعریف تر ډېره د تعریف کوونکي احساسات څرګندوي، نه د تعریف کېدونکي شي واقعي ماهیت، بل تعریف وړاندې کړی دی: د دوی له نظره له علمپالنې موخه دا ده چې علمي مېتود یوازینی د باور وړ لار ده او یوازې د علمپالنې له لارې انسان معرفت ته رسیدلی شي.
ځینو نورو همدا مفهوم په بېلابېلو تعبیرونو بیان کړی دی، لکه: «یوازې تجربوي علوم حقیقي علوم دي»، «د تجربوي علومو مېتود یوازینی مېتود دی چې باید په ټولو علومو کې وکارول شي» او «نړۍ باید هاغسې واوسي څنګه یې چې تجربوي علوم بیانوي.»[۶]
له دغو تعریفونو او تعبیرونو څرګندېږي چې یوازینی د باور وړ مېتود، هماغه علمي (تجربوي) مېتود دی او نور مېتودونه، لکه قیاسي مېتود، د باور وړ نه دي. دا دقیقاً هماغه لیدلوری دی چې د لوېدیځ د فکري تاریخ له بهیر سره هم سمون لري.
پر دې دوو لیدلورو سربېره، د علمپالنې د ماهیت په اړه بل نظر هم شتون لري. پیټرسن د علمپالنې اړوند سرچینو له مطالعې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې علمپالنه په ټوله کې په دوو معناوو کارول کېږي:
الف: علمي مېتود حقیقت ته د رسېدو د یوازینۍ لارې په توګه مطرح کول. د دې مانا له مخې، یوازې د طبیعي علومو مېتود معتبر ګڼل کېږي او علمپالنه یوازې تر طبیعي علومو محدودوي.
ب: په هغو برخو کې د تجربوي مېتود یا علمي نظریو کارول چې په اصل کې غیرتجربوي دي.[۷]
د دې تعبیر پر بنسټ، هغه کسان چې علمي مېتود د حقیقت د موندلو یوازینۍ لاره ګڼي، یا همدا مېتود په اخلاقو او فلسفه کې هم کاروي، علمپال بلل کېدای شي.
د علمپالنې د دغو دوو برداشتونو ترمنځ چې پیټرسن یې یادونه کړې، په منطقي ډول بېلوالی نشي راوستل کېدای؛ ځکه لومړی معنا دوهمه معنا هم په ځان کې رانغاړي. داسې کوم حالت نه شته چې له مخې دې یې دوهمه معنا سمه واوسي او لومړۍ هغه ناسمه. د یوه علمپال له نظره، اصل خپله پر علمي مېتود ولاړ دی؛ که له دې مېتود څخه استفاده وشي، نو ترلاسه شوې پایله آن که فلسفي موضوعات هم واوسي، ارزښت لري. که دا مېتود ونه کارول شي، نو آن په تجربوي موضوعاتو کې هم بحث بېپایلې پاتې کېږي.[۸]
په لنډ ډول، هغه څه چې د علمپالنې له مفهوم څخه ترلاسه کېږي، د معاصر پېر د پوهنپوهنیزې تقلیلپالنې څرګندونه کوي. علمپالنه د تجربوي مېتود په انحصارولو سره په عملي توګه د معرفت نورې لارې، لکه فلسفي عقل، عرفاني شهود او الهي وحی، څنډې ته کوي. حال دا چې پخپله دا ادعا چې «یوازې علمي مېتود معتبر دی»، د تجربوي مېتود له لارې نه شي ثابتېدای او له همدې امله له دروني تناقض سره مخ ده.
تر ټولو مهمه دا چې علمپالنه، د نوي الحاد د یوه اساسي رکن په توګه، د مابعدالطبیعه او له مادې ور هاخوا موضوعاتو ته په ارزښت نه ورکولو سره، د هستۍ نیمګړی انځور وړاندې کوي. د انسان بنسټیزې پوښتنې، لکه د ژوند معنا، هدف، اخلاق او د خدای شتون، هغه پوښتنې دي چې د تجربوي علومو له وسه پورته دي. په همدې اساس، معرفت یوازې تر حس او تجربې محدودول نه یوازې دا چې حللاره نه ده، بلکې د فکري جمود یو نوی ډول یې هم رامنځته کړی دی.
له همدې امله، د معاصرې فلسفې ګن شمېر پوهان په دې باور دي چې افراطي علمپالنې په خپله دین ته ورته بڼه غوره کړې ده، چې د عقلاني بنسټونو او سالم عقل له غوښتنو سره په ټکر کې واقع کېږي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. افضلي او رضایي، ۱۴۰۳، ۳۱.
[2]. Sorell, 2013, x
[3]. Rosenberg, 2011,p.6
[4]. Williams and Robinson (eds.), 2015, p.p.1-22
[5]. Ibid, p.6
[6]. Ibid, p.7
[7]. Peterson, 2003, p.p. 61
[8]. افضلی او رضایی، ۱۴۰۳، ۳۵


