Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۸)
متفرقه دوشنبه _13 _اپریل _2026AH 13-4-2026AD

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۸)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۸)
تکامل او طبیعي انتخاب
په تېرو برخو کې طبیعت‌پالنه او عقل‌پالنه چې د نوي الحاد تر ټولو مهم بنسټونه دي وڅېړل شول او د هغوی اړوند بېلابېل موضوعات مطرح شول. په دې برخه کې «تکامل او طبیعي انتخاب» د نوي الحاد د درېیم اساسي بنسټ په توګه څېړل شوی دی. د پخوانیو دوو بنسټونو پر خلاف چې تر ‌ډېره یې فلسفي ماهیت درلود، دې اصل یوه بشپړه علمي بڼه غوره کړې ده او همدا ظاهري علمي بڼه د معاصرو ملحدینو د لاس پیاوړې وسیله ګرځیدلې ده، چې د ماده‌پاله نړۍ‌لید د ترویج او د هر ډول سپېڅلو حقیقتونو د رد په موخه استفاده ترې کوي.
د ډاروین د تکامل نظریه یوه لویه علمي لاسته راوړنه بلل کېږي. د دې نظریې له مخې، ژوندي موجودات د فردي توپیرونو لروونکي دي او هغه موجودات چې په تصادفي ډول مناسبې چاپېریالي ځانګړتیاوې ولري، نو د ژوندي پاتې کېدو او راتلونکو نسلونو ته د خپلو ځانګړتیاوو د لېږد امکان یې زیات دی. د وخت په تېرېدو سره، د همدغو توپیرونو او بدلونونو د زیاتېدو په پایله کې د نوو موجوداتو د منځته‌راتګ لپاره زمینه برابریږي.
معاصرو ملحدینو همدا علمي نظریه له یوه ځانګړي فلسفي تفسیر سره یوځای کړې او د دیني باورونو پر وړاندې یې په یوه وسله بدله کړې ده؛ حال دا چې دا یوازې یوه بیولوژیکي علمي نظریه ده، چې که چېرې دقیقه هم وګڼل شي، بیا هم هېڅکله د لومړني علت (الله تعالی) د شتون اړتیا له منځه نه وړي.
د تکامل او طبیعي انتخاب د نظریې په اړه بحث باید د لاندې درېیو مهمو مسئلو پر محور را وڅرخي:
الف. د نظریې اساسي ادعا: د ژوندیو موجوداتو د منشأ او بدلون په اړه د تکامل او طبیعي انتخاب د نظریې بیولوژیکي ادعا څه ده؟
ب. د نظریې علمي اساس: د تکامل او طبیعي انتخاب نظریې د ادعاوو د تایید لپاره کوم شواهد شتون لري او دا شواهد تر کومه حده د باور وړ دي؟
ج. د نظریې پایلې: د تکامل او طبیعي انتخاب د نظریې درک زموږ پر باورونو، په ځانګړي ډول پر دین او اخلاقو څه اغېز لري؟
د پورته درېیو واړو مسئلو ترمنځ توپیر کول له بېلابېلو اړخونو د اهمیت وړ دی. د لومړیو دوو مسئلو څېړنه د تکاملي ژوندپوهانو دنده ده، خو درېیمه مسئله له نورو دواړو جلا ده او ځواب یې د فیلسوفانو او علماوو پر غاړه دی.[1]
د دغو دوو ډلو جلا ګڼل اړین دي؛ ځکه تاریخي تجربو ښودلې ده چې کله ناکله فیلسوفان او علما په هغو بحثونو او موضوعاتو کې داخل شوي دي چې د هغوی د تخصص برخه نه وه او برعکس، ځینو ژوندپوهانو هم د دین او فلسفې په ساحه کې داسې نظریات وړاندې کړي دي چې ډېر کم تخصص یې هم پکې نه درلود.[2]
 دواړه ډلې کله چې له عامو مخاطبانو سره مخ شوې دي، نو مجبوره شوې دي چې دفاعي حالت غوره کړي؛ مهم شواهد او دلایل یې له پامه غورځولي او د مقابل لوري پر ضد یې بې‌ځایه استدلالونه کړي دي، چې یوازې یې د مسئلې ابهام او پېچلتیا زیاته کړې ده.[3] معاصرو ملحدینو له همدې ابهام او پېچلتیا څخه په ګټې اخیستنې، د تکاملي ژوندپوهنې پر ځای د «فلسفي داروینیزم» په وړاندې کولو سره هڅه کړې ده چې پر نړۍ یو ځانګړی او بشپړ مادي تفسیر تحمیل کړي.
طبیعي انتخاب د تکامل د نظریې له مهمو او بنسټیزو عناصرو څخه دی؛ تر دې چې کولای شو د تکاملي ژوندپوهنې مفهومي چوکاټ یې وګڼو. خو هغه اساسي او محوري ادعاوې چې معاصر ملحدین یې د خپل ځانګړي قرائت پر بنسټ مطرح کوي، په لاندې ډول دي:
–  له حکیم طراح څخه انکار: د معاصرو ملحدینو تر ټولو مهمه ادعا دا ده چې د ژوند پېچلتیا او د موجوداتو تنوع هېڅ حکیم طراح یا ماورایي علت ته اړتیا نه لري او د تبیین لپاره یې یوازې طبیعي انتخاب بسنه کوي.
–  د انسان مادي تبیین: انسان او ټولې خاصې انساني ځانګړتیاوې، لکه اخلاق، شعور او احساسات، یوازې د طبیعي انتخاب د بهیر وروستی محصول بلل کېږي او هېڅ لوړ هدف او معنا نه لري.
–  بې‌موخې نړۍ: ژوند او تکامل هېڅ ډول هدف یا له مخکې پلان شوې بڼه نه لري.
–  د خلقت پر ځای تکامل: معاصر ملحدین د آسماني ادیانو د پیدایښت روایتونه ردوي او د طبیعي تاریخ د علمي تشریح په برخه کې د یوې ناسمې نظریې په سترګه ورته ګوري، نه د سمبولیک حقیقت د بیان په سترګه. [4] دا ادعا د علم او دین ترمنځ د «تعارض د نظریې» پر بنسټ ولاړه ده، چې په راتلونکو برخو کې به وڅېړل شي.
–   دین د یوې تکاملي پدیدې کچې ته راټیټول: معاصر ملحدین دیني باورونه او معنوي احساسات د ماورایي حقیقت په توګه نه مني، بلکې د تکامل محصول او هغه وسیله یې ګڼي چې د لومړنیو انسانانو د ټولنیزې بقا چانس زیاتوي.
له همدې امله، د تکامل نظریه د بیولوژۍ په علم کې د یوې علمي نظریې په توګه په خپل ځای معتبره او د درناوي وړ ده. خو نوی الحاد یې په ناسم ډول د خدای د انکار اساس ګرځوي. زموږ دنده دا ده چې د علم حقانیت په خپل محدود چوکاټ کې وساتو او وښیو چې د تکامل نظریه هېڅکله د خلقت په اړه د الهي حکمت د رد دلیل یا د انساني ژوند د بې‌معناوالي ثبوت نه شي کېدای؛ دا نظریه تر ټولو ښه حالت کې یوازې د ژوند د بدلونونو «څرنګوالی» بیانوي، خو هېڅکله د ژوند د «ولې» او د هغه د هدف ځواب نه وړاندې کوي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
  1. شهبازي او نور، ۱۳۹۵: ۱۷۰.
  2. هماغه اثر.
  3. Sweetman 2010, 82
  4. . Morris 1974

الحاد نوی الحاد
Previous Articleکاپیټالیزم (برخه: ۱۴)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۴)

یکشنبه _12 _اپریل _2026AH 12-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۷)

شنبه _11 _اپریل _2026AH 11-4-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۸)

دوشنبه _13 _اپریل _2026AH 13-4-2026AD4 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۸) تکامل او طبیعي…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کاپیټالیزم (برخه: ۱۴)

دوشنبه _13 _اپریل _2026AH 13-4-2026AD7 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل‌زهي کاپیټالیزم (برخه: ۱۴) کاپیټالیزم څه ډول د خلکو پر ژوند اغېز کوي؟…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۴)

یکشنبه _12 _اپریل _2026AH 12-4-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۴) اووم…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۴)

یکشنبه _12 _اپریل _2026AH 12-4-2026AD6 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۴) د فراماسونرۍ او یهودیت ترمنځ اړیکه د دې لپاره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۸)

دوشنبه _13 _اپریل _2026AH 13-4-2026AD

کاپیټالیزم (برخه: ۱۴)

دوشنبه _13 _اپریل _2026AH 13-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.