لیکوال: محمدعاصم اسماعیلزهي
کاپیټالیزم (برخه: ۱۴)
کاپیټالیزم څه ډول د خلکو پر ژوند اغېز کوي؟
که خدای مه کړه ژوند مو ستونزمن وي، له مالي مشکلاتو سره مخ وی او د داسې زورواکي ګمارونکی (کارفرما) تر لاس لاندې کار کوئ چې ډېرې پیسې لري او نړۍ ته د خپل سلطنت په سترګه ګوري، نو تاسې د کاپیټالیستي سیستم له قربانیانو څخه یاست.
د کاپیټالیزم د اغېزو څرنګوالی ستاسې په کاري موقف پورې تړلی دی. کاپیټالیزم پر کارګر او رائیس یو ډول اغېز نه لري. د هغه چا لپاره چې د شرکتونو خاوندان وي او کارګران استخداموي، کاپیټالیزم ښایي منطقي او آن مثبت سیستم ښکاره شي؛ ځکه کله چې ستاسې شرکت زیاته ګټه ترلاسه کوي، نو د کارګرانو معاشونه هم ورسره لوړېږي، چې په تیوریکي لحاظ د ټولو د ژوند کچه ورسره ښه کېږي. دا هر څه د عرضې او تقاضا پر اصل ولاړ دي.[1]
خو ستونزه دا ده چې ډېری پانګهوال مشران د شتمنۍ د وېش مهارت نه لري. هغوی کله ناکله آن د کارګر د عادي معاش له ورکړې هم ډډه کوي، انعام او بخششي خو لرې خبره ده. همدا لامل دی چې ډېری خلک کاپیټالیزم د ټولنیزو او اقتصادي نابرابریو لوی عامل ګڼي.
د کاپیټالیزم اساسي شعار دا دی چې «حرص او طمع» ښه شی دی. د کاپیټالیستانو له نظره، حرص او طمع لا ډېره ګټه په لاس راوړي، نوښت رامنځته کوي او د محصول د پراختیا سبب ګرځي. ګټه یې دا ده چې د هغو کسانو لپاره به چې د اخیستلو توان لري، لا ډېر انتخابونه موجود وي. خو د دې سیستم مخالفین بیا وایي چې کاپیټالیزم په خپل ذات کې استثمارګر دی او یوه داسې بېرحمه ټولنه رامنځته کوي چې شتمن خلک کارګره طبقه د خپلو جیبونو د ډکېدو لپاره تر پښو لاندې کوي.[2]
د کاپیټالیستي نظام د رامنځته کېدو عوامل:
د کاپیټالیستي نظام د رامنځته کېدو عوامل او زمینې په لاندې مواردو کې موندلی شو:
۱ـ د اقتصادي فعالیتونو پر مرکزونو د ښارونو بدلېدل او د یوولسمې پېړۍ صلیبي جګړې په نړیواله کچه د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا لامل شوې.
۲ـ د سود په برخه کې د کلیسا ځینې استثناوې د دې لامل شوې چې د سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو لپاره مالي سرچینې برابرې شي.
۳ـ د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ لویو سمندري اکتشافاتو او له امریکا څخه اروپایي هېوادونو ته د سرو زرو او نورو قیمتي فلزاتو لېږد، د ګټې د جلب او د لا ډېرو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو انګېزه رامنځته کړه.
۴ـ مرکانټیلیزم په شپاړسمه پېړۍ کې وویل چې سوداګري د شتمنۍ د تولید یوازینی عامل دی، همدارنګه یې د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې ځینې لارښوونې مطرح کړې، دې کار داسې فضا رامنځته کړه چې سوداګریزه سرمایهداري یې د استعمار او استثمار پر لور سوق کړه.[3]
د کاپیټالیزم د بقا دلیل
کاپیټالیستي نظام سره له دې چې ډېری داسې نیمګړتیاوې لري چې د توجیې وړ نه دي او د ناکامۍ له حالت سره مخ دی خو لا هم خپل شتون ته دوام ورکوي. که څه هم کېدای شي داسې وانګېرل شي چې په نږدې راتلونکي کې به کاپیټالیستي نظام هم د کمونېستي نظام په څېر له منځه ولاړ شي، خو دوه داسې اساسي عوامل شتون لري چې تر اوسه یې کاپیټالیستي نظام ته بقا وربخښلې ده:
لومړی عامل: د بېلابېلو فعالو اقتصادي ډلو د ګټو ساتنه: فعالې اقتصادي ډلې په پوره قوت او جدیت سره د هر هغه بدلون او تحول مخه نیسي چې د اقتصادي نظام په چوکاټ کې د دوی پر ګټو منفي اغېز کوي.
دوهم عامل: د تیوریسنانو په ذهنونو کې شته افکار او مفاهیم: تیوریسنان د فکر او تیورۍ په ډګر کې فعالیت کوي او له هر هغه بدلون یا بیاکتنې سره مخالفت کوي چې د دوی له نظریاتو او لیدلورو سره په ټکر کې وي. دوی تر ډېره خپلو افکارو او نظریاتو ته ژمن دي او نه یې خوښیږي چې لویو بدلونونو ته غاړه کېږدي.
پورته دواړه عوامل یو ځای د دې لامل شوې دي چې کاپیټالیستي نظام د خپلو تضادونو او نیمګړتیاوو باوجود هم خپله بقا وساتي. خو د دې امکان هم شته چې د کمونېستي نظام په څېر په راتلونکي کې له داسې حالت سره مخ شي چې په جوړښت کې یې بدلون راولي.[4]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. هرمان هوپ، هانس، اشرافیت، سلطنت، دموکراسی: داستان حماقت و تباهی اخلاقی و اقتصادی، ص۴۳۲، ژباړه: عبدی، سلیمان، چاپ کال: ۱۳۹۶هـ، ناشر: دنیای اقتصاد.
[2]. زیوداری، مهدی، تقابل اخلاق ایمانی و اخلاق سرمایهداری و شکلگیری نظامهای اقتصادی، ص۵۷۲-۵۷۳-۵۷۹، مرکز مطالعات تکنولوژی دانشگاه صنعتی شریف، چاپ کال: ۱۳۸۶ هـ ـ ایران. و آمارتیا، سن، اخلاق و اقتصاد، ص۶۴۳-۶۴۴، ژباړن: فشارکی، حسن، تهران، ناشر: شیرازه، اول چاپ: ۱۳۷۷هـ.
[3]. هایلبرونر، رابرت، سرمایهداری در قرن بیست و یکم، ص131، ژباړن: شهسا، احمد، ویرایش: عابدینی، آفاق، چاپ کال: ۱۳۷۷هـ، ناشر: شرکت انتشارات علمی و فرهنگی.
[4]. برودل، فرنان، پویایی سرمایهداری، ص۳۴۰، ژباړن: پاینده، مهران، خداقلی، عباس، کفایی، ناصر، اول چاپ: ۱۳۸۸هـ، نشر آمه-تهران. و قدیری اصل، باقر؛ سیر اندیشۀ اقتصادی، رویارویی مکتبها از افلاطون تا بعد از کینز، ص۹۶، چاپ کال: ۱۳۸۷هـ، انتشارات دانشگاه تهران.


