Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳)
بودائیزم سه شنبه _7 _اپریل _2026AH 7-4-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳)
مفهوم پېژندنه (دوام)
۲. بودیزم
بودیزم له «بودي» (Bodhi) کلمې اخیستل شوی چې د «روښنایۍ» په مانا دی. د اصطلاحي تعریف له مخې بودیزم یوه بشري فلسفه ده چې د دین رنګ او بڼه یې خپله کړې ده. بودیزم له میلاد څخه پنځه پېړۍ وړاندې په هند کې له برهمني او هندو دینونو وروسته رامنځته شو. په پیل کې یې د هندوپالنې پر وړاندې مقاومت کاوه او تر ډېره پر انسان‌پالنې متمرکز و. همدارنګه، په بودیزم کې زهد، ساده ژوند، له تجملاتو څخه لرېوالی، مینه، زغم او نېکو کارونو ته د خلکو را دعوتول تر سترګو کېږي.
خو د بودیزم د بنسټګر له مړینې وروسته دغه بشري دین د بت‌پرستۍ رنګ او بوی خپل کړ او د بودا پیروانو د بودا په اړه له مبالغې ډکه لار خپله کړه، تر دې چې د الوهیت تر مرتبې یې ورسوه. بودیزم په ټولیز ډول یو اخلاقي نظام او فکري مکتب دی چې پر فلسفي نظریو ولاړ دی او تعلیمات یې د الهي وحې اساس نه لري؛ بلکې د نظرونو او باورونو یوه ټولګه ده چې د دیني چوکاټ په بڼه وړاندې شوې ده. لرغونی (پخوانی) بودیزم له نوي بودیزم سره توپیر لري؛ پخواني بودیزم زیاتره اخلاقي اړخ درلود، په داسې حال کې چې نوي بودیزم د بودا تعلیمات له فلسفي نظریو او د نړۍ او ژوند په اړه له عقلي تحلیلونو سره ګډ کړي دي.[1]
۳. بودا
د بودا کلمه د «ویښ شوي»، «خبر شوي» او هغه کس په معنا ده چې نهایي حقیقت ته رسېدلی وي.[2] د بودا نوم او لقب د بودیزم د بنسټګر «سیدهارتا ګوتاما» لپاره هغه وخت کارول کېږي کله چې حقیقت او بصیرت ته رسېږي.
۴. کارما یا کرمه (karma) یا کردار
کارما یو له هغو څلورو بنسټیزو اصولو څخه دی چې د بودیزم په شمول د هند د ټولو دینونو له خوا منل شوی دی.
له کرمه موخه دا ده چې په نړۍ کې انسان خامخا د خپل هر عمل، وینا او یا هم فکر له پایلو او اثراتو سره مخ کېږي. په بل عبارت، په دې نړۍ کې هر عمل خپل مناسب غبرګون لري او دا غبرګون هم د انسان په اوسني ژوند او هم په راتلونکي ژوند (تناسخ) اغېز لري. له همدې امله، د هر انسان اوسنی ژوند د هغه د تېر ژوند له کرمه سره تړاو لري، او د هر انسان ستونزې او کړاوونه د هغه د پخواني ژوند د کرمه پایله بلل کېږي. د کرمه اغېز تر دې حده رسېږي چې په راتلونکي ژوند کې د انسان ټولنیزه طبقه (کاست) هم بدلولای شي، یعنې کرمه کولای شي هم انسان لوړې ټولنیزې طبقې ته ورسوي او هم کولای شي چې د ټیټې طبقې برخه یې وګرځوي.[3]
که نور یې هم ساده ووایو له کرمه موخه دا ده چې زموږ هر کار، وینا او فکر بېرته موږ ته راګرځي. د دې تعبیر له مخې کرمه پخپله هم عمل دی او هم د عمل پایله.
د ادیانو د تاریخ شنونکی محمد جواد شمس کرمه داسې تشریح کوي: « کرمه د بودا یو دیني باور دی چې د لومړي ځل لپاره د اوپانیشادي په متنونو کې په تفصیل سره بیان شوی دی. کرمه د عمل په معنا ده او په اصطلاح کې د انسان د اعمالو پایله ګنل کیږي؛ که چېرې د انسان عمل ښه واوسي نو نېکمرغۍ ته یې رسوي او که بد واوسي نو له ستونزو سره یې مخ کوي.»[4]
پروفیسور آتریا وایي: «شهوت زموږ په ژوند کې تر ټولو پیاوړی عامل دی؛ خو زموږ غوښتنې او تمایلات پر نورو خلکو هم اغېز کوي. له همدې امله، په هغو کارونو کې چې د شهوت له مخې یې ترسره کوو، کله نورو ته نېکي رسوو او کله هم بدي. نو لازماً د جزا قانون پر موږ تطبیقېږي؛ هغه قانون چې د نړۍ د ټولو ازادو موجوداتو پر ژوند حاکم دی. د جزا دا قانون په سانسکریت ژبه کې “کارما” بلل کېږي او هېڅوک تېښته ترې نه شي کولای. د «یوګا واسشته» په کتاب کې راغلي دي: په ټوله هستۍ کې هېڅ داسې ځای نشته چې انسان هلته پناه یوسي او د خپلو نېکو یا بدو اعمالو له پایلو ځان خلاص کړي.»[5]
۵. دارما یا درمه (dharma)
دارما د بودا د تعلیماتو ټولګې او هغه قانون ته ویل کېږي چې پر نړۍ حاکم دی او د سم ژوند لارښود ګڼل کیږي. په عمومي ډول دارما په بودایي کتابونو کې په لاندې معناوو کارول کېږي:
 د یوه شي د طبیعت جوړوونکی، قاعده، قانون، آیین، تعلیم؛ عدالت، رښتینولي، کیفیت او نور. دارما «شریعت» ته ورته بڼه لري؛ خو الهي او وحیاني اساس نه لري.
۶. نیروانا (nirvana)
نیروانا په لغت کې د خاموشۍ په معنا ده او په اصطلاح کې د درې‌ګونو اورونو (هوس یا راګه (raga)، کرکه یا دوسه (dosa) او فریب یا موهه (moha)) د خاموشه کولو په معنا دی چې له درد او کړاو څخه د خلاصون، د بیا زېږېدو له کړۍ (سنساره) څخه د ازادېدو او مطلقې آرامۍ ته د رسېدو لامل کېږي. له همدې امله، نیروانا مطلق آرام ته رسېدل یا د نفسي غوښتنو خاموشه کېدل بلل کېږي. نیروانا ته د رسېدو لاره هم په بشپړ ډول د برتره اته‌ګوني لارې تعقیبول دي.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. موسوعة الملل والأدیان، ج ۱۲، ص ۱۱۲.

[2].  الأدیان والمذاهب، ص ۳۳۱؛ الموسوعة الفرق المنتسبه للاسلام، ج ۸، ص ۴۵.

[3].  فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۴۷.

[4]. محمد جواد شمس، ادیان هند، ص ۲۸.

[5]. احمد شلبی، أدیان الهند الکبری، ص ۵۹.

[6]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۳۲۰.

بودا بودیزم کارما کرمه
Previous Articleکپیټالېزم (برخه: ۱۲)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۲)

پنجشنبه _2 _اپریل _2026AH 2-4-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (۳۵ او وروستۍ برخه)

پنجشنبه _26 _فبروري _2026AH 26-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳)

سه شنبه _7 _اپریل _2026AH 7-4-2026AD2 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳) مفهوم…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټالېزم (برخه: ۱۲)

سه شنبه _7 _اپریل _2026AH 7-4-2026AD11 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل‌زهي کپیټالېزم (برخه: ۱۲) په دې برخه کې د پانګوال نظام (کپیټالېزم) په…

نور یی ولوله
Blog

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD11 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۳) شپږم…

نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)

دوشنبه _6 _اپریل _2026AH 6-4-2026AD7 Views

لیکوال: ایوب راسخ نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶) عقل‌پالنه تېره برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۳)

سه شنبه _7 _اپریل _2026AH 7-4-2026AD

کپیټالېزم (برخه: ۱۲)

سه شنبه _7 _اپریل _2026AH 7-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.