لیکوال: مهر الله مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۲)
مفهوم پېژندنه
مفهوم پېژندنه د هرې څېړنې له بنسټیزو او لومړنیو برخو څخه ګڼل کېږي، مفهوم پېژندنه له موږ سره مرسته کوي چې مفاهیم او بنسټیز اصطلاحات په سمه توګه درک او وپېژندل شي، تر څو د ناسم پوهاوي مخه ونېول شي. د بشري علومو، دین او سیاست په ډګر کې خو یې اهمیت بیخي زیات دی. په همدې اساس لاندې د دې څېړنې ځانګړي مفاهیم او اصطلاحات تشریح او تبیین کېږي.
۱. دین
دین په لغت کې د اطاعت، فرمانبردارۍ او تسلیمېدو په معنا دی.[۱]
خو د شریعت په اصطلاح کې علماوو او مفکرینو د دین په اړه بېلابېل تعریفونه وړاندې کړې دي. ځینې علما وایي: «دین په بشپړ ډول د الله تعالی پر وړاندې تسلیمېدل او د هغه اطاعت کول دي. ریښتینی دین اسلام او د توحید عقیده ده؛ هغه دین چې له حضرت آدم او حضرت نوح علیهماالسلام څخه نیولې تر خاتم الانبیاء حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم پورې د الله تعالی ټولو پېغمبرانو علیهمالصلاة والسلام، خلک ورته را بللې دي.»[۲]
الله تعالی فرمایي: «إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الإِسْلَامُ»؛
ژباړه: « بېشکه الله ته منلى دين اسلام دى.»[۳]
او د اسلام له راتګ وروسته الله تعالی له اسلام پرته بل هېڅ دین نه مني، لکه څنګه چې فرمایي: «وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ»؛[۴]
ژباړه: « او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى.»
همدارنګه الله تعالی فرمایي: «حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلَامَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ.»؛[۵]
ژباړه: « پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه د غیر الله لپاره اواز شوى وي او مرۍ خپه كړى شوى (زندۍ شوى) څاروى، او په كوتك وهل شوى او له بره راغورځېدلى او په ښكر وهل شوى، او هغه چې لیوان يې مات كړي، سوا له هغه (څاروي) نه چې تاسو يې حلال كړئ، او (حرام دى) هغه (څاروى) چې په استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي او دا چې تاسو په غشو سره قسمت معلوموئ، دغه (ټول) كارونه فسق او نافرماني دي، نن ورځ كافر شوي خلق ستاسو د دین (له ختمولو) نه ناامېده شول، نو تاسو له دوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ، نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو، نو څوك چې په سخته لوږه كې مجبور شو، په دې حال كې چې ګناه ته مايل كېدونكى نه وي، بیا نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى.»
یوې بلې ډلې بیا دین داسې تعریف کړی دی: «دین هغه الهی شریعت دی چې د وحې له لارې ترلاسه کېږي»؛ دا تعریف د مسلمانانو ترمنځ ډیر عام و.[۶]
خو د دې تعریف په اړه ځینې نیوکې او شکونه شته؛ ځکه یاد تعریف دین یوازې تر آسماني دینونو محدودوي، خو حقیقت دا دی چې هر هغه څه چې خلک پرې عقیده پیدا کړي، عبادت یې ترسره کړي او ورته تسلیم شي، نو دین بلل کېدای شي؛ که حق وي یا باطل. الله تعالی په دې اړه فرمایي: «وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ»؛[۷]
ژباړه: « او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى.»
او همدارنګه فرمایي: «لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِىَ دِينُ»؛[۸]
ژباړه: « تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى.»
په دې آیت کې الله تعالی د عرب مشرکانو باورونه هم «دین» نومولي دي.
د غیر مسلمانانو په منځ کې، ځینو دین یوازې له اخلاقي اړخه تعریف کړی دی؛ لکه کانت چې وایي: «دین د الهي امرونو په توګه د اخلاقي وجایبو منل دي.» ځینو نورو دین د تفکر او غور له اړخه تحلیل کړی دی؛ لکه رودلف اویګن چې وایي: «دین یوه عرفاني تجربه ده چې انسان د ژوند له تضادونو خلاصون پکې موموي.»
نور تعریفونه هم شته چې هر یو یې یوازې له یوې زاویې دین ته ګوري او نور اړخونه یې له پامه غورځوي.[۹]
د دینغوره او جامع تعریف په لاندې ډول دی:
«دین د یوه ذات پر تقدس باور او د هماغه ذات پر وړاندې د عاجزۍ، مینې، لیوالتیا او وېرې ټولګه ده.»
دا تعریف هم حقیقي معبود، چې الله تعالی دی او هم باطل معبودان په ځان کې رانغاړي. همدارنګه، ټول هغه عبادتونه او آیینونه په ځان کې رانغاړي چې خلک یې د خپلو معبودانو لپاره ترسره کوي؛ که دا عبادتونه آسماني او صحیح وي لکه اسلام، یا آسماني ریشه ولري خو تحریف شوي وي لکه یهودیت او مسیحیت، او یا په اصل کې غیر آسماني او د انسان په لاس رامنځته شوي وي لکه هندویزم، بودیزم او د بتپرستۍ ډولونه.[۱۰]
خو د لویدیځې نړۍ علماوو او مفکرینو د «دین» بېلابېل تعریفونه او تعبیرونه وړاندې کړي دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
سیسرون وایي: «دین هغه اړیکه ده چې انسان له خدای سره نښلوي.»
کانت وایي: «دین زموږ د مسؤلیت او د خپلو وجایبو پر وړاندې د پابندۍ احساس دی؛ ځکه چې دا وجایب د الهي فرمانونو پر اساس ولاړ دي.»
شلیایرماخر وایي: «د دین حقیقت د انسان د مطلقې اړتیا او تړاو پر احساس ولاړ دی.»
پدر شاتل وایي: «دین د خالق پر وړاندې د مخلوق او همدارنګه د الله تعالی، ټولنې او خپل ځان پر وړاندې د انسان دنده ده.»
هربرت (روبرټ) اسپنسر وایي: «دین په یوه داسې ځواک باندې باور درلودل دي چې د وخت او ځای پای یې نه شي تصور کېدای؛ همدا عنصر د دین اصلي محور جوړوي.»
تایلور وایي: «دین پر روحاني موجوداتو باور دی.»
ماکس مولر وایي: «دین د هغه څه د درک کولو هڅه ده چې د درک وړ نه دي او د هغه څه بیانول دي چې د بیان وړ نه دي؛ دین د لامحدودیت تمایل او له الله تعالی سره مینه ده.»
دوام لري…
مخکیني برخه
سرچینې:
- محمد الشهرستانی، الملل والنحل، ج ۱، ص ۳۷.
- ناصرالعقل و ناصر القفاری، الموجز فی الأديان والمذاهب المعاصر، ص ۱۰.
- آل عمران: 19.
- آل عمران: 85.
- المائدة: 3.
- سعود بن عبدالعزیز، دراسات في الأديان اليهودية والنصرانية، ص ۱۱.
- آل عمران: 85.
- الكافرون: 6.
- سعود بن عبدالعزیز، دراسات في الأديان اليهودية والنصرانية، ص ۱۱.
-
هماغه، ص ۱۱.


