لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹)
سریزه
په تېره برخه کې مو د هغو کسانو په اړه بحث ترسره کړ چې په مطلق ډول له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل نه مني (هغه کسان چې هم له جسمي معاد او هم له روحاني معاد څخه منکر دي). په دې پوه شوو چې ځینې خلک په بشپړ ډول له معاد څخه منکر دي او په مقابل کې یې داسې ډلې هم شته چې له معاد څخه په بشپړ ډول انکار نه کوي، بلکې د معاد له یوې برخې څخه انکار کوي. د همدې موضوع په پام کې نیولو سره، د تحقیق په دې برخه کې هڅه کوو چې پخپله پر معاد بحث وکړو او په ډاګه کړو چې معاد جسمي دی، که روحاني، او که نه روح او جسم دواړه یوځای بېرته را ژوندي کېږي.
د معاد په اړه بېلابېل مذهبونه
د معاد په اړه متفاوت لیدلوري موجود دي، ځینې یې په بشپړ ډول معاد ردوي او ځینې نور له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل نه مني او د ارواحو په تناسخ باور لري.[۱] همدارنګه ځینې خلک د روح او جسم ترمنځ توپیر کوي؛ یوه ډله پر روحاني معاد باور لري او جسمي معاد ردوي. ځینې نور بیا برعکس نظر لري؛ یعنې جسمي معاد ثابتوي، د دې برخې ډیری پیروان متکلمین دي. یو شمېر نور خلک بیا بېلابېل نظرونه لري چې له حق او حقیقت څخه ډېر لرې دي.[۲]
څېړنې ښيي چې د معاد په اړه پنځه نظریې موجودې دي. علامه رازي رحمهالله د پنځو واړو مذهبونو په اړه بحث ترسره کړی دی؛ خو موږ یوازې دوه مذهبونه ذکر کوو. درېیم قول، چې ځینې یې اهل سنتو متکلمینو ته منسوبوي او وایي چې هغوی یوازې پر جسمي معاد باور لري، توضیح او تفصیل ته اړتیا لري. په همدې برخه کې هڅه کوو چې دا موضوع په تفصیل سره بیان کړو او هغه ناسم برداشتونه هم رد کړو چې ځینې لیکوالان یې د اهل سنت والجماعت د علماوو له اقوالو څخه اخلي.
هغه دوه مذهبونه چې دلته یادونه ترې کېږي دا دي:
۱. هغه کسان چې جسمي معاد ردوي او یوازې په روحاني معاد باور لري؛
۲. هغه کسان چې پر جسمي او روحاني معاد دواړو یوځای باور لري.
د جسمي معاد منکرین او د روحاني معاد اثباتوونکي
سره له دې چې د جسمي معاد د اثبات لپاره واضح دلایل موجود دي او ټول ملتونه پرې اتفاق لري خو بیا هم د فیلسوفانو یوه ډله انکار ترې کوي. دغه ډله غواړي په خپلو دلایلو سره دا ثابته کړي چې جسم بېرته نه راګرځي، بلکې یوازې روح بېرته راګرځي او ټول مسائل هم له روح سره تړاو لري، نه له جسم سره.
د دې مذهب او ډلې دلیل دا دی چې د انسان جسم له مرګ وروسته په بشپړ ډول له منځه ځي او د دوی په اند د معدوم عیني اعاده محال ده؛ ځکه که معدوم عیناً اعاده شي، نو د شی او د شی د وجود ترمنځ فاصله منځ ته راځي. ددې لپاره چې د شی او د شی د وجود ترمنځ فاصله باطله ده، نو مقدم (اصلي فرض) هم باطل کېږي.[۳]
شیخ عبدالرحمن حنبکه په دې اړه لیکي: «بله ډله هغه کسان دي چې د خالق په وجود او د هغه په یووالي اعتراف کوي او له الله تعالی سره هېڅوک نه شریکوي؛ خو له جسمي معاد څخه انکار کوي او یوازې په روحاني بڼه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل مني. له جسمي معاد څخه د دوی د انکار لامل دا دی چې هغوی پرته له دې چې هغو حقایقو ته پام وکړي چې شرایعو بیان کړي دي په غیبي چارو خپل ځانګړي تصورات حاکم کړې دي.
دا ډله د الهي عدالت په اړه د خپل لیدلوري پر اساس استناد کوي؛ خو له معاد څخه د انکار په برخه کې له استبعاد پرته هېڅ دلیل نه لري. یعنې دوی یوازې د دې لپاره له جسمي معاد څخه انکار کوي چې د دوی د عقل له مخې دا کار ناممکن دی)، یا دا چې له معاد څخه انکار د دوی د ذهنونو د ناقص برداشت پایله ده. د دوی برداشت دا دی چې بشپړ عدالت له مرګ او له جسم څخه د روح تر جلا کېدو وروسته تحقق نه مومي، بلکې یوازې د دنیوي ژوند د حالاتو په دوام سره ممکن دی، بله دا چې له دنیوي ژوند څخه وروسته بل هېڅ ژوند شتون نه لري.»[۴]
علامه ایجي رحمهالله فرمایي: «دوهم بحث د اجسادو د حشر په اړه دی: د ټولو ملتونو له پیل څخه تر پای پورې د اجسادو د حشر پر جواز او وقوع اجماع موجوده ده، خو فیلسوفانو ترې انکار کړی دی.»
علامه ابن ابي العز حنفي رحمهالله د فیلسوفانو او هغو کسانو په اړه چې د هغوی له نظریاتو اغېزمن شوي او ګمان کوي چې د جسمي معاد په اړه هېڅ بحث نه دی ترسره شوی، داسې فرمایي: «قرآن کریم د مرګ پر مهال د روح معاد بیان کړی او د جسم معاد یې د قیامت کبري په ورځ په ګڼو ځایونو کې بیان کړی دی، خو فیلسوفان له قیامت کبري او جسمي معاد څخه انکار کوي.»
فیلسوفان الهي جسمي معاد نه مني او یوازې په روحاني معاد باور لري. د دې ډلې دلیل دا دی چې بدن له خپلو ټولو صورتونو او ځانګړنو سره له منځه ځي، او بېرته نه اعاده کېږي.
هغه کسان چې هم د جسم او هم د روح پر راژوندي کېدو باور لري
د معاد کیفیت د اسلامي عقیدې له بنسټیزو بحثونو څخه دی. اهل سنت او جماعت او د اهل سنت او جماعت بېلابېلې طیفې پر جسمي او روحاني معاد دواړو اتفاق لري. په دې اړه قوي او ټینګ دلایل شتون لري او ثابتوي چې هم روح بېرته راګرځول کېږي او هم همدا جسم چې مري او متلاشي کېږي؛ ځکه هغه ذات چې وتوانېد له عدم څخه روح او جسم پیدا کړي، نو کولای شي د انسانانو خوسا شوې ذرې او له منځه تللې ټوټې بېرته راژوندۍ کړي او د حساب او کتاب لپاره یې خپل حضور ته راوبولي، تر څو نېک عمله د خپلو نېکو بدله وویني او بدعمله د خپلو بدیو سزا مشاهده کړي، او دا یو داسې حقیقت دی چې تر لمر هم روښانه دی.
د قرآن کریم ډېری آیتونه او د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم احادیث دا موضوع ثابتوي. هېره دې نه وي چې د معاد د کیفیت په اړه په تېرو برخو کې د کلامالله مجید آیتونه او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم مبارک احادیث ذکر شوي دي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] د دې لپاره چې د تناسخ موضوع یو مهم بحث دی، په راتلونکو برخو کې به په تفصیل سره بحث پرې وشي، انشاءالله.
[2]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۱۰۸.
[3]. الرفاعی، صفیة، إثبات المعاد وبیان حقیقته، نشر المقال فی المجلة الإلکترونیة الشاملة متعددة التخصصات، العدد الثالث والعشرون، ۲۰۲۰ م، ص ۱۵.
[4]. المیدانی، عبدالرحمن حسن حنبکه، العقیدة الإسلامیة وأسسها، الطبعة الرابعة عشر ۱۴۳۰هـ.ق/۲۰۰۹م، ص ۵۷۲.
[5]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، 1421هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۱۱۳.
[6]. دمشقی، علی بن علاء الدین، شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن وشعیب ارناؤوط، مترجم: اسحاق دبیری، ص ۸۱۲.
[7]. المقدم، د. جیهان نورالدین محمد، المعاد بین المثبتین والمنکرین دراسة تحلیلیة نقدیة، نشر المقال فی مجلة کلیة الدراسات الإسلامیة والعربیة، المجلد السابع والثلاثون، العدد الثانی ۲۰۱۹م، ص ۱۴۲۴.


