لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)
څلورم درس: په دعوت او تربیت کې له محبت څخه د ډکو کلمو او حکیمانه طریقو کارول
تربیت او حق ته د خلکو رابلل یو حساس بهیر دی، په دې بهیر کې یوازې د خبرو محتوا بسنه نه کوي، بلکې د بیان طریقه او د کلمو انتخاب هم پکې حیاتي رول لري. د تربیت او حق ته د خلکو د رابللو په برخه کې د حضرت ابراهیم علیهالسلام له کیسې یو لوی درس اخلو. د حضرت ابراهیم علیهالسلام کیسه موږ ته را زده کوي چې څنګه په نرمۍ او محبت سره د خلکو زړونو ته د نفوذ کولو لارې پرانیزو.
له خپل پلار سره د حضرت ابراهیم علیهالسلام په خبرو کې یو له تر ټولو نازکو ټکو څخه د «یا أبت» (ای زما ګرانه پلاره) د کلمې تکرار دی. دی څو وارې خپل پلار په همدې مینهناکه او صمیمانه کلمه مخاطب کوي. دا کار یوازې د ادب یوه دودیزه بڼه نه وه؛ بلکې د پلارنۍ عاطفې د راویښولو او د قلبي اړیکې د رامنځته کولو یوه شعوري هڅه وه. ابراهیم علیهالسلام د دې مهربانه لحن په وسیله خپل پلار ته وښوده چې موخه یې له زړه څخه نصیحت او مهرباني ده، نه سپکاوی او شخړه. دا طریقه موږ ته را زده کوي چې د اولادونو په تربیه او یا حق ته د نورو په رابللو کې باید داسې کلمې او جملې وکاروو چې د نږدېوالي او تړاو احساس پیاوړی کړي. هره خبره چې په مینې او درناوي سره پیل شي، نو د مخاطب په زړه کې د ځای نیولو امکان زیاتوي او ذهني مقاومتونه را کموي.
یو بل مهم اصل چې حضرت ابراهیم علیهالسلام مراعات کړ، دا و چې هېڅکله یې په داسې بڼه له خپل پلار سره خبرې پیل نهکړې چې بتانو یا د خپل پلار عقایدو ته سپکاوی او توهین پکې شتون ولري. ده ونه ویل چې: «دا بتان بېارزښته او بېمانا دي»؛ بلکې د یوې منطقي پوښتنې او له ترحم څخه پر ډک انداز یې خپلې خبرې پیل کړې:
«لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یسْمَعُ وَلَا یبْصِرُ»[1]
ژباړه: « ته ولې د الله تعالی نه پرته د داسې یو بوت بندګي کوې چې ستا اواز نشي اوریدلی کله چې ورته اواز کوې او ستا بندګي نشې لیدلی کله چې یې ته بندګي کوې؟»
دا پوښتنه پر خپل پلار کوم تور او اتهام نه و؛ بلکې فکر کولو ته د خپل پلار رابلل وو. دا طریقه د تربیوي ارواپوهنې له نظره ډېره هوښیارانه ده. کله چې یو انسان احساس وکړي چې د هغه عقاید تر برید او ملنډو لاندې راغلي دي، نو په فطري ډول دفاعي حالت غوره کوي او د هېڅ خبرې او رېدو ته چمتو نه وي. په داسې حالت کې که خبره حق هم واوسي، د هغه زړه ته لار نه پیدا کوي. ابراهیم علیهالسلام له همدې طریقې په استفادې د دې پر ځای چې له پیله د خبرو دروازې وتړي، پرانیستې یې وساتلې او خپل پلار ته یې بلنه ورکړه چې د یوه محسوس وقعیت په اړه فکر وکړي: (ایا دا بتان رښتیا هم کومه ګټه لري؟ ایا دوی کوم څه لیدلی یا اورېدلای شي؟)
ابراهیم علیهالسلام خپل پلار له یوه عیني حقیقت څخه (هغه بتان چې نه اوري او نه ویني) یوې ذهني پایلې ته رهنمایي کړ (نو دا د عبادت وړ نه دي). دا طریقه مخاطب پوهوي چې خپله تېروتنه درک کړي او همدا درک بدلون منلو ته لار هواروي.
د حضرت ابراهیم علیهالسلام د سیرت دا برخه موږ ته را زده کوي چې د تربیې او دعوت د بریالیتوب راز د مهربانۍ، درناوي او حکمت په ګډ ترکیب کې نغښتی دی. له محبت څخه د ډکو کلمو کارول، له سپکاوي څخه ډډه کول او له منطقي او قناعتبښونکو طریقو کار اخیستل نه یوازې د مخاطب انساني کرامت ساتي، بلکې د هغه د سمې لارښوونې لپاره هم تر ټولو غوره زمینه برابروي.
پنځم درس: په تربیت او دعوت کې نرمښت او تواضع
د حضرت ابراهیم علیهالسلام له لوري خپل پلار ته په دعوت کې نور ژور درسونه هم نغښتي دي، چې یوازې د محبت له لحن څخه ور هاخوا د نورو د لارښوونې په بهیر کې د تواضع او فروتنۍ اساسي اصل ته اشاره کوي. ابراهیم علیهالسلام په خپلو خبرو کې خپل پلار ته وایي: «یا أَبَتِ إِنِّی قَدْ جَاءَنِی مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یأْتِكَ فَاتَّبِعْنِی أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیا»[2]
ژباړه: « ای زما پلار جانه: یقینا راغلی ما ته د علم نه د وحې د لارې نه هغه چې تا ته نه دی راغلی، نو زما تابعداري وکړه زه به تا نیغې سمې لارې ته برابر کړم..»
په دې لنډه جمله کې بېساری حکمت نغښتی دی. ابراهیم علیهالسلام په ډېر ظرافت سره له تکبر او ځانښودنې څخه ډډه کوي. هغه داسې نه وایي چې: «زه پوه یم او ته ناپوه»، بلکې وایي چې: «ماته داسې علم را رسېدلی چې تا ته نه دی رسېدلی». د دې لحن معنا دا ده چې علم او هدایت د الله تعالی له لوري یو نعمت دی، نه د ده شخصي برتري.
د بیان دا ډول طریقه د دې مخه نیسي چې پلار یې د عمر او پلاروالی د مقام له امله د ابراهیم علیهالسلام خبرې رد کړي. دی خپل پلار ته پیغام ورکوي چې که څه هم د عمر او تجربې له پلوه د پلار مقام لوړ دی، خو په دې ځانګړي مسیر کې هغه سمه لار موندلې ده او پلار کولای شي له ده په پیروۍ له ګمراهۍ او سرګردانۍ څخه وژغورل شي. دا داسې ده لکه په یوه سفر کې چې یوه ملګري د لارې نقشه پیدا کړې وي او بل ته هم وایي چې زما پر پلونو قدم ږده، البته نه د برترۍ له مخې، بلکې د ژغورنې لپاره.
د حضرت ابراهیم علیهالسلام د سیرت دا نازک ټکی د ټولو روزونکو، مصلحینو او مبلغینو لپاره یو لوی درس دی. دا نازک ټکی موږ ته را زده کوي چې د لارښوونې او دعوت په بهیر کې باید د خپل ځان، مقام او علم ستاینه ونه کړو؛ بلکې اصلي خبره باید د حق او حقیقت په اړه وي، نه د هغه چا په اړه چې حق او حقیقت بیانوي.
یو بریالی روزونکی هېڅکله په خپلو مناظرو کې د نورو په پرتله پر خپل ځان فخر نه کوي او نه هم پر کوچنیو خبرو غوسه کېږي. بریالی روزونکی په خپل ټول توان، زغم، صبر او تواضع سره د خپلو زدهکوونکو او مخاطبینو د هدایت لپاره هڅه کوي.
سربېره پر دې، دا مفهوم موږ ته زموږ د مور او پلار او خپلوانو پر وړاندې د لا زیات مسؤلیت یادونه هم کوي. له والدینو سره د نېکۍ او ترحم تر ټولو مهمه بڼه دا ده چې هغوی د الله تعالی خالص عبادت ته راوبلو او له هر ډول ګمراهۍ څخه یې وژغورو. د الله تعالی خالص عبادت ته د والدینو او خپلوانو رابلل باید له حکمت او ښه چلند سره مل وي؛ خو په عین وخت کې باید حق په بشپړ وضاحت او صراحت سره بیان شي، ځکه چې له ګمراهۍ څخه د هغوی ژغورل د مینې او نېکۍ تر ټولو لوړه بڼه ده.
په هر تربیوي او دعوتي رسالت کې، هغه څه چې تر کلمو او استدلالونو ډېر اغېز لري د مبلغ او روزونکي خپل شخصیت او اخلاق دي. لکه څنګه مو چې د حضرت ابراهیم علیهالسلام په کیسه کې ولوستل چې ده یوازې د منطق او حکمت له مخې بحث نه کاوه، بلکې په ادب او فروتنۍ سره یې د خپل پلار زړه ته د رسېدو لار پرانیسته. دا اصل د هغو ټولو کسانو لپاره د لارې نقشه ده چې غواړي د نورو په زړونو کې د هدایت څراغ بل کړي.
یو بریالی روزونکی او مبلغ د علم او فصاحت تر څنګ باید په ځانګړو اخلاقي فضیلتونو هم سمبال وي. د ځانګړو اخلاقي فضیلتونو له جملې لاندې څلور فضیلتونه یادولای شو:
-
تواضع: پر نورو ځان لوړ نه ګڼل؛
-
پراخه سېنه: د مخالف نظر د اورېدلو زغم درلودل؛
-
له حسد او کینې څخه ځان ساتل: پاک زړه چې د ټولو لپاره خیر غواړي؛
-
یوازې د الله تعالی لپاره غوسه: د نفس کنټرول او مقدس قهر.


